پل کروګر
سټیفانوس جوهانس پائولوس کروګر (زوکړه: د ۱۸۲۵ زکال د اکتوبر ۱۰مه – مړینه: د ۱۹۰۴ زکال د جولای ۱۴ مه) د سویلي افریقا سیاستوال و. نوموړی د ۱۹مې پېړۍ پر مهال د سویلي افریقا مخکښه سیاسي او پوځي څېره او له ۱۸۸۳ زکال څخه تر ۱۹۰۰ زکال پورې د سویلي افریقا د جمهوریت (یا ټرانسوال) ولسمشر و. نوموړی چې د تره پل («Oom Paul») په مستعار نوم یادېده له ۱۸۹۹ زکال څخه تر ۱۹۰۲ زکال پورې د بریتانویانو پر وړاندې په دویمه بوئر جګړه کې د بوئر وګړو – هغه وګړي چې ټرانسوال او د هغه ګاونډي اورنج آزاد ایالت ته اړوند و- د آرمانونو د غوښتونکي په توګه نړیوال شهرت وموند. نوموړی د افریقانرانو د شخصیت څرګندونکی بلل کېده او د یوې بحث پارونکې څېرې په توګه پاتې شو؛ د نوموړي ستایونکي هغه تراژیک فولکلوري اتل بولي.
پل کروګر | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | هالنډي ژبه |
کاروونکي ژبه | افريکانس ژبه ، انګرېزي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
لاسليک | |
سمول |
کروګر چې د کیپ مستعمرې په ختیځه څنډه کې وزېږېد، په ۱۸۳۰مه لسیزه کې هغه مهال چې ماشوم و په ګریټ ټرېک کډوالۍ کې یې ونډه لرله. هغه د بایبل له زده کړې پرته نورې هېڅ ډول زده کړې نه لرلې. نوموړی چې د ورټ ټېکر د مشر اندریاس پرتوریوس تر ملاتړ لاندې و، په ۱۸۵۲ زکال کې له بریتانیا سره د ساند سمندرګي د هوکړې د لاسلیک کولو شاهد و چې په راتلونکو لسیزو کې یې د سویلي افریقا د جمهوریت په جوړولو، د بوئیر کومانډو ځواکونو د رهبرۍ او همدارنګه د بوئیر د مشرانو او څانګو ترمنځ د اختلافاتو په حل او فصل کې یې مهم رول ولوباوه. په ۱۸۶۳ زکال کې نوموړی د قواوو د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو، هغه څوکۍ چې نوموړي ورباندې یوه لسیزه کار وکړ او هغه مهال یې ترې استعفا ورکړه چې توماس فرانسوا برګرز د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
کروګر د ۱۸۷۷ زکال په مارچ میاشت کې ډېر لږ وړاندې له دې چې سویلي افریقا بریتانیا ته د ټرانسوال په توګه الحاق شي د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شو. د راتلونکو دریو کلونو په اوږدو کې هغه دوه استازي لندن ته ولېږل څو دغه موضوع له منځه یوسي. نوموړی د سویلي افریقايي جمهوریت د خپلواکۍ د بېرته غوښتونکي خوځښت په اصلي څېره واوښت او د ۱۸۸۰- ۱۸۸۱ زکال پر مهال د بوئر لومړۍ جګړې پر مهال یې لا شهرت وموند. کروګر تر ۱۸۸۳ زکال پورې د درې کسیز حکومت اجرایوي غړی پاتې شو او ورپسې منتخب ولسمشر وټاکل شو. په ۱۸۸۴ زکال کې نوموړي د هغه درې کسیز پلاوي مشري وکړه چې د لندن په کنوانسیون کې یې ونډه واخیسته او پر مټ یې بریتانیا د سویلي افریقا جمهوریت د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژند.
په ۱۸۸۶ زکال د بریتانوي ښارګوټو د زرګونو بهرنیو اوسېدونکو له خوا د ویټواټرسرنډ د سروزو د هجوم له امله د سویلي افریقا د جمهوریت نږدې ټول مالیاتي عواید برابر شول، خو له دې سره یې مدني استازولي نه شوای کولای. بوئر برګر وګړو د دولت کنټرول وساته. د بهرنیانو ستونزو او بریتانیا ته اړوندو ترینګلیتاوو نورو ولسمشریزو چارو ته د کروګر پر پام اغېز درلود، چې له امله یې نوموړی په ۱۸۸۸ زکال، ۱۸۹۳ زکال او ۱۸۹۸ زکال کې درې ځله نور د ولسمشر په توګه وټاکل شو د دغې چارې له امله له ۱۸۹۵ زکال څخه تر ۱۸۹۶ زکال پورې د جمسون برید او بالاخره د بوئر دویمه جګړه رامنځته شوه. کروګر هغه مهال چې جګړه د بوئر په تاوان شوه اروپا ته لاړ او خپل پاتې ژوند یې په تبعید کې تېر کړ؛ له دې سره هغه مهال چې بریتانویان بریا ته ورسېدل هغه هېواد ته له راګرځېدو ډډه وکړه. په ۱۹۰۴ زکال کې د ۷۸ کلونو په عمر په سویس کې له مړینې وروسته د نوموړي مړۍ د دولتي جنازې مراسمو په موخه سویلي افریقا ته راوړل شو او په پریټوریا کې د اتلانو په هدیره (Heroes' Acre) کې خښ کړای شو.
تبعید او مړینه
سمولکروګر د ۱۹۰۰ زکال د سپټمبر په ۱۱ مه له ټرانسوال څخه د رېل ګاډي څخه په کار اخیستو ووت – نوموړي هغه مهال چې وړونکی رېل یې موازمبیق ته ننوت وه یې ژړل. هغه هوډ وکړ چې بندر ته دغه مهال په راتلونکې لومړنۍ بخار بېړۍ کې چې هېرزوګ نومېده او د جرمني ختیځې افریقا په مسیر یې تګ راتګ درلود بېرته وګرځي، خو د سیمه ئیز بریتانوي قونسل په امر پرتګالي ګورنر په کروګر فشار راوړ څو په دغه بندر کې په کورني بند کې پاتې شي. نږدې یوه میاشت وروسته هالنډۍ ملکې ویلهلمینا له بریتانویانو سره هوکړه وکړه څو کروګر د HNLMS Gelderland په نوم د یوې هالنډي جنګي بېړۍ پر مټ د غیر بریتانوي اوبو له لارې د فرانسې مارسي ښار ته ولېږدوي. کروګر د دغه خبر له اورېدو خوشحاله شو، خو له دې څخه چې ګزینا په پرتوریا کې په ښه حالت کې نه وه څو وکولای شي د هغه ملتیا وکړي نا هیلی شو. یاده بېړۍ د ۱۹۰۰ زکال د اکتوبر په ۲۰ مه له بندر څخه ووته.[۲]
د نومبر په ۲۲ مه له نوموړي څخه په مارسي کې هرکلی وشو – ۶۰ زره تنه د هغه رارسېدو ته په تمه و. نوموړی د لیډز په ملتیا په پاریس کې له شانداره هرکلي سره مخ شو او بیا یې د ډسمبر په لومړۍ نېټه کولن ته سفر وکړ. په دغه ځای کې هم وګړو په ورته ډول له نوموړي هرکلی وکړ، خو قیصر دویم ویلهلم په برلین کې هغه ته له ښه راغلاست ویلو ډډه وکړه. کروګر چې لا یې هم په جګړه کې له جرمني څخه د هیلې تمه لرله په شدیده ډول وځورېد. هغه لیډز ته وویل: «قیصر له موږ سره خیانت کړی». هغوی هالنډ ته لاړل؛ هغه هېواد چې په بشپړه توګه بې پلوه و او نه یې شو کولای ورسره پوځي مرسته وکړي، خو دوی هلته په خپل کور کې د استوګنې احساس کاوه. [۳][۴][۵]
ګزینا چې کروګر ترې ۱۶ ماشومان لرل – ۹ زامن او اووه لوڼې (یو شمېر یې په لږ عمر کې مړه شول) – اته ناروغ لمسیان یې هم لرل چې د ۱۹۰۱ زکال په جولای میاشت د کروګرزډارپ په نامه د اجباري کار له کمپ څخه چېرې چې د دوی مور مړه شوې وه د نوموړې خوا ته راوړل شول. له دغو اتو ماشومانو څخه پنځه یې په راتلونکو نهه ورځو کې مړه شول او دوه اونۍ وروسته ګزینا هم مړه شوه. مینټجیس لیکي چې له دغه مهال وروسته کروګر «عجیب سکوت» اختیار کړ. نوموړی چې تر یوه بریده یې د سترګو لید او د اورېدو حس له لاسه ورکړی و خپل خاطرات یې د ۱۹۰۱ زکال په وروستیو کې خپل منشي هرمانوس کریسټیان «ماډي» برېډل او پیټر ګروبلر ته بیان کړل چې راتلونکی کال خپاره شول. کروګر او ورسره مل کسان د ۱۹۰۱ زکال په ډسمبر میاشت کې اوترخت ته کډه شول چېرې چې نوموړي د «اورنجلوسټ» په نامه یوه آرامه ویلا واخیسته او لور یې السي الوف او د هغه کورنۍ هم ورسره یوځای شوه. [۶][۷][۸][۹][۱۰]
د سږو په پړسوب له اخته کېدو وروسته پل کروګر د ۱۹۰۴ زکال د جولای په څوارلسمه د سویس په کلارنس کې د ۷۸ کلونو په عمر ومړ. د مړینې پر مهال د هغه پر میز باندې بایبل کتاب پرانیستی و. [۱۱][۱۲]
د کروګر جسد په پیل کې په لاهه کې خښ کړای شو، خو ډېر ژر یې مړی د بریتانیا په اجازه هېواد ته راوړل شو. د ۱۹۰۴ زکال د ډسمبر په ۱۶مه په پرټوریا کې د نوموړي لپاره د جنازې دولتي مراسم ونیول شول او د هغه پر تابوت د سویلي افریقا د جمهوریت بیرغ او نښان بند کړای شو؛ د هغه مړی د چرچ سټریټ په هدیره کې چې نن ورځ د اتلانو د هدیرې په نامه پېژندل کېږي خښ کړای شو. [۱۱][۱۳][۱۴]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118778099 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Meintjes 1974، مم. 247–250.
- ↑ Meintjes 1974، مم. 254–256.
- ↑ Meintjes 1974، مم. 252–254.
- ↑ Meintjes 1974، مم. 250–252.
- ↑ Meintjes 1974، م. 22.
- ↑ Meintjes 1974، مم. 256–257.
- ↑ Meintjes 1974، م. 258.
- ↑ Kruger 1902، مم. v–vi.
- ↑ Meintjes 1974، م. 256.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Meintjes 1974، م. 260.
- ↑ Meintjes 1974، م. 259.
- ↑ Meintjes 1974، م. 261.
- ↑ Meintjes 1974، م. 264.