په اسلام کي د شورا ارزښت
په اسلام کي د شورا څیړنه
سمولد اسلام په سیاسي نظام کي شورا دوهم اصل دی یعني د اسلامي ریاست مشر به هم مسلمانانو د باوري وکیلانو څخه د تشکیل شوي شورا لخوا ټاکل کیږي او د ټاکلو وروسته به ټولي مهمي او ارزښتناکه پریکړي به هم د دی مجلس د تائید وروسته صورت نیسي نن ورځ مسلمان سیاست پوهان شورا ئیت ته اسلامي جمهوریت وایي د عربي ادب په کتابونو کي او د حدیثونو او فقهي کتابونو کي د جمهور کلمه د غلبي او اکثریت په معني استعمالیږي خو د اوسنې وخت د جمهوریت رواج شوي کلمه د عرب ژبي د ډکشنري څخه نده اخستل شوي بلکي دا د ډیموکراسۍ د یوناني کلمي څخه اخستل شوي چي د هغي اصول سر تر پایه د اسلام په خلاف دی د اسلامي جمهوریت اصطلاح خو حرامه نده خو د علطي څخه د بچ کیدو لپاره صحیح د اسلامي شورا کلمه ده او دا اصطلاح د قرآن ،سنتو او د خلفاء راشدینو د تګلاري سره مطابق ده چي ددی نه په خلکو کي د مطلق العنان حاکمیت او بي قیده ازادی د مشرکانه فکر پیدا کیدو خطره هم نشته لکه د غلطیو او بدیو دروازه بندول د شریعت یوه مستقیله قاعده ده نو ددی قاعدی له مخي د جمهوریت کلیمه د پریښودلو وړ ده ځکه چي شورا ئیت یوه بهترینه او مناسبه اصطلاح ده[۱]
شورا لغوي او اصطلاحي مانا
سمولد اسلامي سیاست پوهانو له نظره شورا په لاندیاوو ماناګانو راغلي ده
- د مچیو له کور څخه د ګبین د استلو په معنا
- د ګبین په معنا یعني الشور د شاتو نوم دی
- د خوي او سیرت د معلومولو په معنا
- د غوره کړاي شوي په معنا
- د پلټنې په معنا
- په یو کاریا خبره کي د چا د نظر معلومولو په معنا
- د بل چا په مخ کي د قتل لپاره ځان وړاندی کولو په معنا
د فقها ؤ او مفسرینو او حدیث پوهانو له نظره اصطلاحي شرعي تعریف داسي دی .
په یو شي یاکار کي د خلکو غونډول او له هغویي څخه د اړونده کار په باره کي مشوره غوښتل او د هغوي نظر ښکاره کولو غوښتنه چي د مربوطه کار په باره کي دده سره وي یا هغه کار چي په هغي کي خپلمنځې مشورا سره کولي شي یا د امت غوره خلکوته د یو شي یا کار وړاندی کول تر څو د هغه کار نصب الغین او پایله ورڅخه معلو مه او جوته کړي.[۲]
د شورا مشروعیت
سمولمونږ به پدې پراګراف کې په شورا باندی د قران کریم او نبوي احادیثو له نطره بحث وکړو
په قرآنکریم کي د شورا مشروعیت
سمولپه قرآنکریم کې الله (ج ) د شورا څخه یادونه کړې ده ( وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ )[۳]
ژباړه : او ته مشوره وکړه له دوی سره په امورو در پیښ شوو کي
د الله (ج ) ددغي حکم سره سم رسول الله(ص) په اکثره چارو کي له اصحابو کرامو(رض) سره د هغوي د زړه ساتني او سیاسي روزنې په خاطر مشوره کوله او که نه د وحي په نزول سره یي د هغویي مشورا ته هیڅ اړتیا نه لرله دد ي لپاره چي په راتلونکي اسلامي امت کي د سیاسي نظام لپاره شرعي بنسټیز رکن وګرځیږي همدارنګه الله (ج) د مؤمنانو په باره کي فرمایلي دی( وَأَمرُهُم شورىٰ بَينَهُم)[۴]
ژباړه : او هر کار کي دوي په خپل منځۍ مشورا کولو سره وي
دوهم جز: په نبوي احادیثو کي د شورا مشروعیت
د شورا په هکله ګڼ شمیر احادیث راغلي دی چي یو څو حدیثونه د نموني په شکل ذکر کوو.
حضرت علی( رض) پوښتنه وکړه یا رسول الله (ص) که چیري زمونږ ترمنځ کومه داسي موضوع راپیدا شي چه دهغي په هکله نه امر او نه نهي وي دداسي پیښو په هکه تاسو څه فرمایي رسول الله (ص) ورته وفرمایل چي پدی هکله د عابدینو او دیانت لرونکو شریعت پوهانو سره مشوره وکړه خو ځانګړي رایه اختیار نکړي
د حضرت عبدالله ابن عباس (رض) د سوال په ځواب کي رسول الله (ص) داسي وفرمایل دا معامله د لمونځ کونکو مسلمانانو د شورا په حواله کړه او ځانګړي پریکړه مه کاوه.
ابوهریره (رض) څخه روایت دی چي رسول الله (ص) فرمایلي دی کله چي ستاسي حکمرانان ستاسي د خو خلکو څخه وي دولتمند خلک سخیان وي او ستاسي چاري د مشورا په اساس پر مخ ځي نو د ځمکي مخ تاسي ته د ځمکي د ګیډي څخه بهتر دی خو که ستاسي حکمرانان ستاسي د بدترینو خلکو څخه وي او ستاسي دولتمند خلک بخیلان وي او ستاسي چاري د ښځو په غاړه وي نو بیا د ځمکي ګیډه د هغي تر مخ تاسي ته بهتره ده که دی حدیث ته وګورو نو داسي معلومیږي چي د ارام ژوند لپاره دري شیان ډیر ارزښتناکه دی صالح قیادت ،غریبانو کفالت ، شورآئیت .
په بل ځاي کي هم یو حدیث د ابوهریره( رض) څخه روایت دی چي رسول الله (ص )فرمایلي دی د چا څخه چي مشوره اخستل کیږي هغه معتمد او باوري دی.
د ابوهریره( رض) څخه روایت دی چه رسول الله( ص) فرمایلي دی د چا څخه چي د هغه مسلمان ورور مشوره وغواړي هغه ورته د حق په خلاف مشوره ورکړي نو هغه د خپل ورور سره خیانت وکړو او که مفتي د تحقیق پرته فتوا ورکړي نو ګناه یي د مفتي په غاړه ده په بل یو ځاي کي عائشه (رض) فرمایي چي ما داسي څوک ندی لیدلي چي د رسول الله (ص) څخه زیات د خلکو سره مشوره کونکي اوسي .
دریم پراګراف : شورا د رسول الله (ص) په ژوند کي په عملي ډول
رسول الله (ص) په خپل مبارک ژوند کي مشوره کړي ده چي یو څو مثالونه یي په لاندی ډول ذکر کوو.
- د اذان شوری، ۱ هـ ج
د انس بن مالک او ابن عمر( رض )څخه روایت دی چي د مدني دور په اولو وختونو کي خلکو د لمانځه وختونه د خپل فکر په اساس ټاکل یوه ورځ دد ي لپاره مشوره وشوه ځینو د یهودو د بوق وړاندیز وکړو او ځینو د نصاري ناقوص پشنهاد وکړ خو خضرت عمر (رض) دا پشنهاد و کړو چي یو کس دی وټاکل شي چي د لمانځه په وخت کي خلک په لوړ غږ سره راوبولي همغه وو چي په همدی پشنهاد پریکړه وشوه او رسول الله(ص) ددی کار لپاره حضرت بلال (رض) وټاکه .
- د بدر کبري شورا ۲ هـ ج
د حضرت انس بن مالک (رض) څخه روایت دی چي رسول الله(ص) د بدر د غزا په وخت کي د خپلو صحابه و سره مشوره وکړه حضرت ابو بکر(رض) او عمر(رض) خپله رایه ښکاره کړه مګر رسول الله(ص) د انصارو د رایي د معلو مولو په خاطر چپ ناست وه نو پدی وخت کي سعد بن عباده (رض) د انصارو څخه جګ شو او ویي ویل که چرته ته حکم وکړ ي نو مونږ په دریاب کي ټوپ وهلو ته او یا د برک العمادیعني یمن پوري د اسونو ځعلولو ته تیار یو ددی وروسته د تللو حکم وشو او فوځ د بدر په مقام کي خپلي مورچي سنبال کړی
- په بدرکي د جنګ په هکله شوری، ۲ هـ ج
په دوهم د هجرت رسولالله(ص) ته خبر ورسید چه ابوسفیان په مشرتابه له شام څخه مکي ته د قریشو تجارتي کاروان د مدیني په جنوب کي روان دی د رسولالله(ص) په حکم دعه کاروان د نیولو لپاره دري سوه دیارلس اصحابان له ځان سره بوتلل بدر ته په رسیدو خبر شول چه ابوسفیان لار بدله کړه او د سور سمندر په عاړه تللي دی .
پدی وخت کي بدر ته د ابوسفیان د نجات لپاره د ابوجهل په مشرتابه د زرو جنګیالیو کسانو سره راغي رسولالله(ص) د خپلو ملګرو سره مشوره وکړه چه کاروان خو تللي دی او د مشرکانو لښکر د جنګ لپاره راعلي دی ایا جنګ ورسره کوي او که بیرته مدینې ته ځي پدی کي ډیرو صحابه کرامو رایه ورکړه چه جنګ ورسره کوو.
- د بدر د بندیانو په هکله شورا ، ۲ هـ ج
کله چه د بدر په غزا کي مسلمانانو ته الله (ج) فتخه ورکړه او دمکي مشرکانو اویا کسه سرداران قتل او اویا کسه یي د اسلامي لښکر په لاس ژوندی ونیول شو رسولالله(ص) د خپلو ملګروسره پدی باره کي مشوره وکړه چه قتل یي کړي او که فدیه تري واخلي او ازاد یي کړي حضرت ابوبکر( رض) د فدیه اخستلو نظر ورکړو او حضرت عمر(رض) داسي نظر ورکړو چه داټول دی قتل شي ځکه چه دویي د کفر مخکښان او د اسلام دشمنان دی نورو صحابه کرامو ځینو د ابوبکر (رض) او ځینو د عمر( رض) رایه تائید کړه .
خو رسولالله(ص) د ابوبکر( رض) د نظر سره سم فدیه واخسته او د مکي مشرکین یي ازاد کړل مګر بیا وروسته الله (ج) د عمر( رض) د نظر په تائید وحي نازله کړه [5].
- د احد په ورځ شوری، ۳ هـ ج
د هجرت په دریم کال د مکي مشرکانو په بدر کي د خپلي ماتي د غچ اخستلو په تکل لښکر تیار کړو او پر مدینه د یرعل کولو په اراده روان شول رسولالله(ص) مسلمانان د دفاع لپاره چمتو کړل او بیایي له هعویي څخه مشوره و عوښته چه په مدینه کي دفاعې مورچل کړي او د یرعلګرو مقابله وکړي او که مدیني څخه بهر لاړ شي ځوانانو رایه ورکړه چه د مدیني څخه بهر لاړ شي رسولالله(ص) دا مشوره قبوله کړه سره ددی چه خپله د رسولالله(ص) نظر داوو چه په مدینه کي ورسره مقابله وکړی.
- د احزاب شورا ، ۵ هـ ج
د نبوي هجرت په بنځم کال د مکي مشرکانو د حجاز تول عربي قبایل را ټول کړل چه یهود هم ورسره ملګري وو او ۱۰۰۰۰ لښکر یي تیار کړو تر څو چه په مدینه یرعل وکړي خو رسولالله(ص) د عازیانو ۳۰۰۰ لښکر تیار کړو او د مدینې څخه بهر د سلع د عره په لمن کي چه د مدینې په جنوب کي پروت دی لښکرځاي وټاکه ځکه چه همدعه څنګ ته ډاګ وو او نور دري واړه خواوو ته باعونه وو رسولالله(ص) د د فاعي پلان په هکله عازیانو سره مشوره وکړه پدی کي سلمان فارسي (رض) داسي مشوره ورکړه که ګرد چاپیره خندقونه و کندل شي دښمن پر مونږ حمله نشي کولي ټولو صحابه کرامو د سلمان فارسی( رض) دا نظر خوښ کړو او رسولالله(ص) د خندقو د ویستلو حکم وکړو او خپله هم د خندقونو په ویستلو کي برخه واخسته د همدی کبله دی عزا ته د خندق عزا هم وایي .
- حدیبه شورا ، ۶ هـ ج
په شپږم دهجرت رسولا لله(ص) دڅوارلس سوه صحابه کرامو سره دمدنې څخه دمکي په لور دعمري د ادا کولو په نیت روان شو او دمکي دقریشو د غبرګون معلومولو لپاره یي یو مخبر مکي ته لیږلي وو کله چي رسولا لله(ص) دنورو عمره کونکو سره دعدیر الا شطا ط نومي سیمي ته ورسیده خبر ورته را ورسید چي د مکي مشرکین خبرشويدی او دمقابلي لپا ره یي دخپلو پلوي قبا یلو دجنګیا لیو په غونډولو پیل کړي دی په همدی ځاي کي رسولا لله(ص) شو ري دا یره کړه اوخپلو ملګروته یي وفرمایل څرنګه با ید وکړو ایا له همدی ځا یه جنګ پیل کړو اود قر یشو په پلوي قبایلو با ندی یرغلونه و کړو چي دهغوي په کورنوکي صرف ښځي اوما شوما ن پا تي دی دهغوي ښځي مینځي او ما لونه غنیمت کړو او په دی تو ګه یو درس ورکړل شي اوکه دعمري خپل مصا لحت امیزه سفر ته ادامه ورکړو ؟
پدی شورا کي هرچا خپل نظر ورکړوکله چي نوبت ابوبکر( رض) ته را ورسید هغه وویل چي مو نږ ته په کا رده چي دعمري خپل مصالحت امیزه سفر ته ادامه ورکړو په همدی سره ټوله شورا متفقه شوه اوکله چي دمکي څخه دولس میله لري وټن ته ورسیده دقریشو له خوڅخه و ړاندی تللو څخه تم کړاي شو چي په نتیجه کي دحدیبي صلحه را منځته شوه.
- دحنین شورا ، ۸ هـ ج
دنبوي هجرت په اتم کا ل په رمضا ن کي دمکي له سوبي روسته رسو لا لله(ص) خبر کړاي شو چي د طا یف دثقیف او هو ازن قبا یلو لښکرتیار کړي او عواړي چي پر مکه نا ببره یرغل وکړي رسولا لله(ص) له خپل ۱۲۰۰۰ اسلامې لښکر سره دحنین بید یا په طرف د۸ هجري کال دشوال په میا شت کي روان شو حنین دمکي څخه لمر خاته خواته پروت دی په دغه بیدیا کي دثقیف ،هوازن ،مغر ، او هلا ل دقبا یلو ۴۰۰۰۰نفرغو نډ شوي وو چي داسلا مي لښکر په وړاندی ماتي وخوړه او۶۰۰۰ کسان یي داسلا مي لښکرپه لا س کي بند یان پا تي شول ۲۴۰۰۰ اوښان ۴۰۰۰۰ میږي او اوزي دمسلمانا نو په لا س ور غلل رسو لا لله (ص)دبندیا نو ازادولو او دغنیمت دویشولو په هکله شورا دایره کړه اودشورا دفيصلي سره سم يي ټول نيول شوي اموال تقسيم کړل مګر هوازن يوه جرګه رسولالله(ص) ته راغله چي مالونه اوبنديان یي بيرته ورکړي رسول الله(ص) مجاهدين راغونډ کړل اوورته يي وفرمايل ستاسي ورونه توبه کوونکي راغلي دی اوزه غواړم چي بيرته يي ورکړم نوکه ستاسي خوښه وي بيرته يي ورکوي وريي کړي .
- يمن ته دمعاذ بن جبل رض دټاکلوشوری، ۱۰ هـ ج
کله چي په لسم هجري کال رسول الله(ص) معاذ بن جبل (رض) يمن ته داسلامې حکومت دلمړي والي په توګه مقرراوه اوهغه یي يمن ته ليږلودصحابه کراموپه حضور کي شورا دايره کړه چي مهاجر اوانصار (رض) په کي وو چي هريوپه ازادانه توګه په اړونده موضوع کي خپله خپله رايه څرګنده کړه چي دطولاني بحث څخه وروسته درايوپه اتفاق معاذبن جبل (رض) یمن ته دوالي په توګه رسول الله(ص) په حکم سره وليږل شو.
تردی ځايه درسول الله(ص) فعلي سنت دشورا دمشروعیت په باره کي ذکرکړاي شوچي دالله تعالی(ج) دامرسره سم يي په مهموموضوعاتوکي له خپلويارانوسره مشورا کړي دی ترڅوداسلامي امت لپاره دخلیفه اوخلافت دقايمولولپاره د دوهم بنسټ په توګه وګرځيږی[6]
د خلفاء راشدینو په وخت کې شورا
سمولد رسولالله(ص) د وفات څخه وروسته به خلفاء راشدینو د خلکو سره مشوره کوله چه په امامت او دیانت کي به د اغتماد وړ وو او د دین په هکه به ورته پوهه حاصله وه دا مشوره به په مباحاتو او هغه اموراتوکي کیدله چي شرعي حکم به پري نازل شوي نه ؤ خو کله به چي د قران او سنتو حکم پیدا شو له هغي څخه به مخکي نه تلل دا د هغوي ځانګړي لاره وه چي په ټولنیزو معاملو کي به یي د خپلي ځانګړي رایي په نسبت د شورا رایي او پریکړي ته ترجیح ورکوله ددی عباراتو څخه معلومیږي چي د خلفاء راشدینو په دوره کي د علم خاوندان او د قوم معتمد خلک په شورا کي موجود ؤ. که چیرته به ابوبکر (رض) ته د کومي معاملي د فیصلي لپاره نبوي سنت په لاس ور نه رعلل نو د خلکو مشران او د هغوي څخه نیک خلک به یي راغونډول او بیابه یي د هغوي سره مشوره کوله کله به چي شورا متفقه شوه د هغي په مطابق به یي فیصله کوله .
د عمر( رض) د مجلس زاړه او ځوانان ټول د قراني علومو پوهان ؤ.
حضرت عثمان (رض) د خلافت د انتخاب څخه وروسته د خپلي لومړنۍ وینا په ترڅ کي ویلي وو د قران او سنتو څخه وروسته به زه د هغي فیصلي پابند اوسم چي په کومه کي یي ستاسي رایه یوشان وي همدارنګه ټولو صحابه کرامو به د ټولو خلکو سره په هغه امورو کي مشوره کوله چي په هغه کي به صریحه نص موجود نه ؤ[7]
په اسلام کې د شورا ډولونه
سمولپه اسلام کي شورا په دري ډوله ده او هره یوه یي ځانګړي دنده او مواصفات لري چي په تفصیل سره به ورباندی بحث وکړو .
# انتسابې شورا
سمولانتسابي شورا هغي ته ویل کیږي چي د خلیفه او اسلامې نظام له پلوه د هغي غړي غوره کړي شی، او څومره کسان چه خلیفه لازم وګڼي په خپل صلاحیت سره ټاکي دانتسابي شورا بل نوم د عقد او حل شورا ده ددغي شورا صلا حیتونه اودندی هم دخلیفه له خوا څخه ټا کل کیږي دانتسا بي شورا بقا او انحلال هم دخلیفه دلزوم دید پوري اړه لري غا لباً دعه شورا د اشد ضرورت په وخت کي منعقید کیداي شي چي ددی شورا بنسټ ددوهم خلیفه عمر( رض) په وخت کي کیښودل شو چي لمړي انتسابي شورا یي په ۱۷هجري کي په نبوي جومات دایره کړه پنځه کسان سپین ږیري د اوس د قبیلی، پنځه کسان د خزرج د قبیلی، او لس د مهاجرینو صاحب نظر کسان پکي انتساب کړي شوي وو.
#عمومي شورا
سمولدغه دوهم ډول شورا هغه شورا ته وایي چې د یو اني ضرورت په وجه به د ټولو مسلمانانو سره کولاي شي دغي شورا اساس رسول الله(ص) کیښود د سیرت او احادیثو په کتابونو کي مهمي نبوي شورا ګاني ډیري دی خو دیو څو نومونه د نموني په شکل ذکر کوو. اذان شوری، احزاب شوری، د بدر بندیانو په هکله شورا او داسي نوری.
#انتخابي شورا
سمولداهغه ډول شورا ده چې ګډون کونکي یي د ملت له پلوه ټاکل کیږي څو د هغوي او حکومت ترمنځ داستازو په صفت او د ارتباط ذریعه وي د حکومت پیغامونه دوي ته رسوي او د دویي ستونزي د حکومت په واسطه حل وفصل کوي انتخابي شورا غړو ته په قران کي نقبا ویل شوي چې یو ته یي نقیب ویل کیږي او په احادیثو کي ورته عرفا ویل کیږي ددی مفرد یي عریف ویل کیږي د نقیب او عریف مانا د نماینده یا وکیل ده د اسلام د سیاسي نظام انتخابي شورا غړي د حکومت له خوا منحل کیداي نشي بلکه ملت حق لري چې وکیلان عزل کړي په هغه صورت کي چې په دیني او ملي دندو کي خپل رسالت ترسره نکړي او دحکومت سره مشروع چارو کي مرسته ونکړي او یا حکومت د منکر او ناروا چارو څخه منع نکړي چې دا شورا په اسلام کي لرعوني تاریخ لري ځکه چې انتخابي شورا بنسټ ایښودونکي رسول الله(ص) دی د نبوت په یارلسم کال یي د مکي مکرمي په مني کي جمره عقبه کي اساس کیښود او هغه په دی شکل وو د مدیني د عربو دوو قبیلو اوس او خزرج دري اویا تنه نارینه او دوه ښځي حج ته تللي وي او هلته یي درسول الله(ص) سره بیعت وکړو او بیعت څخه وروسته یي ورته وفرمایل: ما ته ستاسي له جملي څخه دولس تنه نماینداګان وټاکي څو هغوي د هغي حالاتو څخه ما ته خبر راکړي او هغو زما د هدایتو رسولو ذمه وار وي هغوي دولس تنه نماینداګان وټاکل چې نهه نماینداګان د مدیني د خزرج اودري تنه اوس د قبیلي څخه وو او رسول الله(ص) د هغوي د جملي اسعدبن زراره خزرجي د رئیس په توګه وټاکو[8]
شورا داهلیت شرطونه
سمولد اسلام په سیاسي نظام کي د شورا لپاره ټاکنه داسي عمل ندی چي په هغي کي د جاهلي جمهوریت په شان د مساوات قانون جاري شي او د ملت هر فرد مستحق وګڼل شي او هرڅوک د ملت نماینده ګي خپل حق وګڼي بلکي په اسلام کي د ملت نماینده ګي عظیمه دیني او ملي فریضه ده دا یوه داسي فریضه ده چي هرچاته یي سپارل روا کار ندی دا فریضه باید هغه چاته وسپارل شي چي شورا د اهلیت شرایط ولري چي مونږ شورا د اهلیت د شرایطو څخه په لاندی ډول یادونه کوو.
- اسلام
د اسلامي شورا د وزیرانو د ټاکلو پرته د اسلامي قوانینو د څیړلو مسؤلیت هم لري د اسلامي نظام د نفاذ لپاره عملي تدابیر نیول هم د شورا دنده ده نو هغه څوک چي په بشپړه توګه په اسلام باندی عقیده ونه لري دغه ارزښتناکه مسؤلیت څرنګه ورپه غاړه کیداي شي نو دا ضروري ده چي د مسلمان امت نماینده به مسلمان او په قران او احادیثو به پوهه ولري [9]
- علم
دوهم شرط دادی چي پردیني علومو کي به عالم وي ځکه چي خلیفه ته مختلف دینی، اقتصادی ، اجتماعي او داسي نور مسایل پیښیږي که چیرته خلیفه ته شرعي حکم معلوم نه وي شورا ته مراجعه کولاي شي خو که چیري یو شخص عالم نه وي هغه به څرنګه وپوهیږي چي کوم عمل د شریعت خلاف او کوم عمل دشریعت خلاف ندی د اسلامي امت دنماینده لپاره دا ضروري ده چي هغه به په اسلامي شریعت پوره اګاهي ولري ځکه چي د علم د فضیلت په باره کي په قران او احادیثو کي ډیر وضاحت شتون لري .
- بلوع
د سلطنتي نظام په څیر په اسلام کي کوچني او نا بالغ شخص لپاره د شورا د غړیتوب حق نشته ځکه چي نا بالغ د خو او بدو ترمنځ فرق نشي کولي .
- دیانت
شورا د غړیتوب لپاره بل شرط دادی چي مسلمان ملت به دخپل پلوه داسي یو شخص ټاکي چي فاسق ، فاجر او بي دینه به نه وي او پر اسلامي دیانت به سمبال وي ، دیانت معني دا چي په کبیره ګناه مرتکب نه وي لکه شرک، زنا، جواری، ږیره خریل، غلا، دروغ ویل، شراب څښل او داسي نور.
بي دیني په دی معني چي کمونست او دهري نه وي سیکولر اوکومه بله د اسلام دښمنه نظریه ونه لري .
- د ملي عنعناتو څخه خبرتیا
د شورا د غړیتوب لپاره بل شرط دادی چي خلکو ته لازمه ده چي داسي څوک وټاکي چي د اسلام او دیانت تر څنګ د سیمي او هیواد د خپلو خلکو ملي دودونه رواجونه او رسومات هم ورته معلوم وي ځکه چي په اجتهادی فتواګانو کي سیمه ئیز دودونه او د وخت غوښتنې او حالات زیات رول لري او د مجتهدینو فتواګاني د وخت او زمان د عرف او عاداتو په بدلیدو سره بدلیږي .
- صاحب الرایه
شورا دنماینده توب او ملي وکالت لپاره بل شرط دادی چي ملت به شورا ته داسي کس ټاکي چي د تعمیري او مثبتي رایي ځواک او استعداد ولري امام قرطبي په خپل تفسیر احکام القران کي ویلي دی په دیني او قانوني چارو کي د مشورا لپاره باید داسي څوک منتخب کړي شي چي عالم وي او لدی سره سره په دنیاوي او اداري چارو کي تجربه لرونکي او صاحب الرایه وی.
داځکه چي ځني ملي رسومات شرعاُ ممنوع وي او خلیفه یي د منځه وړلو هوډ ولري او د شورا څخه پدی باره کي رایه طلب کړي نو د شورا غړي باید داسي رایه ورکړي چي مثبته اوپه دیني او دنیاوي لحاظه ګټوره وي .
- نارینتوب
اسلامي امت ته پکار دی چي د شورا لپاره نارینه وټاکي ځکه چي ښځي ته روانده چي د نا محرم سره دوه په دوه خلوت او خبري وکړي بل علت داهم دی چي د شورا دنده په غیر منصوصو او مباح چارو کي قانون جوړول دی او په اسلام کي داحق نارینوو ته ورکړل شویدی چي د خپل کور او ټولني لپاره نظامنامه جوړه کړي او ښځه یي د نارینوو لپاره نشي جوړولي ځکه چي په اسلام کي نارینه ته د حاکمیت حق ورکړل شویدی پدی باره کي الله (ج) په قرانکریم کي فرمایی(الرجال قوامون علي النساً) ژباه سړي په ښځو اداره چیان دی
دریم دلیل دادی چي رسول الله (ص) دشورا لپاره ښځي نه وي ټاکلي او د خلفاء راشدینو په وخت کي هم شورا ته ښځي نه وي ټاکل شوی، البته خصوصي مشوره ورسره شویده.
- په خپله به ځان نه کاندیدوي
ملت به د شورا لپاره داسي څوک ټاکي چي په خپله به یي ځان نه وي کاندید کړي ځکه چي ددی معني داده چي د همدی شورا د غړیتوب جوګه دی او په د کي د مشاورت ټول شرعي شرطونه لکه تقوا، دیانت، علم ، زکاوت او داسي نور موجود دی او داد خپل ځان ستاینه ده چي الله (ج) ددی کار څخه منعه فرمایلي ده، او بل داچي رسول اکرم (ص) هیڅوک داسي پر سرکاري او حکومتي دنده نه ګوماره چي په خپله به یي وغوښته .
- مواظنت
ملت به دشورا لپاره داسي څوک ټاکي چي په اسلامي هیواد کي هستوګن وي نو که چیرته یو داسي شخص د شورا لپاره وټآکل شي چي په دار الکفرکي او سیږي که څه هم مسلمان وي او د شورا د غړیتوب ټول شرطونه یي پوره کړي وي شرعاً بیاهم د غړیتوب حق نلري ځکه چي ملت داسي څوک ټاکي چي حاکم او خلیفه د دویي له مشکلاتو څخه خبرکړي نو هغه څوک چي د هیواد څخه بهر او سیږي هغه به د ملت د ستونزو او مشکلاتو څخه په څه ډول خبرشی[10] .
- عقل
بل شرط دادی چي د شورا نماینده به عاقل وي ځکه چي لیوني غیرمکلف وي ترڅو چي عاقل شوي نه وي په شریعت کي هیڅ خبره نه منل کیږي .
- حریت
نماینده به آزاد وي او د بل چا علام به نه وي ځکه چي علام په خپله رایه کي مستقل نه وي بلکه د خپل بادار ورکړل شوي نظر تائید وي چي دا د اسلامي نظام لپاره یو زیان دی .
- اعتماد
نماینده به داسي شخص وي چي د اولس معتمد علیه وي او اولس به ورباندی دا باور لري چي د دویي مشکلات به هو اروي .
- امین به وي
د نماینده لپاره بل شرط داد ي چي هغه به امین وي ، دیني او ملي خاین به نه وي بلکه دیني او سیاسي آمین به وي [11]
د رایه ورکوونکو شرطونه
سموللکه څرنګه چه په اسلامي شریعت کي د نماینداګانولپاره شرطونه او مواصفات ټاکل شویدی همداراز د رایه ورکونکو لپاره هم شرطونه او مواصفات ټاکل شویدی
- بلوغ
د رایه ورکونکو لپاره دا شرط دی چه بالع وي ځکه چه نابالع د ښو او بدو ترمنځ فرق نشي کولي ابن عابد شامي په خپله فتوا کي ویلي دی چه د نارینه د بلوع او مکلفیت ۱۲کاله ۱۵ کاله او نهایي ۱۸ کاله دی
- عقل
رایه ورکونکي باید هوښیار وي او لیوني به نه وي ځکه چه د لیونتوب له امله لیوني عیر مکلف او د هیڅ شرعي حکم مسول نه دی
- عدل
ریه ورکونکي باید عادل وي او د منصفانه نظر لرونکي وي رایه ورکونکي به نسلی،نژادی،لسانی،او د خپلي انډیوالي او پیسو په بدل چاته رایه نه ورکوي بلکي هعه چاته به رایه ورکوي چه اهل یي وی.
- تمیز
هعه څوک رایه ورکولو حق لري چه ممیزه قوه ولري د ښو او بدو ترمنځ تفکیک وکړاي شي صرف د الله (ج) ویره په نظر کي ولري او د حق پلوي وکړي .
- ازادی
د هعه چا رایه شرعي اعتباري چه رایه ورکولو او نه ورکولوکي ازاد وي په اسلام کي ریه ورکولو ته څوک مجبوریداي نشي خلک باید چه په ازادنه ډول رایه ورکړی[12] .
شورايي دندې او صلا حیتونه
سمولشورا د دندو او صلاحیتوتونو په هکله د نبوي تګلاري په ترڅ کي او همدارنکه د خلفاء را شدینو په وخت کي تاریخي پیښو ته په کتلو سره لاندی ذکر کولي شو .
- رئیس دولت ټاکنه او وړاندیز
په اسلامي دولت کي د شورا عړي ترټولو د مخه دا دنده لري چه د اسلامي دولت رئیس وټاکي او ځانګړي بیعت ورسره وکړي او د هعي وروسته یي ملت ته د بیعت لپاره وړاندی کړي او په دعه صورت کي عام بیعت صورت نیسي د حضرت ابو بکر (رض) لمړي انتخاب په ثقیفه بني ساعده کي وشو خو لوي بیعت ورسره په مسجد کي وشو ابوبکر (رض) د خپل ژوند په وروستي برخه کي شورا د عړو سره مشوره وکړه او حضرت عمر (رض) یي خلافت د چارو د سمبالولو لپاره وټاکه او بیایي وروسته د عامو او خاصو خلکو سره بیعت وکړو چه په همدی ډول د حضرت عثمان (رض) خلافت د لومړي ځل لپاره هعه لسو تنو صحابه کرامو ته چه په ژوندینه ورته د جنت زیري ورکړل شوي وو خپله خوښي څرګنده کړه .
او بیا وروسته یي په عمومي توګه د بیعت لپاره تیاري ونیوه د حضرت عثمان (رض) د شهادت څخه وروسته خلک د حضرت علی( رض) کور ته ورعلل او ورته یي وویل لاس دی راوعځوه چه بیعت درسره وکړو هعه ورته ځواب کي وویل چه دا کار ستاسي صلاحیت نه دی داد شورا دعړو او د بدري صحابه وو صلاحیت دی چه هر څوک انتخابوي هعویي به یي وټاکي .
- د هیواد اداره کول
لکه د دښمن په وړاندی د جګړي اعلان د خارجي هیوادونو سره قرادادونه کول په اجتهادی امورو کي قانون جوړول او د اسلا مي احکامو په تطبیق او تنفیذ کي د دولت سره مرسته کول دی .
- محاسبه
که چرته وګوري چه یو نیک کار پریښودل شویدی او په بد کار لاس پوري شویدی پدعه صورت کي به د ټولو بدیو او مفاسدو په کلکه مخه نیسي په ځیني وخت کي کیداي شي رئیس دولت په داسي اعمالو لاس پوري کړي چي د شریعت مخالف وي اوپه ټولنه کي ظلم او زیاتي شروع کړي وي شورا باید ددی ټولو بدیو او ظلمونو مخه ونیسي .
- دولتي مسؤلینو عزل کول
د شورا ارکان به لمړي ځل هغوي ته نصیحت کوي که چیرته نصیحت قبول کړي باید په خپل حال پریښودل شي او که نصیحت یي قبول نکړو د شورا غړي به یي عزل ملت ته اعلان کړي
په اسلام کي د شورا چوکاټ
سمولپه اسلام کي د شورا چوکاټ محدود دی په هره موضوع کي مشوره کیداي نشي بعضي امور شته چي د څرګندو نصوصو له مخي احکام واضح شوي وي لکه د الهي وحي د موجودیت په صورت کي مشوره کیداي نشي صحابه کرامو د مشورا ځاي پیژندلي وه کله به چي صحابه کرامو خپل نظر ښکاره کولو لمړي به یي پوښتنه کوله چي په دغه قضیه کي خو الهي وحي نازله شوي نده کله به چي الهي وحي موجوده وه نو پدی صورت کي به یي خپل نظر نه ښکاره کولو په اسلام کي په ځینو موضوعاتو کي د تصمیم نیول د خلکو په غاړه دی لکه د الهي احکامو دتطبیق لاري چاري ،هیواد د بودیجي ټاکل ،جنګي پلانونوجوړول او داسي نور خو عمومي قاعده داده چي په هغه مسایلو کي چي په مشخصه توګه الهي احکام مو جود وي مشوره نه کیږي بلکي هغه به په غوڅه تو ګه عملي کیږي او د چا څخه پکي مشوره اخستل ضروري نده [13]
په اسلامي شورا کي د غیرو مسلمو نماینده ګي
سمولکه چیري په اسلامي هیواد کي د غیرومسلمو ملتونو وګړ ي اوسیږي لکه یهود ، نصرانیان ، هیندوان ،کمونستان ، مجوسیان ، سکولرستان ، زردشتیان او داسي نور هغویي د اسلامي نظام په شورا کي شرعآ د غړیتوب حق نلري ځکه چي د رسولالله (ص) د زماني په شورا کي هیڅ یو غیري مسلم غړیتوب نه درلود
دعه راز د رسول لله(ص) څخه وروسته د خلفاء راشدینو په شورا کي هیڅ یو غیر مسلم غړیتوب نه درلود خو داسي هم نه وه چي د هغوي په زمانه کي غیر مسلم موجود نه وه بلکي په یو زیات تعداد موجود وه مګر یو ته یي هم د خلیفه په ټاکنه کي د رایه ورکولو حق ورکړل شوي نه وه او په دی باندی اجماع شوي ده چي هیڅ یو غیرمسلم په اسلامي نظام کي د ریاست ، وزارت ،قاضي توب، شورا او بل مهم مقام ترلاسه کولي نشي او د اسلامي دولت لخوا د داسي دندی ورکول حرام د ي چي په مسلمانانو باندی امر کوي او مسلمان د کافر د امر لاندی وي .
لکه چي د اسلام دوهم خلیفه عمر (رض) د خلافت په موده کي د قادسیه فاتح سعد بن ابي وقاص (رض) د عراق والي وه او هغه یو یهودی په موصل کي د زکات د ټولو لو لپاره مامور ټاکل وه مسلمانانو عمر (رض) ته شکایت وکړ او هغه والي ته مکتوب ولیکه چي په هغي کي ورته لیکلي وه : ددغه مکتوب د لوستلو سره سم یهود ي ماموریت څخه لري کړه او پر ځاي یي مسلمان مقرر کړه تاڅرنګه پرمسلمانانو باندی یهودی مامور مقررکړي دی ؟
سعد بن ابي وقاص (رض) ته چي د عمر (رض) فرمان ورسیده او هغه یي ولوست عرب او عجم خپل مامورین یي راټول کړه او هغه یهودی هم راطلب کړه او بیا د مسلمانانو مامورینو څخه پوښتنه وکړه چي له دوي څخه کوم یو د زکات ،عشر ،خراج په غونډولو او حساب پوهیږي ؟
په مسلمانانو کي یو هم دغه کار ته چمتو نشو سعد بن ابي وقاص (رض) مجبور شو او هماغه یهودی بیرته په موصل کي په هغه پخواني دنده مقرر کړ او عمر (رض) ته یي اطلاع ورکړه او ورته یي ولیکل : ما د امیرالمؤمینین له فرمان سره سم یهودی احضار کړ او د دولت مسلمان مامورین مي هم راغونډ کړل مشور مو وکړه او په مسلمانانو کي مو داسي شخص پیدانکړو چي ددغي دندی کفایت وکړي او زه مجبور شوم هغه یهودی مي په هغه پخواني دنده وګوماره څو خلافت ته اقتصادی زیان ونه رسي ځکه چي نوموړي یهودی اقتصاد پوه او په ورسپارل شوي دنده کي ماهره او د زیاتي تجربي خاوند دی .
کله چي عمر (رض) ته د سعد بن ابي وقاص (رض) اطلاع نامه ورسیده او هغه یي ولوسته نور هم په غصه شو او په اطلاع نامه یي ولیکل ( مآت الیهودی ) او لاندی یي لاسلیک وکړ سعد (رض) چي هغه ولوست سم د لاسه هغه یهودی یي له دندی څخه لري کړ او پرځاي یي مسلمان مقرر کړ او په دغه کال کي عواید هم زیات شول او د موصل خلک هم ډي خوښ شو ل چي ددوي خپل مسلمان ورور پري مقرر کړاي شو.
کله چي د یو کافر لپاره په اسلامي نظام کي یو معمولي چوکئ ورکول رواندی د شورا غړیتوب خو په اسلام کي عظیم اصل او خورا لوي امانت دی او د دغه عظیم امانت حقدار هغه څوک دی چي امین وي له ابوهریره (رض) څخه روایت دی چي رسول الله(ص) فرمایلي دی له چا څخه چي مشوره وغوښتلي شي هغه امین دی .
یعني نیکه مشوره ورکول له هغه سره دیني او اخلاقي امانت دی په هغه کي باید خیانت ونشي یا دامعني چي په کوم کار یاخبره کي مشوره ورڅخه واخلي هغه خبره له ده سره امانت دی هغه باید افشاء نشي خوکافر چي پر اسلامي احکامو ایمان نلري مسلمانانو د امیر راز به څرنګه پټ وساتي برابره خبره ده که انفرادی او یا اجتماعي رازونه وي شورا خو د اسلامي نظام بنسټ دی خلیفه ته هیڅ کله روانده چي د اسلامي نظام په رازونو کي کافران برخه من کړي او هغوي ته په شورا کي غړیتوب ورکړي د همدغو یاد شوو دلایلو په رڼاکي صحابه کرامو پدی اجماع کړیده چي کافر د اسلامي نظام په شورا کي د غړیتوب حق نلري .
مګر د اسلامي امت دغه یونیم زر کلنه اجماع افعانستان او ایران ماته کړه د امام خمیني له هدایت سره سم د ایران په اساسي قانون کي عیر مسلمو ته په شورا کي د عړیتوب حق ور کړل شو او په اوسني شورا کي زردشتیان،یهودیان ،کلدانیان او نصرانیان عړیتوب لري .[14]
یوولسم پرګراف: شورا ګټی
اسلامي امت پوهانو او مفسرینو رسول الله(ص) د شورا په هکله لاندی ګټي بیان کړیدی
‹ اسلامي امت ته شخصیت ورکول
› د صحابه کرامو ازمویل
› خلکو ته فکري وده ورکول
› خلکو له تائید څخه استفاده کول
› مشوره ورکونکو ته پوهه ورکول چه د نظریاتو د تبادلي په وخت خپلي تیروتني اصلاح کړي
› دا چه خلکو ته څرګنده شي چه دولت یي استبدادی نه دی
› په ښو او بدو کي د خلکو شریکول تر څو د ماتي په وخت کي انتقادونه ونه کړي
› دا چه خلک پوهه کړي د نورو څخه نظر اخستل شرم نه دی
› ددی لپاره چه امت تري پیروي وکړي اود امت راتلونکي رهبرانو ترمنځ شورا رواج ومومي او د اسلامي دولت یو اصل یي وګرځوي .[15]
شورا ( پارلمان) په وضعي قوانینوکی
سمولداچه مونږ په لمړي فصل کي په شورا باندی اسلام له نظر بحث وکړو په دوهم فصل کي به ان شاءالله(ج) چه په شورا باندی په وضعي قوانینو کي بحث کوو.
لمړي پرګراف: د پارلمان تعریف او تاریخچه
لمړي جز: د پارلمان تعربف ،
د پارلمان کلیمه چه په فرانسوي ژبه کي ریښي لري خو اصل کي د لاتیني کلیمي د پارلیمنټم څخه مشتق شویده او فرانسویانو پارلمینټ هعه ځاي ته ویلو چه په هعي کي به خبري اتري کیدی او قوانین به یي جوړول.[16]
او په اصطلاح داسي تعریف کولي شو د پارلمان اصطلاح عمومي مفهوم د هعي خلکو تجمع ده چه د ملت لخوا ټاکل کیږي چه اکثره کار یي د قوانینو جوړول تفسیراو حکومت د کارونو څخه نظارت دی
دوهم جز: د پارلمان تاریخچه
سمولسیاسي موسیسات چه هرڅومره عصري کیږي په هماعه اندازه پیچلي کیږي په ډیرو پخوا زمانوکي د خلکو ژوند د ښکار پوري تړلي وو یوازي یو مشر وجود درلود چه د ټولو شیانو په هکله به یي تصمیم نیولو کله چه قبیلي را پیدا شوي نو بیا یو ډول شورا ګاني منځته راعلي چه په مهمو مسایلو به بحث کولو او د ټولنیزو مشکلاتو د حل او فصل په هکله به یي فیصلي کولي .
د اتن په شان ښاري دولتونو بیا شورا ګاني درلودی چه د مقنینه قوي ، اجرائیه قوی،او د قضائیه قوي وظایف به یي سرته رسول خو رومیانو ثناء مجلس درلود چه بیلابیلي وظیفي سرته رسولي کله چه روم د جمهوري سیستم څخه امپراتوري ته واوښته د ثناء قدرت هم ډیر کمزوري شو په قرون وسطي کي د هعه وخت مسلط فیوډالي سیستم د باچا ،اشرافو او د کلیسا په توازن تکیه وه په همدی فیوډالیزم کي مونږ قواوو د توازن لومړنۍ نښي نښاني وینو هعه هیوادنه چه په دولت محدودیتونه لري عموما د فیوډالیزم سابقه لري او مونږ ته دا ښایي چه د قواوو تمرکز بد او ویشنه یي ښه عمل دی په هعه هیوادونو کي چه مطلقت العنانه مسلطه وي د ډیموکراسې راوستل د مشکیلاتو سره مخ کیږي . دقدرت د توازن مثال په قرون وسطي کي په ارګون کي چه د هسپاني په شمال کي پروت دی د اشرافو لخوا پاچا ته د وفاداري په لوړه کي لیدلي شو ((مونږ چه ستاسي عوندی ښه یو تاسي تر مونږ بهتر نه یي لوړه کوچه تاسي د خپل سلطان په توګه پدی شرط منو چه تا سي به د ټولو قوانینو مراعات کوي کنه نو مونږ دا لوړه نه کووچه تاسي به د خپل سلطان په توګه قبلوو)) پاچهان چه زیات وخت به په جنګ کي مصرو ف وو د جنګي مصارفو لپاره یي ډیر سخت پیسو ته ضرورت درلوده ځني پاچهانو به له مخورو او مهمو اشخاصو څخه شورا جوړه کړه او مالیات به یي پر ي وضع کړل د مالیاتو دمنلو په مقابل کي به دی شورا ګانو له پاچا څخه د دولت په چارو او پالیسیو کي د څه ویلو حق ترلاسه کولو د بریتانیه پارلمان چي دوه اطاقه یي درلودل په همدی ډول شروع شویدی په بریتانیه او سویډن کي مقننه قوي په تدریجي توګه قدرت ترلاسه کړ او ویي کولي شو چي دپاچهانو د مطلق العنانه غوښتنو په مقابل کي مقاومت وکړي په شپاره سمه پیړي کي د برتانیه اتم هانري د روم د کاتولیک کلیسا سره ځکه روابط وشلول چي غوښتل یي د خپلي ښځي څخه طلاق واخلي نوموړي د پارلمان سره اړیکي زیات کړل ځکه د روم د کاتولیک کلیسا څخه دجلاکیدو لپاره دقوانینو تصویب ته ضرورت ؤ په اولسمه پیړي کي خبره دی ځاي ته ورسیده چي پارلمان خپل ځان د سلطنت سره مساوي وباله اوحتي د مالیاتو په وضع کولو کي پارلمان ترسلطنت لوړ مقام ترلاسه کړ د انګلیس کورنۍ جګره د سلطنت د طرفدارانو او د پارلمان د طرفدارانو ترمنځ د قدرت پرسر جګړه وه په ۱۶۴۹ ع کال کي پارلمان لومړي چارلس محاکمه او غرغره کړ. جان لاک چي په دغه مهم دوران کي ژوند کاوه مقنني قوه یي ډیره مهمه او اساسي بللي خو منتیسکو او جفرسن تیورستان پدی عقیده دی چه فردی ازادی یوازي هعه وخت تظمین کیداي شي چي د دولت په دوو مشخصو ښاخونو یعني مقننه قویي او اجرائیه قوه باندی تقسیم شي او یو د بله سره په کنترول او توازن کي وي . د اوسني عصر دولتونه عموما دوه ډوله ښاخونه لري مګر د امریکا په متحده ایالاتو کي مقننه قوه او اجرائیه قوه یو بل نه کنترولوي او په توازن کي دی مقننه قوه په تیوریکه توګه عموما د خلکو لپاره قانون جوړوي او اجرائیه قوه د مقنني قوي لخوا تصویب شوي قوانین تطبیقوي .
دوهم پرګراف: پارلمان په ریاستي او پارلماني ریژیمونوکي
په ریاستي رژیم کي اجرائیه قوي او مقننه قوي ترمنځ روښانه تفکیک او جدوالي وجود لري .دا سیستم کي چه په نړي اقلیت لري جمهورئیس د دولت او حکومت دواړو مشرتوب په عاړه لري جمهورئیس د خلکولخوا په مستقیمه توګه ټاکل کیږي لکه ا فعانستان،او د امریکا متحده الا تو کي پدی سیستم کي جمهورئیس ته زیات واکونه ورکړل شوي دی او مقننه قوه یي په اسانه سره د قدرت څخه لري کولي نشي چه په قواننیو کي ورته خپل طرزالعمل پیشبیني شوي وي شوي .
خوپه پارلماني سیستم کي جمهورئیس صرف تشریفاتي بڼه لري او ټول قدرت د صدراعظم په لاس کي وي ،دی خبري ته مو باید پام وي چي په پارلماني سیستم کي رایه ورکونکي یوازي مقننه قوه انتخابوي او نشي کولي چي خپله یوه رایه د مقننه قوي او اجرائیه قوي ترمنځ وویشي ،مقننه قوه د خپل منځ څخه اجرائیه قوه ټاکي که چیرته انتخاباتي سیستم په تناسبي نماینده ګي باندی ولاړ وي بیا ډیر امکان لري چي پارلمان کي ډیر ګوندونه وجود ولري او هر هغه ګوند چي پارلمان کي اکثریت چوکۍ وګټي حکومت جوړوي که چیرته یو ګوند هم اکثریت چوکۍ ونه ګټي نو پدی حالت کي ګوندونه ائیتلاف کوي که چیرته یو ګوند وي او یا څو ګوندونو سره ائیتلاف کړي وي ضروري خبره داده چي د پارلمان اکثریت غړي باید د کابیني څخه ملاتړ وکړي صدراعظم د هغه ګوندونو څخه په سلا مشوره چي د د ملاتړ یي کړیدی د پارلمان له غړو څخه کابینه جوړوي چي وزیران د اجرائیه قوي بیلابیل وزارتونه کنترولوي صدراعظم او کابینه یي د پارلمان په وړاندی مسؤلیت لري په ریاستي سیستم کي وزیران د مقننه قوي په وړاندی مسؤل نه دی او د جمهورئیس لخوا په مستقیمه توګه انتصابیږي د امریکا په متحده ایالاتو کي وزیران او قضات باید د سناء د مجلس تائید ترلاسه کړي په ریاستي سیستم کي اجرائیه قوه او مقننه قوه یو بل کنترول، منحل او بي طرفه کولي نشي داکار ریاستي سیستم ته ثبات وربښي کیداي شي جمهورئیس د خلکو اوپارلمان خوښ نه وي مګربیاهم د اساسي قانون له مخي خپل کار ته دوام ورکوي .[17]
دریم پرګراف : دوه اطاقه اوکه یو اطاقه پارلمان
دنړۍ پارلمانونه دوه پردري برخي دوه اطاقه دی یو یي لوړ لکه د امریکا سناءمجلس ،برتانیه دلاردانو مجلس، فرانسي د سناټ مجلس، افغانستان د مشرانو جرګه او د جرمني بوند سرات مجلس او بل ته یي ښکتني مجلس وایي لکه د امریکا نماینده ګانو مجلس ، برتانیه د عوامو مجلس، فرانسي د ملي اسامبلي مجلس
جرمني د بونډ سټاک او د افغانستان ولسي جرګه.
په عمومي ډول لوړ اطاق یي د لږ قدرت او ښکتني اطاق یي د ډیر قدرت لرونکي وی، خو د امریکي په متحده ایالاتو کي دواړه مجالس سره مساوي قدرت لری، د نړۍ ډیر لږ پارلمانونه یو اطاقه دی لکه د سویډن د ریکسډاګ، د چین دخلکو ملي کانګرس، د اسرائیلو کنست او جنوبي افریقا تر یوي لنډي مودی لپاره دري اطاقیز پارلمان درلوده یو اطاق یي د سپین پوستانو لپاره او بل اطاق یي د مخلوط نژاد خلکو لپاره او دریم اطاق یي د شرق الهند خلکو لپاره وو ، اکثریت تور پوستان په پارلمان کي د غړیتوب څخه محروم وو د ۱۹۹۴ م کال راپدیخوا جنوبي افریقا دوه اطاقیز پارلمان لري چي تورپوستان پکي اکثریت تشکیلوی[18] .
څلورم پرګراف : په پارلمان کي دکمیسنونو موجودیت
د اوسنیو مقننه مجلسونو اکثره چاري کمیسنونو ته سپارل کیږي دویي په خپل وار سره ښایي دا مسؤلیتونه وړکیو کمیسنونو ته وسپاري دا کمیسنونه ډیر ګټور دی ځکه چي دویي مقننه قوه پدی توانوي چي پریو وخت کي ډیر شمیر مسایلو ته رسیدګي وکړي او هغه حل کړي سربیره پردی دویي د مقننه قوي دغړیو وړي ډلي پدی توانوي چي د حکومت چاري ښي په تفصیل سره وڅیړی، په اوسنیو مقننه قوو کي څو ډوله کمیسنونه وجود لري د برتانیه په ولسي جرګه کي ترټولو ډیرفرق دایمي کمیسون دی چي د قانون ملاحظي لپاره جوړشویدی په همدی ترتیب سره بعضي فرقونه د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس په کمیسنونو کي هم وجود لري دلته هم ښایي دایمي کمیسنونه پالیسۍ د دوام لپاره وجود ولري په هغه هیوادونو کي چي مقننه قوه یي د یو څخه زیات مجلسونه ولري شاید چي یو ګډ کمیسون رامنځته کړي ترڅو د مشخصو اهدافو لپاره یو بل سره همکاري وکړي چي په ځانګړي ډول دا کمیسنونه د قانون د ملاحظه کولو لپاره ډیر ګټور ثابت شویدی، دا کمیسنونه د قانون جوړوني په اړونده نوري دندی هم ترسره کوي لکه د امریکا په متحده ایالاتو کي پرنورو دندو برسیره په بیروکراسۍ هم څارنه کوي او همدارنګه د پالیسیو پر مخ بیولو رویش هم څاري .[19]
خو په افغانستان کي دا کمیسنونه هم بعضي مسؤلیتونه لري چي لاندی ترینه یادونه کوو :
۱ ) د ولسمشر لخوا د رایجو شویو مسویدو کتنه
۲ ) د قوانینو او بودیجي په لایحو کي اصلاحي وړاندیزونه کول
۳ ) د لایحو معرفي کول
۴ ) د ملي شورا ټولو غړو ته د سپارښتنو او ګذارشونو برابرول
۵ ) د دواړو مجلسونو د ریسانو لخوا د راجع شویو لایحو کتل
۶ ) د شواهدو څیړل کتل او د معلوماتو راټولول
۷ ) د استماعیه پروګرامونو جوړول
خو داهر کمیسون باید د لسو څخه تر پنځه ویشت غړو څخه تشکیل شوي وي دا کمیسون حق لري چي د وزیرانو څخه د مشخصو موضوعاتو اوکاري صلاحیت په اړه پوښتني وکړي او وزیران مکلف دی چي د کمیسنونو پوښتنو ته لیکلي او شفاهي ځوابونه د غونډي په بهیر کي وړاندی کړي په هغه صورت چي د یوي لایحي تحصیصي محتوا د یو کمیسون له کاره زیاته وي د مجلس عمومي مشر تصمیم نیسي چي ددی کار لومړي توب کوم کمیسون ته وسپاري .[20]
خودلته باید یادوري وکړو چي د افغانستان ولسي جرګه اتلس کمیسنونه او مشرانو جرګه شپاړس کمیسنونه لري .
پنځم پرګراف : پارلمان د مجالسو ترمنځ د اختلافاتو د حل لاري چاري
کله چي مقننه قوه د یو څخه د زیاتو مجلسونو څخه تشکیل شوي وي د دویي تر منځ پیښ شوي اختلافات به څرنګه حل او فصل کیږی؟
دا څرګنده ده چي د دوه اطاقه پارلمان د مجلسونو ترمنځ اختلافات پیداکیږي د داسي اختلافاتو د حل لاره اکثره په اساسي قوانینو کي پیشبیني شوي وي او یاهم د سیاسي تمرینونو په واسطه کوشش کیږي چي دا اختلافات حل کړي تر څو یو مجلس د بل مجلس کارونه رد نه کړي او هغه په ښي طریقي سره پاس شي راځۍ چي پدی ځاي کي یو څو مثالونه تربحث لاندی ونیسو.
د ائیرلینډ اساسي قانون دارنګه د حل لاره پیشبیني کړیده اساسي قانون له مخي د سناء مجلس د ولسي جرګي څخه ټیټ مقام لري ولسي جرګه لومړي وزیر نوموي او حکومت تصویبوي او همدا حکومت یوازي د ولسي جرګي په وړاندی مسؤل دی او همدارنګه اکثره قوانین په همدی مجلس کي په تصویب رسي او د سناءمجلس مرستندویه رول لري او دامجلس ډیرکم توان لري چي په حکومتي چارو کي خنډ واقع شي چي په برتانیه کي هم داسي ده دواړه مجالس سره مساوي قدرت نلري او کله چي پارلمان مجالسو ترمنځ اختلاف واقع شي هغه مجلس چي د انتخاباتو په ترڅ کي رامنځته شوي وي ډیرقدرت لري چي عبارت د عوامو له مجلس څخه دی دارنګه اکثره مسایل په۱۹۴۹ م کال کي پیشبیني شویدی داقانون د لاردانو مجلس ته دا واک ورکوي چي غیرمالي قوانین تریو کال پوري وځنډوي د عوامو مجلس دا قانون د اختلافاتو سره یو ځاي بیرته د لاردانو مجلس ته لیږي خو د اپروسه بیاهم دوام موندلي شي چي وروسته په قانون بدلیږي ،
د فرانسي اساسي قانون هم ولسي جرګي ته په مشرانو جرګي برتري ورکړیده یوازي ولسي جرګه کولي شي چي حکومت ګوښه کړي اوهمدارنګه د قوانینو په تصویب کي هم ډیرقدرت لري .
د امریکا په متحده ایالاتو کي دواړو مجلسونو ته مساوي قدرت حاصل دی په ۱۹۱۳ م کال کي د مستقیمو انتخاباتو د لاري د سناتورانو د ټاکلو له فیصلي څخه وروسته د دواړو مقام انتخابي شو د قانون پرسر د دواړو مجلسونو ترمنځ اختلاف د کنفرانس د کمیټو پواسطه حل کیږي که چیرته یو قانون په مختلفه توګه پاس شي نود دواړو مجلسونو د غړو څخه یو ګډ کمیسون ټاکل کیږي چي دا کمیسون د قانون یوه لایحه برابروي او بیایي دواړو مجالسوته د رایي ورکولو لپاره وړاندی کوی.[21]
خو په افعانستان کي هم د نورو هیوادونو په شان ولسي جرګي سره د مشرانوجرګي په نسبت زیات واکونه او اختیارت ورکړل شویدی ځکه چه ولسي جرګه کولي شي وزیران استیحضاح او د نه باور رایه ورکړي خو د مشرانو جرګه نشي کولي چه وزیرانو ته د نه باور رایه ورکړي خو که چرته د دواړو مجلسو نو ترمنځ د قانون په تصویب کي اختلاف واقع شي دا موضوع د اساسي قانون په (۱۰۰) ماده کي داسي توضیح شویده :که چیري د یوي جرګي مصوبه د بلي جرګي لخوا رد شي داختلاف د له منځه وړلو لپاره د دواړو جرګو دعړیو لخوا په برابر شمیر ګډ هیئت ټاکل کیږی.
دهیئت پریکړه د جمهورئیس تر توشیح وروسته نافذه ګڼل کیږي . که ګډ هیئت ونه کړاي شي د نظر اختلاف له منځه یوسي تصویب رد شوي ګڼل کیږي پدی حالات کي ولسي جرګه کولاي شي په خپله ورپسي عونډه کي هعه د خپلو ټولو عړیو له دریو څخه د دوو برخو د رایو په اکثریت تصویب کړي دا تصویب بي له دی چي مشرانو جرګي ته وړاندی شي ، د جمهورئیس تر توشیح وروست نافذ ګنل کیږي [22].
شپږم پرګراف: د پارلمان وظایف
د مقننه قوي اساسي مقصد د قوانینو جوړول ،تنظیمول ،او په قوانینو کي تعدیل راوړل دی خو په دیکتاتوري او استبدادی سیستمونو کي پارلمان په عمومي صورت د دیکتاتور لپاره ربړي مهر دی (هرڅه چه دیکتاتور عواړي هعه په تصویب رسوی) چه مونږ دلته د پارلمان د وظایفو څخه په لاندی ډول یادونه کوو .
۱: قانون جوړول
که څه هم د مقننه قوي و ظایف د قوانینو په تصویب رسول دی خو لږ وخت داسي پیښیږي چه مقنینه قوه د قوانینو د جوړولو ابتکار په لاس کي واخلي ځکه چه ډیر قوانین د حکومت په وزارتونو او نورو لوړو ادارو کي منځته راځي په کابينه کي د عور او بحث وروسته پارلمان ته د تصویب لپاره لیږل کیږي ا و هغویي ښایي چه یو څه تعیرات پکي راوړي په پارلماني سیستم کي او تیره بیا چه یو ګوند د پارلمان اکثریت چو کۍ په اختیار کي ولري کابینه چه څه وعواړي لاس ته یي راوړي شي د ګوند د ډسپلین له امله په پارلمان کي حاکم ګوند عړي د ګوند لیډرشیپ د عوښتننو سره سم رایي ورکوي .
پدی ډول پارلمانونو کي رائي ورکول زیات وخت د ګوندې کړنلاري پر مبناء لا ترمخه اټکل کیداي شي ځیني پوهان پدی عقیده دی چه دا ټول پارلمانونه د اجرائیه قوي ربړي مهرونه دی ( یعني هرڅه چه اجرائیه قوه عواړي هعه کولاي شی)
د امریکا په متحده ایالاتو کي چه ګوندی ډسپلین ډیر سست دی د کانګرس عړي ځیني وخت دخپل ګوند مخالفت کوي په همدی هیواد کي هم د تقنین اجنډاوي د سپینې ماڼۍ لخوا وړاندی کیږي اقتصادی وړاندیزونه ، پربل هیواد یرعل کول او یا د داخلي پروګرامونو پرختیا په هکله وړاندیزونه هم د سپیني ماڼي لخوا وړاندی کیږي اوحتي د دولت بودیجه د امریکا کانګرس ته ډیر اهمت لري په اویسنیو وختونو هر کال د سپیني ماڼۍ د بودیجې په اداره کي جوړیږي او وروسته بیا کانګرس ته وړاندی کیږي په عمومي توګه کانګرس د ولس مشر لخوا وړاندی شوي بودیجه راخلي او د خپلو مؤکلینو یا ذینفعه ګروپونو په ګټه یو څه پکي وراظافه کوي او په بیایي په تصویب رسوي .
خو مقنینه قوه د قوانینو د تصویب تر څنګ د قوانینو د تعدیل، تفسیراو د لعوي صلاحت هم لري .
۲: مؤکلینو ته خدمت کول
د پارلمان عړیي ډیر وخت د خپلو مؤکلینو په خدمت کي تیروي زیات وکیلان خپل مامورین لري چه د مؤکلینو لیکونو او پوښتنو ته ځواب ووایي او له هعویي سره د مشکلاتو په حل کي مرسته وکړي او دا مامورین کوشش کوي چه خلکو ته دا وښایي چه د دویي انتخاب شوي وکیلان د دویي په عم کي دی اکثره وخت وکیلان د خپلو مؤکلینو په خدمت کي دومره مصروف وي چه د قانون جوړولو ته لږه توجه کوي په حقیقت کي وکیلانو ځانونه په داسي شکل عیار کړي دی چه خلکو او حکومت ترمنځ په شکایتونوتخصوص لري سوال دا دی چه ایا خپلو مؤکلینو ته خدمت کول یو بي ځایه کار دی؟
ځواب یي داسي ویلي شوو چه ریښتا دا یو ضروري کاردی خو عمومي نظر دا دی چه یو وکیل باید د اولس د ګټو لپاره کار وکړي یو وکیل چه ټول عمر د یو خاصي ډلي په خدمت کي عرق وي نو د ټول اولس د ګټو لپاره به څه کار وکړي چه په نتیجه کي ابتکارت زیات وخت اجرائیه قوي ته پاتي کیږي پداسي حال کي چه خپلو مؤکلینو ته خدمت کول یو داسي کار دی چه وکیلانو سره د بیا انتخابیدو کي مرسته کوي
۳: په حکومت څارنه او ا نتقاد کول
د اوسني عصر د مقننه قوي یوه مهمه وظیفه د اجرائیه قوي د اعمالو څارنه او انتقاد کول دی که اجرائیه قوه جوړه هم نه کړي مقننه قوه کولا شي د حکومت چاري تر انتقاد او څارني لاندی ونیسي ددی لاري د حکومت پرکړنو داسي تاثیرات شندی چه په حکومت کي د اداري فساد مخه نیسي او د ملت د ګتو لپاره مؤثر واقع کیږي .
په برتانیه کي استحضاح دپارلمان عړو ته دا موقع ورکوي چه د وزیرانو څخه ډیري سختي پوښتني وکړي چه حتي کله ډیر وخیم نتایج لري که څه هم د برتانیه کابینه دا باور لري چه د عدم اعتماد رائي سره نه مخامخ کیږي ځکه چه دویي د عوامو په مجلس کي اکثریت چوکۍ لري خو بیا هم د کابیني عړي باید ډیر په احتیاط سره ځواب ووایي نا معقول او یا درواع ځواب ویل شاید په راتلونکي کي دی ګوند ته صدمه ورسوی.
د امریکا په متحده ایالاتو کي تقریبا هر حکومت دکانګرس د ډیرو سختو پوښتونوپه نتیجه په خپلو پالیسو کي تغیر راولي په متحده ایالتو کي د کانګرس دواړو ګوندونو د بوش پر حکومت په امریکا باندی د توروریستي حملو نه پیشبیني کولو له امله ډیر سخت انتقادونه وکړل او همدارنګه د بوش حکومت ویل چي په عراق کي خطرناکه وسلي شته خو بیا دنه شتون له امله یي ورباندی سخت انتقادونه وکړل خو په اخیر کي بیاهم ویلي شو چي د حکومت په لاره کول د مقننه قوي د مهمو وظایفوڅخه دی [23]
خو دا موضوع د افغانستان په اساسي قانون کي داسي واضح شو ي ده
(۹۳) ماده : ملي شورا ددواړو جرګو هریو کمیسون کولي شي له هریو وزیر څخه په ټاکلي موضوعاتو کي پوښتني وکړي .
( ۸۹ )ماده داسي وضاحت لری.
ولسي جرګه واک لري د غړیو ددریمي برخي په پیشنهاد د حکومت د اعمالو د کتني او څیړني لپاره یو ځآنګړي کمیسون جوړ کړي [24]
۴: ښوونه او روزنه
د پارلمان د غړو بله وظيفه ولس د حکومت په کړنو خبرول دی چي پارلمان داکار د مطبوعاتو د لاري سرته رسوي په ۱۹۶۰ م کال کي د ارکنسا ایالت دیموکرات سناتور ویلیام فولبرائت چي د سناء د خارجي اړیکو مشر توب دنده یي په غاړه درلوده د تلویزون دلاري د کمیټي د جریاناتو په خبرولو سره د امریکا ولس د ویتنام د جګړي په اړه اګاه کړ همدا اوس چي د امریکا سناء د دیموکراتانو په لاس کي ده د عراق د جګړي په هکله ډیر سخت انتقادونه کوي
اووم پراګراف : د پارلمان زوال
په نولسم قرن کي پوهان دیته متوجي شو چي پارلمان هغه شان چي فکرکیده کارنه کوي د جان لاک د توقع برخلاف مقننه قوي خپل قدرت د اجرائیه قوي په وړاندی د لاسه ورکړ ډیرسیاست پوهان پدی باوري دی چي د پارلمان د زوال لړۍ اوس هم روانه ده خو ځیني سیاست پوهان پدی عقیده دی چي لمړي سر کي د جان لاک توقعات زیات وه پارلمانونه که څه هم دومره قوانین نه جوړو ي خو د اجرائیه قو ي دڅارني لپاره ډیر ګټور دی بعضي داسي عوامل مونږ دلته څیړو چي د پارلمان په وړاندی بعضي مشکلات خلق کوي
۱: ساختماني ستونزي
په پارلمانې سیستمونو کي ګوندی دسپلین ډیر قوي او د ګوند هریو غړي د خپل رهبر خبره مني په ارو پایي پارلمانونو کي مونږ د یو یا دوه رایوو په توپیر سره اټکل کولي شو هره موضوع د حکومت په ګټه ځکه فیصله کیږي چي کابینه په پارلمان کي اکثریت چوکۍ په خپل اختیار کي لري یواځي هغه وخت چي ائيتلاف ړنګ شي او یا په پارلمان کي د یو ګوند غړیي باګوند ته واوړي نو پدی حالت کي پیشبیني کول مشکل کار دی او پدی حالت کي د پارلماني مسایلو سره د خلکو دلچسپي پیداکیږي اروپایي پارلمانونه د امریکا د کانګرس په پرتله منطقي او اغیزناک د ي یعني پدی معنا سره چي کارونه یي په چټکي سره پرمخ ځي د امریکا په کانګرس کي چي قدرت یو ډول فیوډالي ویش دی د ګوندی دسپلین کمزورتیا او د اجرائیه قو ي سره د مخالفت تمایل د کانګرس څخه زیات مؤثر سیستم جوړ کړي دی مګر همدا دلیل دی چي دامریکا کانګرس ژوندی او مهم دی په ډیرو لږو پارلمانونو کي د ملت نمایندګان په مجمع کي د اجرائیه قوي خبره ورغبرګوي او د ولس مشر خبره ردوي د کانګرس غړي د ناخوښي د څرنګوالي له امله ځیني وختونه د یوګوند څخه بل ګوند ته اوړي ولس مشر په یو اواز خبره کوي مګر کانګرس په کمیټو او کمیسونونو باندی اخته وي چي مشران یي د میډیا د جلبولو هڅه کوي چي داکار د فیصلو د ځنډ سبب ګرځي کانګرس توقع لري او حتي ځیني وخت غوښتنه کوي چي د ولسمشر لیډر شیپ په لاس کي واخلي کانګرس تر یوڅه مخالفت او مشاجري وروسته د ولسمشر غوښتنو ته غاړه ګدی.
۲: د متخصصینو کمبوت
ډیر لږ وکیلان په تخنیکي، نظامي، اقتصادی ، او په ټولنیزو چارو کي تخصص لرونکي وي امریکا د کانګرس له ۵۳۵ عړو څخه تقریبا نیمائي حقوق پوهان دی او د اروپا پارلمانونونو کي لږحقوق پوهان او زیات معلماناو،او ژورنالستان دی خو ډیر لږ داسي پیښږي چه مسلکي اشخاص پارلمان ته انتخاب شي او په عمومي ډول د پارلمان ډیر لږ عړي دعه وړتیا لري .
مثال روعتیا، بودیجه ،قوانین،او د محیط انکشاف پدی مسایلو و پوهیږي نو همدا علت دی چه د پارلمان عړي د اجرئیه قوي پر متخصصینو تکیه کوي هسي هم زیات قوانین او لایحي د همدعه متخصصینو لخوا رامنځته کیږي او بیا دویي د پارلمان کمیسونو ته د توضیحاتو لپاره عوښتل کیږي او د پارلمان کمیسونونه د دعه متخصصینو نظریاتو او وړاندیزونو ته په درنه سترګه ګوري . زیاتره پارلمانونه د مستقیل تحقیق ملاتړ ډیر لږ او یا هیڅ نه لري ځکه نو د حکومت او یا هم د شخصي ګروپونو په معلوماتو باندی تکیه کوي یوازي د امریکا کانګرس د قواوو د تفکیک له امله کولاي شي چه په خپله مستقیم معلومات ولري لکه د حکومت د حساب ورکولو دفتر ، کانګس د تحقیق سرویس ،کانګرس د بودیجي دفتر د امریکا دکانګرس جزدی دوي دکانګرس لپاره ارزښتناکه معلومات برابروي اوپراجرائیه قوه باندی دکانګرس تکیه راکموي .
۳:دغیرحاضرۍ ستونزه
که تاسي دیو پارلمان جاري غونډي سر وردننه کړي وبه ګوري چه پارلمان خالي دی بعضي وخت کیداشي ضروري هم نه وي اودويي هم دپارلمان تالارته نه حاضریږي دويي ډیر شیان دکولولپاره لري دمؤکلینولیدنه اودهغويي سره مرسته کول، د ذینفعه ګروپونوسره خبري اودپارلمان په بیلا بیلو کمیټو برخه اخستل داهغه کارونه دی چي وکیلان یي باید سرته ورسوي په عمومي تالارکي کیناستل اوخبروته غوږ نیول ددويي لپاره ګټه نلري دا ویناوي دچاپه نظر کي بدلون نشي راوستي دا هر څه یواځي دمیډیا لپاره وي ترڅوځان مشهور کړي ځیني غړي خولا داسي هم وي چي درایي ورکولو په وخت کي دهغويي حضور ضرري وي خوبیاهم غیرحاضر وي دبرتانیه پارلمان کي دګوند مشر کولا یي شي چي وکیلان دمهمي رایي ګیرۍ په وخت کي حاضر کړي په سویډن کي کله کله چي ویناوې سرته ورسي یو ډول الکترونیکي سیستم د ریکسډاګ ټول غړي احضاروي دويي په دی الکترونیک سیستم کي د منفي یامثبتي توکمي دګوند دغوښتني سره سم زور کوي اوبیرته وځي د ریکسډاګ تالار د پینځو یا لس دقیقو لپاره ډک وي په ځینو پارلمانونو کي دغړو دغیري حاضري په وخت کي هم درایي ثبتولو لاري چاري وجود لري دفرانسي دملي اسمبلي درایي ورکولو په وخت کي دهر ګوند غړي دخپلوغیر حاضرو وکیلانو میزونو ته ورځي اودهغويي درایي ورکولو سویچ دګوند د ریځ سره سم زور کوي چي وروسته بیاپه مطبوعاتو کي خپریږي چي فلا نۍ لایحه په ۳۰۰ موافقو او۲۰۰ مخالفو رایو سره تصویب شوه خودا احصائیه تیرویستونکي ده ځکه چي محدود غړي په پارلمان کي حاضر وي دتیوري له مخي دفرانسي په پارلمان کي که دهر ګوند یوغړي حاضر وي کفایت کوي دامریکا په کانګرس اوخصوصاً دثناء په مجلس کي دغړو حضورلازمي دی مګربیا هم غیر حاضروي مګر دثناء په مجلس کي غیر حاضر خپله رایه له بل غیرحاضر سره چي مخالف نظر لري جوړه کړي داعمل کولاي شي چي مخالفي او موافقي رایي یو بل سره نفي کړي اود وړاندی شوي لایحه په تصویب او یانه تصویب کي تغیر نه راځي سناتور کولایي شي چي ا دعا وکړي چي رایي ګیرۍ کي برخه اخستي ده .
پارلمان دغړو غیرحاضري کیداي شي چي داسي تعبیر شي چي دويي ډیر مصروفیتونه لري لکه دخپلو مؤکلینو سره لیدل خوداسي هم تعبیر کولي شو چي دويي تنبل دی مګر په یقیني ډول سره ویلي شو چي نورنو مقننه قوه قانون جوړول خپله اصلي وظیفه نه ګڼي په غیر حاضرۍ سره دويي پدی اعتراف کوي چي قانون جوړول دويي ته مهم نه دی ددی مشکل دحل لاره داده چي ګوندی ډسپلین کمزوري شي او دګوند په اساس رایه ورکول دمنځه ولاړ شي یواځي دګوندی ډسپلین مشکل هم نه دی بعضي نور مسایل هم شته چي وکیلا ن یي دیته جوړ کړي دی چي یواځي په رایه ګیریي کي ونډه واخلي اونور پارلمان ته حاضر نشي که ټول غړي پارلمان کي وجود ولري اویوه مسوده پارلمان ته وړاندی شي اوهلته ورباندی تاوده بحثونه وشي اودبحث وروسته په تصویب ورسیږي هر یو وکیل به هغه خپله وظیفه په ښه شکل سرته رسولي وي
۴: تعیر او تبدیل کمبوت
په ډیموکراتیکو پارلمانونو کي ټول عړي کوشش کوي چه د پارلمان عړیتوب خپل دائمي کار وګرځوي یوځل چه انتخاب کړاي شو بیا دوباره انتخاب کیږي او ترهعي چه زړه یي وعواړي په پارلمان کي پاتي کیږي ددی معني داده چه ډیر لږ ځوانان د نوي فکر سره پارلمان ته لاره پیداکوي چه په اوسط ډول د پارلمان عړیي تر پنځوسو کلونو زیات عمر لري د امریکا د نماینداګانو مجلس په سلو کي نوي
عړیي تقریبأ دوهم ځل انتخابیږي دویي ځکه دوباره انتخابیږي چه خلک یي پیژني او د خلکو سره یي مرستي کړي وي او د میډیا توجه هم د دویي خواته ډیره وي که نماینداګان په کوم تور تورن نشي څوک ورته په انتخاباتو کي ماتې نشي ورکولي چه عموما د نړي پارلمانونه دا مشکل لری.[25]
نتیجه ګیري
سمولاسلام د دنیا لمړنۍ طاقت دی چه د اوسني نړي د شورا څخه یي څو سوه کاله مخکي د شورا په نوم د یو ریښتیني اصل کار په خپلو اوږو واخست اسلام لا هعه وخت د عامه اختیار د اصولو بنسټ ایښي وو چه اروپا د جهالت په تاریخ کي غرقه وه نړي د روم او فارس د امپراطوریو په خونړیو منګولو کي ایساره وه او د اسیا واخله تر افریقا او له افریقا څخه تر اروپا پوري د ځمکي په هیڅ برخه د ازادی او عامه افکارو د ښکاره کولو پسرلي نه وو ورعلی. په اروپا کي د پارلمان بنسټ د دریم هنري په وخت کي کیښودل شو مګر دا یو نیمګړي شکل وو چه هنري بیرته د منځه ویوړو تر ۱۹ قرن پوري د پارلمان هیڅ حقیقت نه وو د ۱۸۱۶ م کال د ا نتخاباتو وروسته مسټرپټ د انګلستان صدراغظم داسي اقرار وکړو چه د انګلستان پارلمان د ټولي برتانیه نماینده نه دی دا صرف د پانګوالو او د سترو کورینو قایم مقام دی حقوق پوهان پدی باوري دی چه د دنیا هیڅ پارلمان د انګلستان د پارلمان څخه بهتر نه دی خو دا بیا هم د خپلو ترکیبي اصولو له مخي نیمګړي دی خو په اسلام کي شورا د یو مکمل اصل په توګه په شپږم قرن کي ظهور وکړ.
ارمینئایي وان میري داسي اعتراف کړي دی چي د ځمکي پر مخ ادیانو کي یوازي اسلام داسي دین دی چي د ډیموکراسۍ پر بناء امتیاز او برتري لری.
انسان د اجتماعي تاریخ څخه ترنن پوري که په صحیح معني سره وګورو کومه شورا چي منځته راغلي ده نو په سوګند سره به دا خبره درسته وي چي همدغه د خلفاء راشدینو دوره وه.په اوسنۍ زمانه کي پارلمان په غلطه سره د لومړیتوب شرف لاسته راوړل غواړي داوسنۍ نړۍ پرمختللي قومونه په پوره شان او شوکت سره د پارلمان د قانون جوړوني دعوي کوي لیکن دا یو جزوي کاردی او هیڅ اساسي ارزښت نلري خواسلام دعوي کوي چي د یوي حقیقي شورا منځته راوړونکي او ایجادونکي دی ځکه چي شورا هغه وخت د دنیا مخ ته راغله چي دځمکي پر مخ هیڅ شورا یعني پارلمان لا پیداشوي نه ؤ جولیو کسټلاټ په خپل کتاب د تاریخ په قانون کي لیکي رسول(ص) د وفات څخه وروسته څلور پیړۍ داسي زمانې تیري شوي چي په نړۍ کي د عربي تمدن نه پرته بل هیڅ تمدن نه ؤ .
په همدې شکل مولسیورینه مارشل په خپل کتاب فرانسوي عصر کي لیکي په اروپا کي چي عربي تمدن کوم اثار پریښي دی هومره دجرمن نژاد خلکو ونه کړاي شو چي پري يي ایږدی .
ددې بیان وروسته ددې خبري ذکر کول باالکل درست دی چي د شهنشایت ماتي اونړیدل او د عوامو د واکمنۍ ظهور د اسلام له جمهوري اثاروڅخه یو اثر دی چي صورت یي بدل کړاي شوي دی په دې هر څوک پوهیږي چي د اسلام شورا ئي حکومت تر زیات وخت پوري پاتي نشو که د بني امیه کورنۍ اسلامي جمهوریت پاي ته نه وي رسولي او د بني عباس او ال عباس تر هغې وروسته د شهنشایت اصول خپل کړاي نه وي او د شورا په ځاي یي د ولیعهد اصول جاري کړي نه وي نو یقیناً چي مسلمانانو به هم د شورا د تشکیل او پرمختګ کارپه هومره شانداره طریقه سره سرته رسولي وي څومره چي شورا په خپله ریښتیاني عظمت ښودلي دی خو لیکن د خلفاءراشدینو وروسته چي څه وشول د هغې معني دانده چي شورا د خپل حقیقت په اعتبارسره کومه معمولي شان اداره ده او لومړي چي کوم عزت درلود اوس ورته حاصل ندی بلکه په هغې باندی کومي بلي ادارې ته ترجیح ورکول کیداي نشي شورا د اسلامې خلافت یو بهترینه نمونه ده د ټولو څخه مهمه او د یادوني وړ خبره داده چي کومي خرابۍ چي په اوسني پارلمانونو کي وجود لري هغه په اسلامي شورا کي په ذره بین سره هم نشي لیدلي بل د اسلامي شورا افضلیت دا هم دی چي اسلامي شورا د یو داسي قانون پابنده ده چي دهغې په اصل کې تغیر ناممکن دی خو په اوسني پارلمانونو کي د قوم مطلقه خوښه ده چي څه غواړي هغه کړني په پارلمان کي ترسره کولي شي ځکه چي په اوسني پارلمانونو کي قوانین د ملت د خواهشاتو مطابق جوړیږي داسلامي حکومت په شورا کي قانون جوړوني ته هغه وخت ضرورت پیښیږي په کومه موضوع کي چي صریحه نص موجود نه وي بل داچي په دې شورا کي نه تاج شته، نه د سلطنت تختونه، نه شاهي دربار شته او نه پخپله شهزادګان اونه فیوډالان شته بلکه اسلامي شورا ته د خاصو شرایطو په اساس باندی خلک لار پیدا کوي .
ومن الله توفیق
مآخذونه
سمول۱: قران کریم
۲: اسلامي سیاست ، لیکوال مولانا ګوهرالرحمن، ژباړن سعید قریب الرحمن ،چاپ ځاي شرکت پرنټنګ پریس لاهور ،لمړنې چاپ کال ۱۹۸۳ع
۳: اسلامي سیاست پوهنه، لیکوال پوهندوي رحمانې محمد شریف ، څلورم چاپ کال ۱۳۸۸ ه ش
۴: اسلامي سیاسي نظام او جمهوریت، لیکوال پوهنمل احمدزي زاهدی ، خپرندوي امیرکروړ کتابتون، چاپ کال۱۳۸۳ ه ش
۵: افعانستان اساسي قانون ، رسمي جریده ګڼه ۸۱۸، ۱۳۸۲\۱۱\۸\
۶: انتخابات د اسلام له نظره ، لیکوال پوهنمل احمدزي زاهدی ، خپرندوي امیرکروړ کتابتون ، چاپ کال۱۳۸۷ ه ش
۷: په لودیز کي سیاسي چاری، لیکوال جایس پیټر، ژباړن ژمن احمد زبیر، خپرندوی، افعانستان کلتوري ودی ټولنه- جرمنی، چاپ کال۱۳۸۶ ه ش
۸: پولیټکل ساینس ته یوه کتنه، لیکوالان کورډ رابرت، میډیورس جیمز، جونز والټر ، ژباړن ډاکتر ظهیر محمد صدیق، خپرندوي علامه رشاد خپرندویه ټولنه –کندهار، چاپ کال ۱۳۸۷ ه ش
۹: ملي شورا ښوونیز لارښود مجله،
[1] اسلامي سیاست، لیکوال مولانا ګوهرالرحمن، ژباړونکي قریب االرحمن، چاپ ځاي شرکت پرنټنګ پریس لاهور،چاپ کال ۱۹۸۳م، مخونه ۳۷۸-۳۷۹
[2]انتخابات د اسلام له نظره،لیکوال پوهنمل زاهدی احمدزی، خپرندوي امیرکروړ کتابتون ، چاپ کال ۱۳۸۷مخونه ۱۰۰-۱۰۱
[3] سورت ال عمران ۱۵۹ ایت
[4] سورت شورا ۳۸ ایت
[5] اسلامي سیاست، لیکوال مولانا ګوهرالرحمن، ژباړونکي قریب االرحمن، چاپ ځاي شرکت پرنټنګ پریس لاهور،چاپ کال ۱۹۸۳م، مخونه ۳۸۳-۳۸۶
[6] انتخابات د اسلام له نظره،لیکوال پوهنمل زاهدی احمدزی، خپرندوي امیرکروړ کتابتون ، چاپ کال ۱۳۸۷،مخونه ۱۰۵-۱۱۳
[7]اسلامي سیاست پوهنه ،لیکوال مولوي محمد شرف رحماني ،څلورم چاپ ۱۳۸۸ مخ ۵۲
[8]، اسلام ساسي نظام او جمهوریت،لیکوال پوهنمل زاهدی احمدزي ،خپرندوي امیرکروړ کتابتون ،چاپ کال۱۳۸۳ ،مخونه ۳۲۸-۳۳۳
[9] اسلامي سیاست پوهنه ،لیکوال مولوي محمد شریف رحماني ،څلورم چاپ کال ۱۳۸۸ ، مخ ۶۵
[10] اسلامي سیاسي نظام او جمهوریت ،لیکوال پوهنمل زاهد ي احمد زي ، خپرندوي امیرکروړ کتابتون ،چاپ کال ۱۳۸۳ ، مخونه ۳۴۰-۳۵۲
[11] اسلامي سیاسي نظام او جمهوریت ،لیکوال پوهنمل زاهدی احمدزي ، خپرندوي امیرکروړ کتابتون ، چاپ کال ۱۳۸۳ ، مخونه ۲۵۲-۲۵۳
[12]اسلامي سیاسي نظام او جمهوریت ،لیکوال پوهنمل زاهدی احمدزي ، خپرندوي امیرکروړ کتابتون ، چاپ کال ۱۳۸۳ ، مخونه ۳۵۸-۳۶۰
[13] اسلامي سیاست پوهنه ،لیکوال مولوي محمد شریف راحماني ،څلورم چاپ کال ۱۳۸۸ ، مخونه ۷۱-۷۵
[14]انتخابات د اسلام له نظره،لیکوال پوهنمل زاهدی احمدزي ، خپرندوي امیرکروړ کتابتون ، چاپ کال ۱۳۸۷ ، ،مخونه ۱۴۸-۱۵۲
[15] اسلامي سیاست پوهنه ،لیکوال مولوي محمد شریف رحماني ، څلورم چاپ ۱۳۸۸ ،مخ ۷۴
[16] ملي شورا ښوونیز لارښود ،مجله، څیړنه او لیکنه ،پرتو نادري ،مخ
[17] پولیټکل ساینس ته یوه کتنه،لیکوالان مایکل راسکین،رابرت کورډ،جیمزمیډیورس،او والټرجونز،ژباړن ډاکټرمحمدصدیق ظهیر،خپرندوي علامه رشاد خپرندویه ټولنه کندهار ،چاپ کال ۱۳۸۷ ،مخونه ۱۶۰-۱۶۳
[18] همدا ماخذ مخونه ۱۷۶-۱۷۷
[19] په لویدیز کي سیاسي چاری، لیکوال استاد پیټرجایس ، ژباړن،احمد زبیر ژمن،خپرندوي افعانستان د کلتوري ودی ټولنه جرمن ، مخونه ۱۷۸-۱۷۹
[20]مخ ۱۶ ملي شورا ښوونیز لارښود مجله، څیرنه اولیکنه پرتو نادري
[21] په لویدیز کي سیاسي چاري لیکوال استاد پیټر جایس ، ژباړن ،احمد زبیر ژمن، مخونه ۱۹۳-۱۹۴
[22] د افعانستان اساسي قانون،رسمي جریده ګڼه ۸۱۸ ،۱۳۸۲ه ش د سلواعي د میاشتي ۸، ۱۰۰ ماده
[23] پولیټکل ساینس ته یوه کتنه،لیکوالان مایکل راسکین،رابرت کورډ،جیمزمیډیورس،او والټرجونز،ژباړن ډاکټرمحمدصدیق ظهیر مخونه ۱۶۹-۱۷۱
[24] د افغانستان اساسي قانون ،رسمي جریده ګڼه (۸۱۸) ۱۳۸۲ه ش کال د سلواغي د میاشتي ۸،۸۹-۹۳ مادی
[25] پولیټکل ساینس ته یوه کتنه ،لیکوالان میکایل راسکین، رابرت کورډ، جیمز میډیورس،والټرجونز ،ژباړن ډاکتر محمد ظهیر(صدیق) خپرندوي علامه رشاد خپرندویه ټولنه کندهار،چاپ کال ۱۳۸۷، مخونه ۱۷۳-۱۷۶
- ↑ اسلامي سیاست، لیکوال: مولانا ګوهرالرحمن، ژباړن: قریب الرحمن سعيد، چاپځی:لاهور پرېنټېنګ پرېس،چاپ کال: ۱۹۸۳م، مخونه ۳۷۸-۳۷۹
- ↑ انتخابات د اسلام له نظره، ليکوال:پوهنمل زاهد احمدزی، چاپ کال:۱۳۸۷ لمريز، خپرندوی:اميرکروړ کتابتون، مخونه:۱۰۰-۱۰۱
- ↑ قرانکريم، سورت ال عمران ۱۵۹ ایت
- ↑ قرانکريم، سورت شورا ۳۸ ایت