پر سمندري ژوند د انسان اغېزې

انساني فعالیتونه د ډېرې کب نیونې، د سمندري استوګنځایونو د له منځه تلو، سمندر ته د مهاجمو نوعو د راوړلو، سمندري ککړتیا، د سمندر د تېزابي کېدو او د سمندر د ګرمېدو له لارې پر سمندري ژوند او سمندري استوګنځایونو اغېز کوي. دغه موارد پر سمندري ایکوسیستمونو او غذايي شبکو اغېز کوي او ښايي داسې پایلې ولري چې د سمندري ژوند پر بېلابېلوالي او دوام یې اغېزې لا تر اوسه مشخصې نه دي. [۱]

د اقلیمي بدلون د حکومت‌منځي پلاوي د ۲۰۱۹ کال د راپور له مخې له ۱۹۵۰ کال راهیسې "د بېلابېلو ډلو اړوندې ګڼې سمندري نوعې په جغرافیايي محدوده او موسمي فعالیتونو کې له بدلون سره مخ شوې دي چې لاملونه یې د سمندرونو ګرمېدل، د سمندري کنګل بدلون او په خپلو استوګنځایونو کې د اکسیجن د بایللو په څېر بایو جیوکیمیاوي بدلونونه دي.[۲]

د اټکل له مخې د سمندر د مساحت یوازې ۱۳ سلنه برخه د شاړې ځمکې په ډول پاتې ده چې تر ډېره د ساحل پر ځای په خلاصو سمندري سیمو کې ده.[۳]

ډېره کب‌نیونه

سمول

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د ۲۰۱۸ کال د راپور له مخې د نړۍ د کبانو د زېرمو له درېیو څخه په یوه برخه کې له اندازې ډېره کب نیونه کېږي. پر دې سربېره د صنعت څارونکي په دې باور دي چې د کب نیولو په ډېرو ځایونو کې ناقانونه، ناثبت شوې او غیر منظمه کب نیونه کېږي چې په ځينو مهمو ځایونو کې یې څه باندې ۳۰ سلنې ته رسېږي.[۴][۵][۶]

سمندري ککړتیا

سمول

سمندري ککړتیا هغه وخت رامنځته کېږي چې کله د انسانانو له‌خوا کارېدونکي یا خپرېدونکي مواد لکه صنعتي، کرنیز او استوګنیز کثافات، ذرات، غږونه، اضافي کاربن ډای اکسایډ یا بریدګر ژوندي موجودات سمندر ته د ننه شي او هلته زیانمنوونکې اغېزې رامنځته کړي. ډېری دغه کثافات (۸۰ سلنه) له ځمکنیو فعالیتونو څخه سرچینه اخلي، که څه هم سمندري لېږد رالېږد هم لویه ونډه په کې لري. دا چې ډېری توکي له ځمکې څخه د سیندونو، فاضلابو یا اتوموسفیر له لارې سمندرونو ته راځي، دا په دې معنا دي چې د سمندر څنډې د ککړتیا په مقابل کې ډېرې زیان‌منونکې دي. د هوا ککړتیا هم سمندر ته د اوسپنې، کاربونیک اسید، نایتروجن، سیلیکان، سلفر، افت وژونکو یا دوړو ګردونو د ذراتو په ننوتلو کې ونډه اخیستونکی عامل دی. ککړتیا ډېری کله له غیر نقطه‌يي سرچینو لکه د کرنیزو اوبو د جریانونو، باد او دوړو له پاتې شونو څخه رامنځته کېږي. دا غیر نقطه‌يي سرچینې په لویه کچه د اوبو د هغو جریانونو له امله دي چې د سیندونو له لارې سمندر ته داخلېږي، خو د باد له امله را پیدا شوي پاتې شوني او دوړې هم په کې رول لرلی شي، ځکه دا ککړوونکي د اوبو په لارو او سمندرونو کې رسوب کوي. د ککړتیا په مسیرونو کې مستقیمه تخلیه، د ځمکې پر سر د اوبو جریانونه، د بېړیو له امله را پیدا شوې ککړتیا، اتوموسفیري ککړتیا او په احتمالي ډول د سمندر په ژورو کې کان ایستنې شاملې دي.

د سمندري ککړتیا ډولونه بېلابېلې ډلبندۍ لري چې سمندري پاتې شوني، د مایکروپلاستیکونو په ګډون پلاستیکي ککړتیا، د سمندرونو تېزابي کېدل، د مغذي موادو ککړتیا، تر اوبو لاندې زهري مواد او غږونه په کې شاملېږي. پلاستیکي ککړتیا د پلاستیک له امله را پیدا شوې یو ډول سمندري ککړتیا ده چې اندازې یې له لویو اصلي موادو لکه بوتلونو او کڅوړو څخه نیولې تر هغو مایکروپلاستیکونو پورې بېلابېلې دي چې د پلاستیکي موادو له ټوټه ټوټه کېدو څخه رامنځته کېږي. سمندري پاتې شوني معمولاً د انسانانو له‌خوا هغه لرې کړل شوي کثافات دي چې د سمندرونو پر سرونو ګرځي یا معلق دي. پلاستیکي ککړتیا سمندري ژوند زیانمنوي.

بله اندېښنه له متمرکزو کروندو څخه سیندونو او بالاخره سمندرونو ته د مغذي موادو (نایتروجن او فاسفورس) او ناتصفیه یا نیمه تصفیه شویو فاضلابو جریان دی. نایتروجن او فاسفورس (چې په کیمیاوي سرو کې هم شته) د فایتوپلانکټون او لویو اوبړیو وده تحریکوي چې د مضرو اوبړیو د غوزو (د زیاتېدو یا ګڼېدو) لامل کېږي چې ښايي انسان او سمندري موجوداتو ته زیان ورسوي. د اوبړیو ډېره وده ښايي د حساسو مرجاني ډبرو وده ټکنۍ کړي، د ژوند بېلابېلوالی له منځه یوسي او د مرجانونو روغتیا زیانمنه کړي. دویمه لویه اندېښنه دا ده چې د اوبړیو د غوزو ویجاړېدل ښايي په ساحلي اوبو کې د اکسیجن د مصرفولو لامل شي او دا داسې وضعیت دی چې ښايي د اقلیم په بدلون سره لا ډېر خراب شي، ځکه چې د هوا تودوخه د اوبو په عمودي ستون کې د اختلاط د کمېدو لامل کېږي.

د مغذي موادو ککړتیا

سمول

د مغذي موادو ککړتیا د سطحي اوبو د مغذي کېدو اصلي لامل دی چې هلته اضافي مغذي مواد، معمولاً نایټرېټ یا فاسفېټ، د اوبړیو وده تحریکوي. دا اوبړۍ بیا مړې کېږي، ډوبېږي او بیا په اوبو کې د باکتریا په مرسته تجزیه کېږي. د تجزیې دا پروسه اکسیجن مصرفوي او د نورو سمندري ژوندیو موجوداتو لپاره د اکسیجن اندازه کموي او په پایله کې یې مړه زونونه رامنځته کېږي. مړې برخې یا مړه زونونه هایپوکسیکې دي، یعنې اوبه یې د منحل شوي اکسیجن خورا ټیټه کچه لري. دا سمندري ژوندي موجودات له منځه وړي یا یې د هغه ځای پرېښودو ته اړ باسي او ژوندي موجودات له منځه وړي، له همدې امله د مړو زونونو په نامه یادېږي. هایپوکسیک سیمې یا مړې برخې په طبیعي ډول رامنځته کېدای شي، خو د انساني فعالیت له امله د مغذي موادو د ککړتیا له امله دا طبیعي پروسه په یوه چاپېریالي ستونزه بدله شوې ده.[۷]

د مغذي موادو ککړتیا پنځه اصلي سرچینې لري. د مغذي موادو د جریان تر ټولو معموله سرچینه ښاري فاضلاب دي. دا فاضلاب د باران د اوبو، لیکیو، یا اوبو ته د انسان د فاضلابو د مستقیمې تخلیې له لارې د اوبو جریانونو ته رسېدای شي. نورې سترې سرچینې یې کرنیز فعالیتونه دي. په کرنه کې کارېدونکې کیمیاوي سرې چې ځمک‌لاندې اوبو ته نفوذ کوي یا د باران په اوبو کې وینځل کېږي، د اوبو جریانونو ته ننوځي او دغو چاپېریالونو ته اضافي نایتروجن او فاسفورس واردوي. د څارویو فضولات هم د اوبو لارو ته ننوتلی شي او اضافي مغذي مواد ور وړلی شي. د صنعتي څارویو په کرنیزو فعالیتونو کې د څارویو د سرې له امله د مغذي موادو ککړتیا هم ډېره شدیده ده چې هلته په یوه متمرکزه سیمه کې په سلګونو یا زرګونه څاروي پالل کېږي. د باران د اوبو زیم د مغذي موادو د ککړتیا بله سرچینه ده. له استوګنیزو کورونو او نه جذبېدونکو سطحو څخه مغذي مواد او سرې ښايي د باران په اوبو کې راټولې شي چې بیا نږدې سیندونو ته او په پای کې سمندر ته ځي. د مغذي موادو د جریان پنځمه اصلي سرچینه په اوبو کې د ژوندیو موجوداتو روزنه ده چې په دې کې د اوبو ژوندي موجودات په کنترول شویو شرایطو کې روزل کېږي. د دغو عملیاتو په پایله کې رامنځته شوي فضولات، اضافي خواړه او نور عضوي ضایعات شاوخوا اوبو ته اضافي مغذي مواد واردوي.[۸]

زهرجن کیمیاوي مواد

سمول

زهرجن کیمیاوي توکي ښايي پر کوچنيو ذراتو ونښلي او بیا وروسته یې پلانکټون او نور ځمک‌لاندې ژوندي موجودات جذب کړي چې ډېری یې د عضوي موادو تجزیه کوونکي او خوړونکي دي او یا هم له اوبو څخه د خوراکي موادو د فېلتر په مرسته تغذیه کېدونکي موجودات دي. په دې توګه، زهرجن مواد د سمندري غذايي موادو په ځنځیرونو کې را ټولېږي او زیاتېږي. ډېری ذرات په کیمیاوي ډول په داسې طریقې سره یوځای کېږي چې اکسیجن کموي او له امله یې په خوړونو کې د اکسیجن کمښت رامنځته کېږي. افت وژونکي او زهرجن فلزات په ورته ډول په سمندري غذايي شبکو کې شاملېږي او د سمندري ژوندیو موجوداتو بیولوژیکي روغتیا ته زیان رسوي. د حیواناتو ډېری خواړه د کبانو پوډر یا د کب هایدروولیزیټ مواد لري. په دې توګه، سمندري زهري موجودات بېرته د ځمکې پر سر روزل کېدونکو حیواناتو ته لېږدول کېږي او بیا وروسته انسانانو ته لېږدول کېږي.

د فایټوپلانکټون غلظت په تېرو پېړیو کې په ساحلي اوبو کې ډېر شوی او په دې وروستیو کې په پرانیستي سمندر کې کم شوی دی. له وچې څخه اوبو ته د مغذي موادو د جریان زیاتوالی ښايي د ساحلي فایټوپلانکټون زیاتوالی تشرېح کړي، په داسې حال کې چې په خلاص سمندر کې د سطحې تودوخې ښايي د اوبو په طبقه کې د سطحې جوړښت پیاوړی کړي او د ژورو مغذي موادو هغه جریان کم کړي چې د خلاص سمندر فایټوپلانکټون ته ګټه لري.[۹]

پلاستیکي ککړتیا

سمول

هر کال څه باندې ۳۰۰ میلیون ټنه پلاستیک تولیدېږي چې نیمایي یې په یو ځل کارېدونکو محصولاتو لکه پیالو، کڅوړو او بسته بنديو کې کارول کېږي. هر کال لږ تر لږه ۱۴ میلیونه ټنه پلاستیک سمندر ته لوېږي. اټکل کېږي چې په سمندرونو کې شاوخوا ۱۵۰ میلیون مټریک ټنه پلاستيکونه موجود دي. د پلاستیک ککړتیا د ټولو سمندري کثافاتو ۸۰ سلنه جوړوي چې له سطحي اوبو څخه نیولې د سمندر تر ژورو اوبو پورې ټولې برخې رانغاړي. دا چې پلاستیکونه سپک دي، ډېره ککړتیا یې د سمندر په سطحه او شاوخوا کې تر سترګو کېږي، خو پلاستیکي کثافات او ذرات اوس په ډېرو سمندري او ځمکنیو استوګنځایونو کې هم موندل کېږي چې د سمندرونو ژورې برخې، لوی جهيلونه، مرجاني ډبرې، ساحلونه او سیندونه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د سمندر د پلاستيکي ککړتیا ډېرې لویې ستونزې د کثافاتو هغه ټوټې دي چې په ګرداو لرونکو سیمو کې راټولېږي. ګرداو یا دایروي شکل یو ګرد سمندري جریان دی چې د ځمکې د بادونو له امله د رامنځته شوي ځواک په مرسته جوړېږي. پنځه لوی سمندري ګرادونه موجود دي چې د شمالي او جنوبي ارام سمندر فرعي استوایی ګرداو، د شمالي او جنوبي اتلانتیک فرعي استوایي ګرداو او د هند سمندر فرعي استوایی ګرداو دي. په دغه هر یوه ګرداو کې ډېر زیات کثافات موجود دي.[۱۰][۱۱][۱۲]

سمندري موجودات ښايي دا لوی پلاستیکي کثافات وخوري، د هغوی معدې ډکوي او فکر کوي چې ماړه دي خو په حقیقت کې هېڅ تغذیوي ارزښت نه لري. دا ښايي سمندري مرغان، نهنګان، کبان او کیشپان د لوږې له امله له پلاستیکونو په ډکې معدې سره مړه کړي. له دې امله ښايي د سمندري موجوداتو ساه بنده شي یا په پلاستيکي کثافاتو کې ونښلي.[۱۳]

د سمندرونو د پلاستیکي ککړتیا تر ټولو لوی ګواښ مایکرو پلاستیکونه (کوچني پلاستیکونه) دي. دا د پلاستيکي پاتې شونو کوچنۍ ټوټې دي چې ځینې یې د ډېرو کوچنیو ټوټو په څېر تولید شوې دي. نور مایکروپلاستیکونه د لویو پلاستيکي پاتې شونو له خرابېدو څخه رامنځته کېږي. کله چې د پلاستيکي پاتې شونو لویې ټوټې سمندر یا د اوبو نورو جریانونو ته ننوځي، د لمر وړانګې، تودوخه، رطوبت، څپې او بادونه دا پلاستیکونه ماتوي او له پنځو ملي مترو څخه په کوچنیو ټوټو یې وېشي. پلاستیکونه د هغو کوچنیو ارګانېزمونو له‌خوا تجزیه کېږي چې پلاستيکي پاتې شوني خوري، په کوچنیو ټوټو یې ماتوي او بیا یې د غایطه موادو په څېر خارجوي یا یې د خولې له لارې بهر کوي. د لابراتوار په ازموینو کې موندل شوې چې د ارکیسټیا ګماریلس ډوله امفیپوډ په چټکۍ سره د پلاستيکي کڅوړو ټوټې خوړلی شي او یو ځل مصرفي کڅوړه په ۱.۷۵ میلیون مایکروسکوپي ټوټو ټوټه کولی شي. که څه هم پلاستیکونه نور له منځه تلونکي دي، خو لا هم دا د انسان له‌خوا جوړ شوي مواد دي چې نه تجزیه کېږي. داسې اټکل کېږي چې په پیلاجیک سمندري چاپېریال کې نږدې ۹۰ سلنه پلاستيکونه مایکروپلاستیکونه دي. دا مایکروپلاستیکونه تر ډېره د سمندري ارګانېزمونو له‌خوا د خوراکي زنځیر پر اساس مصرفېږي چې د خوړو په سلسله کې د پلاستیک د غلظت لامل کېږي. پلاستیک له زهرجنو کیمیاوي موادو سره تولیدېږي چې بیا د سمندري خوړو سلسلې ته ننوځي او په دې سلسله کې هغه کبان هم موجود دي انسانان یې خوري.[۱۴][۱۵][۱۶]

غږیزه ککړتیا

سمول

په سمندر کې د غږ یو طبیعي چاپېریال موجود دی چې ژوندي موجودات یې له لسګونو زرو کلونو راهیسې په شاوخوا کې وده کوي. د انسان فعالیت دا غږیز چاپېریال ګډوډ کړی دی، تر ډېرې کچې هغه غږونه له منځه تللي دي چې ارګانېزمونو د یوځای کېدو، د ښکار د مخنیوي او سفر لپاره کارول. لویو او کوچنیو بېړیو او ماشینونو، صنعتي کب نیونې، ساحلي ودانیزو کارونو، د نفتو برمه کاریو، د زلزلو سروې ګانو، جګړې، د سمندر له تله کان ایستنو او د سمندر د غږونو د معلومولو الاتو ټولو د سمندر چاپېریال ته غږیزه ککړتیا وارده کړې ده. یوازې بار وړلو په تېرو ۵۰ کلونو کې د لویو بارونو د وړلو د لارو په اوږدو کې د ټیټې فریکونسۍ شور د شاوخوا ۳۲ ځله زیاتوالي لامل شوی دی چې سمندري څاروي یې له حیاتي نسل او تغذیې څخه لرې کړي دي. غږ هغه حسي اشاره ده چې د سمندر له لارې تر ټولو لرې ځي او انساني غږیزه ککړتیا د غږ کارولو لپاره د ارګانېزم وړتیا ګډوډوي. دا په ژوندیو موجوداتو کې سټرېس رامنځته کوي چې ښايي پر عمومي روغتیا یې اغېز وکړي، د دوی چلند، فیزیولوژي او تکثیر ګډوډ کړي او ان د مړینې لامل یې شي. د زلزلې د سروې لپاره د غږیزو چاودنو غږونه کولی شي د سمندري حیواناتو غوږونو ته زیان ورسوي او د جدي زیان لامل شي. غږیزه ککړتیا په ځانګړې توګه هغو سمندري تي لرونکو حیواناتو ته زیان رسوي چې په ایکولوکېشن متکي دي او نهنګ او ډالفین یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دا حیوانات د اړیکې ټینګېدو، یوځای کېدو، تغذیې او ملګرو موندلو لپاره ایکولوکېشن کاروي، خو ډېر غږ د دوی د ایکولوکېشن کارولو په وړتیا کې مداخله کوي او له همدې امله دا حیاتي دندې ترسره کوي.[۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې

سمول
  1. Human impacts on marine ecosystems Archived 2019-10-22 at the Wayback Machine. GEOMAR Helmholtz Centre for Ocean Research. Retrieved 22 October 2019.
  2. Special Report on the Ocean and Cryosphere in a Changing Climate (SROCC). IPCC (Report). 25 September 2019. p. 2. نه اخيستل شوی 25 March 2020.
  3. Jones, K.R., Klein, C.J., Halpern, B.S., Venter, O., Grantham, H., Kuempel, C.D., Shumway, N., Friedlander, A.M., Possingham, H.P. and Watson, J.E. (2018) "The location and protection status of Earth’s diminishing marine wilderness". Current Biology, 28(15): 2506–2512. doi:10.1016/j.cub.2018.06.010
  4. fao.org. "SOFIA 2018 - State of Fisheries and Aquaculture in the world 2018". www.fao.org. نه اخيستل شوی 2018-11-09.
  5. World Wildlife Fund. "Fishing problems: Illegal fishing" Archived 2008-04-11 at the Wayback Machine.
  6. Pauly, Daniel and Watson, Reg (2009) "Spatial Dynamics of Marine Fisheries" Archived 2012-06-11 at the Wayback Machine. In: Simon A. Levin (ed.) The Princeton Guide to Ecology. Pages 501–509.
  7. US Department of Commerce, National Oceanic and Atmospheric Administration. "What is a dead zone?". oceanservice.noaa.gov (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  8. "Nutrient Pollution". Ocean Health Index (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  9. Boyce, D.G. and Worm, B. (2015) "Patterns and ecological implications of historical marine phytoplankton change". Marine Ecology Progress Series, 534:251–272. doi:10.3354/meps11411
  10. "Marine plastic pollution". IUCN (په انګليسي). 2018-05-25. نه اخيستل شوی 2022-01-31.
  11. US EPA, OW (2020-11-06). "Plastic Pollution". US EPA (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  12. "Discover the plastic islands that pollute our oceans". Iberdrola (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  13. "Marine plastics". IUCN (په انګليسي). 2018-05-25. نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  14. "We Depend on Plastic. Now We're Drowning in It". Magazine (په انګليسي). 2018-05-16. نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  15. "Marine Microplastics". Woods Hole Oceanographic Institution (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  16. US EPA, OW (2020-11-06). "Plastic Pollution". US EPA (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  17. Society, National Geographic (2019-07-16). "Noise Pollution". National Geographic Society (په انګليسي). Archived from the original on 2022-04-08. نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  18. "The Ocean is Too Loud for Marine Life". Discovery (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-30.
  19. "Underwater Noise Pollution Is Disrupting Ocean Life—But We Can Fix It". Time. نه اخيستل شوی 2021-04-30.