پلان جوړونه

عبدالله

پلان جوړونه انګلیسي: Planing سره معادله په کار وړل کیږي ، د مدیریت په کتابونو کي دوه کلمې (PLANING) او (PROGRAMMING) په غالب ډول د یو او بل پر ځای په کار وړل کیږي . د مدیریت ځيني د نظر خاوندان لکه جانسون د (STRATEGIC PLANING) اصطلاح د اوږدمهاله پلان لپاره او (MEDIUN – RANG PROGRAMMING) اصطلاح د منځمهاله پلان جوړوني لپاره په کار وړې دي . هغه وخت چې انسان د خپلي عقلاني ودي په اوږدو کې په خپل ژوند کې د پلان جوړولو ته اړتیا ولیده او د هغه په څېړلو یې پيل وکړ نو هغه ته یې په ټولنیزو نظامونو کي د مدیریت او لارښووني (رهبري ) په خدمتونو کې د یوې وسیلې په حیث پاملرنه وکړه او نن ورځ وینو چې د سازمانونو د شتون جوړښت دومره پېچل شوی دی چې له دقیقو پلان جوړونو پرته نشو کولای خپل ژوند ته دوام ورکړو . د پلان جوړونه د فرصتونو او له دې فرصتونو څخه د گټي اخیستني په څرنگوالي او له تهدیدونو سره د مبارزې پر بنسټ ولاړ دی. ==د پلان جوړوني فلسفه د پلان جوړوني فلسفه د یوه نظر او د ژوند د یوې حل لاري د عنوان په څېر چې د یوه فکر، اندېښې ، او د یوه منظم ، دوامداره او د کلک عظم د پلان جوړوني د عمل پر بنسټ د تعهد ضمانت کوونکی وي نو د مدیریت یوه نه جلاکېدونکې او نه بېلېدونکې برخه ده.

د پلان جوړوني اړتیا : سمول

شخص او سازمان خپلو موخو ته د رسیدو لپاره پلان جوړوني ته اړتیا لري نو پر همدې بنسټ د پلان جوړوني اړتیا د یوه جزیې واقیعت موخو ته د رسیدو لپاره نه قبلېدونکی انکار دی ، په دې معنی چې هر څومره وړه موخه هم ولرو نه هغې ته د رسیدو لپاره باید او باید یو منظم پلان شتون ولري چې په لږ مصرف او کم وخت کې مو هغه ته ورسوي ،( دا که د یوې میلمستیا لپاره وي ، د رخصتي د یوې ورځي د تېرېدو لپاره وي ، او که د یوه محصول د خرڅلاو لپاره وي . نو ددې اړتیا پر بنسټ پلان جوړونه له دې واقیعت څخه سرچینه اخلی چې :- ټول نهادونه پخپل متحول چاپېریال کي فعالیت کوي هغه تغیرات چې له چاپېریال څخه سرچینه اخلي د هغو څخه په نه ډاډگېرنه پلان جوړونه د یوې نه قبلېدونکې اړتیا په څیر په ټولو نهادونو کې رامنځته شوېده [۱] . پیټرډراکر په دې باور دی چې د گټورکېدو ( د سمو کارونو ترسره کول ) او کارکولو ( په سمه توگه د کارونو تر سره کولو) په منځ کې توپیر شتون لري او د موخو د پړاوونو د ټاکلو په وخت کې دا دواړه د هغوی د څرنگوالي په کسبولو کې یو له بل سره تړلي دې [۲].

د پلان جوړوني تعریف: سمول

د پلان جوړوني لپاره متصصینو مختلف او بېل بېل تعریفونه کړېدي چې د نمونې په ډول دلته د څو تعریفونو یادونه کوو: پلان جوړونه عبارت ده له :

  1. د موخې ټاکل او دهغې اصولو ته د یوې حل لاري پیداکول او جوړول د پلان په نوم یادېږي [۳]
  2. د کارونو د ترسره کولو لپاره د تصمیم نیول د پلان په نوم یادېږي.
  3. په راتلوونکي کي د یوه مطلوب وضیعت طرح کول او رسمول او د داسي لارو او وسایلو پیداکول او جوړول چې هغو ته رسیدل برابروي.
  4. د داسي عملیاتو طرح کول چې د هغې موضوع لپاره چې مخکي له مخکي د یوې لاري په وسیله تعریف شوېده تغیر ورکړي.

د پلان جوړوني موخې: هغه موخي چې په هره پلان جوړونه کې لټول کیږي په لاندی ډول دي

  1. د فعالیتونو د تنظیم له لاري موخو ته د رسیدو لپاره د احتمال ډېروالی.
  2. د اقتصادي اړخ ډېرول .
  3. په موخو او مقصدونو باندی تمرکز او د اړتیا په وخت کې د خپلي لاري بدلول.
  4. د کنټرول لپاره د وسایلو چمتوکول.

د پلان جوړوني لومړيتوب: سمول

که چېرته د مدیریت دندي د یوه هرم په څېر په نظر کې ونیسو نو پلان جوړونه یې په سر کي ځاي لري که څه هم د مدیریت دندي په ځانگړي ډول تر څېړني لاندي نیسو، خو بیا هم په خپل منځ کې اړیکي لري او له دې ډلي څخه پلان جوړونه له ځانگړي اهمیت څخه برخمنه ده

د مدیر پنځه گونې دندې یو له بل څخه نه جلاکېدونکې دي او دا اړیکي په پلان جوړونه او کنټرول کې ډېري تر سترگو کیږي ځکه هغه کارونه چې د هغوي لپاره پلان شتون ونه لري نو موږ يې هم نه شو کولای په سمه توگه کنټرول کړو. کنټرول په دې معنی چې په یوه مسیر کې د فعالیتونو ساتل او د پلان له مخې د انحرافاتو سمول .

پلان جوړونه ټولو ډله ایزو موخو هڅي معلوموي او هغه پلانونه چې د یوه سازمان موخو ته مو رسوي هغه هم طرح کوي تر څو مدیر وپوهيږي چې څه ډول سازماني جوړښت (ساختار) باید وټاکي او د خپلي اړتیا وړ کارکوونکو په پېژندلو او د هر پسټ لپاره د شخصي ځانگړتیاو په پېژندلو باندي بریالی شي. نوهغه وخت یو مدیر کولای شي چې د لارښووني (هدایت) او سرپرستي گټور ډول وټاکي او د عملیاتو د کنټرول لپاره هم یو سټنډرډ ولري نو ویلاي شو چې : پلان جوړونه د مدیریت خلاصه جوړوي . د پلان جوړوني ډولونه :پلان جوړونه کولای شو په دری ډوله ترسره کړو:

  1. بنسټيزه پلان جوړونه (سټراټیژیک پلان): دا پلان جوړونه یوه بنسټیزه او د سازمان اوږدفکره پلان جوړونه ده چې لاندي پړاوونه په بر کې لري :

الف) د اوږدمهاله موخو او مأموریتونو ټاکل، ب) په لنډمهاله کمي او کیفي موخو باندي د مأموریتونو توپیر چې دا عمل په اصطلاح کې موخه جوړونه بلل کیږي ، ج)د خط مشي یا سیاستونو ټاکل، د) د اجرايي (تاکتیکی ) پلان جوړوني طرح [۴]. ستراتیژیکه پلان جوړونه د راتلوونکي په اړه وړاندوینه نه کوي خو کولاي شي چې له یوه مدیر سره په لاندنيو مواردو کې مرسته وکړي[۵]: الف) په اوسنیو غوښتنو یا مقتضیاتو کي بریالی کېدل، ب) د نه قبلېدونکو غلطیو په سمولو کي د یوه په موقع فرصت وړاندي کول، ج) په یوه مناسب وخت کې د سم تصمیم نیولو مرسته ، د) په هغو اعمالو باندي تمرکز چې په راتلوونکي کې باید په مطلوب ډول ترسره شي. پلان جوړونه د مدیریت په ټولو دندو باندي وړاندي والی لري[۶] سټراټیژیکه پلان جوړونه په هغو پوښتنو سره پیل کیږي چې په اوس وخت کې د موخو او د موخو د عملیاتو د په لاس راوړلو لپاره ځانگړي شوي وي ، د بېلگي په توگه :

  1. موږ د کومو خدمتونو د وړاندي کولو لپاره هڅه کوو؟
  2. آیا هغه څه چې اوس هم تر سره کوو دوام ورکړو؟
  3. آیا تولید او یا نورو ډېرو او یا کمو خدمتونو ته اړتیا لرو؟
  4. کوم ټولنیز او سیاسي تحولات د یوه کار د ترسره کولو په څرنگوالي باندي تاثیر اچوي؟
  5. دا تاثیرات تر کومه حده پوري دي؟
  6. موږ ددې تاثیراتو پر وړاندي څه کولاي شو وکړو؟

د لاندينیو پوښتنو ځوابونه د مدیرانو له تولیدي کارونو سره مرسته کوي تر څو خپل فعالیتونه و ارزوي ، تصمیم ونیسي چې کومي برخي باید وساتي او یا کومي برخي زیاتي او یا کمي کړي :

  1. کوم محصولات د خرڅلاو وړ دي ؟
  2. په څومره قیمت سره کولاي شو هغه واخلو؟
  3. کوم فني پرمختگونه رامنځته شوي دي ؟
  4. څومره مصرف ورباندي راځي؟
  5. د لاس گټي( دستمزد) نرخ یې څومره دی؟
  6. د دولت خط مش د مالیاتو پر وړاندي څه ډول دی؟
  7. د یوه سازمان خط مش د گټي پروړاندي څه ډول دی؟
  8. د بودیجي د تامین لپاره مالي سرچینې کومي دي؟
  9. د یوه سازمان ټولنیز او سیاسي چاپیریال څه ډول دی؟

په ځینو فرضیو کې حتي راتلوونکي خط مشونه هم وړاندوینه کیږي ، د بېلگي په توگه که چېرته یو سازمان د خپلو کارکووکو لپاره د بیا کښیناستني پروگرام یا پلان جوړونه ونه لري ، کله کله د پلان جوړوني په مفروضاتو وړاندوینه کوي.

اخځليکونه سمول

  1. بدیین ،۱۹۸۶ ،ص (۱۰۰)
  2. ډراکر،۱۹۶۴،ص (۱۵)
  3. (بدیین،۱۹۸۶،ص،۱۰۰)
  4. گالوي ،۱۹۶۷،ص۲۹۶
  5. تري،۱۹۷۷،ص ۱۷۹
  6. کنټز او نور،۱۹۸۸،ص ۱۰۳