په افغانستان کې د جګړې په اړه نړیوال عامه نظر
په ۴۷ هېوادونو کې د عامه نظر په اړه یوه نړیواله سروې چې د ۲۰۰۷ کال په جون کې د پیو څېړنیز مرکز له لوري د نړیوال لیدلوري په پروژه (Global Attitudes Project) کې ترسره شوه، په افغانستان کې د ناټو له پوځي عملیاتو سره د پام وړ مخالفت ترسترګو شو. د ۴۷ هېوادونو له ډلې په ۲ هېوادونو کې – اسراییل (۵۹٪) او کینیا (۶۰٪)، اکثریت په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو ملاتړ وکړ. بل اړخ ته، د ۴۷ هېوادونو له ډلې په ۴۱ هېوادونو کې ډېریو غوښتل چې د ناټو ځواکونه باید ژر تر ژره له افغانستانه ووځي. د ۴۷ هېوادونو له ډلې په ۳۲ هېوادونو کې اکثریت غوښتل چې د ناټو ځواکونه ژر تر ژره افغانستان پرېږدي. د ناټو له ۱۲ غړو هېوادونو څخه په ۷ هېوادونو کې اکثریت غوښتل چې ژر تر ژره ځواکونه وباسي.[۱][۲][۳]
د پیو څېړنیز مرکز له لوري د نړیوال لیدلوري سروې چې د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کې په ۲۴ هېوادونو کې ترسره شوه بیا وموندله چې د ۲۴ هېوادونو له ډلې په ۲۱ هېوادونو کې اکثریت یا ډېروغوښتل چې د ناټو سرتېري ژر تر ژره افغانستان پرېږدي. د ۲۴ هېوادونو څخه په ۳ کې - متحده ایالاتو (۵۰ سلنه)، استرالیا (۶۰ سلنه)، او بریتانیا (۴۸ سلنه) کې عامه نظر دا و چې د وضعیت تر ثبات پورې دې سرتېرې هلته پاتې شي. له هغه وخت وروسته، په استرالیا او بریتانیا کې عامه نظر بدل شو او اکثریت استرالیایانو او بریتانویانو غوښتل چې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي. په سروې کې د ناټو د ۷هېوادونو له ډلې، په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو د پاتې کېدو په اړه یوه هم اکثریت نه دی ښودلی – یوازې یو، یعنې امریکا، اکثریت (۵۰ سلنه) ته نږدې شوی و. د ناټو د نورو شپږو هېوادونو له ډلې په پنځو کې اکثریت غوښتل چې د ناتو سرتېري ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي. [۴][۵][۶][۷][۸]
د پیو څېړنیز مرکز له لوري د نړیوال لیدلوري سروې د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کې په ۲۵ هېوادونو کې په ډاګه کړه چې د افغانستان جګړې په ډېرو هېوادونو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی او ډېری وګړي له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د پوځیانو وتل غواړي. د ۲۰۰۹ کال نړیوالې سروې راپور ورکړ چې د ۲۵ هېوادونو له ډلې په ۱۸ هېوادونو کې اکثریت یا ډېرو غوښتل چې ناټو باید ژر تر ژره خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي. (د ۲۰۰۸ کال په پرتله بدلونونه دا و چې د تانزانیا، سوېلي افریقا او استرالیا پر ځای اسراییل، کینیا، فلسطین او کاناډا سروې شوي وو، او په هند او نایجریا کې د نظرونو بدلون راغلی و.) د ۲۵ هېوادو له ډلې په ۴ کې اکثریت، امریکا (۵۷٪)، اسرائیل (۵۹٪)، کینیا (۵۶٪)، او نایجیریا (۵۲٪)، په دې اند وو چې په افغانستان کې د ناټو سرتېري پاتې شي. سره له دې چې امریکا د ناټو په متحدینو غړ وکړ چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي، د ناټو په ټولو سروې شویو هېوادونو کې له دې اقدام سره اکثریت یا ډېر مخالف وو: په جرمني کې (۶۳٪)، په فرانسه کې (۶۲٪)، په پولنډ کې (۵۷٪)، په کاناډا کې (۵۵٪)، په بریتانیا کې (۵۱٪)، په هسپانیا کې (۵۰٪)، او په ترکیه کې (۴۹٪) مخالف وو. [۹][۱۰][۱۱]
د اروپا په کچه، په فرانسه، جرمني، بریتانیا او نورو هېوادونو کې ټولپوښتنو په ډاکه کړه چې اروپایي وګړي غواړي چې خپل سرتېري وباسي او د افغانستان په جګړه کې لږې پیسې ولګول شي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د امریکا د عامه نظر په پرتله نړیوال عامه نظر
سمولد ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې، د CNN/Gallup/USA Today له خوا یوې نظرپوښتنې په ډاګه کړه چې نږدې ۸۸ سلنه امریکایان په افغانستان کې د پوځي عملیاتو ملاتړ کوي، او د مارکیټ نظر د څېړنیز بنسټ له لوري په یوه نظرپوښتنه کې وموندل شوه چې نږدې ۶۵ سلنه بریتانویان د بریتانوي سرتېرو د ماموریت ملاتړ کوي. له بل اړخه، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په وروستیو کې د ګالپ انټرنشنل له لوري په ۳۷ هېوادونو کې یوې لویې نظر پوښتنې په ګوته کړه چې په زیاتره هېوادونو کې اکثریت وګړي د سپټمبر د ۱۱مې پېښې په ځواب کې د نظامي غبرګون پر ځای بل هېواد ته د مجرمینو د سپارنې او محاکمې په بڼه د قانوني اقداماتو پلوي کوله. د سروې شویو ۳۷ هېوادونو له ډلې په ۳ کې - یعنې متحده ایالاتو، اسراییل او هند –کې اکثریت وګړو د نظامي اقدام ملاتړ وکړ. په ۳۴ نورو هېوادونو کې، سروې وښودله چې اکثریت د نظامي اقدام ملاتړ نه کوي، چې انګلستان (۷۵ سلنه)، فرانسه (۶۷ سلنه)، سویس (۸۷ سلنه)، چک جمهوریت (۶۴ سلنه)، لیتوانیا (۸۳ سلنه) پانامه (۸۰ سلنه)، مکسیکو (۹۴ سلنه)، او داسې نور یې بېلګې دي. [۱۶][۱۷][۱۸]
د پوځي عملیاتو په اړه د امریکایانو او نړیوال عامه نظر ترمنځ دا اختلاف تل لیدل کېده، که څه هم په متحده ایالاتو کې هم د جګړې په اړه مخالفت مخ په زیاتېدو و. د ۲۰۰۹ کال د جولای له ۱۰ تر ۱۲ د ګالپ ټولپوښتنې په ګوته کړه چې اکثریت (۶۱ سلنه) امریکایانو سوچ نه کاوه چې په ۲۰۰۱ کال کې متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو په لېږلو کې تېروتنه کړې، خو ۳۶٪ امریکایانو ویل چې تېروتنه ده. ۵۴٪ لا هم په دې فکر وو چې د متحده ایالاتو لپاره هرڅه سم روان دي. د ۲۰۰۹ کال د جولای له ۱۵ تر ۱۸ د انګس ریډ یوې نظرپوښتنې په ډاګه کړه چې ۵۵٪ امریکایانو د پوځي عملیاتو ملاتړ کاوه، پداسې حال کې چې ۳۵٪ یې مخالف وو. ۴۹٪ امریکایان په دې اند وو چې د دوی هېواد د پوځي ځواکونو په لېږلو سره سم کار کړی دی. نږدې نیم، يعنې ۴۸٪ امریکایان په دې اند وو چې د جګړې په اړه روښانه نظر نه لري. [۱۹][۲۰]
له متحده ایالاتو څخه بهر نړیوال عامه نظر په پراخه کچه د جګړې مخالف و. د نړیوال لیدلوري یوه سروې چې د ۲۰۰۷ کال په جون کې په ۴۷ هېوادونو کې ترسره شوه، د پیو څېړنیز مرکز د نړیوال لیدلوري پروژې د ناټو د عملیاتو سره پراخ مخالفت وموند. د ۴۷ سروې شویو هېوادونو له ډلې په ۴ هېوادو کې اکثریت د سرتېرو د پاتې کېدو پلویان وو، چې په دې هېوادونو کې متحده ایالات (۵۰ سلنه)، اسراییل (۵۹ سلنه)، ګانا (۵۰ سلنه)، او کینیا (۶۰ سلنه) ښودل شوي وو. د ۴۷ هېوادونو له ډلې په ۴۱ هېوادونو کې ډېریو غوښتل چې د ناټو سرتېري دې ژر تر ژره ووځي. د ۴۷ هېوادونو له ډلې په ۳۲ هېوادونو کې اکثریت غوښتل چې د ناټو سرتېري ژر تر ژره ووځي. د ناټو له ۱۲ غړو هېوادونو څخه په ۷ کې اکثریت د ځواکونو د ژر تر ژره وتلو پلویان وو. [۲۱][۲۲]
د پیو څېړنیز مرکز له لوري د نړیوال لیدلوري سروې چې د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کې په ۲۴هېوادونو کې ترسره شوه، په ورته ډول وموندله چې د ۲۴ هېوادونو له ډلې په ۲۱ هېوادو کې اکثریت یا ډېرو غوښتل چې ناټو ژر تر ژره خپل سرتېري وباسي. له ۲۴ هېوادونو څخه په ۳ کې – یعنې متحده ایالات (۵۰ سلنه)، اسټرالیا (۶۰ سلنه)، او بریتانیا (۴۸ سلنه) -کې عامه نظر داسې و چې د وضعیت تر ثبات پورې دې ځواکونه پاتې شي. له دې ټولپوښتنې وروسته، په بریتانیا او استرالیا کې هم نظرونو د متحده ایالاتو د عامه نظر څخه توپير وموند او په دواړو هېوادونو کې اکثریت غوښتل چې د دوی سرتېري له جنګ څخه بېرته هېواد ته راستانه شي. د ناټو د ۷ هېوادونو له ډلې چې په سروې کې یې ګډون درلود، د وضعیت تر ثبات پورې د ناټو د سرتېرو د پاتې کېدو په اړه په هېڅ یوکې هم اکثریت نه دی ترسترګو شوی، یوازې متحده ایالات اکثریت (۵۰٪) ته نږدې شو. د ناتو د نورو ۶ هېوادونو له ډلې، په پنځو کې اکثریت په دې نظر وو چې د ناتو سرتېري باید ژر تر ژره ووځي: په دې کې هسپانیا (۵۶ سلنه)، فرانسې (۵۴ سلنه)، جرمني (۵۴ سلنه)، پولنډ (۶۵ سلنه)، او ترکیې (۷۲ سلنه) ګډون درلود. [۲۳][۲۴][۲۵]
د پیو څېړنیز مرکز له لوري د نړیوال لیدلوري سروې د ۲۰۰۹ کال په جون کې په ۲۵ هېوادونو کې دوام وموند او دې پایلې ته ورسیده چې اکثریت هېوادونو له جګړې سره لېوالتیا نه درلوده او په کې ډېریو عامه وګړو غوښتل چې امریکایي او ناټو ځواکونه دې ژر تر ژره ووځي. د ۲۰۰۹ کال نړیوالې سروې په ډاګه کړه چې د ۲۵ هېوادو له ډلې په ۱۸ کې اکثریت یا ډېرو غوښتل چې ناټو دې خپل سرتېري له افغانستان څخه ژر تر ژره وباسي. (د ۲۰۰۸ کال په پرتله بدلونونه دا و چې د تانزانیا، سوېلي افریقا او استرالیا پر ځای اسراییل، کینیا، فلسطین او کاناډا سروې شوي وو، او په هند او نایجریا کې د نظرونو بدلون راغلی و د ۲۵ هېوادو له ډلې په ۴ کې اکثریت، امریکا (۵۷٪)، اسرائیل (۵۹٪)، کینیا (۵۶٪)، او نایجیریا (۵۲٪)، په دې اند وو چې په افغانستان کې د ناټو سرتېرې پاتې شي. په سروې کې د ۸ ناټو هېوادونو له ډلې په ۱ کې - یعنې متحده ایالاتو کې - د وضعیت تر ثبات پورې د ناټو سرتېرو د پاتې کېدو په برخه کې اکثریت موجود و. سره له دې چې امریکا د ناټو په متحدینو غړ وکړ چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي، د ناټو په ټولو ۷ سروې شویو هېوادونو کې له داسې اقدام سره اکثریت یا ډېری مخالف وو: په جرمني کې (۶۳٪)، په فرانسه کې (۶۲٪)، په پولنډ کې (۵۷٪)، په کاناډا کې (۵۵٪)، په بریتانیا کې (۵۱٪)، په هسپانیا کې (۵۰٪)، او په ترکیه کې (۴۹٪) مخالف وو.[۲۶][۲۷][۲۸]
د پیو څېړنیز مرکز له لوري د نړیوال لیدلوري سروې د ۲۰۱۰ کال په جون کې په ۲۲ هېوادونو کې دوام وموند او یو ځل بیا دې پایلې ته ورسېده چې په ډېرو هېوادونو کې د جګړې ملاتړ موجود نه و. نظرپوښتنې په ډاګه کړه چې چې د ۲۲ هېوادو له ډلې په ۱۶ کې اکثریت یا ډيری غواړي چې پوځي ځواکونه دې "ژر تر ژره" وایستل شي. د ۲۲ هېوادو له ډلې یوازینی هېواد کینا و چې اکثریت (۵۷ سلنه) په دې اند وو چې د وضعیت تر ثبات پورې دې سرتېري پاتې شي. [۲۹]
سرچينې
سمول- ↑ "47-Nation Pew Global Attitudes Survey p.24, p.116" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2010-01-12. بياځلي په 2008-11-24.
- ↑ "Global Unease With Major World Powers". Pew Research Center's Global Attitudes Project. 27 June 2007. بياځلي په 6 February 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Afghanistan war not worth it, say most Americans". The Sydney Morning Herald. بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ "Global Economic Gloom – China and India Notable Exceptions". Pew Research Center's Global Attitudes Project. 12 June 2008. بياځلي په 6 February 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "BBC NEWS - UK - Britons call for troop withdrawal". BBC News. 13 November 2008. بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ "Australians lose faith in Afghan war effort". خوندي شوی له the original on October 3, 2008.
- ↑ Burke, Jason (11 July 2009). "This page has been removed - News - The Guardian". the Guardian. London. بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ "Poll finds 51% oppose role in Afghanistan". The Age. Melbourne. بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ "25-Nation Pew Global Attitudes Survey, 2009, p.13 (PDF p.17)" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2009-12-11. بياځلي په 2009-08-04.
- ↑ "25-Nation Pew Global Attitudes Survey, 2009, p.22 (PDF p.26) Opposition to War in Afghanistan" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2009-12-11. بياځلي په 2009-08-04.
- ↑ "25-Nation Pew Global Attitudes Survey, 2009, p.39 (PDF p.43)" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2009-12-11. بياځلي په 2009-08-04.
- ↑ Burke, Jason (11 July 2009). "This page has been removed - News - The Guardian". the Guardian. London. بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ "Obama's Unlikely Ally: Iran Signs On To Afghan Plan". TIME.com. 31 March 2009. خوندي شوی له the original on April 4, 2009. بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ Afghan war exposes flaws in assumption of Nato unity Archived July 6, 2011, at the Wayback Machine.
- ↑ Croft, Adrian (20 January 2009). "Europe opposes more troops for Afghanistan: poll". Reuters. بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ "World Opinion Opposes the Attack on Afghanistan".
- ↑ "Strange Victory: A critical appraisal of Operation Enduring Freedom and the Afghanistan war".
- ↑ "America and the War on Terror". AEI Public Opinion Study. خوندي شوی له the original on July 14, 2014. بياځلي په 2007-09-27. Published July 24, 2008.
- ↑ Britain, Canada Differ from U.S. on Afghan War Archived July 24, 2009, at the Wayback Machine.
- ↑ Gallup, Inc. (16 July 2009). "Americans Upbeat on Progress in Iraq, Afghanistan". بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ "47-Nation Pew Global Attitudes Survey p.24, p.116" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2010-01-12. بياځلي په 2008-11-24.
- ↑ "Global Unease With Major World Powers". Pew Research Center's Global Attitudes Project. 27 June 2007. بياځلي په 6 February 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "BBC NEWS - UK - Britons call for troop withdrawal". BBC News. 13 November 2008. بياځلي په 6 February 2015.
- ↑ "Australians lose faith in Afghan war effort". خوندي شوی له the original on October 3, 2008.
- ↑ "Global Economic Gloom – China and India Notable Exceptions". Pew Research Center's Global Attitudes Project. 12 June 2008. بياځلي په 6 February 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "25-Nation Pew Global Attitudes Survey, 2009, p.22 (PDF p.26) Opposition to War in Afghanistan" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2009-12-11. بياځلي په 2009-08-04.
- ↑ "25-Nation Pew Global Attitudes Survey, 2009, p.13 (PDF p.17)" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2009-12-11. بياځلي په 2009-08-04.
- ↑ "25-Nation Pew Global Attitudes Survey, 2009, p.39 (PDF p.43)" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2009-12-11. بياځلي په 2009-08-04.
- ↑ "Obama More Popular Abroad Than At Home, Global Image of U.S. Continues to Benefit". Pew Research Center's Global Attitudes Project. 17 June 2010. بياځلي په 6 February 2015.