په افغانستان کې د الکولي مشروباتو تولید

د الکولي مشروباتو تولید او مصرف په تېره بیا شراب د افغانستان لرغونی دود دی چې له مخزېږد څلور پېړۍ مخکې ته ورګرځي. دم ګړۍ د افغانستان خلک حق نه لري چې الکولي مشروبات ولري یا یې وکاروي. په همدې حال کې د افغانستان حکومت څو بېلابېلو شرکتونو ته بهرنیو خبریالانو او سیلانیانو ته د الکولي مشروباتو د وېش جواز ورکړی. دغه راز، په تور بازار کې هم الکولي مشروبات شته. هغه بهرنیان چې په ۲۰۲۱ ز کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې افغانستان ته راتلل، د دوه لیټره الکولي مشروباتو راوړولو اجازه یې لرله. [۱][۲][۳][۴][۵]

د افغانستان شاهي کورنۍ سمول

د شاه امان الله او ظاهر شاه کورنۍ په دوران کې الکولي مشروبات، د ټولنې یوه برخه وه او د کابل نامتو څېرو د افراطي غونډو په جوړولو کې شهرت درلود.

بیاکتنه سمول

افغانستان دمګړۍ د انګورو نږدې ۶۰،۰۰۰ هکټاره (۱۵۰۰۰۰جرېبه) باغونه لري او د کیفیت لرونکو شرابو جوړولو لپاره مناسبه خاوره او اقلیم لري. سره له دې چې د شرابو تاریخچه ډېرو پخوانیو دورو ته رسېږي، خو په ظاهره د (موکاري) انګورو روزنه له مخ زېږد نږدې څلور پېړۍ مخکې د افغانستان په ځینو برخو کې  په ښه توګه روانه ده. ویل کېږي چې د مغولو لومړنی سترواک بابر، د کابل د شرابو په اړه معلومات ترلاسه کړل. بابر هغه لیک چې د نوموړي د اتو بیوګرافي شرحه ده، ویل کېږي چې په ځانګړي ډول د استالف سیمې په اړه (په احتمالي توګه د استافیلي له یوناني کلېمې چې د انګورو په معنی مشتق شوې ده) داسې شرح ورکړې، «د څپاند سیند دواړوغاړو ته چې تاکونه او باغونه دي چې رڼې او سړې اوبه لري». د مغولو سترواک د سیند له درې  او افغانستان نه کیفیت لرونکي شراب ترلاسه کول. منځنۍ پېړۍ د شرابو د تولید یوه بډایه دوره وه چې په اتلسمه زیږدیزه پېړۍ کې پای ته ورسېده. د ۱۹۶۰ ز لسیزه د بیا تولید شاهده وه چې طالبانو له خوا پای ته ورسېده په ۱۹۶۹ زیږدیز کې یوې فرانسوي څېړنې اټکل وکړ چې لویو تاکونو نږدې ۳۷،۵۰۰ هکټاره ځمکه تر پوښښ لاندې راوستې او دا یوازې د کرنې وړ ۲٪ اراضي ده. ډېری تاکونه هرات، کندهار او کابل ته نږدې وو؛ په شمالي پولو کې هم لږ د انګورو سیمې وې. سره له دې چې دغې فرانسوي څېړنې په لویو او مسلکي تاکونو باندې متمرکزه وې، خو وايي چې انګور په بېلابېلو باغونو، حتی په نورستان کې په ۲۴۰۰ متره ارتفاع کې هم روزل کېږي. هغه اټکل چې په ۱۹۶۸ ز کال کې د یوې سیمه ییزې مرستې لپاره پروګرام جوړ شو، د  ۶۰،۰۰۰ هکټاره (۱۵۰۰۰۰جرېبه) تاکونو ښکارندوی وو. که چېرې پرتله شي، اتریشي شراب په ۵۱،۰۰۰ هکټاره (۱۳۰،۰۰۰جریبه) ځمکه کې تولیديږي. اوس د انګورو تولید تر ډېره د کابل په شاو خوا کې تر سره کېږي او د مذهبي دلایلو له امله، تر ډېره د مېوې اوبه او ممیز ورنه تولیديږي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سیمه ییز خلک سمول

افغانستان یو له هغو ۱۶ هېوادونو نه دی چې د هر سن خلکو له خوا یې د الکولي مشروباتو څښل غیر قانوني دي. له دغه قانون نه د خلکو د سرغړونې په صورت کې، د اسلامي شریعت احکام ورباندې جاري کېږي. د شرابو څښلو په سزا کې جریمه، زنداني کېدل او ۶۰ شرعي درې وهل شامل دي. د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، په رسمي توګه په افغانستان کې د شرابو مصرف صفر دی. له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې د شرابو کارول نږدې صفر وو؛ د ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰ کلونو په بهیر کې د شرابو ثبت شوی مصرف نږدې صفر، خو یو تن لپاره نه ثبت شوی مصرف نږدې ۰،۷ لېټره اټکل شوی ؤ. د قانون عملي کول په متناقض ډول ترسره کېږي او په تور بازار کې شراب په پراخه کچه د لاس رسي وړ دي، په تېره کابل او د افغانستان په لوېدیځ د هرات په ښار کې، چېرې چې ویل کېږي کورني شراب په مناسبه بیه او اسانه د لاس رسي وړ دي. د هېواد په شمال کې د ازبکستان له لارې د شرابو قاچاق لویه سوداګري بلل کېږي. په شمالي ښار مزار شریف کې په پراخه کچه شراب مصرفېږي، چې له هغې جملې یې جګړه مار عبدالرشید دوستم ډېر کاروي.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د طالبانو له سقوط وروسته می خانو/ او ډول ډول بازارونو بهرنیانو او سیلانیانو ته د الکولي مشروباتو په پلورلو پيل کړی وو. کابل اوږدې او رنګینې شپې لرلې، حتی د ګاونډیو هېوادونو لکه: نوي ډیلي، کراچۍ یا تهران لویو ښارونو په پرتله. په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه ادارو، امنیتي کارکوونکو له ښو معاشونو سره د ځوانو ډیپلوماټانو لویې غونډې کېدې. په ۲۰۱۰ ز کال کې ځینې ځایونه وپلټل شول او یو شمېر اوکرایني نوکرانې (نجونې) چې فحاشي یې کوله ونیول شوې. په می خانو او تفریح ځایونو باندې د طالبانو له خوا څو ځلې بریدونه وشول. [۱۷][۱۸][۱۹]

سیلانیان سمول

مخکې له دې چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، هر بهرني سیلاني اجازه لرله چې دوه بوتل یا دوه لیټره شراب له ځان سره افغانستان ته راوړي.[۲۰][۲۱]

بهرني پوځي ځواکونه سمول

په افغانستان کې له امنیت سره د مرستې د نړیوالو ځواکونو (ISAF) قرار ګاه د ۲۰۰۹ کال له سپټمبر مخکې حد اقل اووه می خانې لرلې چې له مالیې پرته یې د وربشو اوبه بیر او شراب وړاندې کول، له هغې جملې د تورې بوړې په نوم یوه ورزشي می خانه. په ۲۰۰۹ ز کال کې په هوايي برید کې د ۱۲۵ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر خپور شو. جنرال ستنلي مک کریسټال چې هغه وخت په افغانستان کې د ISAF قومندان و، هڅه یې وکړه څو د ځواکونو له مسؤلینو سره په اړیکه کې شي. وروسته له هغې چې نوموړی پوه شو چې ځینې ځواکونه د نشې له امله د دې جوګه نه وو چې د پېښې په اړه مناسب ځواب ووايي، نوموړي د امریکا متحده ایالاتو اړوندو کار ځایونو کې د الکولي مشروباتو کارول منع کړل. دغه ممنوعیت په بهرنیو سرتیرو باندې د پلي کېدو وړ وه.[۲۲][۲۳]

دغه راز ویل کېږي چې الکولي مشروباتو د کندهار په وژنو کې ونډه لرلې ده، د ۲۰۱۲ ز کال پېښه، کوم چې د کندهارولایت پنجوايي ولسوالۍ کې د رابرت بېلز په نوم یوه امریکايي سرتیري شپاړس ملکي وګړي ووژل او شپږ نوریې ټپیان کړل. څه موده وروسته متحده ایالاتو په خپلو سرتیرو باندې الکولي مشروبات بند کړل. د دغه ممنوعیت سربېره، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت چارواکو په خپلو پوځي اډو کې ځینې الکولي مشروبات وموندل. [۲۴][۲۵]

د نورو هېوادونو سرتېرو د شراب څښلو اجازه لرله. د اروپايي هېوادونو پوځي اډو په معمولي ډول د شرابو دوه زېرمې لرلې. فرانسوي او الماني ځواکونو اجازه لرله هره ورځ دوه د وربشو کوچني بوتل وڅښي. د مارمل په څېر په کوچنیو کمپونو کې د هر سرتیري ونده د رسید په ترلاسه کولو سره برابرېده او دوی اړ وو چې ډېر ژر یې وڅښي، څو د ډېرېدو مخنیوی یې وشي. په ۲۰۱۳ ز کال کې د الکولو اړوند په څو پېښو کې، جنرال جروګ ولمر شخصاً له ځینو ځایونو لیدنه وکړه څو ډاډمن شي چې له قوانینو پيروي کېږي. [۲۶][۲۷]

د ایساف ماموریت له پای ته رسېدو سره، د بهرنیو ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغی. د ایساف په پرتله، د غوڅ ماموریت تر ملاتړ لاندې یوازې د لسو هېوادونو ځواکونو په افغانستان کې شتون درلود. بهرنيو سیلانیانو د مالېې له ورکړې پرته، افغانستان ته د راتلو پرمهال دوه لیټره شراب له ځان سره راوړلای شوای. په نشه حالت کې موټر چلول او له حده زیات د الکولي مشروباتو لرل، د څو میاشتې زنداني کېدو لامل کېدل. د الماني پوځ Bundeswehr  له خوا د الکولي مشروباتو راوړل په افغانستان کې د مېشتو نورو ملکي المانانو او را بلل شویو خبریالانو لپاره په ورته ډول و. [۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې سمول

  1. Sean Carberry (6 July 2013). "What A Fella Has To Do To Get A Drink Around The Muslim World". National Public Radio. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Minimum Legal Drinking Age (MLDA) in 190 Countries". ProCon.org. 25 August 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jilani, Seema (31 August 2010). "Getting drunk in Kabul bars? Pass the sick bag". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 30 May 2010 باندې). Last call in Kabul. GlobalPost.
  5. Jilani, Seema (31 August 2010). "Getting drunk in Kabul bars? Pass the sick bag". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Weinbau in Afghanistan – Die Weinkennerin (Blog entry, confirmed in Wilhelm Hamm, Das Weinbuch: Der Wein, sein Werden und Wesen, 1874)". Der Wein (په الألمانية ژبه کي). weinkennerin.de. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  7. Unwin, Tim (12 July 2005). Wine and the Vine: An Historical Geography of Viticulture and the Wine Trade. London New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0415144167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Anderson, Kym (1 January 2004). The World's Wine Markets: Globalization at Work. Northampton, MA: Edward Elgar Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845420765. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Weinbau in Afghanistan – Die Weinkennerin (Blog entry, confirmed in Wilhelm Hamm, Das Weinbuch: Der Wein, sein Werden und Wesen, 1874)". Der Wein (په الألمانية ژبه کي). weinkennerin.de. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  10. Galet, P. (1969). "Rapport sur la viticulture en Afghanistan" (PDF). Vitis (په الفرنسية ژبه کي). Ecole Nationale Supérieure Agronomique de Montpellier. 8: 114–128. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  11. کينډۍ:Cite reportکينډۍ:Full citation needed
  12. "Statistic Archive of the AWMB". Austrian Wine. Austrian Wine Marketing Board www.austrianwine.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Afghanistan: Taliban Tries to Consolidate Hold on Rebel Stronghold". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Clammer, Paul (1 January 2007). Afghanistan. Ediz. Inglese. Footscray, Vic. London: Lonely Planet. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781740596428. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Afghanistan alcohol consumption: Levels and patterns" (PDF). World Health Organization. 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 30 May 2010 باندې). Last call in Kabul. GlobalPost.
  17. (په 22 June 2012 باندې). Taliban attack Kabul resort, citing 'illicit fun' and alcohol. The Christian Science Monitor.
  18. (په 18 January 2014 باندې). Deadly Attack at Kabuil Restaurant Hints at Changing Climate for Foreigners.
  19. (په 30 April 2010 باندې). Alkoholversorgung in Afghanistan: Ausländer werden trockengelegt.
  20. Sean Carberry (6 July 2013). "What A Fella Has To Do To Get A Drink Around The Muslim World". National Public Radio. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Jilani, Seema (31 August 2010). "Getting drunk in Kabul bars? Pass the sick bag". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Deutsche Soldaten betrinken sich mit Sanitätsalkohol – Alkoholexzesse in Afghanistan". FOCUS Online (په الألمانية ژبه کي). 25 May 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  23. "Alcohol banned on Afghanistan base after troops party too hard". The Telegraph. 8 September 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "U.S. Soldiers Find Ways to Get Hands on Alcohol in Afghanistan Despite Ban". Partnership for Drug-Free Kids. 20 March 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 16 March 2012 باندې). Despite ban, alcohol reaches U.S. bases in Afghanistan. CTV News
  26. "Deutsche Soldaten betrinken sich mit Sanitätsalkohol – Alkoholexzesse in Afghanistan". FOCUS Online (په الألمانية ژبه کي). 25 May 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  27. (په 25 June 2013 باندې). Afghanistan-Mission: Bundeswehr kämpft gegen Alkoholmissbrauch im Camp.
  28. (په 15 November 2008 باندې). German Supply Lines Flow With Beer in Afghanistan.
  29. "Alerts & Warnings". Afghanistan. United States Department of State. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Countries where alcohol is illegal". Fox News. 4 April 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)