په افغانستان کې د جګړې تاریخ (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱)
دا مقاله په افغانستان کې د جګړې د تاریخ (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱) لنډېز وړاندې کوي.
۱۹۷۸ – ۲۰۰۱: مخکتنه
سمولتر ۲۰۰۱ کال پورې، افغانستان په ۲۰ کاله جګړه کې پاتې شوی و. په ۱۹۷۸ کال کې، د افغانستان خلق دیموکراتیک کمونست ګوند واک ترلاسه کړ، او د دوی سیاستونه د ولسي پاڅون لامل شول. شوروي اتحاد د PDPA کمزورتیاوو په احساس کولو سره په ۱۹۷۹ کال کې د رژیم د ملاتړ لپاره لاسوهنه پیل کړه. افغانستان ته له ننوتلو سره سم، د شوروي اتحاد د سړې جګړې سیالان، په ځانګړې توګه متحده ایالات او سعودي عربستان دې ته وهڅول شول چې د شوروي په ملاتړ د PDPA پر ضد د یاغیانو ملاتړ وکړي. په دې وخت کې چې سیکولر او سوسیالیست حکومت ښارونه په خپل کنترول کې درلودل، له دیني اړخه هڅول شوو مجاهدین په ډېرو کلیوالو برخو کې واکمن وو. د مجاهدينو یو نامتو قوماندان احمدشاه مسعود و، چې د تاجکو منظمو ځواکونو مشري يې کوله. د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) سره په ګډه هڅې کولې چې د مجاهدینو لپاره بهرني ملاتړ ته لاره هواره کړي. دې جګړې همدارنګه د اسامه بن لادن په ګډون عرب رضاکاران هم جذب کړل، چې د "افغان عربو" په نوم یې شهرت درلود. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د ۱۹۸۹ کال په فبروري میاشت کې له افغانستان څخه د شوروي پوځ له وتلو وروسته، په ۱۹۹۲ کال کې د PDPA رژیم ړنګ شو. د مجاهدینو مشران د واک د خلا په پایله کې، له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ پورې په کورنۍ جګړه کې د واکمنۍ په سر ښکر په ښکر شول. په دې وخت کې، بن لادن له هېواده وتلی و. د متحده ایالاتو لېوالتیا او ګټې هم په افغانستان خپل رنګ بایلود. په ۱۹۹۴ کال کې، د ملا عمر په نوم یو پښتون مجاهد په کندهار کې د طالبانو د تحریک بنسټ کېښود. د هغه پیروان دیني زده کوونکي وو او غوښتل یې چې د اسلامي شریعت د سخت دریځه اطاعت له لارې د د جنګ سالارانو واکمني پای ته ورسوي. طالبانو د ۱۹۹۴ کال په پای کې ټول کندهار ونیو. [۸][۱][۱۱][۱۲][۱۳]
د طالبانو امارت د شمالي ټلوالې په وړاندې
سمولد پاکستان په پوځي ملاتړ او د سعودي عربستان په مالي ملاتړ، طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې کابل ونیو او د افغانستان اسلامي امارت بنسټ یې کېښود. دوی تر خپل واک لاندې سیمو کې د اسلام بنسټپاله تفسیر نافذ کړ او داسې احکام یې صادر کړل چې ښځې یې د کوره بهر له کار یا ښوونځي ته له تګ منع کړې او له هغوی یې د حجاب او جلاوالي په اړه د سختو قوانینو مراعت ته اړ کړې. [۱۴][۱۵]
د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو وروسته، مسعود په شمال کې خپل ټاټوبي، پنجشیر ته لاړ او د طالبانو پر ضد یې د متحدې جبهې یا شمالي ټلوالې په نوم د مقاومت غورځنګ را منځ ته کړ. د تاجک ځواک تر څنګ، مسعود په ټلواله کې د PDPA د پخواني جنرال عبدالرشید دوستم تر مشرۍ لاندې ازبکانو او هزاره ډلو هم ګډون درلود. شمالي ټلوالې له روسیې، ایران او هند څخه په بېلابېلو کچو ملاتړ ترلاسه کاوه. مسعود هم د طالبانو په څېر د مخدره توکو له قاچاق څخه پیسې راټولولې. تر ۲۰۰۱ کال کې پورې طالبانو د هېواد ۸۰ سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندې راوسته او شمالي ټلواله د هېواد په شمال ختیځ کونج کې ایساره شوه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
القاعده
سمولپه متحده ایالاتو کې د سپټمبر د ۱۱ کمیسیون وموندله چې د طالبانو تر واک لاندې، القاعده توانېدلې ده چې له افغانستان څخه د جنګیالیو د روزنځای په توګه کار واخلي، وسلې وارد کړي، له نورو جهادیانو سره همغږي وکړي، او ترهګریزې کړنې پلان کړي. په دې وخت کې القاعده په افغانستان کې نه یوازې خپل کمپونه ساتلي وو، بلکه د نورو سازمانونو د روزنیزو کمپونو ملاتړ یې هم کاوه. د سپټمبر له یوولسمې مخکې له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ پورې کسان له دې تاسیساتو څخه فارغ شوي وو، چې زیاتره یې د ټلوالې په وړاندې د طالبانو جګړې ته لېږل شوي وو. له دې ډلې لږ شمېر په القاعدې کې جذب شوي وو. [۲۱][۲۲]
وروسته له هغه چې د ۱۹۹۸ کال په اګسټ کې د متحده ایالاتو پر سفارت بمي بریدونه له بن لادن سره تړلي وګڼل شول، ولسمشر بل کلنټن په افغانستان کې د اورپکو په روزنځایونو د توغندیو بریدونو امر وکړ. امریکايي چارواکو پر طالبانو فشار راوړو چې بن لادن وسپاري. په ۱۹۹۹ کال کې نړیوالې ټولنې پر طالبانو بندیزونه ولګول او د بن لادن د تسلیمېدو غوښتنه یې وکړه. طالبانو په مکرر ډول دا غوښتنې رد کړې. د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) د ځانګړو عملیاتو څانګې اړوند نیمه پوځي ټیمونه په پټه بڼه په ۱۹۹۰ کلونو کې په افغانستان کې فعالې وې ترڅو د اسامه بن لادن ځای په نښه او ویې وژني او یا یې ژوندی ونیسي. دې ټیمونو زیات عملیات پلان کړل خو د ولسمشر کلنټن څخه یې د اجرا امر ترلاسه نه کړ. د دوی هڅو د هغو افغان مشرانو سره اړیکې را منځ ته کړې چې د ۲۰۰۱ کال په برید کې ارزښتناکه ثابتې شوې. [۲۳]
د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې بدلون
سمولمتحده ایالاتو د کلنټن ادارې په لومړیو کلونو کې، د افغانستان په اړه کوم روښانه سیاست نه درلود. خو په ۱۹۹۸ کال کې د متحده ایالاتو پر سفارت بمي بریدونه چې د القاعدې له خوا پلان شوي وو، ولسمشر کلنټن اړ کړ چې په افغانستان کې د اورپکو په روزنځایونو د توغندیو بریدونو امر وکړي او بن لادن په دې بریدونو کې د ښکیلتیا له امله تورن وګڼل شو. امریکا او ملګرو ملتونو په ګډه، په ۱۹۹۹ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۲۶۷ پرېکړه لیک کې پر طالبانو بندیزونه ولګول او له طالبانو وغوښتل شول چې بن لادن دې په امریکا کې د محاکمې لپاره تسلیم شي او په افغانستان کې دې ټولې ترهګریزې اډې وتړل شي. په هغه وخت کې د مسعود او امریکا تر منځ یوازینۍ همکاري د بن لادن په موندلو کې د سي آی اې یوه هڅه وه. امریکا د طالبانو په وړاندې د مسعود د جګړې لپاره نور کوم ملاتړ نه چمتو کاوه. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په لومړیو کې د امریکا په سیاست کې بدلون رامنځ ته شو. د بوش ادارې په یوه داسې پلان هوکړه وکړه چې د مسعود ملاتړ پیل کړي. د سپټمبر په لسمه د ملي امنیت د لوړ پوړو چارواکو په یوه غونډه کې پرېکړه کړه چې د بن لادن او نورو القاعده غړو د سپارلو لپاره طالبانو ته ضرب العجل وړاندې شي. که طالبان انکار وکړي، نو امریکا به د طالبانو د نسکورولو لپاره د هغوی ضد ډلو ته پټې پوځي مرستې ورکړي. [۲۹][۳۰]
د سپټمبر د ۱۱ بریدونه
سمولد ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ نېټې په سهار، ټول ۱۹ عرب وګړي – چې ۱۵ یې د سعودي عربستان وو - په متحده ایالاتو کې څلور همغږي بریدونه په لاره واچول. څلور سوداګریزې مسافر وړونکې الوتکې برمته شوې. برمته کوونکو په قصدي ډول دوه الوتکې د نیویارک ښار د نړیوال سوداګریز مرکز له دوو ودانیو سره وجنګولې، چې په کې ټول سپاره مسافرین او په ودانیو کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول. د ټکر په پایله کې د ورانیو له امله دواړه ودانۍ په دوو ساعتونو کې ونړېدې، نږدې ودانۍ یې ویجاړې کړې او نورو ته یې زیان ورسوو. برمته کوونکو دریمه الوتکه د ورجینیا په ارلینګټن کې، له واشنګتن ډي سي څخه لږ لرې له پنټاګون سره وجنګوله. څلورمه الوتکه د پنسلوانیا په کلیوالي سیمه، شینکسویل کې په کرنیزو ځمکو کې وروسته له هغه ولوېده چې د هغې ځینو مسافرو او د الوتکې ټیم هڅه وکړه چې د الوتکې کنترول ترلاسه کړي. برمته کوونکو هوډ درلود چې دا الوتکه د واشنگټن ډي سي په لور بوځي تر څو یې له سپینې ماڼۍ یا د امریکا د کانګریس له ماڼۍ سره وجنګوي. سپاره هېڅوک ژوندي پاتې نه شول. د اور وژونکو او پولیسو په ګډون د ځواب ویونکو تر منځ د مړو شمېره تر ۲۰۰۹ کال پورې ۸۳۶ کسان و. د ۱۹ برمته کوونکو په ګډوڼ ټول وژل شوي ۲۹۹۶ کسان وو. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
اسامه بن لادن د دې بریدونو اصلي طرحه کوونکی و، او د امریکا له خوا د هغه مسئول ګڼل کېدل، د یرغل پاروونکوی لامل شو. تاریخ لیکونکی کارټر مالکاسیان لیکي چې "په تاریخ کې ډېر لږ یو کس په یوازې توګه دومره لویې جګړې ته اور ورته کړی." بن لادن په برياليتوب وتوانېد چې د شوروي پر وړاندې د جګړې په څېر، امريکا يوې پراخې جګړې ته را کش کړي. طالبانو په عامه توګه د سپټمبر د ۱۱ بریدونه وغندل. دوی د جګړې په پیل کېدو کې د متحده ایالاتو لېوالتیا هم خورا کمه ارزوله. امریکا په خپل اند کې، چې ګواکي طالبان او القاعده تقریباً نه جلا کیدونکې ډلې دي، غلطه وه. په حقیقت کې، دوی ډېر جلا اهداف او مشران درلودل. [۳۵][۳۶][۳۷]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Malkasian 2021، م. 47.
- ↑ Wright et al. 2010، م. 17.
- ↑ Malkasian 2021، مم. 30–31.
- ↑ Malkasian 2021، م. 30.
- ↑ Malkasian 2021، م. 31.
- ↑ Barfield 2012، م. 235.
- ↑ Barfield 2012، م. 236.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Barfield 2012، م. 171.
- ↑ Barfield 2012، مم. 170–171.
- ↑ Crawford 2011، م. 1. "It is fair to say that Afghanistan, a country of about 28 million people, most of whom make their living in agriculture, has been almost continually at war since 1979."
- ↑ Barfield 2012، م. 258.
- ↑ Barfield 2012، م. 257.
- ↑ Malkasian 2021، مم. 32–33.
- ↑ Barfield 2012، م. 262.
- ↑ Coll 2004، م. 14.
- ↑ Wright et al. 2010، مم. 71–72.
- ↑ Coll 2004، م. 345.
- ↑ Jalali 2001، م. 91.
- ↑ Malkasian 2021، م. 49.
- ↑ Coll 2004، م. 344–345.
- ↑ 9–11 Commission 2004، م. 67.
- ↑ 9–11 Commission 2004، م. 66.
- ↑ Coll 2004.
- ↑ Coll 2004، م. 4.
- ↑ Risen 2008.
- ↑ Rashid 2008، م. 18.
- ↑ Coll 2004، مم. 409–411.
- ↑ Coll 2004، مم. 263–264.
- ↑ Coll 2004، مم. 583–4.
- ↑ Coll 2004، م. 580.
- ↑ Holmes, Stephen (2006). "Al Qaeda, 11 September 2001". In Diego Gambetta (ed.). Making sense of suicide missions. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-929797-9.
- ↑ Keppel, Gilles; Milelli, Jean-Pierre; Ghazaleh, Pascale (2008). Al Qaeda in its own words. Harvard University Press. ISBN 978-0-674-02804-3.
- ↑ "9 Years Later, Nearly 900 9/11 Responders Have Died, Survivors Fight for Compensation". FOX News. 11 September 2010. Archived from the original on 11 September 2010. نه اخيستل شوی 12 September 2010.
- ↑ "9 Years Later, Nearly 900 9/11 Responders Have Died, Survivors Fight for Compensation". FOX News. 11 September 2010. Archived from the original on 11 September 2010. نه اخيستل شوی 12 September 2010.
- ↑ "The US refuses to negotiate with the Taliban". BBC History. Archived from the original on 3 December 2018. نه اخيستل شوی 27 October 2018.
- ↑ Malkasian 2021، مم. 65–70.
- ↑ Malkasian 2021، مم. 62–64.