په افغانستان کې د سي آی اې فعالیتونه

د افغانستان کړکېچ په ۱۹۷۸ کال کې پیل شو او د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) د د څو مهمو عملیاتو سره یو ځای را منځ ته شوه. لومړي عملیات، چې د شفر نوم یې سایکلون عملیات و، د ۱۹۷۹ کال په نیمایي کې د جیمي کارټر د ولسمشرۍ پرمهال پیل شول. دې عملیاتو د کمونیست ضد مجاهد چریکیانو ته پیسې او بلآخره وسلې ورکولې چې په افغانستان د دیموکراتیک خلق ګوند (PDPA) له لورې د ۱۹۷۸ کال د اپریل له کودتا وروسته پیل شول او د شوروي اتحادله خوا د افغانستان د شاوخوا لس کلن پوځې اشغال په اوږدو کې یې دوام درلود. د کارټر ځای ناستی، رونالډ ریګن، د ریګني فکر د پراخولو ملاتړ وکړ، چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د شوروي ضد غورځنګونو سره یو ځای د مجاهدینو سره مرسته کوله.

د سایکلون عملیات په اصل کې د وسله والو اسلامپالو ډلې، چې په پاکستان کې د ولسمشر محمد ضیاءالحق د رژیم له په خوښه ډلې وې، ملاتړ کولې. پاکستان د افغانستان سویل او ختیځ ته پوله لري. دوی د نورو ډلو تمویل هم درلود چې د شوروي اتحاد د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت  سره یې جګړه کوله. په ځانګړې توګه او د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) لومړیتوبونو ته په پام سره، د CIA تمویل په غیر متناسب ډول د اخوان المسلمین څخه اخیستونکي افغان مجاهدین قوماندانان، په ځانګړې توګه ګلبدین حکمتیار او جلال الدین حقاني تمویل کول؛ سي آی اې د افغانستان په شمال کې د نسبتاً معتدل قوماندان احمد شاه مسعود سره (چې د برتانوي استخباراتو د خوښې کس و) د ۱۹۸۴ کال په وروستیو کې محدودې یو اړخیزې اړیکې ټینګې کړې. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

سایکلون عملیات د CIA تر ټولو اوږده او ډېر ګران عملیات وو چې تر دې وخته یې ساری نه و؛ او په ۱۹۸۰ کال کې یې یوکلن لګښت له ۲۰ – ۳۰ میلیون څخه لوړ و، او د ۱۹۸۷ کال په اکتوبر کې د مالي کال په پای کې یې لګښت ۶۳۰ میلیون ډالرو ته ورسید. دا پروګرام د پخوانیو بریتانوي Lee–Enfield (انګریزي) ټوپکونو په چمتو کولو سره په کراره پیل شو، خو په ۱۹۸۶ کال کې د متحده ایالاتو پر مختللې وسلې، لکه زرګونه FIM-92 سټینګر له ځمکې څخه هوا ته توغندي، په کې شامل وو. مایکل پیلسبري، مورټن آی ابرامویټز، د سي آی اې  رئیس ویلیم جې کیسي او د سي آی اې د اسلام آباد برخې مشر میلتون بیارډن، له ۱۹۸۵ کال څخه وروسته په افغانستان کې د CIA د فعالیتونو د زیاتوالي د غوره طراحانو په نوم یادېږي، چې پر بنسټ یې د ریګن ادارې د مجاهیدونو د بشپړې بریا په ګټه د شوروي د اصلاح غوښتونکي مشر میخایل ګورباچوف سره جوړجاړی رد کړ. تمویل د ۱۹۹۲ کال تر جنورۍ پورې تر هغه دوام وکړ چې مجاهدین په افغانستان کې د کورنۍ جګړې (۱۹۸۹-۱۹۹۲) پر مهال د محمد نجیب الله د PDPA ځواکونو سره جنګېدل.

د ۱۹۸۹ کال د فبروري په میاشت کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، د سي آی اې موخه د نجیب الله د حکومت نسکورول وو، چې د شوروي تر نیواک لاندې رامنځ ته شوی و، حتی د جورج ایچ ډبلیو بوش ادارې د بهرنیو چارو وزارت کله ناکله د سي آی اې د وړاندیز شوي نظامي حل په اړه ښکاره شک څرګندو. په ۱۹۹۰ کال کې، د افغانستان د پلازمینې کابل د اټکل شوي سقوط څخه مخکې، آی ایس آی او حکمتیار هڅې کولې چې د تاوتریخوالي له لارې د خپلو افغان سیالانو، په ځانګړې توګه مسعود، له منځه یوسي. د وی د خپلمنځي کړکېچ تر څنګ، آی اس آی او سي آی اې په ګډه د ۱۹۸۹ – ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې د جلال اباد او کابل د نیولو پلان جوړ کړ، چې د دواړو جاسوسي ادارو ترمنځ همکاري تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده. د عملیاتو د یوې برخې په توګه، سي آی اې مسعود ته د سالنګ لارې د تړلو لپاره پیسې ورکړې، خو مسعود په هغه کې پاتې راغلی.

د ۱۹۹۱ کال د ډسمبر په میاشت کې د شوروي اتحاد له ړنګیدو او له مجاهدینو سره د امریکا د مرستو له ختمېدو څو میاشتې وروسته، بالاخره د نجیب الله حکومت ۱۹۹۲ کال د اپرېل په میاشت کې ړنګ شو، چې د افغانستان یې د څو اړخیزې کورنۍ جګړې له امله په یوه ناکام هېواد بدل کړ او د راکټي بریدونو په ترڅ کې په کابل کې ډله ایزې وژنې، وحشتناک ظلمونه او تباهي یې پایله وو. په داسې حال کې چې په پیل کې ځینو امریکایي چارواکو د طالبانو د ملېشو د راڅرګندېدو هرکلی وکړ او غوښتل یې چې د پښتنو زړه، کندهار او بیا د افغانستان پاتې نورو سیمو ته د اسلامي نظم د راوستلو لپاره خپل لیدلوری بېرته را ژوندی کړي، د ۱۹۹۰ لسیزې په دوهمه نیمه کې د ولسمشر بل کلنټن اداره د پاکستان او طالبانو تر منځ د اړیکو په اړه په پراخه کچه اندېښمنه شوه، ځکه چې طالبان او متحدې ډلې القاعدې متحده ایالاتو، د هغې اتباعو او بهرنیو شخصیتونو ته په مستقیم ګواښ بدل شول. د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په ځواب کې، پر افغانستان د ۲۰۰۱ کال د متحده ایالاتو د یرغل پر مهال، د سي آی اې کارکوونکو د طالبانو ضد د مسعود د شمالي ټلوالې له ملېشې سره نږدې همغږي پیل کړه. د یرغل په اوږدو کې، چې په لویه کچه د سي آی اې لخوا پلان شوی و، د ولسمشر جورج ډبلیو بوش ادارې د سي آی اې د ډیری افسرانو هغه مشوره رد کړه چې توره بورې ته د اردو رینجر او سمندري ځواکونه واستوي. د کار اسامه بن لادن او د القاعدې نورو مشرانو ته د پاکستان په لور د تېښتې اجازه ورکړه. په افغانستان کې د امریکا د نږدې شل کلن پوځي اشغال په اوږدو کې، د سي آی اې په ملاتړ افغان ملېشه ځواکونو په ګڼو وژنو او جنګي جرمونو کې، په ځانګړې توګه په ۲۰۰۱ کې د لیلي دښتې په عام وژنه کې برخه واخیسته.

سرچينې

سمول
  1. Barlett, Donald L.; Steele, James B. (May 13, 2003). "The Oily Americans". Time. Archived from the original on December 4, 2008. نه اخيستل شوی 2008-07-08.
  2. Bergen, Peter (2001). Holy War Inc. Free Press. p. 68.
  3. Bergen, Peter (2001). Holy War Inc. Free Press. p. 68.
  4. Riedel, Bruce (2014). What We Won: America's Secret War in Afghanistan, 1979–1989. Brookings Institution Press. pp. ix–xi, 21–22, 93, 98–99, 105. ISBN 978-0815725954.
  5. Gates, Bob (2007). From the Shadows: The Ultimate Insider's Story of Five Presidents and How They Won the Cold War. Simon and Schuster. pp. 145–147. ISBN 9781416543367. When asked whether he expected that the revelations in his memoir (combined with an apocryphal quote attributed to Brzezinski) would inspire "a mind-bending number of conspiracy theories which adamantly—and wrongly—accuse the Carter Administration of luring the Soviets into Afghanistan," Gates replied: "No, because there was no basis in fact for an allegation the administration tried to draw the Soviets into Afghanistan militarily." See Gates, email communication with John Bernell White, Jr., October 15, 2011, as cited in White, John Bernell (May 2012). "The Strategic Mind Of Zbigniew Brzezinski: How A Native Pole Used Afghanistan To Protect His Homeland" (PDF). pp. 45–46, 82. Archived from the original (PDF) on 2016-03-04. نه اخيستل شوی 2016-09-11.
  6. Coll, Steve (2004). Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan, and Bin Laden, from the Soviet Invasion to September 10, 2001. Penguin. pp. 46, 593. ISBN 9781594200076. Contemporary memos—particularly those written in the first days after the Soviet invasion—make clear that while Brzezinski was determined to confront the Soviets in Afghanistan through covert action, he was also very worried the Soviets would prevail. ... Given this evidence and the enormous political and security costs that the invasion imposed on the Carter administration, any claim that Brzezinski lured the Soviets into Afghanistan warrants deep skepticism. cf. Brzezinski, Zbigniew (1979-12-26). "Reflections on Soviet Intervention in Afghanistan" (PDF). نه اخيستل شوی 2021-06-26. Accordingly, the Soviet intervention in Afghanistan poses for us an extremely grave challenge, both internationally and domestically. ... we should not be too sanguine about Afghanistan becoming a Soviet Vietnam ...
  7. Crile, p 519 & elsewhere