په افغانستان کې د جګړې پر ضد لاریونونه

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷ ڼېټه پر افغانستان وړاندیز شوی برید، د جګړې د رسمي پیل په ورځو کې د پراخو غبرګونونو او لاریونونو لامل شو. له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱  کال پورې په افغانستان کې د جګړې دوام د پراخ مخالفت او لاریون څخه په دښمۍ واوښت .

۲۰۰۱ کال سمول

د امریکا په واشنګتن ډي سي کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۲۹ نېټه څه کم زره کسانو لاریون وکړ، او پر افغانستان یې د امریکا  راتلونکی یرغل محکوم کړ. لاریونونه د A.N.S.W.E.R اېتلاف (د جګړې د بندولو او نژاد پالنې د پای ته رسولو لپاره اوس عمل وکړئ) له خوا تنظیم شوې و. په میریډین هیل پارک (مالکولم ایکس پارک) کې په زرګونو خلک راټول او د ښار په مرکز کې یې په لاریون روان شول، پداسې حال کې چې په نورو ځایونو کې د پانګوالۍ ضد د همپالنې غړو د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق  (IMF ) مرکزي دفتر ته څېرمه د اډوارډ آر مورو پارک ته په لاره د پولیسو سره لنډه نښته وکړه. د لاریون کوونکو دواړه ډلې په  یوه حرکت کې په آزادۍ پلازا کې راټولې شوې.  [۱]

د سانفرانسیسکو د میشن ولسوالۍ په یوه پارک  کې نږدې لس زره کسان راټول شول ترڅو په افغانستان کې د بوش د ادارې د پوځي لاسوهنې پلانونه وغندي.[۲]

څه کم ۲۵۰۰ لاریون کوونکو د لاس انجلس د ویسټ ووډ په سرکونو کې لاریون وکړ.[۳]

له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ کسانو د نیویارک  ښار په یونین څلورلارې کې په سوله ایز لاریون کې برخه واخیسته.[۴]

۵۰۰۰ کسانو د هسپانیې په بارسلونا کې، په یوه لاریون کې ګډون وکړ او د یو پوستر تر شا چې پکې لیکل شوي وو: "د سولې لپاره - نوره قرباني نه" وخوځېدل. لاریون کوونکو د هسپانیا له حکومته وغوښتل چې د امریکا له هېڅ  کومې پوځي مداخلې او یا د ناټو د غچ څخه ملاتړ و نه کړي. [۵]

څو زره لاریون کوونکو د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه، د سپټمبر د یولسمې پېښې د بریدونو په غبرګون کې چې نیویارک او واشنګټن ته نژدې ترسره شوې، د هر ډول پوځي برید پر ضد په نیویارک ښار کې لاریون وکړ. دو داسې شعارونه لېږدول چې پرې لېکل شوي وو "غميزه په جنګ مه بدلوئ" او "زموږ غم د جګړې اعلان نه دی" ، ډېری لاریون کونکو استدلال کاوه چې دا بریدونه جګړه ییز عمل نه  بلکه یو جنایي عمل و چې باید د نړیوال عدلي نظام له لارې ورسره معامله وشي. [۶]

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په  ۷ نېټه له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ پورې وګړي د بوش د ادارې د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم له جنګ سره د مخالفت لپاره د نیویارک په ښار کې راټول شول. دې ډلې د یونین څلورلارې څخه د ټایمز تر څلورلارې پورې لاریون وکړ، د لاریون په پیل کې یې د پولیس هرکلی وکړ. د پولیسو له خوا د نږدې دولسو وینا کوونکو لیست دریو یا څلورو ته راکم شو، او ورپسې په یوه قطار کې ودرول شول. 

د۲۰۰۰۰  څخه زیاتو وګړو  د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۱۳ نېټه، د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو له خوا په افغانستان کې د پوځي اقدام په وړاندې د انګلستان په ترټولو لوی لاریون کې ګډون وکړ. لاریون د تنظیم کونکو له تمې څخه دوه چنده لوی و، د لندن څخه له شور او زوره ډک خو سوله ایز لاریون د ټرافالګر په څلورلارې کې پای ته ورسېد. [۷][۸]

شاوخوا ۱۵۰۰ کسان  د انګلستان په ګلسګو، سکاټلنډ کې، په افغانستان کې د پوځي اقدام پر ضد د لاریون لپاره د جورج په څلور لاري کې راټول شول.[۹]

په آلمان کې له ۲۵۰۰۰ څخه ډېر لاریون کوونکي په ټولو ښارونو کې سرکونو ته راووتل. د برلین تر ټولو لوی لاریون کې  ۱۵۰۰۰ خلک مرکزي څلور لارې ته راوبلل  شول چې وروسته یې په ټول ښار کې د "جنګ نه - د سولې لپاره ودرېږئ" تر شعار لاندې څو لاریونونه وکړل.  [۱۰][۱۱]

تر ټولو لوی لاریون د سویډن په ګوتنبرګ ښار کې ترسره شو چې له ۲۵۰۰ څخه زیاتو وګړو د ښار په اوږدو کې مزل وکړ.[۱۲]

لس زره کسان په سانفرانسیسکو کې واټونو ته راووتل، په داسې حال کې چې د نیویارک ښار په واشنگټن څلورلاري کې یوه لاریون شاوخوا ۷۰۰ کسان راټول کړل.[۱۳]

په زرګونو وګړو د آسترالیا په سیډني، میلبورن، پرت او اډیلیډ ښارونو کې لاریونونه وکړل. [۱۴]

د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۱۴ نېټه په سلګونو زرو سوله ییزو لاریون کوونکو په ایټالیا او هند کې د افغانستان د بمباریو د پای غوښتنه وکړه. له ۲۰۰۰۰۰ څخه زیاتو لاریون کوونکو د ایټالیې له مرکزي ښار پیروګیا څخه تر آسسي پورې  په سوله ییز لاریون کې برخه واخیسته، لاریون کوونکو د «افغانستان پر وړاندې د ترهګرۍ مخه ونیسئ»، «موږ سوله غواړو نه جګړه»، او د امریکا دولسمشر جورج ډبلیو بوش پر ضد یې شعارونه ورکول. [۱۵]

د هند په کلکتې ښار کې ۷۰۰۰۰ کسانو د جګړې پر ضد ترټولو لوی لاریون چې  دا هېواد یې هیڅکله شاهد نه و، ترسره کړ. لاریون کوونکو د ښار په اوږدو کې تر ۷.۵ مایله زیات مزل وکړ، چې د هنرمندانو له خوا د جګړې ضد په محلي سندرو بدرګه کېدل. [۱۶]

له څو اونیو بمباریو وروسته،  د ۲۰۰۱ کال د نومبر په لسمه نېټه، په سلګونو لاریون کوونکي په بریتانیا کې سرکونو ته راووتل او د افغانستان د بمباریو د پای غوښتنه یې وکړه. په بولټن کې ۲۵۰ کسان د ښار په ویکټوریا چوک کې راټول شول. نږدې ۲۰۰ لاریون کوونکو په یارک کې د دوه ساعته لاریون په ترڅ کې د جګړې د پای غوښتنه وکړه او په لندن کې یې یوه شپه رڼه کړه.[۱۷]

له ټولې بریتانیې څخه په زرګونو خلکو د ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۱۸نېټه، –  چې پولیسو ۱۵۰۰۰ او تنظیم کوونکو ۱۰۰۰۰۰ اټکل کړل – د افغانستان د جګړې پر ضد یو ځل بیا په لندن کې لاریون وکړ.

ډېری لاریون کوونکو  د شعارونو لوحې خوځولې چې په کې لیکل شوي و "جنګ ودروئ" خو "زما په نوم نه". کله چې د روژې په میاشت کې  لاریون په لاره واچول شو، د نورو کړنو ترڅنګ، په وروستي حرکت کې لمونځ هم د یو جز په توګه ورګډ شو او مذهبی مسلمانانو ته یې لاره هواره کړه چې خپل عقیدتي فعالیتون ترسره کړي. په نامتو ویناوالو کې د بشري حقونو د کمپاین کوونکی بیانکا جیګر، د کارګر ګوند پخوانی سیاستوال ټوني بین، په پارلمان کې د کارګر ګوند غړی جورج ګالوی او د مسلمان ویناوالو ګډون درلود. [۱۸]

د پارلمان غړي پاول مارسډن دې لاریون ته وویل:

تاسو د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر (نمبر ۱۰) او سپینې ماڼۍ ته یو بل پیاوړی پیغام لېږئ چې موږ نور اجازه نه ورکوو چې د سپټمبر د ۱۱ نېټې جنایتونه په افغانستان کې په نورو جنایتونو و مینځل شي.

تنظیم کونکي لینډسي جرمن وویل چې د بمبارۍ عملیاتو د نړیوال ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

د جګړې موخه هېڅکله هم په افغانستان کې د طالبانو پر ځای د شمالي ټلوالې ځای پر ځای کول نه وو. ډېری خلک چې د دواړو رژیمونو په اړه پوهېږي، شمالي ټلواله هم د طالبانو په کچه بده ګڼي.

دا لاریون هغه وخت په څه دپاسه شلو کلونو کې ترټولو ستر سوله ایز لاریون و.  [۱۹]

سرچينې سمول

  1. . New York City protest opposes war in Afghanistan. Wsws.org
  2. . Thousands Take to the Streets in San Francisco and Washington, D.C. to Call for Peace And Justice. Democracy Now!
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.[مړه لينکونه]
  4. . Tens of thousands march in the US and Europe against war preparations. Wsws.org
  5. . Tens of thousands march in the US and Europe against war preparations. Wsws.org
  6. (په 2001-10-01 باندې). Marchers Oppose Waging War. New York Times.
  7. (په 2001-10-13 باندې). 20,000 join anti-war protest. Guardian
  8. (په 2001-10-18 باندې). Operation Enduring Protest. Thenation.com
  9. (په 2001-10-13 باندې). 20,000 join anti-war protest. Guardian
  10. (په 2001-10-13 باندې). 20,000 join anti-war protest. Guardian
  11. (په 2001-10-18 باندې). Operation Enduring Protest. Thenation.com
  12. (په 2001-10-13 باندې). 20,000 join anti-war protest. Guardian
  13. (په 2001-10-18 باندې). Operation Enduring Protest. Thenation.com
  14. (په 2001-10-13 باندې). 20,000 join anti-war protest. Guardian
  15. (په 2001-10-15 باندې). Anti-war rallies in Italy and India attract thousands of supporters. Independent.co.uk[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  16. (په 2001-10-15 باندې). Anti-war rallies in Italy and India attract thousands of supporters. Independent.co.uk[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  17. (په 2001-11-10 باندې). Protesters demand end to bombing. BBC News
  18. (په 2001-11-18 باندې). Thousands join anti-war march. BBC News
  19. Another coalition stands up to be counted, John Vidal, Monday November 19, 2001, The Guardian