پر پولنډ د شوروي یرغل

پر پولنډ د شوروي برید، د جنګ له رسمي اعلام څخه پرته د شوروي له خوا يو پوځي برید و چې له لویدیځ څخه پر پولنډ د جرمني تر برید ۱۶ ورځې وروسته د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په ۱۷ شوروي اتحاد له ختیځ څخه پر پولنډ برید وکړ. وروستیو پوځي عملیاتو ۲۰ ورځې دوام وکړ او د ۱۹۳۹ ز کال د اکتوبر په ۶ له دوه اړخیزه وېش او له نازي جرمني او شوروي اتحاد سره د ټولې خاورې او د پولنډ د دویم جمهوریت له الحاق سره پای ته ورسېد. دا وېش ځينې وختونه د پولنډ د څلورم وېش په نوم یادیږي. پر پولنډ د شوروي او همدارنګه د جرمني یرغل د مولوتوف – ریبنتروپ تړون په «پټ پروتوکل» کې چې د ۱۹۳۹ ز کال اګست په ۲۳ لاسلیک شو، په غیر مستقیم ډول ښيي چې پولنډ يې د دوو قدرتونو تر منځ د نفوذ پر حوزو ووېشه. د پولنډ په برید کې د جرمني او شوروي همکاري د مشترکې جګړې په توګه یاده شوې ده.  [۱][۲][۳]

سور پوځ چې ډېر زیات پولنډی مدافعان يې لرل، له لږ مقاومت سره خپلو موخو ته ورسېده. نږدې ۳۲۰۰۰۰ پولنډي جنګي بندیان نیول شوي وو. په تازه ولکه شویو سیمو کې له ځنډ پرته د ټولیز تاوتریخوالي کمپاین پيل شو. د ۱۹۳۹ ز کال په نوامبر کې د شوروي دولت د پولنډ ټوله خاوره د خپل کنترول ضمیمه کړه. نږدې ۱۳.۵ میلیونه پولنډی ښاریان چې تر پوځي يرغل لاندې وو، تر نمایشي ټاکنو وروسته چې په وحشتناکه فضا کې د NKVD (په کورنیو چارو کې د خلکو کمېشنري) د پټو پولیسو په واسطه تر سره شول، د شوروي په نویو عادي اتباعو بدل شول، چې پایلې يې د زور له کارولو سره یاد هېواد ته د مشروعیت ورکولو لپاره وکارول شوې. د شوروي د سیاسي وژنو کمپاین او د ځپنې نورې بڼې د باصلاحیته پولنډي څېرو لکه: د پوځ افسرانو، پولیسانو او کشیشانو د نیولو او لنډمهاله اعدام له څپې سره پیل شو.  د ۱۹۱۴ او ۱۹۳۹ز کلونو تر منځ د شوروي NKVD سلګونه زره کسان د پولنډ له ختيځ څخه سایبیریا او ګڼو نورو لرې پرتو سیمو ته په څلورو لویو څپو کې تبعید او وشړل. کله چې جرمني له شوروي اتحاد سره خپل مخکينی تړون له منځه یوړ او د بارباروسا د عملیاتي کود په نوم يې پر شوروي اتحاد برید وکړ، شوروي ځواکونو د ۱۹۴۱ ز کال تر اوړي پورې د پولنډ ختیځ اشغال کړ. دا سیمه د جرمي تر ولکې لاندې وه تر هغه چې د ۱۹۴۴ ز کال په اوړي کې د سره پوځ له خوا بیاځلي فتحه شوه. د يالتا په کنفرانس کې شوې پرېکړې/توافق شوروي اتحاد ته اجازه ورکړه چې د کرزن کرښې ته څېرمه سیمې خپله ضمیمه کړي (چې د مولوتوف-ربینټرپ تړون نږدې له ټولو برخو سره همغږې وې د پولنډ د دویم جمهوریت ونډه)، چې د ختيځ پروس د ډېرې سویلي برخي او د اوډر – نیس کرښې له ختیځو سیمو سره د پولڼد د خلکو د جمهوریت جبرانول. شوروي اتحاد ضمیمه شوې ځمکې د اوکراین له سوسیالیستي شوروي جمهوریت، د بېلاروس سوسیالیستي شوروي جمهوریت او د لېتوانیا له سوسیالیستي شوروي جمهوریت سره یوځای کړې. [۴][۵]

په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې تر پای وروسته، د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په ۱۶ شوروي اتحاد د پولنډ د ملي وحدت له لنډمهالې ادارې سره د شوروي او پولنډ د پولو پرېکړه‌لیک لاسلیک کړ. دې تړون د بیالوستاتیک د شاوخوا سیمې او په ختيځ کې د سن سیند ته څېرمه د ګالیسیا له یوې کوچنۍ برخې پرته چې وروسته پولنډ ته وروګرځول شوې، موجود وضعیت د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي پولې په توګه وپېژندل شو. [۶]

پیلیزه

سمول

تر یرغل څو ورځې مخکې، د ۱۹۳۹ ز کال په لومړیو کې، شوروي اتحاد له بریتانیا او فرانسې سره، د الدوف هېټلر په دوره کې د نازي المان د پوځي کېدلو پر وړاندې ستراتیژیکې مذاکرې پیل کړې. د ۱۹۳۹ ز کال په اګست کې شوروي اتحاد بریتانیا او فرانسې ته یو وړاندیز وړاندې کړ، چې «۱۲۰ پیاده لښکرې (هر یو نږدې له ۱۹۰۰۰ سرتېرو سره) ۱۶ د سپرو عسکرو لښکرې، ۵۰۰۰ درانه توپونه، ۹۵۰۰ ټانکونه او تر ۵۵۰۰ پورې جنګي او بم اچوونکې الوتکې د جرمني پولو ته ولېږي.» له هغه ځایه چې شوروي اتحاد (USSR) له جرمنې سره هېڅ پوله نه لرله، دا د سره پوځ په واسطه د پولنډ د ځمکو د څرګند اشغال په معنا وه، چې مخکې په ۱۹۲۰ ز کال کې د شوروي او پولنډ د جګړې سیمه وه، مذاکراتو ماته وخوړه.   [۷]

د شرایطو له ردېدو سره، جوزوف ستالین د مولوتف- ریبنتروپ تړون چې د ۱۹۳۹ ز کال د اګست په ۲۳ لاسلیک شوی و، وڅاره. د نه یرغل په دې تړون کې یو محرمانه پروتوکول نغښتی و چې د جنګ د پېښېدو په حالت کې يې د جرمني او شوروي د نفوذ په حوزو د اروپا د شمال او ختیځ وېش ترسیماوه. د مولوتوف-ریبنتروپ تړون تر لاسلیک یوه اونۍ وروسته، د ۱۹۳۹ ز کال د سپټمبر په لومړۍ جرمني پوځیانو له لویديځ، شمال او سویل څخه پر پولنډ برید وکړ. پولنډي سرتېرو په ورو ورو د سویل ختيځ لور ته شاتګ وکړ، چېرې چې د رومانیایي پل له سر څخه د اوږد مهالې دفاع لپاره تیار او د فرانسویانو او بریتانویانو هغې مرستې او ملاتړ ته په تمه شول چې دوی يې تمه درلوده، خو نه فرانسویان نه هم انګریزان د هغوی ژغورنې ته ورسېدل. د شوروي سره پوځ د ۱۹۳۹ز  کال د سپټمبر په ۱۷ د پټ پروتوکول پر بنسټ د کرېسي په سیمو یرغل وکړ. 

د جګړې په پیل کې د پولنډ څو ښارونو، لکه: ډوبنو، لاک، ولادزمیير او وولېنسکي سره پوځ ته اجازه ورکړه، چې په سوله‌ییز ډول دننه شي، ځکه باوري وو چې له جرمنیانو سره د مبارزې لپاره به سړکونو ته راوځي. د پولنډ له پوځ څخه جنرال جولیوس رومل یو غیر مجاز فرمان صادر کړ تر څو مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي له هغوی سره د یو متحد په توګه چلند وشي. د روس دولت اعلام وکړ چې د هغو اوکراینیانو او بيلاروسیانو لپاره په عملیاتو لاس پورې کوي چې د پولنډ په ختيځو برخو کې ژوند کوي، ځکه د پولنډ دولت له منځه تللی و- د شوروي د تبلیغاتو پر بنسټ په بشپړ ډول د لويديځو احساساتو انعکاس و چې د « Blitzkrieg» اصطلاح یې د جرمني د تشرېح کولو لپاره کاروله، د سترګو د رپ جګړې(برېښنايي جګړې) له څو اونیو وروسته پولنډ مات کړ او نورو یې نه شوی کولی، د خپلو ښاریانو امینت تضمین کړي. د پولنډ دولت له دویمې جبهې سره د مخامخېدو په ترڅ کې دې پایلې ته ورسېده چې د رومانیایانو له پل څخه دفاع نوره ممکنه نه ده او د رومانیا په لور يې د ټول يونیفرم لرونکي پوځ د بېړنۍ تخلیې امر وکړ.   [۸][۹]

سرچينې

سمول
  1. "The Molotov-Ribbentrop Pact, 1939". Fordham University. 26 January 1996. نه اخيستل شوی 19 September 2020.
  2. Hager, Robert P. (2017-03-01). ""The laughing third man in a fight": Stalin's use of the wedge strategy". Communist and Post-Communist Studies (په انګليسي). 50 (1): 15–27. doi:10.1016/j.postcomstud.2016.11.002. ISSN 0967-067X. The Soviet Union participated as a cobelligerent with Germany after 17 September 1939, when Soviet forces invaded eastern Poland
  3. Blobaum, Robert (1990). "The Destruction of East-Central Europe, 1939–41". Problems of Communism. 39: 106. As a co-belligerent of Nazi Germany, the Soviet Union secretly assisted the German invasion of central and western Poland before launching its own invasion of eastern Poland on 17 September
  4. Contributing writers (2010). "Stosunki polsko-białoruskie pod okupacją sowiecką" [Polish-Byelorussian relations under the Soviet occupation]. Internet Archive. Bialorus.pl. Archived from the original on 29 May 2010. نه اخيستل شوی 26 December 2014.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناسم تړ (link)
  5. Marek Wierzbicki (2000). Polacy i białorusini w zaborze sowieckim: stosunki polsko-białoruskie na ziemach północno-wschodnich II Rzeczypospolitej pod okupacją sowiecką 1939–1941. Volumen. ISBN 978-83-7233-161-8.
  6. SYLWESTER FERTACZ (18 December 2007). "Bolesna granica, 1945: KROJENIE MAPY POLSKI". Archive. Archived from the original on 25 April 2009. نه اخيستل شوی 19 September 2020.
  7. Holdsworth, Nick (2008-10-18). "Stalin 'planned to send a million troops to stop Hitler if Britain and France agreed pact'". The Daily Telegraph (په انګليسي). ISSN 0307-1235. Archived from the original on 12 January 2022. نه اخيستل شوی 2019-12-23.
  8. Przemysław Wywiał (August 2011). Działania militarne w Wojnie Obronnej po 17 września [Military operations after 17 September] (PDF). Komentarze historyczne, Nr 8–9 (129–130). Institute of National Remembrance. pp. 70–78. Archived from the original (PDF) on 17 March 2016. نه اخيستل شوی 22 December 2014.
  9. The Holocaust Encyclopedia. "The Invasion of Poland, Fall 1939 (last edited 25 August 2021)". نه اخيستل شوی 14 January 2022.