په اسلام کې يهود دوښمني

علماوو د اسلام د تاريخ په اوږدو کې د يهوديانو په وړاندې د مسلمانانو روييې، او تر څنګ يې په اسلامي فکر او ټولنو کې  د يهوديانو سره چلند مطالعه کړي او تر بحث لاندې نيولي دي. د اسلامي ادبي اخذليکونو يو شمېر برخې د پخوانيو يا اوسنيو شته ځينو یهودي ډلو يادونه کوي، چې له امله يې بحثونه منځ ته راغلي دي. په دې کې يو شمېر يې عموماً د غېر مسلمانو ديني ډلو په اړه د اسلامي تبصرو سره سمون لري. [۱]

په اومه زېږديزه پېړۍ کې په عربو کې د اسلام په راڅرګندېدو او د مسلمانانو د ابتدايي فتوحاتو پر مهال د اسلام په خپرېدو، د نورو ډېرو خلکو تر څنګ يهوديان هم د اسلامي سياستونو د واک رعيت وګرځېدل. د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې په بيلا بيلو پړاونو کې د دوی د ژوند معيار د پام وړ توپير درلود، په داسې حال کې چې د یهوديانو په وړاندې د د واکمنو، دولتي چارواکو، علماوو او عامو ولسونو رويې له زغم څخه نيولې تر ظلم پورې شتون درلود.[۲][۳][۴][۵][۶]

يو لړ نظریات

سمول
  • «کلوډ کاهن» او «شلومو دو ګواتين» د دې ادعا پر ضد دليل وايي چې په اسلامي هېوادونو کې د يهوديانو دوښمني يو اوږد تاریخ لري، هغوی ليکلي چې د غېر مسلمانو (کافرانو) په وړاندې شوی توپيري چلند يو عمومي طبعيت و، له همدې امله دا توپيري چلند يوازې د يهوديانو پر ضد نه و. د دې علماوو په وينا، د منځنيو پېړيو په اسلام کې د یهوديانو دوښمني د عامې او لرغونې پر ځای، سيمه ييزه او تيت پرک وه. [۷][۸][۹]
  • «برنارډ ليوس» ليکلي چې کله مسلمانانو د اسلامي تاریخ په ډېره برخه کې د يهوديانو په اړه منفي دريځونه درلودل، دې دريځونو له هغو دريځونو سره توپیر درلود، کوم چې د اروپايي يهود مخالفت سره مل وو، ځکه چې د مسيحيانو په خلاف، چا چې يهوديان د وېرې موخه بلل، مسلمانانو يهويدان يوازې د ملنډو موخه ګڼل. نوموړی دليل وايي چې مسلمانانو يهوديانو ته د کايناتي بدۍ نسبت نه کاوه. د «ليوس» په اند، دا يوازې د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې وه، کله چې په مسلمانانو کې په لومړي ځل داسې خوځښتونه راڅرګند شول، کوم چې په اروپايي بڼو کې د يهود دوښمنۍ په توګه تشریح کېدای شي.[۱۰][۱۱][۱۲]
  • «فريډريک ايم. شويټزر» او «مارون پيري» وايي چې په قرأن او حديثو کې د يهوديانو په اړه ډېرې منفي حوالې شته، او دا چې اسلامي حکومتونو له يهوديانو سره د سپکاوي چلند کړی دی. هغوی ادعا لري چې يهوديانو او مسيحيانو دواړو د ذميانو حيثيت درلود. «شويټزر» او «پري» وايي چې د تاريخ په ډېره برخه کې، مسیحيانو د مسلمانانو په نسبت له يهوديانو سره بد چلند کړی دی، او زیاتوي چې په مسيحي ځمکو کې استوګن يهوديان د مسلمانانو په حکومت کې د استوګنو يهوديانو په پرتله د ناوړه شخړو، ظلم او ټولوژنې موخه ګرځېدلي دي.  [۱۳]
  • د «والټر ليکور» په وينا، د قرأن مختلف تفسيرونه د يهوديانو په اړه د مسلمانو په سلوک د پوهېدو لپاره مهم دي. د قرأن کریم ډېر ايتاونه د يهوديانو په وړاندې د زغم تلقين کوي؛ نور يې د دوی په اړه د دوښمنۍ ويناوې کوي (کوم چې د اسلام نه منونکو په وړاندې شويو دوښمنانه ويناوو سره ورته دي). محمد له هغو يهودو سره تعامل درلود چې په عربو کې اوسېدل: نوموړي هغوی ته په دې هيله تبليغ وکړ چې وبه کولای شي دوی اسلام ته واړوي، نوموړی د يو شمېر يهوديانو پر ضد وجنګېد او ډېر يې په جګړو کې ووژل، خو په ورته وخت کې هغه له يو شمېر نورو يهوديانو سره ملګرتيا وکړه.[۱۴]
  • د «مارټن کريمر» په باور، دا نظر چې د مسلمانانو معاصره يهود دوښمني په مستند ډول اسلامي ده "تر يو بريده رېښيتينی دی، بيا هم، له يو شمېر نورو حقيقتونو څخه بې بررخې دي" (په عربي نړۍ کې يهود دوښمني وګورئ). «کريمر» باور لري چې معاصره يهود دوښمني يوازې تر يو بريده د اسرائيلو د دولت د تګلارو له امله ده، کوم څه چې مسلمانان بې عدالتي بولي او د دوی د ځپلو او زيان د احساس يو ستر لامل يې ګڼي. «کريمر» د مسلمانانو له خوا د يهود دوښمنۍ اساسي لاملونه نويو اروپايي ايډيالوژيو ته منسوبوي، کومو چې په اسلامي نړۍ اغېز کړی.[۱۵]
  • يوې لبنانۍ ليکوالې او سياسي شنونکې امل سعد غريب د خپل کتاب حزب الله: سياست او دين يو بشپړ څپرکی د حزب الله له خوا د يهوديانو ضد باورونو تحليل ته ځانګړی کړی دی. سعد غريب استدلال کړی که څه هم صهيونيزم د حزب الله پر يهوديت ضد باورونو اغېز کړی، "بیا هم په دې پورې منحصر نه دی"، ځکه چې له يهودو څخه د حزب الله کرکه له سياسي محرک څخه ورهاخوا تر ډېره بريده ديني محرکات لري. [۱۶]

د يهودو په اړه قرأن کريم په خپل تاریخي ترتيب کې

سمول

په مکي دور کې د يهوديانو هېڅ يادونه نه ده شوې

سمول

د مکي دور په ايتونو کې د يهوديانو بيخي يادونه نه ده شوې. د «برنارډ ليوس» په وينا، د يهوديانو يادونه په پرتليز ډول کمه ده.

د يهوديانو لپاره کارول شوي اصطلاحات

سمول

بني اسرائيل

سمول

قرأن د بني اسرائيلو (يعنی د اسرائيلو اولاد) ځانګړې يادونه کوي، کومه اصطلاح چې په قرأن کې 44 ځلې ذکر شوې ده، په داسې حال کې چې روښانه نه ده ايا دا اصطلاح يوازې يهوديانو ته اشاره کوي، يا د يوې ديني ډلې په توګه يهوديانو او مسيحيانو دواړو ته. په قرأن کې (وګورئ قرأن 2:140)  يهوديان يوه توکميزه ډله نه ده، بلکې يوه ديني ډله ده، په داسې حال کې چې بني اسرائيل يوه توکميزه ډله وه.[۱۷][۱۸]

يهود او يهودي

سمول

د عربۍ ژبې يهود اصطلاح، چې يهودو ته اشاره کوي، او يهودي ټکی يوولس ځلې ذکر شوی دی، او لفظي بڼه يې هدا (چې مطلب يې يهود/يهودي) دی لس ځلې ذکر شوې ده. د خالد دوران په وينا، منفي عبارتونه يې د يهود ټکی کاروي، په داسې حال کې چې مثبت عبارتونه يې په اساسي ډول د بني اسرائيل خبره کوي.[۱۹]

يهودو ته منفي اشارې

سمول

يهوديانو ته په قرأن کې شوې اشارې په جلا جلا طريقو تفسير شوي دي. د «فريډرک ايم. شويټزر» او «مارون پيري» په وينا، دا اشارې عموماً منفي دي. د طاهر عباس په وينا، يهوديانو ته عمومي اشارې ښې دي، يوازې هغه يې سختې نيوکې لري، چې د يهوديانو خاصې ډلې مخاطبوي.[۲۰][۲۱]

د يهودي دودونو منل

سمول

د «برنارډ ليوس» او يو شمېر علماوو په وينا، د قرأن کریم ابتدايي اياتونه تر ډېره بريده د يهوديانو خواخوږي وو. محمد د موحدينو په توګه د دوی ستاينه کړې او دوی ته يې د نوې عقيدې د طبيعي پيروانو په سترګه کتلي دي، او يهودي کړنو د ابتدايي اسلامي چلند په جوړولو کې مرسته کړې ده، لکه د ماسپښين لمونځ، د جمعې لمونځ، د رمضان روژه نيول (چې د يوم کيپور په تعقيب جوړه شوې)، او تر ټولو مشهور يې دا چې تر 623ز کال پورې مسلمانانو د مسجد اقصی په لور لمونځ کړی دی، نه د مکې پر لور.[۲۲]

د مدينې قانون

سمول

په 622ز کال کې له مکې څخه له هجرت (الهجرة) وروسته، محمد د خپلو پيروانو سره په يثرب کې اباد شو، او هغې ته يې د مدينة النبي (د بيغمبر ښار) نوم ورکړ، چېرته چې نوموړی د يو ټولنيز تړون په تر سره کولو کې بريالی شو، چې دې ته په پراخه کچه د مدينې قانون ويل کېږي. دا تړون، چې د صحيفې په نوم پېژندل کېږي، د مسلمانانو، يهوديانو او مسيحيانو تر منځ د سوله ييز يوځای ژوند ملاتړ کوي، او ټول د ټاکل شويو شرايطو تر مخې، د دې ښار د امت يا ټولنې د جوړونکو په توګه تعريفوي، او وروسته هغوی ته د ديني فکر او عمل په اړه ازادي ورکوي. يثرب/مدينه يو شان نه وو. له مکې څخه د 200 کډوالو (مهاجرينو) تر څنګ چې د محمد پلويان وو، د دې ښار نفوس د مدينې د مؤمنانو (انصار، مرسته کونکي)، عرب کافرانو، درې يهودي قبيلو او يو شمېر مسيحيانو څخه جوړ و.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د علي خان په وينا په تاریخ کې په لومړي ځل بنسټيز قانون په رسمي ډول د يو تړون د تر سره کولو هڅه وکړه، په کوم کې چې د مذهبونو تر منځ د استوګنې تضمين شوی و، که څه هم داسې مواد پکې و چې د ښار په دفاع کې يې پر ستراتيژيکې همکارۍ ټينګار کاوه، د بېلګې په ډول:[۲۷]

زمو پيروي کونکي يهوديان تر هغه وخته زموږ د مرستې او ملاتړ څخه برخمن دي، تر څو چې هغوی له موږ سره ظلم نه وي کړی او يا يې زموږ پر ضد (کومو دوښمنانو سره) مرسته نه وي کړې -16 فقره

يهوديان خپله او مسلمانان خپله نفقه په غاړه لري. په دې سند کې په شاملو خلکو د کوم بريد په صورت کې به دوی يو له بل سره مرسته کوي. د دوی په منځ کې به صادقانه ملګرتيا، د ښو مشورو تبادله او عادلانه چلند موجود او هېڅ ډول خيانت به نه وي. -37 فقره

سرچينې

سمول
  1. "What is Islam's view about Jews?". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Silverman, Eric (2013). A Cultural History of Jewish Dress. London and New York: Bloomsbury Academic. مخونه 47–48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84520-513-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Stillman, Norman A. (1998) [1979]. "Under the New Order". The Jews of Arab Lands: A History and Source Book. Philadelphia: Jewish Publication Society. مخونه 22–28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8276-0198-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Runciman, Steven (1987) [1951]. "The Reign of Antichrist". A History of the Crusades, Volume 1: The First Crusade and the Foundation of the Kingdom of Jerusalem. Cambridge: Cambridge University Press. مخونه 20–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-34770-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Reynolds, Gabriel Said (April 2012). "On the Qur'ān and the Theme of Jews as "Killers of the Prophets"" (PDF). Al-Bayan: Journal of Qur'an and Hadith Studies. Leiden: Brill Publishers. 10 (2): 9–32. doi:10.11136/jqh.1210.02.02. ISSN 2232-1969. S2CID 162290561. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۶ فبروري ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Claude Cahen. "Dhimma" in Encyclopedia of Islam.
  8. Shelomo Dov Goitein, A Mediterranean Society: An Abridgment in One Volume, p. 293.
  9. The Oxford Dictionary of the Jewish Religion, "Antisemitism"
  10. Lewis, Bernard. "The New Anti-Semitism", The American Scholar, Volume 75 No. 1, Winter 2006, p. 25–36; based on a lecture delivered at Brandeis University on 24 March 2004.
  11. Lewis (1999) p. 192.
  12. Lewis (1984) p. 184
  13. Schweitzer, p. 266.
  14. Laqueur, pp. 191–192
  15. "The Salience of Islamic Antisemitism". www.martinkramer.org. 11 October 2010. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Saad-Ghorayeb, Amal. Hizbu'llah: Politics and Religion. London: Pluto Press, 2002. pp. 168–86.
  17. Stillman, Norman (2005). Antisemitism: A historical encyclopedia of prejudice and persecution. Vol. 1. pp. 356–61
  18. Lewis (1999) p. 127
  19. Khalid Durán, with Abdelwahab Hechichep, Children of Abraham: an introduction to Islam for Jews, American Jewish Committee/Harriet and Robert Heilbrunn Institute for International Interreligious Understanding, KTAV Publishing House, Inc., 2001 p. 112
  20. Abbas, pp. 178–179
  21. Schweitzer, p. 266.
  22. Rodinson, p. 159
  23. Ali Khan, 'Commentary on the Constitution of Medina', in Hisham M. Ramadan (ed.) Understanding Islamic law: from classical to contemporary, Rowman Altamira, 2006 pp. 205–210
  24. Michael Lecker, "The ‘Constitution of Medina’: Muhammad's First Legal Document", Studies in late antiquity and early Islam SLAEI vol.23, Darwin Press, 2004, passim
  25. Pratt, p. 121, citing John Esposito, What Everyone Needs to Know About Islam, Oxford University Press, New York p. 73
  26. Pratt, p. 122
  27. Rodinson, pp. 152–3