پنیاله د خیبر پختونخوا د دېره اسماعيل خان ولسوالۍ یو ښارګوټی دی. دا ښار د ورسره نزدې سيمې پر وړاندې ښکلی پرمختللی او ودان دی.د ′′پنیاله′′ ویی له اردو ژبې دوو ویو ′′پانی′′ او ′′والا′′ څخه راغلی، دا ځکه چې د دې مانا ده ′′اوبو واله′′.دا نوم دې لپاره په پوخ شوی ، چې مخکې ورسره علاقو کې اوبه نشته وې نو خلک به دې ځای ته اوبو لپاره راتلل. دلته د غره له یوې غونډۍ چې ‍‍‍‍‍«اوبو سر» ورته وایي له هغه ځای څخه قدرتي اوبه را خوټېږي. دا اوبه ښې صفا هم وي. پنیالې کې د ننه او ګېرچاپېره د کجورو او امونو باغونه دي. د کلي سر ته یو ښکلی وګی بهېږي چې «توی» ورته وايي.