پر هندي هنر هلنستي اغېز

پر هندوستاني هنر او فن تعمير هلنستي اغېر د ستر سکندر له فتوحاتو وروسته، د څلورمې مخزېږدېزې پړۍ له وروستيو څخه نيولې، د شریک پړاو تر لومړيو پېړيو پورې، د هندوستان پر هنر د يونانيانو د فني او تعميراتي اغېر څرګندونه کوي. په حقيقت کې يونانيانو د هندوستان په دروازو او کله کله د هندوستان په داخل کې، تر لومړۍ زېږديزې پېړۍ پورې د يوناني-باختري پاچايۍ او هندو-يوناني پاچاييو تر څنګ، په ځانګړي ډول په موريه سترواکۍ (شا اوخوا 321-185مخزېږديز) د ډېرو څرګندو اغېزو سره سياسي شتون هم درلود. د یوناني-بودايي هنر په پړاو کې تر څو پېړيو پورې، په هندوستاني هنر هلنستي اغېز هم محسوسېدای شي.[۱][۲]

تاريخي حالت

سمول

له هلينستي پړاو مخکې اغېېز (518-327 مخزېږديز)

سمول

د کابل په زېرمه (خزانه) کې موندل شوې سکې یا په پشلاوتي کې د شيخان دهري له زېرمې څخه تر لاسه شوې د هخامنشي پړاو ګڼو سکو تر څنګ د پنځمې او څلورمې مخزېږدېزې پېړۍ ډېرې يوناني سکې هم په دې سيمه کې چلېدې، د هخامنشيانو د واکمنۍ پر مهال لږ تر لږه تر سند پورې، کومې سيمې چې تر ګندهارا پورې د چا په واک کې وې. په 2007ز کال کې، د پاکستان په لرغوني پشکلاوتي (شيخان دهري)  سيمه کې د سکو يوه کوچنۍ زېرمه وموندل شوه، په دې زېرمه کې د یونان يوه لرغونې سکه وه، چې د 500/490-485 مخزېږديز په شا او خوا کې جوړه شوې وه، تر څنګ يې يو شمېر د سيمه ييزو ډولونو او همدا شان د سپينو زرو د ويلې کولو قالبونه موجود وو. د اتن سکه د خپل ډول تر ټولو لرغونې پېژندل شوې بېلګه ده چې په لېرې ختيځ کې موندل شوې ده.[۳][۴][۵][۶][۷]

د « Joe Cribb» په وينا، دا ابتدايي يوناني سکې د هندوستاني سوک نښان لرونکې سکو اصل و، هغه لومړنې سکې چې په هندوستان کې جوړې شوې وې، په کومو کې چې له يوناني سکو څخه اخيستل شوې ټيکنالوژي کارول شوې وه. « Daniel Schlumberger» په دې باور هم دی چې دا د سوک نښې لرونکې پيسې، په شمال لوېديځ هندوستان کې موندل کېدونکو ګڼو د سوک نښان لرونکو پيسو سره ورته دي، په ابتدايي ډول په هخامنشي سترواکۍ کې پیدا شوي دي، نه د هندوستان په مرکزي سيمو کې.[۸]

"د سوک نښان لرونکې پيسې تر اوسه هندوستاني بلل کېدې (...) خو د وزن معيار ته په کتنې سره ځينې پوهان دا فارسي بولي، او اوس کله چې موږ وينو چې دا د افغانستان په ځمکه هم موندل شوي، دې شونتيا ته په کتنې سره چې د هغې اصلي هېواد د سند له سيند څخه ورهاخوا نه شي کتل کېدای، بلکې بايد د هخامنشي سترواکۍ په ختيځو ولايتونتو کې ولټول شي".


«Daniel Schlumberger» له «résors Monétaires » پاڼه 42، څخه نقل کړی دی.

هلينستي پړاو (327 مخزېږديز څخه راپدېخوا)

سمول

د ستر سکندر تر مشرۍ لاندې په هندوستان کې يوناني مبارزې په وخت (327-326مخزېږديز) او پراختيا پورې محدودې وې، خو دوی پراخه اوږدمهالې اغېزې درلودې، ځکه يونانيان د پېړيو لپاره د هندوستان په دروازو کې اباد وو. د سکندر له تګ ډېر ژر وروسته، شونې ده چې يونانيانو (چې په هندوستاني سرچينو کې د يوناني ټکي "Ionian" څخه د يونا يا ياوانا په توګه ښودل شوي وي)له دې وروسته له نورو ډلو سره په شریکه د 322 مخزېږديز په شا او خوا کې د «ناندا» واکمنې کورنۍ پر ضد د چندرګپت موريا په وسله وال پاڅون کې برخه اخيستې وي، او له «ناندا» څخه د ښار د نيولو په موخه تر «پاټلي پترا» پورې تللي وي. د «Visakhadutta» د «Mudrarakshasa» تر څنګ د « Jaina» په اثر « Parisishtaparvan» کې د هماليه د پاچا « Parvatka» سره په همالیه کې د اتحاد خبره شوې ده، کوم چې عموماً د « Porus» په نوم پېژندل شوی دی. د دې روايتونو پر بنسټ، دې اتحاد چندرګپت ته يو جامع او پیاوړي پوځ ورکړ، چې د ياونا (يونانيانو)، کمبوجا، شاکا (ساکان)، کراتاس (نيپاليان)، پاراسيکا (فارسيان) او بهلکاس (باختريان) څخه جوړ و، چا چې پاټلي پترا ونيو.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

له دې پېښو وروسته، يونانيان د سلوکي سترواکي او يوناني-باختري پاچايۍ په مټ، د هندو-يوناني پاچاييو تر زمانې پورې، کومې چې د لومړۍ زېږديزې پېړۍ په کوم وخت کې پای ته رسېدلې دي، نږدې تر درې پېړيو پورې د هندوستان په دروازو کې د خپل جوړښتي موجوديت پر ځای ساتلو کې بريالي شول. په دې موده کې، د ای خانم ښار، کوم چې د يوناني-باختري پاچايۍ پلازمېنه وه، او د هندو-يوناني پاچايۍ پلازمېنې، د سرکپ ښارونه، کوم چې په اوسني پاکستان کې د يوناني هيپوډامين شبکې په طرحه جوړ شوي دي، او ساګالا، چې اوس د هندوستان له پولې څخه لس کيلو متره لېرې په پاکستان کې موقعيت لري، د هند نيمې لويې وچې سره پراخه تعاملات درلودل. باور کېږي چې ای خانم او سرکپ په هندوستان کې د لوېديځ هنري اغېز په لېږدولو کې بنسټيزه ونډه درلودلې وي، د بېلګې په ډول، د نيمه يوني پاټلي پترا پلازمېنې په جوړولو يا د اشوکا د ستنو د ګلانو د سينګار نقشونه. د « Megasthenes، Deimachus» او « Dionysius» په څېر ګڼ یوناني سفيران په پاټلي پترا کې په موريايي دربار کې پاتې شول.[۱۴]

د خپلولو دايره يې، د دانو او کړيو په څېر نمونو، لمبې ته ورته د ونې مرکزي طرحې او نورو ډول ډول قالبونو له طرحو څخه نولې، د پاټلي پترا په ماڼۍ کې د ژويو د مجسمو جوړولو او يوني د څپرې پورته ډيزاين او فعاليت پورې رسېږی. له لومړۍ پېړۍ وروسته، هلستني اغېز د ګندهارا سره په يو وخت کې په یوناني-بودايي هنر کې، تر پنځمې زېږدېزې پېړۍ پورې دوام پيدا کړ. ويل کېدای شي، چې له دې وروسته تر پېړيو پورې په هندوستاني هنرونو کې په بالواسطه ډول هلنستي اغېز محسوسېدو. [۱۵]

د هندوستان په ډبرينو يادګاري ودانيو اغېز (268-180مخزېږديز)

سمول

د موريا په پړاو کې (شا او خوا 321-185مخزېږديز)، او په ځانګړي ډول د اشوکا سترواک د واکمنۍ پر مهال (شا اوخوا 268-232مخزېږديز)، هلنستي اغېز لېدل کېږي، چې د هندوستاني ډبرينې يادګاري معمارۍ په جوړولو کې يې ونډه درلودلې ده. د پاټلي پترا په لرغونې ماڼۍ کې کېندنو هلنستي مجسمه جوړولو اثار رابرسېره کړل، او په همدې پړاو کې د اشوکا په ستنو کې هلنستي اغېز څرګندېږي.

د « John Boardman» په وينا، د هندوستان د ډبرينې معمارۍ پر هنر هلنستي اغېزې موجودې وې. په هر حال، د دې اغېزو سيمې او سرچينې تر اوسه په سم ډول نه دي پېژندل شوي، يا تر اوسه د پېژندل کېدو وړ نه دي. درې پراخه اندونه وړانديز شوي دي. يو اند يې د « Percy Brown» په څېر لومړيو پوهانو خپل کړی، په کوم کې چې په هندوستاني تعميري هنر کې د ډبرو کډوال هنرمندان کارول شوي وو، چا چې د فارسي هخامنشي شاهي بڼه کې تجربه درلوده، په کومو کې چې ډېره یوناني ونډه شامله وه، او نېغ په نېغه نور ډېر هلنستي اغېز ورزيات کړای شوی و. دويم اند يې وروستيو پوهانو خپل کړی لکه « John Irwin»، څوک چې تر ډېره د سيمه ييز هندوستاني اغېز پلوی و، او درېیم اند يې « S.P. Gupta » خپل کړی، څوک چې د دواړو د امتزاج پلوی و.[۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

سمول
  1. A Brief History of India, Alain Daniélou, Inner Traditions / Bear & Co, 2003, pp. 89–91 [۱]
  2. History of Civilizations of Central Asia: The development of sedentary and nomadic civilizations: 700 B.C. to A.D. 250, Ahmad Hasan Dani, Motilal Banarsidass Publ., 1999, Paul Bernard, p. 128 and sig. [۲]
  3. Bopearachchi, Osmund. "Coin Production and Circulation in Central Asia and North-West India (Before and after Alexander's Conquest)" (په انګليسي). pp. 300–301.
  4. "US Department of Defense". Archived from the original on 2020-06-10. نه اخيستل شوی 2018-07-29.
  5. Errington, Elizabeth; Trust, Ancient India and Iran; Museum, Fitzwilliam (1992). The Crossroads of Asia: transformation in image and symbol in the art of ancient Afghanistan and Pakistan (په انګليسي). Ancient India and Iran Trust. pp. 57–59. ISBN 9780951839911.
  6. Bopearachchi, Osmund. "Coin Production and Circulation in Central Asia and North-West India (Before and after Alexander's Conquest)" (په انګليسي). pp. 308–.
  7. CNG Coins
  8. Errington, Elizabeth; Trust, Ancient India and Iran; Museum, Fitzwilliam (1992). The Crossroads of Asia: transformation in image and symbol in the art of ancient Afghanistan and Pakistan (په انګليسي). Ancient India and Iran Trust. pp. 57–59. ISBN 9780951839911.
  9. Errington, Elizabeth; Trust, Ancient India and Iran; Museum, Fitzwilliam (1992). The Crossroads of Asia: transformation in image and symbol in the art of ancient Afghanistan and Pakistan (په انګليسي). Ancient India and Iran Trust. p. 59. ISBN 9780951839911.
  10. History Of The Chamar Dynasty, Raj Kumar, Gyan Publishing House, 2008, p. 51 [۳]
  11. "Kusumapura was besieged from every direction by the forces of Parvata and Chandragupta: Shakas, Yavanas, Kiratas, Kambojas, Parasikas, Bahlikas and others, assembled on the advice of Chanakya" in Mudrarakshasa 2. Sanskrit original: "asti tava Shaka-Yavana-Kirata-Kamboja-Parasika-Bahlika parbhutibhih Chankyamatipragrahittaishcha Chandergupta Parvateshvara balairudidhibhiriva parchalitsalilaih samantaad uprudham Kusumpurama". From the French translation, in "Le Ministre et la marque de l'anneau", ISBN 2-7475-5135-0
  12. Chandragupta Maurya and His Times, Radhakumud Mookerji, Motilal Banarsidass Publ., 1966, p. 27 [۴]
  13. Chandragupta Maurya and His Times, Radhakumud Mookerji, Motilal Banarsidass Publ., 1966, pp. 26–27 [۵]
  14. Boardman, 15
  15. Boardman, 15-19
  16. Boardman, 14
  17. Boardman, 13
  18. Swarajya Prakash Gupta (1980). The Roots of Indian Art. B.R. Publishing. pp. 1–30. ISBN 978-8176467667.