په افغانستان کې د مورنیو ونو بزغلي

په افغانستان کې د مورنیو ونو د بُزغلیو د کارونې لپاره اړوند فعالیتونه

۱- د نرسرۍ مساحت: سمول

د مورنیو ونو د بُزغلیو څخه د ښه کارونې لپاره باید په لومړي قدم کې دې ټکي ته پام وکړو چې زمونږ نرسري باید له ۵۰۰۰ متر مربع ساحې څخه کمه ساحه کې نه وي رانغاړل شوي، په دې بنسټ باید په هر مورني بڼ کې درې ډوله سوداگریز محصول په پام کې ونیول شي. ۲- د مختلفو نرسریانو ترمنځ ټاکل شوی واټن د مختلفو مورني محصولاتو د باغونو ترمنځ باید ټاکل شوې فاصلو ته ځانگړی پام وکړو، ځکه دا د کرنیزو سازمانونو له خوا یو منل شوی اصل دی.

۳- کرنیزه سابقه: سمول

د افتونو او ډول ډول ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره باید دې خبرې ته هم جدي پام وکړو چې کوم ځای چې د باغ لپاره غوره کوو، نو هلته باید له ۲ تر ۵ کلونو پورې هېڅ ډول کرنه نه وي شوې.

۴- د مالکیت وضعیت: سمول

له مورنیو باغونو څخه د گټې اخېستنې لپاره اړینه ده چې د نرسرۍ اړونده ځمکه یا خپله شخصي وي، یا هم د ۲۵ تر ۳۰ کلونو پورې په اجاره واخېستل شي.

۵- د خاورې ژوروالې: سمول

د باغ جوړونې اړونده سیمه باید ښه نرمه خاوره ولري، نه دا چې له آهکي، کنکر او جغل لرونکې سیمه وي، ځکه دا ډول کلکې ځمکې د نیالگیو د ریښو ځغلولو مخنیوی کوي.

د مورنیو ونو د انتخاب لپاره معیارونه سمول

مونږ باید مورنیو ونو د انتخاب لپاره لاندې معیارونو ته جدي پام وکړو:

  1. د کرلو ځای باید په داسې ځای کې موقیعیت ولري چې د سالمې ودې لپاره مناسب وي او د اخته شویو افتونو او ناروغیو د خپرېدا له لږ خطر سره مخ وي.
  2. د نیالگیو خړوبوونکې اوبه باید ککړې نه وي، هغه پټی چې ورته د نورو نږدې نرسریانو او مېوه لروکو ونو څخه اوبه راننوځي، باید مخه یې ونیول شي.
  3. ددې لپاره چې له خاورو د لېږدېدونکي ناروغیو خطر راکم شي، باید په تېرو شویو موسمونو کې د مېوه لرونکو ونو ورته جنس په تېرو څلورو کلونو کې په اړونده خاوره کې نه وي کرل شوی.
  4. ټول مورني نباتات باید د ودې په ښو شرایطو کې وساتل شي او افتونه هم باید په اغیزمنه توگه اداره کړای شي، د کرنې، اوبه ورکونې او د نورو کرنیزو عملیاتو په وخت کې د ناروغیو د خپرېدا د مخنیوي لپاره باید مناسبه پاملرنه وشي.
  5. مواد او سامانونه باید تعقیم شي، او یواځې باید د یو موسم لپاره وکارول شي، بیاتي گانې باید د بېلابېلو کلوني ونو د ښاخ پرېکونې په منځ کې تعقیم کړو.
  6. ۶- بېلا بېل انواع باید موجود نه وي، که چېرې داسې وموندل شوه، نو هغه باید د معاینه کوونکي له خوا لرې کړای شي.
  7. مورني نباتات باید له هغو ثبت شویو کلونونو څخه سرچینه ولري چې له معتبرو منابعو سره ثبت او ساتل شوي وي.
  8. مورنی نبات باید د پینځو مترو په واټن د عین جنس له یو نا ثبت شوي جنس سره نږدی موقعیت ونه لري، د مورنیو نباتاتو په یو ثبت شوي بلاک کې یواځې ثبت شویو نباتاتو ته اجازه ورکول کېږي، مورني نباتاب باید تر هغې د تکثیر د موخې لپاره ونه کارول شي چې ترڅو یې د هغې اصلي نوعه نه وي کېنول شوې.
  9. په یو عین کتار کې د مورنیو نباتاتو د بېلابېلو کلونونو د یو نبات ترمنځ باید واټن موجود وي، دبېلگې په ډول که چېرې ونه ۱،۲ متره لرې والې ولري نو دلته باید ۲،۴ متره واټن ورکړ شي.
  10. د مورنیو نباتاتو د هر کلون/ورایټۍ په سر کې باید یوه نښه موجوده وي، ترڅو د مورني نبات د کتار شمېره او د کلون شمېره راپه گوته کړي، نښه باید د نوي کتار په سر کې هم ولگول شي.
  11. هر مورنی نبات باید دایمي شمېره ولري، د هر ثبت شوي مورني نبات پېژندپاڼه باید په منل شوي شکل د تصدیق کوونکو چارواکو له خوا ترسره شي.
  12. ټول مورني نباتات باید په داسې نقشه کې وښودل شی چې د هغې پېژندنه او ځای د کتار د شمېرو او په کتارونو کې د هغوي د اړونده موقعیت مطابق د هغوي د رښتیني پېژندنې او په بوزغلي کې د هوي موقعیت د شکل له مخې معلوم کړای شي.
  13. مورني ونې باید په داسې کافي اندازه لریوالي سره کېنول شي او په داسې ډول یې څارنه وکړای شي چې د بېلابېلو کلونو ښاخونه پر یو بل واقع نه شي.
  14. د مورنیو ونو د یو متر په شاوخوا ساحه کې باید بېکاره بوټي او منځني نباتات شتون ونه لري. د مورنۍ ونې ځمکه باید پوښل شوې او د پینځو مترو په شاوخوا کې وي.
  15. په ثبت شویو مورنیو ونو باندې باید پیوند، قلمه یا سرنۍ کار ونه کړای شي.
  16. گلان باید مخکې له سپړل کېدو لرې کړای شي.