په افغانستان کې د جګړې زماني لړئ (۲۰۰۲ – ۲۰۲۱)

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا برید پیل شو او په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسېد. دا یرغل د سپټمبر د یوولسمې  بریدونو په ځواب کې، چې د القاعدې لخوا ترسره شول په لاره واچول شو. د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وه.

لاندې معلومات په افغانستان کې د جګړې یوه نسبي زماني لړۍ په ګوته کوي. د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر د ۷ نیټې څخه مخکې پیښو لپاره، ۲۰۰۱ کال په افغانستان کې وګورئ. 

۲۰۰۱ کال سمول

  • د اکټوبر ۷: (سیمه ایز وخت، د شپې ۹ بجې): متحده ایالاتو د بریتانیې په ملاتړ پر افغانستان یرغل پیل کړ، او د طالبانو پر پوځي او مخابراتي بنسټونو او د ترهګرو د روزنې پر شکمنو مرکزونو یې بمونه او کروز توغندي وویشتل. دا بریدونه په کابل، کندهار او هرات کې وشول.
  • د اکټوبر ۹:  د کابل په ختیځ کې په یوه ودانۍ کې، یوه کروز توغندي د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ څلور کارکوونکي ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل.
  • د اکټوبر ۱۹: د ۷۵م رنجر غونډ د دریم رنجر د کنډک سرتېرو او نورو په افغانستان د هوا له لارې برید وکړ او د کندهار هوایي ډګر یې چې د راینو هدف تر نوم لاندې و، ونیو.
  • د اکټوبر ۲۶: عبدالحق ووژل شو.
  • د نومبر ۶: زاري، کشنده او آق کپروک د شمالي ټلوالې لاس ته ولوېدل[۱]
  • د نومبر ۸: پاکستان یوازینی هېواد و چې تر دې خت پورې یې له طالبانو سره دیپلوماتیکې اړیکې درلودې، د افغانستان له واکمنانو یې وغوښتل چې په کراچۍ ښار کې خپله قونسلګري وتړي.
  • د نومبر ۹: د مزار شریف جګړه.
  • د نومبر ۱۰: طالبانو او د شمالي ټلوالې جنګیالیو ادعا وکړه چې د افغانستان شمالي ستراتیژیک ښار، مزار شریف یې نیولی دی.
  • د نومبر ۱۱: خبریالان؛ پی یر بیلوډ، جوهان سټون او ولکر هینډلوک په یو کمین کې ووژل شول. 
  • د نومبر ۱۲: د شمالي ټلوالې د عسکرو د پرمختګ نه مخکې، طالب ځواکونو کابل پرېښود.
    • په هرات کې د ٢٠٠١ کال پاڅون.
  • د نومبر ۱۴: د شمالي ټلوالې جنګیالیو د افغانستان پلازمېنه کابل ونیو او ورپسې یې تقریباً د افغانستان ټول شمال تر کنټرول لاندې راوست.
  • د نومبر ۱۶: د القاعدې پوځي مشر محمد عاطف د امریکا په هوايي برید کې له منځه لاړ.
  • د نومبر ۱۹: څلور بهرني خبریالان – هیري برټن، ماریا ګرازیا کتولي، عزیزالله حیدري او جولیو فوینټس – په یوه کمین کې ووژل شول.
  • د نومبر ۲۵: د افغانستان په شمال کې د طالبانو وروستی سنګر کندز، د شمالي ټلوالې تر کنټرول لاندې راغی، خو لږ مخکې پاکستاني الوتکو څو زره طالبان او د القاعده جنګیالي او د هغوی پوځي سلاکاران وژغورل. په دې وخت کې طالبانو د هېواد له ۲۵٪ څخه کمه خاوره په لاس کې درلوده، چې په ځانګړې توګه په سوېل کې د کندهار شاوخوا سیمې وې. [۲][۳]
    • د کندهار په سوېل کې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه د چورلکو په واسطه په کمپ رینو کې راښکته شول او د الوتکو لپاره یې د هوایي ډګر په چمتو کولو پیل وکړ. دوی د کندهار او پاکستان ترمنځ لویه لاره هم ونیوله.
    • د قلعه جنګي جګړه. د بن لادن وفادارو ځواکونو په کندز کې له تسلیمېدو وروسته، مزار شریف ته نږدې خپل زندان ته وسلې په قاچاقي ډول یوړې. دوی د شمالي ټلوالې د زندان په ساتونکو او په یو وسلتون برید وکړ. د امریکا ځانګړو ځواکونو د هوايي بریدونو غوښتنه وکړه. سلګونه بندیان او همدارنګه د ټلوالې ۴۰ جنګیالي او د امریکا د سي آی اې یو کارکوونکی، جاني مایکل سپان ووژل شول. سپان د متحده ایالاتو او اېتلاف لومړۍ جنګی مرګ ژوبله ده. د جان واکر لیند په نوم یو ځوان امریکایی د بلواګرو تر منځ وموندل شو او د ترهګرۍ په تورونو امریکا ته ولېږدول شو. .
  • د ډسمبر ۶: کندهار سقوط وکړ.
  • ډسمبر: د طالبانو او القاعدې جنګیالیو پر وړاندې د تورې بورې جګړه؛ ویل کېږي چې اسامه بن لادن په دې جګړه کې په تېښته بریالی شو.
  • ډسمبر: د دشت لیلي عام وژنه، ویل کېږي چې سلګونه طالبان په داسې حال کې ووژل شول چې په اوسپنیزو کانتینرونو کې لېږدول کېدل.
  • ډسمبر: د بن تړون د افغانستان لپاره له جګړې وروسته حکومتي نظام را منځ ته کړ، او نړیوال سوله ساتی ځواک یې تشکیل کړ.
  • د ډسمبر ۲۲: د افغانستان لنډمهاله حکومت د لوړې مراسم ترسره کړل.  

۲۰۰۲ کال سمول

  • د جنوري ۴: لومړی امریکایی سرتېری، دلګی مشر ناتن چاپمن د دښمن د ډزو له امله ووژل شو.
  • د جنوري په ۲۴، د هزارقدم برید، امریکایانو په تېروتنې د متحدینو پر یوه مرکز برید وکړ چې د کرزي د حکومت لپاره یې وسلې راټولولې.
  • د فبروري ۱۴: عبدالرحمن، د افغانستان د هوايي چلند او ګرځندوی وزیر، د قهرجنو حاجیانو له خوا ووژل شو.
  • د مارچ ۱: د القاعدې جنګیالیو په وړاندې د اناکونډا عملیات پیل شول.
  • د اپرېل ۱۷: د افغانستان ۸۷ کلن جلاوطن پاچا محمد ظاهر شاه بېرته راستون شو.
  • د اپرېل ۱۸: د ترنک فارم پېښه، په خپل منځیو ډزو کې څلور کاناډایان ووژل شول.
  • د جون ۱۱: د طالبانو له نسکورېدو وروسته، پاچا ظاهر شاه لومړۍ لویه جرګه پرانيستله.[۴]
  • د جولای ۱: امریکایي۱۳۰ AC-  توپچي الوتکې په ارزګان ولایت کې د واده پر مراسمو برید وکړ، چې ۴۸ ملکي وګړي یې ووژل او ۱۱۷ نور یې ټپیان کړل. امریکا ادعا وکړه، چې د دوی الوتکه د مخه تر برید لاندې راغلې وه.
  • د جولای ۶: د ولسمشر مرستیال عبدالقدیر په کابل کې ووژل شو.
  • د سپټمبر ۵: د ۲۰۰۲ کال د کابل په بمي برید کې ۳۰ کسان ووژل.  

۲۰۰۳ کال سمول

  • د اګسټ ۱۱ – ناټو په رسمي توګه په افغانستان کې د سوله ساتنې قومانده په غاړه واخیسته.
  • د ډسمبر ۱۴ – د ۲۰۰۳ کال د لویې جرګې غونډه جوړه شوه ترڅو د افغانستان د وړاندیز شوی اساسي قانون په اړه غور وکړي. 

۲۰۰۴ کال سمول

  • د جنوري ۴ – د لویې جرګې له خوا اساسي قانون تصویب شو.
  • د جنوري ۲۶ – اساسي قانون د ولسمشر حامد کرزي له خوا توشېح شو.
  • د اکټوبر ۹ –  د ۲۰۰۴ کال د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې. د هېواد په لومړیو مستقیمو ټاکنو کې حامد کرزي د ۵۵،۴ سلنه رایو په ګټلو ولسمشر شو.

۲۰۰۵ کال سمول

  • د جون ۲۸: د سرو وزرونو عملیاتو په پایله کې ۱۹ امریکایان او زیات شمېر طالب جنګیالي ووژل شول.
  • د سپټمبر ۱۸: د افغانستان د ۲۰۰۵ کال پارلماني ټاکنې.

۲۰۰۶ کال سمول

  • د جنوري ۱۳: د امریکا له خوا په پاکستان کې د دامدولا هوايي برید.
  • د فبروري ۱: د افغانستان معاهده تدوین شوه، چې له افغانستان سره یې د نړیوالو همکاریو یو چوکاټ ترتیب کړ.
  • د مارچ ۲۹: د لښکرګاه جګړه. طالبانو د ناټو پر اډه برید وکړ.
  • د می ۱۵: د مونتېن ترست (د غره ښورول) عملیات پیل شول، چې د طالبانو له نسکورېدو وروسته تر ټولو پراخ عملیات وو.
  • جولای: د ناټو د کاناډایي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د پنجوايي جګړه.
  • د سپټمبر ۲: کاناډایانو د میډوسا عملیات په لاره واچول.
  • د سپټمبر ۱۶: د غرني غضب عملیات.

۲۰۰۷ کال سمول

  • د فبروري ۲۷: په ۲۰۰۷ کال کې د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر ډیک چیني د سفر پر مهال د بګرام په هوايي اډه بمي برید.
  • د مارچ ۴: د امريکايي ځواکونو له خوا په شينوارو کې ملکي افغانان ووژل شول.
  • د مارچ ۶: په هلمند ولایت کې د طالبانو پر ضد د اکیلیز عملیات.
  • د مې ۱۲: ملا دادالله ووژل شو.
  • د مې ۱۳: د افغانستان – پاکستان نښتې.
  • د جون ۱۵: د چورا جګړه پیل شوه.
  • د جون ۲۸: د حیدراباد هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول.
  • د جولای ۱۹: په افغانستان کې د سوېلي کوریا د وګړو د برمته کېدو له امله د ۲۰۰۷ کال کړکېچ پیل شو.
  • د اګسټ ۱۶: د ننګار خېلو ډله ییزه وژنه – د یوې امېدواره ښځې او ماشوم په ګډون اته ملکیان هغه وخت ووژل شول چې پولنډي پوځیانو  ننګار کلی  بمبار کړ. اووه سرتېري په جنګي جنایت تورن شول.
  • د نومبر ۶: په  ۲۰۰۷ کال کې د بغلان د بورې فابریکې په سیمه بمي چاودنې د شپږو افغان وکیلانو په ګډون ۷۵ کسان ووژل.
  • د ډسمبر ۷: د موسی کلا جګړه، چې په هلمند ولایت کې لویه جګړه وه.

۲۰۰۸ کال سمول

  • د جنوري ۱۴: د ۲۰۰۸ کال د کابل سرینا هوټل برید شپږ کسان مړه کړل.
  • د فبروري ۱۷: د ۲۰۰۸ کال د کندهار بمي برید ۱۰۰ تنه ووژل، چې د جګړې تر ټولو وژونکی ځانمرګی برید و.
  • د جون ۱۰: د ګورا پرای هوايي برید په پاکستان کې ۱۱ پاکستاني شبه نظامي سرتېري ووژل.
  • د جون ۱۳: د سرپوزې پر زندان برید. طالبانو د سرپوزې پر زندان برید وکړ او نږدې ۱۰۰۰ بندیان یې خوشي کړل.
  • د جولای ۶: په ده بالا کې د واده په مراسمو بمباري. په ننګرهار ولایت کې ۴۷ ملکي وګړي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول.
  • د جولای ۷: په کابل کې د هند پر سفارت بمي برید د څلورو هنديانو په ګډون ۵۸ تنه ووژل. هند د دې برید پړه د پاکستان پر استخباراتي اداره واچوله.
  • د جولای ۱۳: د وانت جګړه. طالبانو د ناټو پر یوه اډه برید وکړ او نهه امریکايي سرتېري یې ووژل.
  • د اګست ۱۹: طالبانو د اوزبین په دره کې ۱۰ فرانسوي عسکر ووژل.
  • د اګست ۲۲: د عزیز آباد هوايي برید شاوخوا ۹۰ ملکي افغانان ووژل.
  • د اګست ۲۷: په هلمند ولایت کې د عقاب د عملیاتو غونډه پیل شوه.
  • سپټمبر: د متحده ایالاتو او پاکستان شخړې.
  • د سپټمبر ۳: د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو له خوا د پاکستان په انګور اډه کې برید.
  • د نومبر ۳: د ویچ بغټو په کلي کې د واده په مراسمو برید ۳۷ تنه ملکي وګړي ووژل چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو.
  • د ډسمبر ۱۹: امریکا ژمنه وکړه چې افغانستان ته به ۳۰۰۰ نور سرتېري واستوي.

۲۰۰۹ کال سمول

  • د فبروري ۱۱: په کابل کې د ۲۰۰۹ کال د فبروري بریدونه
  • د می ۴: د ګرانای هوایی برید، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له یرغل وروسته د لوېدیځو پوځي عملیاتو په پایله کې د ملکي مرګ ژوبلې ترټولو زیاې شمېر دی.
  • د جولای ۲: د خنجر عملیات پیل شول
  • د سپټمبر ۴: د ناټو الوتکو د تیلو پر دوو ټانکرو، چې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو، برید وکړ. په دې برید کې شاوخوا ۱۴۲ تنه ووژل شول چې له ۱۰۰ څخه زیات ملکي وګړي وو.[۵]
  • د ډسمبر ۱: د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په جګړه کې سرتېرو ناڅاپه زیاتوالی اعلان کړه.
  • د ډسمبر ۱۶: د سیپ ټین تریون عملیات، د اوزبین په دره کې، ۱۱۰۰ سرتېرو (چې ډیری یې فرانسوي وو) عملیات پیل کړل.[۶][۷][۸][۹]
  • د ډسمبر ۲۹: د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو له خوا د نرنګ په شپنیو عملیاتو کې لس ملکي افغانان چې زیاتره یې د ښوونځي ماشومان وو، ووژل شول.

۲۰۱۰ کال سمول

  • د فبروري ۱۲: د خطابه برید کې د دوو امیدوارو ښځو او یوې پېغلې نجلۍ په ګډون پنځه بې ګناه ملکي کسان ووژل شول.
  • د فبروري ۲۱: په ارزګان کې د چورلکې په برید کې، د څلورو ښځو او یو ماشوم په ګډون، له ۲۷ څخه تر ۳۳ ملکي وګړي ووژل شول.
  • پسرلی: د ګډو عملیاتو لومړی پړاو د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو تر مشرۍ لاندې په لاره واچول شو ترڅو د هلمند ولایت مارجه له طالبانو څخه بېرته ونیسي.
  • پسرلی-اوړی: په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سرتېرو زیاتوالی خپل اوج ته ورسېد، چې ۲۰۰۰۰ سرتېري په سوېل کې ځای پر ځای شول.
  • د جون ۲۳: د آیساف قومندان جنرال سټینلي مک کریسټال وروسته له هغه استعفا وکړه چې په یوه مجله کې یې د اوباما پر اداره نیوکې خپرې شوې.
  • د جولای ۲۳: د سنګین هوايي برید په ننګرهار کې ګڼ شمېر ملکي افغانان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو، ووژل.
  • د جولای ۲۵: د افغانستان د جګړې په اړه ویکي لیکس ۹۰۰۰۰ افشا شوي اسناد خپاره کړل.
  • د سپټمبر ۱۸: د افغانستان پارلماني ټاکنې ترسره شوې، چې د ټاکنیزو بنسټونو د بې طرفۍ سربېره، په پراخه کچه د درغلیو له امله تر نیوکو لاندې راغلې.
  • منی: د ګډو عملیاتو دوهم او دریم پړاو په کندهار کې ترسره شول، چې طالبان یې له دودیزو خوندي ځایونو څخه تېښتې ته اړل کړل.
  • منی: د سوېل سیمه ایزه قومانداني له برتانیا څخه امریکا ته ورکړل شوه.

۲۰۱۱ کال سمول

  • د جنوري ۲۶: د افغانستان ملي شورا پرانیستل شوه.[۱۰]
  • د مې ۱: د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له خوا د القاعدې عمومي مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آباد کې، له اسلام آباد څخه یوازې څو کیلومتره لرې ووژل شو.
  • د می ۲۳: په کنړ ولایت کې د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله ۴ امریکایي سرتېري (د ۲۷ پیاده غونډ د ۲م کنډک غړي) مړه او ۱ تن ټپي شو.
  • د جون۴ – ۶: د ګیوی غره څوکې جګړه، هغه وخت را منځ ته شوه چې د متحده ایالاتو د سرتېرو یو دلګې د ګیوی (کونړ ولایت) د غره څوکه د اکمالاتي لوی کاروان د څارنې پرمهال تر هوایي برید لاندې راوسته. له رسېدو سره سم، سختې نښتې ۵۲ ساعته دوام وکړ، چې په پایله کې یې تر ۵۰ زیات طالبان وژل شوي.
  • د اګست ۶: یوه CH-47 چینوک چورلکه چې ۳۰ امریکایي سرتېري (د ۱۷ سمندري ځانګړو ځواکونو په ګډون)، ۱ ملکي ترجمان او ۷ افغان سرتېري یې لېږدول، په وردګ ولایت کې د طالبانو د RPG نښه وګرځېده. په دې سقوط کې هېڅوک ژوندي پاتې نه شول. دا پېښه له ۲۰۰۱ کال راهیسې پر افغانستان د امریکايي ځواکونو له یرغل وروسته تر ټولو خونړۍ ورځ بلل کېږي.
  • د اګست ۱۱: د CH-47 چینوک د ویشتلو په غچ کې ۱۱ طالب یاغیان وژل کېږي، چې د F-16 په هوایي برید کې له منځه ځي. په همدې حال کې په جنوبي ولایتونو کې د ایساف پنځه سرتېري د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې وژل کېږي.
  • د سپټمبر ۲۰: پخوانی ولسمشر او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني په کابل کې د طالبانو د ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.
  • ډسمبر ۹: د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اسماعیل په جومات کې د یوه ۱۲ کلن پاکستاني ځانمرګي په برید کې ووژل شو.

۲۰۱۳ کال سمول

د متحده ایالاتو پوځ په ټول افغانستان کې عملیاتو ته دوام ورکړ، او د لومړۍ کرښې د عملیاتي اډو (FOB) تړل یې پیل کړل.

۲۰۲۱ کال سمول

  • د مې لومړۍ: طالبانو خپل د اوړي بریدونه پیل کړل.
  • د اګسټ ۶: طالبانو زرنج ونیو.
  • د اګست ۱۳: د لښکرګاه په جګړه کې طالبان بریالي شول. هرات سقوط وکړ. د کندهار جګړه د طالبانو په بریا پای ته ورسېده.
  • د اګسټ ۱۵: طالبانو کابل ونیو. د طالبانو د اسلامي امارت د بیا تاسیس سره سم اسلامي جمهوریت ړنګ شو. د هوا له لارې د کډوالو نړیوال لېږد پیل شو.
  • د سپټمبر ۶: د پنجشېر ولايت مرکز، بازارک او نورې ولسوالۍ سقوط شوې، خو مقاومت موجود و.

سرچينې سمول

  1. Independent Online, Taliban commander captured in Rebel victory, November 6, 2001
  2. Hersh, Seymour M. (2009-01-07). "Annals of National Security: The Getaway". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Breaking News, Weather, Business, Health, Entertainment, Sports, Politics, Travel, Science, Technology, Local, US & World News". msnbc.com. د اصلي آرشيف څخه پر December 16, 2005 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "South Asia | Former king urges Afghan unity". BBC News. 2002-06-11. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Matthias Gebauer (په 6 August 2010 باندې). Germany to Pay $500,000 for Civilian Bombing Victims. Der Spiegel
  6. "French troops spearhead assault in Afghanistan". BBC News. 2009-12-17. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "French Afghan assault concludes". BBC News. 2009-12-18. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 2009-12-17 باندې). French troops lead Afghan attack on Taliban.
  9. Karim Talbi (په 2009-12-18 باندې). Afghanistan: démonstration de force de la Légion, cinq Américains blessés.
  10. Rivera, Ray (January 26, 2011). "After Months of Turmoil, Karzai Opens Parliament" – عبر NYTimes.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)