پنځم بطلیموس اپیفانس

پنځم بطلیموس اپیفانس يوکریاتوس (په یوناني: Πτολεμαῖος Ἐπιφανής Εὐχάριστος, Ptolemaĩos Epiphanḗs Eucharistos «چې د څرګند او سخي بطلیموس په معنا دی»؛ زوکړه له ميلاد څخه مخکې د ۲۱۰ کال د اکتوبر ۹مه- مړینه د ۱۸۰ کال سېپټمبر) له میلاد څخه مخکې د ۲۰۴ کال له جولای یا اګست څخه د خپلې مړینې تر مهاله (له ميلاد څخه مخکې ۱۸۰ کال) د بطلیموسي مصر پاچا و. [۱]

پنځم بطلیموس د څلورم بطلیموس او درېیمې ارسنوی زوی و چې په ۵ کلنې کې یې هغه مهال تاج او تخت په میراث ترلاسه کړل چې مور او پلار یې په شکمنو شرایطو کې مړه شول. نوی نایب السطنه اګاتوکلس په پراخ ډول له سپکاوي سره مخ شو او له ميلاد څخه مخکې په ۲۰۲ کال د یو انقلاب په‌واسطه له واک څخه راوپرځول شو او په هغه پسې د نایب السطنه‌وو لړۍ خپله ناتواني څرګنده کړه او پاچاهي له پښو ولوېده. سلوکي پاچا درېیم انتیوخوس او پاچا انتیګونید پنځم فلیپ د پاچاهۍ له کمزورۍ څخه ګټه واخیسته او د سوریې پنځمه جګړه (له میلاد څخه مخکې ۲۰۲-۱۹۶) يې پيل کړه چې په هغه کې بطلیموسانو په کوچنۍ اسیا او شام کې خپلې خاورې له لاسه ورکړې او همدارنګه یې په اېجن سمندر کې خپلې ډېری نفوذي سیمې هم بایلودې. پنځم بطلیموس په هم‌مهال ډول د هورونفر او انخونفر په مشرۍ د خپله اعلان شوې فرعونې په‌واسطه د مصر له پراخ پاڅون سره مخامخ شو چې په پایله کې یې د پورتني مصر ډېره برخه او د ښکتني مصر ځینې برخې هم له لاسه ورکړې.  

پنځم بطلیموس له میلاد څخه مخکې په ۱۹۶ کال کې د بلوغیت عمر ته ورسېد او د فرعون په توګه یې د تاج اېښودلو مراسم په ممفیس کې ترسره شول، دا هغه مناسبت دی چې د روزټا ډبرې (د لرغونپوهنې  نړۍ تر ټولو مهمه موندنه، ژباړن) له رامنځته کولو سره یادګار پاتې شو. تر دې وروسته یې له درېیم انتیوخوس سره سوله وکړه او له ميلاد څخه مخکې په ۱۹۴/۳ کال کې یې د درېیم انتیوخوس له لور لومړۍ کلئوپاترا سره واده وکړ. دغې چارې د هغو رومیانو غوسه راوپاروله چې تر ډېره حده د پنځم بطلیموس له طرفه له درېیم انتیوخوس سره په دوښمنۍ کئ ښکلېل شوي وو او تر بریا وروسته یې په کوچنۍ اسیا کې پخوانۍ بطلیموسي ځمکې بېرته مصر ته د راستنولو پر ځای د پرګاموم او رودز تر منځ ووېشلې. په هر حال بطلیموسي ځواکونو په پرلپسې ډول د هېواد سویلي برخه بېرته ولکه کړه او ټول پورتنی مصر له ميلاد څخه مخکې په ۱۸۶ کال کې د بطلیموسانو په کنترول کې شو. پنځم بطلیموس د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د سلوکۍ سترواکۍ پر وړاندې د نوې جګړې لپاره مانورې پیل کړې خو دا پلانونه له ميلاد څخه مخکې په ۱۸۰ کال کې د هغه له ناڅاپي مړینې سره له‌منځه لاړل، ویل کېږي چې د جګړې د لګښت په اړه اندېښمنو درباریانو هغه مسموم کړ.

د پنځم بطلیموس د واکمنۍ په دوره کې په سیاسي بطلیموسي ژوند کې د مصري نامتو کشیشانو او درباریانو مخکښتوب زیات شو، دا هغه رسم شوې بېلګه وه چې د پاچاهۍ په پاتې دورو کې يې دوام وکړ. دا د مدیترانې په پراخه سیمه کې د بطلیموسي واک د نسکورېدلو نښه هم وه. ارتور اکشتاین استدلال کړی چې د واک دغه نسکورېدلو د «واک د لېږد سپرغۍ روښانه کړه» چې د مدیترانې په ختيځ کې د رومیانو د فتحې لامل شوه. [۲]

مخینه او د ژوند لومړي کلونه

سمول

پنځم بطلیموس د څلورم بطلیموس او د هغه د خور او مېرمنې درېیمې ارسینوی یوازینی زوی و. دا جوړه نسبتاً په ځوانۍ کې واک ته رسېدلې وه او لرغونې تاریخ‌لیکنه څلورم بطلیموس د داسې یو کس په توګه یادوي چې هر څه یې عیش او عشرت ته سپارلي، حال دا چې د مصر حکومت یې په عمده ډول د دوو درباریانو سوسیبیوس او اګاتوکلس (چې دویم د څلورم بطلیموس د معشوقې کنیزې اګاتوکلس ورور و) ته پرېښی و. څلورم بطلیموس د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د سوریې په څلورمه جګړه کې (له ميلاد څخه مخکې ۲۱۷-۲۱۹) په بریالیتوب سره خپلې سیالې سترواکۍ ته ماته ورکړه او په بریالیتوب سره یې د سلوکي پاچا درېیم انتیوخوس په‌واسطه د کوئل سوریې له ولکه کولو څخه مخنیوی وکړ. که څه هم د هغه وروسته واکمني د مصر د لرغونو مصریانو له پاڅونونو سره وننګول شوه. له ميلاد څخه مخکې د ۲۰۵ او ۲۰۶ کلونو تر منځ څلورم بطلیموس د پورتني مصر کنترول د هوګرونافور خپله اعلان شوې فرعونې ته له لاسه ورکړ. [۳]

پنځم بطلیموس له ميلاد څخه مخکې په ۲۱۰ کال کې په احتمالي ډول د اکتوبر په ۹مه زېږدلی. تر هغې لږ وروسته په احتمالي ډول د نوامبر په ۳۰مه له خپل پلار سره د نایب السلطنه په توګه منصوب شو. له ميلاد څخه مخکې د ۲۴ کال په جولای یا اګست کې کله چې پنځم بطلیموس پنځه کلن و مور او پلار یې په مرموزو شرایطو کې مړه شول. داسې ښکاري چې په ماڼۍ کې اور لګېدلی و او څلورم  بطلیموس په کې ووژل شو، خو دا مشخصه نه ده چې ايا درېیمه ارسینو هم په همدې اورلګېدنه کې مړه شوې او که تر اور لګېدنې وروسته وژل شوې تر څو يې له نایب السطنه‌والي څخه مخنیوی وشي. [۴]

واکمنۍ  (د نایب السطنه په توګه)

سمول

د اګاتوکلس (له میلاد څخه مخکې ۲۰۴-۲۰۳) واکمني

سمول

د څلورم بطلیموس او درېیمې ارسینوی تر مړینې نامشخصه موده وروسته (ښايي یوه اونۍ) سوزیبیوس او اګاتوکلس د هغوی مړینه پټه وساتله. له ميلاد څخه مخکې د ۲۰۴ کال تر سېپټمبر مخکې سلطنتي ساتونکي او د پوځ سرتېري په سلطنتي ماڼۍ کې سره راټول شول او سوسیبوس د واکمنې جوړې مړینه اعلان کړه او تنکی پنځم بطلیموس يې د پاچا په توګه اعلان کړ او دیادم (یو ډول تاج دی) يې تر سر ورتاو کړ. سوسیبوس د څلورم بطلیموس وصیت‌لیک ولوست چې سوسیبیوس او اګاتوکلس یې نایب السلطنه کړل او پنځم بطلیموس یې د هغه د کنیزې اګاتوکلئا او د هغې د مور شخصي پالنې ته پرېښود. تاریخ پوه پولیبیوس فکر کاوه چې دا وصیت‌لیک به جعلي او په‌خپله سوسیبیوس او اګاتوکلس جوړ کړی و چې معاصر پوهان له هغه سره موافقت ته تمایل لري. تر دغې پېښې وروسته د سوسیبوس په اړه څه معلومات نه‌شته او په ټولیز ډول داسې فرض کېږي چې هغه مړ شوی و. هابل وايي د هغه د ځېرکتیا له لاسه ورکول د واکمنۍ لپاره وژونکي وو.  [۵][۶]

اګاتوکلس د نوي رژیم د ټینګولو لپاره یو شمېر اقدامات ترسره کړل. د اسکندریې سرتېرو ته یې د دوو میاشتو معاشات ورکړل. د خارجي قدرتونو په‌واسطه د ځای ناستۍ له رسمیت پېژندلو څخه د ډاډ ترلاسه کولو او په داخل کې د برترۍ ترلاسه کولو په موخه د اګاتوکلس له ننګونې څخه د مخنوي لپاره - نامتو اشراف له هېواد څخه بهر ولېږل شول. فیلامون چې ویل کېږي درېیمه ارسینو یې وژلې وه، د والي په توګه سیرنه ته ولېږل شو تر څو هلته بطلیموسي واک ټینګ کړي. د قبرس والي پلوپس درېیم انتیوخوس ته ورولېږل شو تر څو له هغه څخه غوښتنه وکړي چې د سوریې د څلورمې جګړې په پای کې له څلورم بطلیموس سره د سولې لاس لیک شوي تړون ته دوام ورکړي. د سوسیبیوس زوی بطلیموس د مقدونیې پنځم فلیپ ته ورولېږل شو چې تر څو د درېیم انتیوخوس پر وړاندې د یو اتحاد د رامنځته کولو لپاره هڅه وکړي او د فليپ د یوې لور او پنځم بطلیموس تر منځ واده وکړي. د مګالوپولیس بطلیموس روم ته ولېږل شو چې په احتمالي ډول د درېیم انیوخوس پر وړاندې د ملاتړ ترلاسه کولو په لټه کې و. دغه ماموریتونه ناکام شول. درېیم انتیوخوس  د ورپسې کال په بهیر کې د امېزون ښار په ګډون په کاریا کې بطلیموسي خاوره ولکه کړه او له ميلاد څخه مخکې د ۲۰۳ کال په وروستیو کې هغه او پنځم فليپ د بطلیموسي خاورو د وېش لپاره یو پټ خپل‌منځي تړون لاسلیک کړ. له درېیم انتیوخوس سره جګړې ته تمه کېده – اګاتوکلس همدارانګه د سکوپاس په مشرۍ اتولي ته یو سفارت لېږلی و تر څو په یونان کې نښتې ته د تیاري لپاره اجیر پوځيان وګوماري، که څه هم پولیبیوس ادعا کوي چې د هغه اصلي موخه د بطلیموسي سرتېرو پر ځای خپل ځانته د وفادارو اجیرو پوځيانو ګومارل وو.  [۷][۸][۹][۱۰]

سرچينې

سمول
  1. Hölbl, Günther (2013-02-01). A History of the Ptolemaic Empire (in انګليسي). Routledge. p. 171. ISBN 978-1-135-11983-6.
  2. Eckstein, Arthur M. (2006). Mediterranean Anarchy, Interstate War, and the Rise of Rome. Berkeley: University of California Press. pp. 23-24. ISBN 9780520246188.
  3. Hölbl 2001, pp. 127–133
  4. Bennett, Chris. "Ptolemy IV". Egyptian Royal Genealogy. بياځلي په 29 October 2019.
  5. Justin, Epitome of Pompeius Trogus 30.2; Polybius 15.25.3
  6. Hölbl 2001, pp. 134–136
  7. Polybius 15.25.11-13
  8. Polybius 15.25.16-19
  9. Polybius 15.20, 16.1.9, 16.10.1; Justin, Epitome of Pompeius Trogus 30.2.8; Livy Ab Urbe Condita 31.14.5; Appian Macedonica 4.1.
  10. Hölbl 2001, pp. 134–136