په افغانستان کې د فرانسې ځواکونه
فرانسوي ځواکونو د ۲۰۰۱ زکال په وروستیو کې د افغانستان په جګړه کې ونډه واخیسته او په ۲۰۱۴ زکال کې یې په بشپړه توګه له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه وویستل. هغوی د دوه جلا جوړښتونو په اډانه کې پوځي ماموریتونه ترسره کړل:
- د امنیت راوړو په برخه کې نړیوال مرستندویه ځواکونه (ایساف)، چې د ملګرو ملتونو د پرېکړې پر بنسټ د ناټو سازمان له خوا جوړ شول
- د دوامداره آزادۍ عملیات (Operation Enduring Freedom) چې د متحده ایالاتو تر قوماندې لاندې د ترهګرۍ سره د جګړې برخه وو.
فرانسوي ځواکونو د دغه دواړو جوړښتونو په اډانه کې په ملي کچه عملیاتو ونډه لرله:
- د ایساف ځواکونو په اډانه کې پامیر عملیات
- هراکلیس عملیات (Opération Héraklès) چې د دغه هېواد سمندریزو او هوايي ځواکونو په کې ونډه لرله
- د افغان ځواکونو د روزنې اپیډوت عملیات (Opération Épidote)
- د «دوامداره آزادۍ د عملیاتو» په اډانه کې د آرس ځانګړي عملیات (Opération Arès)
د ۲۰۰۹ زکال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو شمېر ۴۰۰۰ تنو ته ورسېد چې د هند په سمندر کې د مشترکو عملیاتو د ۱۵۰مې لوا (Combined Task Force 150) د هوايي ملاتړ پوځي ټولی هم په کې شامل و. له دې سربېره د ۲۰۰۹ زکال په وروستیو کې ۱۵۰ ژندرما ځواکونه هم د دغه ځواکونو په شمېر کې اضافه شول.
یوازې په ۲۰۰۹ زکال کې د دغو ځواکونو عملیاتو ۴۵۰ میلیونه یورو لګښت درلود چې د فرانسې هېواد د ۸۷۰ میلیونو یورو کلنۍ پوځي بودیجې څه باندې نیمايي برخه یې جوړوله. په ټولیزه توګه د دغه هېواد ۸۶ سرتېري د افغانستان په جګړه کې وژل شوي. [۱][۲][۳]
د ۲۰۱۲ زکال په جنوري میاشت کې وروسته له هغه چې د افغانستان په ختیځ کې یو افغان سرتېري څلور فرانسوي سرتېري په ډزو ووژل، د فرانسې ولسمشر نیکولا سارکوزي ګواښ وکړ چې د دغې پېښې له امله په افغانستان کې د فرانسې عملیات بندوي. له دې وروسته د فرانسې نوي منتخب ولسمشر فرانسوا اولاند د ۲۰۱۲ په جون میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ۳۴۰۰ فرانسوي ځواکونو ۲۰۰۰ تنه یې له افغانستان څخه باسي او ۱۴۰۰ نور د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالولو په موخه په افغانستان کې پرېږدي. د ۲۰۱۲ زکال په نومبر میاشت کې د فرانسې جنګي سرتېري له افغانستان څخه وویستل شول او یوازې لوژستیکي چارو ته اړوند پوځیان یې پاتې شول.[۴][۵][۶]
ماموریت
سمولپه افغانستان کې د فرانسوي پوځاینو د ماموریت په رسمي اعلامیه کې راغلي و چې موخه یې، د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې افغان دولت ته د دې زمینه برابرول دي څو هلته خپل بنسټونه جوړ، پراختیايي عملیات ترسره او خدماتي چارې ترسره کړي (...) [همدارنګه] په دغو سیمو کې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته کوي.
له دې سره فرانسوي ځواکونو د نشه یي توکو پر ضد عملیاتو کې مرسته کوله، په داسې حال کې چې د تریاکو د کروندو له منځه وړل او د هغو د سوداګرو نیونه یې د ماموریت برخه نه وه. همدارنګه دغو ځواکونو د جګړې پر مهال نیول شوي کسان افغان مسئولینو ته سپارل.
تاریخچه
سمولد ۲۰۰۱ زکال د سپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونو د ناټو د هوکړې ۵مه ماده اجرا وړ وګرځوله چې څرګندوي، د ناټو سازمان په هر غړي هېواد باندې برید په ټولو غړو هېوادونو باندې د مستقیم برید په توګه ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې فرانسه دغې مادې ته ژمنه نه ده، خو ژمنه یې وکړه چې وسله وال ځواکونه به یې د خپلو متحدینو په خوا کې ودرېږي. [۷]
حقوقي اډانه او د ملګرو ملتونو پرېکړه
سمولد ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۸۶مې ګڼې پرېکړې پر بنسټ د امنیت راوړو په موخه مرستندویه نړیوال ځواک (آیساف ځواکونه) د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل له مخې رامنځته شو؛ د دغو ځواکونو د ماموریت اړوند پرېکړه وشوه چې:
دغو ځواکونو ته اجازه ورکول کېږي، هماغه ډول چې منابع اجازه ورکوي، د افغانستان له لنډ مهالې ادارې او د هغو له ځای ناستو څخه ملاتړ وکړي څو د کابل په چاپېر او له هغو بهر د افغانستان په ټولو برخو کې امنیت ټینګ کړي، په داسې توګه چې افغان مسئولین، د ملګرو ملتونو مامورین او همدارنګه ټول هغه نړیوال غیرنظامي کارکوونکي چې په ځانګړې توګه د بیارغونې او بشر پالونکو هڅو په برخه کې په چارو بوخت دي وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې چارې مخته یوسي او همدارنګه د بن په هوکړه کې د نورو راغلو ماموریتونو د ملاتړ په موخه امنیتي همکارۍ وړاندې کړي – د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵۱۰مه ګڼه پرېکړه لیک.[۸]
هراکلیس عملیات
سمولد ۲۰۰۱ زکال د اکتوبر په ۲۱مه هراکلیس عملیات په الظفره هوايي اډه کې د ۲۰ میراژ څلور جټ الوتکو او ۲۹ فرانسوي سي – ۱۳۵ (C-135) الوتکو په ځای پر ځای کولو پیل شول. دغه الوتکو د عمان له سیند او د پاکستان له یو شمېر برخو څخه په تېرېدو د افغانستان په خاوره کې د موخو د موندلو ۸۰۰ یو ساعته ماموریتونه تر سره کړل؛ تر هغه چې دغه الوتکې د ۲۰۰۲ زکال په فبروري میاشت کې بېرته فرانسې ته وګرځېدې. [۸]
د ۲۰۰۱ زکال د نومبر په ۲۱مه د شارل دوګول په نامه د الوتکو لېږدونکې بېړۍ د هند سمندر ته ولېږل شوه څو په افغانستان کې د ناټو له عملیاتو څخه ملاتړ وکړي. دغه ډله لېږل شوي ځواکونه چې د ټسک فورس ۴۷۳ ډلې په نوم یادېدل د شارل دوګول لویه بېړۍ، د La Motte-Picquet، Jean de Vienne او Jean Bart کوچنۍ جنګي بېړۍ، د سون توکو رسونکې Meuse بېړۍ، د Rubis او aviso Commandant Ducuing په نومونو هستوي اوبتلونه یې له ځانه سره لرل. د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په ۱۹مه د Dassault-Breguet Super Étendards الوتکې د دغو ځواکونو لومړنی ماموریت ترسره کړ.
د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په ۲۷مه د فرانسې ۴۷۳مه ضربتي لوا (Task Force 473) له څو ملتي ځواک سره یوځای شوه چې د متحده ایالاتو د تئوډور روزولټ پوځي لوا (USS Theodore Roosevelt)، د متحده ایالاتو جان سي سټینېس لوا (USS John C. Stennis) او د جوزپه ګاریبالډي ایټالوي لوا (Giuseppe Garibaldi) په کې شامله وه او د بېړیو شمېر یې څخه باندې ۱۰۰ ته رسېد.
د ۲۰۰۲ زکال د فبروري په ۱۸مه هیلیوس ۲اې (Helios 2A) سپوږمکۍ ګردېز ته څېرمه یو شکمن فعالیت ولید. د دوه سوپیر اټینډرډز الوتکو (Super Étendards) او د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو له تائید وروسته د اناکونډا عملیات د امریکايي او بریتانوي ځواکونو له خوا پیل شول. دوی هڅه وکړه چې تر تعقیب لاندې تښتېدلي یاغي رهبران ونیسي، خو چاپېریالي ستونزو د هغوی تېښتې ته لار برابره کړه.
د ۲۰۰۲ زکال په مارچ میاشت کې د ژغورنې یوه ډله د ریسال (RESAL یا équipe de Recherche Et Secours AéroLarguée) تر نامه لاندې جوړه شوه چې موخه یې په افغانستان کې د هغو پیلوټانو ژغورنه وه چې د الوتکو د لوېدو له پېښو سره به مخ کېدل. د مارچ په میاشت کې د فرانسې د هېواد اته سوپر اټینډرډز او شپږ میراژ ۲۰۰۰ (Mirage 2000) الوتکو د متحده ایالاتو په غوښتنه القاعدې ډلې ته اړوند ګڼ شمېر شکمن اهداف په نښه کړل. د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو. بوش څرګنده کړه چې، زموږ د غوره متحد فرانسې د ژمنتیا ګڼ شمېر بېلګې شتون لري او دوی نږدې خپل یو پر څلورمه برخه سمندریز ځواک د دوامدارې آزادۍ له عملیاتو څخه د ملاتړ په موخه کارولی. [۹]
د ځمکنیو پوځونو ځای پر ځای کول
سمولد ۲۰۰۱ زکال د نومبر په ۱۵مه په افغانستان کې د RIMA ۲۱ مې لوا لومړني سرتېري مزار شریف او د کابل شمال ته ورسېدل. د هغوی شمېر ۶۴۰ تنه و چې ۴۰۰ تنه یې د آیساف ځواکونو په چوکاټ کې ځای پر ځای شول. [۱۰]
د ځانګړو ځواکونو فعالیتونه: اپیډوټ عملیات
سمولد ۲۰۰۳ زکال په مۍ میاشت کې د G8 هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ولسمشر شیراک خپلو ځانګړو ځواکونو ته امر وکړ چې د افغانستان سویل ته ولاړ شي. له دې وروسته د ځانګړو ځواکونو ۲۰۰ سرتېرو د ۲۰۰۳ زکال د جولای میاشتې څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې سپین بولدک ته څېرمه او بیا وروسته په جلال اباد ښار کې ځمکني عملیات ترسره کړل. د دغو عملیاتو په اوږدو کې ۷ فرانسوي سرتېري هم ووژل شول. [۱۱]
۲۰۰۳ زکال د اپیډوټ عملیاتو د پیل کال و چې موخه یې د افغان ځواکونه روزنه وه. دغه ماموریت درې کاله دوام وکړ او په ترڅ کې یې ۳۸۱۰ افغان سرتېري وروزل شول. [۱۲]
د ۲۰۰۴ زکال د اګست له ۹مې څخه د ۲۰۰۵ زکال د فبروري تر ۱۱مې نېټې پورې اروپايي ځواکونو ته د ایساف۶ ماموریت ور وسپارل شو.
د ۲۰۱۰ زکال په فبروري میاشت کې د فرانسي روزنیز ټیم (OMLT) چې له ۷۰ فرانسوي سرتېرو او یو شمېر افغان افسرانو څخه جوړ و د افغانستان په سویلي هلمند ولایت کې د ناټو تر قوماندې لاندې ګډو عملیاتو کې برخه واخیسته. [۱۳]
سرچينې
سمول- ↑ Number of fatalities among Western coalition soldiers* involved in the execution of Operation Enduring Freedom from 2001 to 2019
- ↑ French lost on the website of the "Ministère de la Défense" (French Ministry of Defence)
- ↑ Erlanger, Steven; Rubin, Alissa J. (21 January 2012). "France ponders early pullout from Afghanistan". Boston Globe. بياځلي په 30 November 2014.
- ↑ "French combat troops withdraw from Afghan war". Reuters. 20 November 2012.
- ↑ Steven Erlanger; Alissa J. Rubin (20 January 2012). "France Weighs Pullout After 4 of Its Soldiers Are Killed". New York Times. بياځلي په 26 February 2012.
- ↑ USA Today, 8 June 2012, Bomber kills 4 French troop in Afghanistan
- ↑ "Le Traité de l'Atlantique nord et ses membres". خوندي شوی له the original on 2012-08-01. بياځلي په 2009-11-13.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ (په فرانسوي) Afghanistan: les 80 missions des Mirage IV, fin 2001[مړه لينکونه], Secret Défense, 9 May 2009
- ↑ (په انګليسي) President Thanks World Coalition for Anti-Terrorism Efforts, White House, 11 March 2002
- ↑ (په فرانسوي) Chronologie de l'engagement français en Afghanistan Archived 2009-12-01 at the Wayback Machine., Le Point, 11 Février 2009
- ↑ (په فرانسوي) Afghanistan: bilan mitigé pour les forces spéciales françaises Archived 2009-08-07 at the Wayback Machine., 22 December 2007, Secret Défense, Jean-Dominique Merchet
- ↑ (په فرانسوي) COMMISSION DE LA DÉFENSE NATIONALE ET DES FORCES ARMÉES Archived 2006-12-09 at the Wayback Machine., 10 October 2006
- ↑ "Plusieurs dizaines de soldats français participent à l'opération Mushtarak" (in French). AFP. 2010-02-13.
{{cite news}}
: CS1 maint: unrecognized language (link)