په افغانستان کې د هندویزم تاریخچه

په افغانستان کې د هندویزم تاریخچه کولای شو له نننۍ بڼې څخه ډېر لري او لرغونې دوره یعن څه باندې ۳۴۰۰۰ کاله وړاندې ومومو. ویل کېږی چې هندویزم په دغه سیمه کې د برونزو په عصر او د سند درې په تمدن کې، کله چې د ګندهارا سیمه یوه له ماهاجاناپادا (یو له ۱۶ حکومتونو) څخه وه، خپل اوج ته رسیدلی. دغه دین تر بین النهرین پورې د اریایانو تر پراختیا او له میلاد څخه له ۵۵۱ – ۱۵۰۰ کلونو پورې د ماد پاچاهۍ په مهال پراختیا موندلې. په دغه دین کې زیاتره د ګندهارا خلک شامل و. له هغه وروسته د زردشت او بودايي دینونه هم د مایورا او هخامنشي سترواکیو د اغېزو له امله وغوړېدې. د بلخ د یوناني حکومت په مهال، د بودايي، یوناني او ګندهاري دینونو د افغانستان ځینې سیمې تر خپلې اغېز لاندې درلودې. له هغه وخته راهیسې، په افغانستان کې بېلابېلې سترواکۍ رامنځته شوې لکه کوشانیان، هپتالیان، صفاریان، سامانیان او هندوشاهي چې د هندي کلتور شاهد او د هغو له مخې رامنځته شوی دی. [۱][۲][۳][۴][۵]

د مسلمانانو له خوا د افغانستان په نیولو سره او د ترک شاهي په مټ د جي پال په ماتولو او د خلفای راشدین په حاکمیت پورې د افغانستان د خاورې په نښلولو سره، په افغانستان کې اسلام خپور شو او په پایله کې هندو او بودايي دینونه له منځه ولاړل. همداشان څو ځله د مغولو او غزنویانو له خوا پرې بریدونه وشول. په افغانستان کې د هندو او سیک دینونه د نوشار له جګړې وروسته او کله چې دا خاوره د هري سینګ نالوا له خوا د سیک په سترواکۍ پورې ونښلول شوه، بېرته را ژوندي شول. [۶][۷]

په اولسمه میلادي پېړۍ کې د یوه هېواد په توګه د هوتکیانو له خوا د افغانستان په رامنځته کېدو سره  زیاترو هندوانو په افغانستان کې خپله ازادي درلوده او په لوړو دولتي چوکیو او سوداګرۍ باندې بوخت و. د هندو دین هغه پیروان چې نن په افغانستان کې ژوندي کوي، هغوی هغه پنجابي او سندي قومونه دي چې ښايي په نولسمه پېړۍ کې له سیکانو سره یو ځای افغانستان ته د سوداګرو په توګه راغلي وي. د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت تر ړنګېدو پورې لسګونو زرو هندوانو په افغانستان کې ژوند کاوه، خو نن ورځ دا شمېره شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته رسیږي. د هغوی زیاتره یې هند، اروپايي ټولنې، شمالي امریکا او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. [۸][۹]

لرغونی تاریخ سمول

له تاریخ وړاندې دوره سمول

داسې هېڅ رسمي سرچینه نشته چې په افغانستان کې د هندو دین د غوړیدو نېټه وښیي، خو بیا هم باور پر دې دی، چې افغانانو د هندو دین د نوې بڼې له پېژندنې وړاندې د سوریا (ایزد) او پاګانیزم عبادت کاوه، چې له هندو دین څخه اغېزمن دی. په هغه وخت کې افغانان په کرهڼه او څارویو په پوولو بوخت و. [upper-alpha ۱]

د سند د درې تمدن سمول

د لرغون پېژندونکو د نظریو له مخې، د سند درې تمدن هغه وخت ته اشاره لري، چې د هندو دین په افغانستان کې غوړیدنې ته رسیدلی و او زیاتره هغه خلک چې په ننني هندوکش او افغانیه (خیبر پښتونخوا) کې یې ژوند کاوه، د هغه پیروان و. د سند درې یوه لرغونې محوطه د امو سیند ته څېرمه د افغانستان د شمال په شورتوګای سیمه کې کشف شوې ده. د نورستان زیاتره خلک د هندویزم له لومړنۍ بڼې څخه پیروي کوي. د امو سیند تمدن (د باختر-مرو د لرغون پېژندنې ټولګه) له میلاد څخه له ۱۷۰۰ تر ۲۲۰۰ کاله وړاندې اوج ته ورسېد. د بلخ ښار (باختر) په دغه وخت کې (له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ مخزېږدیز) کې جوړ شو او ویل کېږي چې له همدې ځایه هندویزم منځني ختیځ ته چېرته چې وړې ټولنې موجودې وي، پراختیا وموند. [۱۱][۱۲]

د هندو-اریايانو کډه کېدل سمول

شاخه­ی از قبیله‌های که به زبان هندو-اروپایی صحبت نموده و به‌نام آریایی‌ها شناخته می‌شوند در میان سال‌های 2000 تا 1200 پیش از میلاد شروع به مهاجرت به این منطقه نمودند. منابع مختلف در رابطه به تاریخ مهاجرت هندو-آریایی‌ها اختلاف نظر دارند. باور براین است که اَوِستا احتمالاً در اوایل 1800 پیش از میلاد در آریانای باستان نوشته شده است، آریانا نخستین نام افغانستان بوده و نشان‌دهنده یک ارتباط اولیه با مردمان قبایل غرب ایران امروزی یا مناطق هم‌جوار آسیای مرکزی یا مناطق شمالی ایران در قرن ششم پیش از میلاد می­باشد.بناً قبیله‌های هندو-آریایی شامل قبیله ودائی بودند که از دین ودائی پیروی می‌کردند. هم‌چنین گفته می‌شود که مردمان هندو-آریایی که در این منطقه زیست داشتند، مردمان پشه­یی و نورستانی‌ها، از آیین هندو پیروی می‌کردند. پشتون‌ها نیز از جمله اقوامی پنداشته می‌شوند که دارای اجداد ودائی به‌نام پاکتاس هستند، هرچند ادعاهای وجود دارد که پشتون‌ها یکی از ده قبیله گم­شده بنی اسرائیل هستند.[۱۳]

د هغو قبیلو څانګه چې په هندو- اروپايي ژبه باندې خبرې کوي او د اریايانو په نوم پېژندل کېږي له میلاد څخه د ۱۲۰۰ نه تر ۲۰۰۰ کلونو په منځ کې دغې سیمې ته کډه شوي دي.

د ګندهارا سترواکي سمول

تر لاسه شوي د ګندهارا بودايي لاسي لیکونه ښیې چې دلته هندویزم و او ریګویډا کې یې هم نوم اخیستل شوی دی. بودايي دین دلته غوړیدلی او زیاتره بودایان له هندویزم څخه راغلي دي. د مهاباراتا د شاکوني او ګندهاري شخصیتونه په اصل کې د ګندهارا له سترواکۍ څخه و. د همدې سترواکۍ اوسیدونکي د ګندهاراواس په نوم یاد شوي او د هغوی اصل او نسب د هندي متن ریګویډا کې د ګندهاريانو په نوم یاد شوي دي. ګندهاریان په موسیقي او هنر کې ډېر ماهر و. له همدې امله ده چې د هند دودیزه موسیقي په کلکه سره له ګندهارا څخه اغېزمنه ده. د یاداوا د قبیلې مشر چې بالا راما نومېده (د کرېشنا ورور) هغه هم د ګندهارا او سیند درې تر تر منځ د پرتو خلکو تعامل تشرېح کوي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د مایوریا سترواکي سمول

د مایوریا سترواکي په دې ملت کې د هنر په جوړونې کې د پام وړ رول درلود. دا هنر په اصل کې د هندو او بودايي هنر له مخې و. د ستر سکندر او سلوکوس اول نیکاتور جګړې او همداشان د سلوکي سترواکۍ او مایوریا تر منځ جګړو هم د دې ملت په دیني و کلتوري تنوع کې د پام وړ اغېز لرلی دی. [۱۹][۲۰]

کلاسیک عصر سمول

د افغانستان په کلاسیک تاریخ کې د هندوانو دین له میلاد څخه ۲۵۰ کاله وړاندې بیا له میلاد څخه ۵۶۵ کاله وروسته د ګڼ شمېر دیني بدلونونو او پراختیاوو شاهد و او له نورو ادیانو سره یې ښې اړیکې درلودي. د دې لامل دا و چې د هندو دین او بودايي دین ګډې ریښې لري او دا دوه ادیان د تاریخ په زیاترو وختونو کې د دوو بېلو دینونو/فرقو په توګه نه بلکې په یوه دیني سنت کې د دوو سیالو تمایلاتو په توګه ګڼل کېدل. په کلاسیک عصر کې په دې خاوره کې څو پاچاهۍ رامنځته شوې دي، لکه د بلخ یوناني دولت او د هلنیسټي په عصر کې د هند یوناني دولت، همداشان ځینې نور دولتونه لکه د هند سترواکي، د هند د اشکانیانو دولت او سیمه ایز دولتونه لکه د هپتالیانو پاچاهي او د هون سترواکي. په افغانستان کې د هندو دین له کوشاني شاهنشاهي او زیاتره د ګوپتا له سترواکي را وروسته چې د ستر هند او د افغان هندوانو د هندو کېدو سره پای ته ورسېد، بیرته له سره را ژوندی شو. [۲۱][۲۲][۲۳]

ګڼ شمېر د هندوانو معبدونه او سیلونه (seals) د سترواکو او پاچاهانو له خوا جوړ شوي وو چې په کې د هندو خدایانو نښې ښکاریدي او هغوی به یې عبادت کاوه. همداشان د ګندهارا او غزني په سیمو کې د هندوانو هنري او کلتوري میراث تر سترګو شوی دی. [۲۴]

منځنۍ پېړۍ سمول

افغانستان له منځنیو پېړیو تر ۱۷۵۰ ز کال پورې د ایران یوه برخه وه. دا هغه مهال و چې په افغانستان کې د هندوانو شمېر مخ پر زیاتیدو او همداشان اوسنی افغانستان د رامنځته کېدو په درشل کې و. په دغه وخت کې د کابل شاهانو او هندوشاهي تر واکمني لاندې او وړاندې تر دې چې افغانستان او هندوستان د مسلمانانو له خوا فتح شي، هندویزم په خپل اوج کې و. [۲۵][۲۶]

د مسلمانانو له خوا د افغانستان فتح سمول

خلفای راشدینو په ۶۴۲ ز کال کې افغانستان فتح کړ. ترک شاهان د خلفای راشدین د خلافت په مهال افغانستان جوړ کړ او په خپل قلمرو کې له شته هندوانو او بودایانو څخه به یې جزیه اخیستله. بودایان او زردشتیان د کتاب د اهل په توګه یادیدل، په داسې حال کې چې هندوان به د بت پرستانو په نوم یادیدل. د اسلام له فتحې وروسته، د هندوانو او بودایانو جمعیت په چټکۍ سره کم او د مسلمانانو جمعیت چټک زیاتوالی وموند. [۲۷][۲۸]

کابل شاهان سمول

د کابل شاهانو کورنیو د کوشاني سترواکۍ له سقوط وروسته له درېیمې څخه تر نهمې میلادې پېړۍ پورې د کابل درې او ګندهارا باندې حکومت کړی دی. کابل شاهان په اصل کې ترکي مسلمان کډوال وو، چې افغانستان ته راکډه شوي او له هغه وروسته د هندوشاهي چې په اصل کې هندوان وو، د هغو ځایناستي شول. [۲۹][۳۰]

پاچا جي پال د هندوشاهي له سلسلې څخه د افغانستان د هندوانو وروستی پاچا و، چې له غزنویانو سره د خپلې جګړې له کبله مشهور دی، که څه هم هغه یو ښه او پیاوړی پوځ درلود او د پنجاب د راجپوتانو او هندوانو ملاتړ یې له ځانه سره درلود، خو په دې جګړه کې یې ماتې وخوړه.[۳۱]

د سلطان محمود غزنوي پر وړاندې د هندو ځواکونو له ماتې وروسته، هندوان په افغانستان کې په لږکیو بدل شول او په پای کې په افغانستان کې د هندوانو واکمني او بودايي دین پای ته ورسېد.[۳۲]

غزنویان سمول

په دغه سیمه کې د اسلام دین د غزنویانو په وخت کې وغوړېد او ورسره مل هندوان او نور غیرمسلمانې ټولنې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې له زوال سره مخ شوي. خو بیا هم نورستان یوازینی ځای و، چې هلته هندوان لا پر خپل ځای پاتې و او خپل حکومت یې کاوه. هغه مهال دا ولایت د کافرستان په نوم یادیده. غزنویانو پر دې سیمه هم برید وکړ چې شرح یې داسې راغلې ده:

په پای کې د بت پرستي پر وړاندې بل جهاد پیل شو؛ سلطان محمود خپله اووم برید د نارډاین پر وړاندې او بیا وروسته د هندوستان پر پولو یا د هندوکش غره پر ختیځو برخو باندې وکړ. لکه څرنګه چې محمد قاسم فرشته وايي، د هندوستان او ترکستان هېوادونو میوې ډېرې خوږې او خوندورې دي. هغه هېواد چې د سلطان پوځ پرې برید وکړ په اصل کې هغه ځای دی چې نن ورته کافرستان وايي، هغه ځای چې خلک یې بت پرست دي او اوس هم شته او څه وخت وروسته بیا د مسلمانانو له خوا ورته تورکمېس ویل کېدل. په نارډاین کې یو معبد و چې د سلطان د پوځ له خوا ویجاړ شو؛ د سلطان پوځ له دې معبد څخه یوه ډبره راوړه چې یو ډبرلیک و او د هندوانو په اند ډېره لرغونې وه.

لا زیات انحطاط سمول

افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت له امله چې مرکزي اسیا د هند له نیمه وچې سره نښلوي په ځلونو تر برید لاندې راغلی او له ترکانو او عربو سره یې پرېمانه جګړې کړي دي. د هند پر نیمه وچې باندې له افغانستان څخه د مسلمانانو پرله پسې بریدونه د هندو جمعیت د لا زیات انحطاط لامل وګرځېد. [۳۳][۳۴]

مغول سترواکي سمول

په افغانستان کې له پر له پسې بریدونو او جګړو نه وروسته، د هندوانو جمیعت په تدریج سره کم شو، خو بیا هم زیاتره هندوان ان وروسته له هغه چې د مغول سترواکي پر دغه خاوره باندې واکمني تر لاسه کړه هلته پاتې شول او په سوداګریزو او پوځي چارو کې بوخت وو، په تېره بیا کله چې بابر کابل ونیو او د هغه نوم یې د «هندوستان بازار» کېښود. وروسته له هغه چې جلال الدین محمد اکبر واک ته ورسېد نو زیاتره هندوان یې د خپلې سترواکۍ په لوړو چوکیو وګومارل. [۳۵]

د سیک سترواکي سمول

کله چې د سیک سترواکي د رنجیت سینګ تر مشرۍ لاندې د نوشار او سیدو له جګړو وروسته رامنځته شوه او خپل سترواکي یې د کابل تر سیند پورې را وغځووله، نو د خالصه تر سترواکي لاندې د هندو او سیک دینونه بیا افغانستان ته راغلل. د هري سینګ ناولا تر مشرۍ لاندې د سیک په قلمرو کې ګڼ شمېر قوانین معرفي شول تر څو له هندوانو او د هغوی له مذهبي عقایدو څخه ساتنه وکړي، له هغې ډلې د غوايي د حلالولو لپاره د (اعدام) درنه سزا. وروسته له هغه چې دوست محمد خان د جمرود په جګړه کې ماتې وخوړه، نو زیات شمېر هندوان په کابل کې په لوړو دولتي چوکیو باندې وګومارل شول او دا کار د دې لامل شو چې په افغانستان کې یو ځل بیا هندوان او سیکان راشي. همداشان په کابل او نورو سیمو کې ګڼ شمېر د هندوانو معبدونه له سره ورغوول شول. زیاتره هندوان د پنجاب او سند اوسیدونکي وو. [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچینۍ سمول

  1. Langer, William L. (William Leonard) (1972). An encyclopedia of world history. Internet Archive. Boston : Houghton Mifflin Cmpany. د کتاب پاڼي 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-395-13592-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kenoyer, Jonathan Mark (2011). "Review of The Ancient Indus: Urbanism, Economy, and Society". Journal of Anthropological Research. 67 (3): 484–486. ISSN 0091-7710. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "usurped title". Sicbo Online Uang Asli (په انڈونیشیائی ژبه کي). Archived from the original on ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  4. Ball, Warwick (2008). The monuments of Afghanistan: history, archaeology and architecture (په انګرېزي ژبه کي). London; New York; New York: I.B. Tauris ; Distributed in the USA by Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85043-436-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  5. Kessler, P. L. "Kingdoms of South Asia - Arachosia / Afghanistan". www.historyfiles.co.uk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Meher, Jagmohan (2008). Afghanistan, Dynamics of Survival (په انګلیسي ژبه کي). Gyan Publishing House. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7835-640-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "e-Book: English - General Hari Singh Nalwa by Autar Singh Sindhu; Pure". apnaorg.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Goyal, Divya (2020-07-28). "Sikhs and Hindus of Afghanistan — how many remain, why they want to leave". The Indian Express (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wirk 1991، ص. 125.
  10. Shroder, John Ford (2009). "Afghanistan: VII. History (Archived)". University of Nebraska. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Mallory, J. P. (1997). Encyclopedia of Indo-European Culture. Fitzroy Dearborn. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-884964-98-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kenoyer, Jonathan M. (1998). Ancient Cities of the Indus Valley Civilization (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-577940-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Taxila". UNESCO World Heritage Sites. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Macdonell, Arthur Anthony (1997-12-31). A History of Sanskrit Literature (په انګلیسي ژبه کي). Motilal Banarsidass Publishe. د کتاب پاڼي 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-208-0095-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sengar, Resham. "Does Afghanistan have a link with Mahabharata?". Times of India Travel. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Higham, Charles (2014-05-14). Encyclopedia of Ancient Asian Civilizations (په انګلیسي ژبه کي). Infobase Publishing. د کتاب پاڼي 209. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-0996-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "b1018052 1". libmma.contentdm.oclc.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Malleson 2005، ص. 180.
  19. Dupree, Louis (1973). Afghanistan. د کتاب پاڼي 276–283. doi:10.1080/03612759.1974.9947341. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Malleson 2005، ص. 16.
  21. ON BECOMING GODS (Pakistan 2011, 44min) (په انګلیسي ژبه کي), د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Gupta Empire". World History Encyclopedia (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Ancient Pakistan 1967، ص. 156.
  24. Dwivedi, Sunita (2021-01-31). "How Durga images and sculptures showed up in Ghazni Afghanistan". ThePrint (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Khorāsān | historical region, Asia". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Wirk 1991، ص. 231.
  27. Dupree, Nancy Hatch (1971). An historical guide to Afghanistan (په انګرېزي ژبه کي). Kabul: Afghan Tourist Organization. OCLC 241390. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  28. Wirk 1991، ص. 31.
  29. Keay, John (2001). India, A History. HarperCollins. د کتاب پاڼې 203. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-007-30775-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Wirk 1991، ص. 193.
  31. "PDF | The history of Hindostan from the earliest account of time, to the death of Akbar; tr. from the Persian of Mahummud Casim Ferishta of Delhi; together with a dissertation concerning the religion and philosophy of the Brahmins; with an appendix, containing the history of the Mogul empire, from its decline in the reign of Mahummud Shaw, to the present times by Alexander Dow. | ID: 9k41zr860 | Tufts Digital Library". dl.tufts.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Meher, Jagmohan (2008). Afghanistan, Dynamics of Survival (په انګلیسي ژبه کي). Gyan Publishing House. د کتاب پاڼي 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7835-640-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Malleson 2005، ص. 38.
  34. Wirk 1991، ص. 14.
  35. Choudhury, M. L. Roy (1946). "HINDU-MUSLIM RELATION DURING THE MUGHAL PERIOD 1526 TO 1707 A. D." Proceedings of the Indian History Congress. 9: 282–296. ISSN 2249-1937. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Singh, Gulcharan (October 1976). "General Hari Singh Nalwa". The Sikh Review. 24 (274): 36–54. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Zutshi, Chitralekha (2003). Language of belonging: Islam, regional identity, and the making of Kashmir. New York, NYC: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-521939-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 2003-09-25 باندې). Sikhs struggle in Afghanistan.