پر عبدالحکيم جان ځانمرګی برید

پر عبدالحکيم جان ځانمرګی برید د سلواغې په ٢٨مه، چې د ١٧ فبروري ٢٠٠٨ کال سره برابرېږي، د غرمې مخکې په ١١ بجو د يو ځان وژونکی لخوا هغه وخت ترسره سو کله چې د کندهار د مرکز په ١۵ کيلو مترۍ کې د باغ پول په سيمه کې په سلګونو کسان د عبدالحکيم جان په ګډون د سپيانو د جنګولو د مېلې نندارې لپاره راټول سوي وو. په دا بريد کي ځانمرګي د ځان سره سره تر سل تنه نور هم ووژل. [۱]

نور ولولئ سمول

دغه حمله د طالبانو د حکومت د ورانيدلو راهېسې يو د ډيرو خونړيو پېښو څخه و شميرل سول. په لندن کې د افغانستان متخصص Antonio Giustozzi ويلي وو، چې کيدای سی دغه حمله د عبدالحکيم جان د دښمنانو او رقيبانو لخوا تر سره سوی وی.

سرچینې سمول

  1. لر او بر ټکی کام (٢٠٠٨). "ځانمرګي بريد عبدالحکيم جان او تر 70 زيات کسان ووژل". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اگسټ ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)