دپنبي تاريخچه Historical Background Of Cotton

په دقيقه توګه د پنبي اصلي مبداء او منشا يي معلومه نده كاټن انګليسي كليمه ده چي له فوتن او يا كوتن عربي كليمو څخه اخستي چي د نازكي نفيسي پارچي معنى ورکوي والټ انګليسي عالم داسي نظريه وركړي چي Karpasi کرپاسي او( د سانسکريت كليمه چي معمولاً پنبي ته اطلاق كيږي Carbasusد كاربوسزلاتيني كليمي سره نژدي اړيكه لري د پنبي منسوجاتو د پدايښت ډير پخواني ريكارډ چي (3000) قبل الميلاد تاريخ راښايي چي پخواني هند او اوسني پاكستان په غربي برخه كي د سند د سيند د غاړه څخه لاسته راغلي همدارنګه ښودل شويده چي (3800) کاله مخکي له ميلاد څخه په مکسيکو کي پنبه موجوده وه او ګټه ترينه اخيستل کيده پنبه د وچي سيمي نبات دي چې څو کلن وده ايز حالت لري پنبي په جرمنيان (Baunwolle) بون ولي چي نوموړي اصطلاح د وړي وني معنى ورکوي کولمبوس چي کله امريکي براعظم ته ورسيده نو امريکي په شمال اوجنوب کي يي د پنبي نبات وليده په دي شکل سره ويلي شو چي د پنبي اصلي مبداء امريکا خو ځني نور شواهد راښايي چي پخواني نړي کي مبداء او منشاء هند او چين او افريقا ښودل شودي او په اوسني نړي کي مبداء او منشا مرکزي امريکا ده د پنبي نبات وروسته د هلاجي د ماشين د احتراع څخه د (Eliwhitney) ايلي وينټي په واسطه (1794) ميلادي کال کي په انګلستان کي کشف او تر سره شوه پنبه

د پنبي علمي نوم (Gossypiim-SPP) ګازپيم سپيثز د (malvacea or mollow)د کورني پوري اړه لري خو دا زيات سپيثزونه لري . د پنبي نباتي خصوصيات

د پنبي نبات د (malvacea) په کـــــــــــورني پـــــــــــوري اړه لري چي جنس يــــــي د (Gossypiium) په نوم ياديـي دا نبات ولاړه مرکزي ســــــــــاقه لـــــــري چــــــــــــــــي د (Clum) شکل لري له بندونو څخه يي جاښي څانګي انګلشاف کوي د چاپيريال د ښه والي په صورت کي د (60cmتر150)حتى د (2m) څخه اضافه لوړوالي پيداکوي په کرنيز حالت کي يو کلن نباتات دي چي لرګيني څانګي مينځته راوړي. د ريښو سيستم (taproot) دي چي د هغي څخه فرعي ريښي مينځ ته راځي

د پنبي د کر لپاره مساعداقليمي شرايط


پنبه معمولاً تاوده يا ګرم چاپيريال سره توافق لري او په ګرمو سيمو کي چي کلني اورښت منځني حد (16inch) څخه لږوي ښه توافق نه کوي . او يخ سيمي چي د اوړي د مياشتو د تودوخي درجي منځني حد يي له (77c) لږ نه وي. د پنبي د کرلو لپاره اقليمي شرايط بايد مساعد وي او تيغ وهلو لپاره دري ډوله تودوخي ته ضرورت لرې چي عبارت دي له :

: Minimum Temperature-1 په دي معنى چي (16c) پوري ښه وده کوي.
Optimum Temperature-2په دي معني چي (34c) پوري ښه وده کوي.
 -3 : Maximum Temperature په دي معني چي تر (39c) پوري ښه وده کوي.

د تجروبو په اساس د پنبي عادي وده او ګل نيول (36c-33c) پرته د کنګل څخه (200-180) ورځو ته اړتيا لري لنډه دا چي کوم اقليمي شرايط چي ښه پنبي د توليديدو لپاره نظر کي نيول کيږي الف: پسرلي نسبتاً ګرم وي . ب: اوړي بايد ګرم او کافي لندبل ونلري. ج: مني بايد وچ او سوړ وي که چيري باراني وي پنبه خرابيږي. د: خاوره بايد مخلوط شکل ولري يعني (clay loam soil ) وي


په هيواد کي د پنبي د کرلو لپاره عمده سيمي

زموږ په ګران هيواد کي پنبه په مختلفو ولايتونو کي کرل کيږي

1. لمړي حوزه: پدي کي د بغلان، قندز، او تخار ولايتونه شامليږي چي په دغه حوزه کي د سپين زر شرکت فعاليت لري

2. دوهمه حوزه: پدي حوزه کي د سمنګان ، بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونه شامليږي چي د جن ويروسس شرکت فعاليت لري

3. دريمه حوزه: پدي حوزه کي د هرات ، بادغيس ، ولايتونه شامليږي چي د هرات پنبي شرکت فعاليت لري

4. څلورمه حوزه : پدي حوزه کي د فراه ، هلمند، او قندهار ولايتونه شامليږي چي د بست متصدي شرکت پکي فعاليت لري


د پنبي د کرلو طريقي

کومي کرنيزي عملي چي د پنبي په کر کي په کار وړل کيږي په لاندي ډول سره دي الف_د ځمکي تيارول: د مني د کرلو لپاره د ځمکي اماده کول د جواروسره ورته والي لري د ځمکي د اماده کولو لمړي مرحله د مخکني فصل د نباتاتو د پاتي شونو ليري کول او د ځمکي اړول څخه عبارت دي او کله چي ځمکه کافي مقدار لنده بل ولري پدي صورت کي ځمکه څو څو ځلي اړول کيږي او اخري ځل د قلبي څخه وروسته ځمکه ماله کيږي او جويه کشي په کي تر سره کيږي د مني کرنه د قطار په شکل ښه نتيجه ورکوي ددوه بوټوتر منځ فاصله (20cmتر30cm) په اندازه او قطارونو تر منځ فاصله (80cm-60) په اندازه په نظر کي نيول کيږي . ب_ د تخم د کرلو مقدار : د تخم د کرلو څخه مخکي لازمه ده چي تخم د ځني کيمياوي موادو لکه (ceresin) سره معامله شي تر څو د ناروغيو او افتونو په مقابل کي محفوظ پاتي شي که چيري تخم (linter) ولري نو د يو من يا (7kg)تخم لپاره (2kg) سيرين ضروري ده او وروسته له دي عملي څخه تخم کرل کيږي د کرلو ژوروالي نظر د خاوري ډول او لنده بل او خاوري تودوخي ته فرق کوي معمولاً په کلي لوم خاوروکي تخم د (2,5cm) په ژوروالي کي کرل کيږي . اوکه کافي مقدار لندبل ونلري په دغه صورت کي د کرلو ژوروالي يا سپکه خاوره کي د تخم د کرلو ژورالي د (7,5cm-5cm) پوري رسيږي . ج_ د پنبي د کرلو وخت: د پنبي د کرلو وخت نظر سيمي ته فرق کوي او معمولاً د کرلو خاوره (16cm) په ژوروالي او(17c) حرارت ولري دننه په هيواد کي په مختلفو ولايتونو کي د کرلو مناسب وختونه فرق کوي خو په عمومي توګه د حمل د مياشتي څخه شروع او د ثور د مياشتي تر (٢١) نيټي پورې په مختلفوپټيو کي کرل کيږي خو يادونه کيږي چي د هوا د يخوالي په صورت کي پورتني وختونه فرق کوي.


په نړي کي د پنبي د توليد عمده هيوادونه

پنبه عموماً په ګرم اقليم لرونکي سيمو کي کرل کيږي د نړي ډيره پنبه په پخواني شوروي اتحاد ،متحده ايالات،ازبکستان، چين په جمهوريت او هندوستان کي کرل کيږي ځني نور هيوادنه چي زياته پنبه توليدوي برازيل ،پاکستان، ترکيه او مصر هيوادونه دي

دغه لاندي جدول د نړي (2009) کال د احصايي د پنبي د توليد د زرو متريکو ټنو په حساب ښي. 1. متحده ايالات-----------------------(٣٥١٣) 2. روسيه ------------------------------(٢٦٦١) 3. چين---------------------------------(٣١٤٧) 4. برازيل-------------------------------(١٣٦٤) 5. هند---------------------------------(١٢١٤) 6. پاکستان------------------------------(٦٣١) 7. مصر---------------------------------(٥٤١) 8. ترکيه---------------------------------(٥٣٠)


د پنبي اقتصادي ارزښت

پنبه د صنعتي نباتاتو له ډلي څخه يو ګټور او ارزښتناک نبات دي او د څو کلنو نباتاتو په ډله کي راځي مګر د نړي په ډير شمير هيوادونو کي د يو کلن بوټي په څير کار اخستل کيږي پنبه د نړي د (٦٠) څخه په ډيرو هيوادونو کي کرل کيږي چي د هغي د جملي څخه عمده توليدونکي هيوادونه له چين، هند، روسيه، مکسيکو، برازيل، پاکستان، سوډان، ترکيه، څخه عبارت دي او د کرټوله ساحه يي (٣٥) ميليونه هکتاره ځمکه ښودل شويده په (١٩٧١) کال کي پنبه په ګران هيواد افغانستان کي د سپينوزرو ځاي لري او همدغه سبب دي چي کرلو ساحه يي ورځ تر ورځ مخ په زياتيدو ده . پنبه سربيره چي د ګران هيواد په نساجي کي د ډول ډول ټوکرانو د اوبدلو لپاره ورځني استفاده کوي د هيواد صادراتي موادو يو ستر قلم هم تشکيلوي د پنبي په دانه کي د (٢٠-٢٧) فيصدي پوري غوړي شته او په ډول ډول خواړو کي ترينه استفاده کيږي د پنبي الياف د نړي اليافو (%٥٦) پوري تشکيلوي هغه کنجاړي چي د پنبي داني څخه تر لاسه کيږي تر (٤٠) پورې پروتيني مواد لري او همدارنګه پوټکي يي د پنبي داني فرعي محصولات تشکيلوي د څارويو لپاره ښه غذا ده .

په ننګرهار ولايت کي د في جريب عايداتو مصارفو تحليل


پنبه معمولاً په ننګرهار کي د حمل په ورستيو او د ثور په لومړي ورځو کي کرل کيږي چي مخکي د کرلو څخه ورته ځمکه ښه اماده کوي . په في جريب ځمکه کي تقريبـــــــــــاً د (kg٦-٥) تخم اچول کيږي، او په في جريب ځمکه کې 28kg نايتروفاس او همدارنګه 21kg سپينه سره (يوريا)سره استعماليږي چي د سري دغه استعمال بيا هم ايياري په دفعاتو پورې اړه لري که اوبه کمي وي نو سره بيا کمه اچول کيږي ، او که اوبه ډيري وي نو سره بيا ددي اندازي څخه يو څه زياته اچول کيږي تر څو ښه حاصل تر لاسه کړي . پنبه تقريباً په (٤) ماشتي وروسته حاصل ورکوي چي دغه هم د محيط د آب هوا پوري اړه لري ، که هوا يخه شي دغه موده لږه وځنډيږي او که هوا په عادي ډول ګرمه وي کيدي شي يو هفته مخکي په حاصل راشي. لکه څنګه چي د پنبي ګلان په يو ځل نه غوړيږي او په تدريجي ډول غوړيږي همدارنګه يي حاصل هم په يو ځل نه ټولږي او حاصل يي په تدريجي ډول ټوليږي . تقريباً پنبه په څلور مرحلو کي ټوليږي چي د هري مرحلي تر مينځ فاصله (١٠-٨) ورځو پوري په برکي نيسي ،يو جريب ځمکه تقريباً د (kg٤٠٠-٣٥٠) پوري حاصل ورکوي ،په لومړي مرحله کي د حاصل ټولولو کي يو جريب ځمکه تقريباً (kg١٠٥) پنبه توليدوي او په دوهمه مرحله کي کي نسبتاً زياته تقريباً (kg٢١٠) پنبه توليدوي او همدارنګه په دريمه مرحله کي (kg٤٠-٣٠)پوري او په څلورمه مرحله کي (kg٣٠-٢٠) پوري پنبه توليدوي . داچي ترلاسه شوي حاصل کي خالص مالوچ نه وي ،تخم يعنى پنبه دانه هم په کي موجوده وي ښه به داوي چي په هر ٧ کيلو ګرام پنبه کي د تخم او مالوچو اندازه معلومه کړو،پخواني وطني ورايټي تقريباً په (kg٧) پنبه کي (kg٥) پنبه دانه او (kg٢) مالوچ ورکول ، مګر اوسني اصلاح شوي ورايټي چي د بلخي په نوم ناديږي په (kg٧) پنبه کي (kg٤) پنبه دانه او (kg٣) مالوچ ورکوي .

ديوجريب پنبي دعايداتو مصارفو تحليل Revenue(Af) Unit(Kg) Revenue Cost(Af) Unit Cost No 19577.14 171.5kg Cotton 150 5 kg Seed 1 3257.14 228.5 Kg Grand 1280 28 kg DAP 2 600 21 kg Urea 3 800 2 hour Tractor 4 22834.28 Total Revenue 3430 Total Cost مجموعي مصارف - مجموعي عايد = خالص عايد 19404 = 3430 - 22834،28


په افغانستان کې د پنبي عمده ستونزې

١- د اصلاح شوى تخمونو نشتوالى ٢- د کيمياوي سرو نشتوالى ٣- د ابياري منظم سيستم نشتوالى ٤- د کرنيزو ماشين الاتو نشوالى ٥- د پنبي د پروسيس کولو ماشين الاتو نشتوالى ٦- د منظم مارکيټ نشتوالى ٧- د کرني بانک نشتوالى ٨- د افتو او امراضو ضد درملو نشتوالى ٩- د ذخيره خانو نشتوالى ١٠- د بزګرانو د سواد کچي کموالى

خلاصه ا و نتيجه ګيرى • پنبه معمولاً تاوده يا ګرم چاپيريال سره توافق لري چې د کلني اورښت منځني حد inch 16) څخه لږ دي ښه توافق نه کوي . • د پنبي نبات د (Malvacea) کورني پوري اړه لري او علمي نوع (Gossypium ) ګازپيم دي. • د پنبي عمده توليدونکى هيوادونه پخواني شورى اتحاد امريکا ازبکستان چين مصر هندوستان او برازيل پاکستان ترکيه څخه عبارت دي . • د پنبي تخم په يو جريب ځمکه تقريباً(5-6kg) اچول کيږي . • د پنبي د بوټو تر منځ فاصله (30cm-20cm ) په اندازه قطارونو تر منځ فاصله (80cm . 60cm) په نظر کې نيول کيږي.

سپارښتني ددي لپاره چي په هيواد کي د پنبي توليد زيات شي نو دولتي او غيري دولتي موسسو ته په کار دي چي دهقانانو سره اصلاح شوي تخمونه کيمياوي سرې دافتو ضد درمل کرنيز ماشين الاتو او مسلکي پرسونل کي مرستي وکړي چي په نتيجه کي ګران هيوادوال او دهقانان ورونه د ښو او زياتو محصولاتو خاوندان شي او د ناروغيو مخنيوي لپاره نوي او مقاومي ورايټي وکرل شي او همدارنګه کرنيز تناوب مراعت شي که چيرته د پنبي بوټي (٣-٥) پوري پاڼي لرونکي وي او د ناروغۍ علايم په کي ظاهر شي نو بايد بوټي ويستل شي.


ماخذونه ١- دعوتيار ، انجينر محمد اجمل ، عمومي زرات ، صفحه ٢٢-٢٢٨ ٢- هاشمي سيدحبيب ، دنباتاتو دساتني لارښود ، صفحه ١٦٣-١٦٤-١٦٥ ٣-يوولسم صنف جغرافيه صفحه ١٣ 4- http/ //www.crocus.co.uk/producsts-cotton.