پر اوکراین د روسیې د یرغل جنګي جرمونه

په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيل څخه د روسیې پوځ او چارواکو د ملکيانو پر وړاندې زیات شمېر قصدي بریدونه، د ملکیانو ټولوژنه، پر ښځو او ماشومانو جنسي تېری او د هغوی شکنجه کول، د اوکرایني جنګي بندیانو د غړو پرې کول او شکنجه کول او په ګڼ مېشته سیمو بې توپیره بریدونه ترسره کړي دي. [۱][۲]

د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۲یمه نړیوالې جنايي محکمې (ICC) په اوکراین کې د پخوانیو تورونو او اوسنیو جنګي جرمونو، د بشریت ضد جرمونو یا نسل وژنې په اړه  چې د ۲۰۱۳ کال د نوامبر له ۲۱مې وروسته د هر چا په‌واسطه ترسره شوي د بشپړې پلټنې دوسیه پرانیسته او د شواهدو لرونکو خلکوته يې یوه انلاین طریقه جوړه کړه چې له پلټونکو/څېړونکو سره اړیکه ونیسي او د پلټونکو، وکیلانو او ګڼو نورو متخصصانو یوه ډله یې د شواهدو د راټولو د پيل لپاره اوکراین ته ولېږله.  دوه نورې خپلواکې ادارې هم په دغه سیمه کې له بشري حقونو او نړیوالو بشردوستانه حقونو څخه د سرغړواي پېښو د پلټنې په حال کې دي: د اوکراین په اړه د پلټنې نړیوال کمیسیون چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په څلورمه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د شورا په‌واسطه تاسیس شو او په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ماموریت چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر د دفتر له خوا ګومارل شوی. دغې سازمان په ۲۰۱۴ کال کې د ټولو لورو له خوا له بشري حقونو څخه د سرغړاوي پر پېښو څار پیل کړ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نږدې ۶۰ څارونکي يې ګومارلي. د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۷مه ملګرو ملتونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د روسیې غړیتوب معطل/ځنډنۍ کړ. داکتوبر په وروستیو کې د اوکراین محکمې د روسیې د جنګي جرمونو ۳۹۳۴۷ ادعا شوي موارد مستند کړل له ۶۰۰ څخه ډېر مشکوک کسان يې پېژندلي او د شاخوا ۸۰ پر وړاندې يې محاکمې پيل کړې. [۳][۴][۵][۶]

د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۷مه د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) پر اوکراین د یرغل په جریان کې د ماشومانو د تښتونې په جنګي جرمونو کې د لاس لرلو په تور د ولادیمیر پوتین او ماریا لووا بیلوا د نیولو حکم صادر کړ.  [۷][۸]

د جنګي جرمونو مستندول سمول

د جرمونو نړیواله محکمه د ګڼ شمېر تړونونو سره سم د جنګي جرمونو او نسل وژنې پلټنه کوي. د جینوا کنوانسیون په ۱۹۴۹ کال کې جنګي جرمونه تعریف کړل. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د روم منشور نور جنګي جرمونه ورزیات کړل چې د کورنیو جګړو لپاره د پلي کېدو وړ دي.   [۹][۱۰]

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالانو د ولادیمیر پوتین او یو روسي چارواکي چې روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د اختطاف په تړاو نیول شوی د نیولو قانوني سند صادر کړی. څېړونکو په اوکراین کې د روسیې په جګړه کې له جینوا کنوانسیون څخه د ډېرو سرغړونو شواهد وړاندې کړي. [۱۱]

مسکو په جنګي جرمونو کې له هر ډول ښکېلتیا څخه انکار کړی، دا هغه ځواب دی چې د کورک پوهنتون له کالج څخه ویتوریو بوفاچي یې «په طنز پورې محدود» بولی او ادعا کوي چې له بوچا څخه راوتلي انځورونه جعلي دي او دا «یو غیر صادقانه ځواب و چې تر حقیقت وروسته په سرعت له هذیاني غرور څخه راوتلی، (دا) د دې وړ نه دی چې جدي وګڼل شي.» ان د متحده ایالاتو سنا هم چې معمولاً پاشل شوې وې د دې لپاره سره راغونډه شوه چې پوتین یو جنګي مجرم وبولي. د روسیې د جنګي جنایتو د مستند کولو اړوند له څو هڅو څخه یوه هم د بازارونو او ډوډۍ د کرښو پرلپسې بمبارۍ، د اساسي بېخبناوو تخریب او په هغه هېواد کې چې د شوروي په واسطه د اوکراین‌یانو قصدي لوږه هولودومور (د اوکراین سرتره قحطي) لا د خلکو په حافظه کې ښکاري پر صادراتي او تدارکاتي کاروانونو برید دی. د خلکو جبري اخراج لکه هغه څه چې په ماریو پول کې ترسره شول یوه بله د پام وړ برخه ده، ځکه جبري اخراج او جبري انتقال دواړه د جینوا د څلورم کنوانسیون او دویم اضافي پروتوکول د روم قانون د ۸مې مادې او د بشریت ضد جرمونو قانون د ۷مې مادې پر اساس د جنګي جرمونو په توګه تعریفیږي. د جنګي جرمونه او د بشریت ضد جرمونه دواړه د فردي حساب ورکولو ډېر میکانیزمونه لري، چې د جرموو نړیواله محکمه او همدارنګه د انفرادي دولت په کچه د نړیوال صلاحیت او د میګنیتسکي د بندیزونو قانون په کې شاملېږي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

برمته کول او تبعید/اخراج سمول

د جرمونو نړیواله محکمه اختطاف او اخراج د جنګي جرم په توګه پېژني او د ماشومانو جبري بیامېشتول د نسل وژنې یوه بڼه بولي. [۱۶]

د اوکرایني ماشومانو برمته کول سمول

د اوکرایني چارواکو په وینا روسي ځواکونو له ۱۲۱۰۰۰ څخه ډېر اوکرایني ماشومان برمته کړي او د روسیې ختيځو ولایتونو ته یې اخراج کړي. د ځینې برامته شویو ماشومانو مور او پلار د روسي پوځ له خوا وژل شوي. د روسیې دوما ایالت د دغو ماشومانو «په زوی‌ولۍ» نیولو ته یوه قانوني مسوده تیاره کړه. د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې «د اوکراین قانون ټولو اړینو طرزالعملونو ته له پام په پرته د روسي اتباعو له خوا د اوکرایني ماشومانو د غیر قانوني منلو ښکاره ګواښ موجود دی.» او د ملګرو ملتونو له سازمانونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د اوکرایني ماشومانو د بېرته راستنولو لپاره مداخله وکړي. د ۲۰۲۲ کال د جون په ۱ د اوکراین ولسمشر زلنسکي روسیه د یتیمو او له خپلو کورنیو څخه بېل شويو ماشومانو په ګډون له ۲۰۰۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو په جبري اخراج تورنه کړه. هغه وویل چې دا «خورا ناروا جنګي جرم» او یوه «جرمي پالیسي» ده، چې موخه يې «نه یوازې د خلکو غلا کول دي بلکې د اوکراین د هېرولو لپاره د اخراج شویو اړ کول چې ونه شي کولی بېرته راستانه شي.»[۱۷][۱۸][۱۹]

د اوکرایني چارواکو او دوو شاهدانو په وینا روسي ځواکونو د ماریوپل په محاصره کې د دغه هېواد زرګونه اوسېدونکي په زور له اوکراین څخه روسیې ته تبعید کړي. د مارچ په ۲۴مه د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې د روسیې پوځ له ماریوپل څخه شاوخوا ۶۰۰۰ خلک د «برمته» په توګه په زور اخراج کړي او پر اوکراین یې ډېر فشار اچولی دی. د روسیې د دفاع وزارت په وینا د ماریوپل اوسېدونکو یو «داوطلبانه انتخاب» درلود چې ایا په اوکراین کې تخلیه شي او که د روسيې په کنترول کې خاورې ته ولېږدول شي او د مارچ تر ۲۰مې نېټې شاوخوا ۶۰۰۰۰ د ماریوپل اوسېدونکي «روسیې ته تخلیه شول.» د بشري حقونو د څار سازمان ونه شو کولی دا حساب تایید کړي. [۲۰][۲۱][۲۲]

په کیېف کې د متحده ایالاتو سفارت د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت له قوله وایي چې ۲۳۸۹ اوکراینی ماشومان له دونتسک او لوهانسک څخه په ناقانونه ډول خارج شوي او روسیې ته لېږدول شوي. [۲۳]

د اوکراین د بشري حقونو امبودزمان (ناپېلې حقوقي اداره) وویل چې له ۴۰۲۰۰۰ څخه ډېر اوکرین‌یان روسیې ته وړل شوي دي چې شاوخوا ۸۴۰۰۰ یې ماشومان دي. روسي چارواکو وویل چې له ۳۸۴۰۰۰ څخه ډېر خلک چې له ډلې یې له ۸۰۰۰۰ څخه ډېر ماشومان دي له اوکراین او د دونتسک او لوهانسک په‌خپله اعلان شویو جمهوریتونو څخه روسیې ته تخلیه شوي دي.  [۲۴][۲۵]

د جګړې پر مهال د ملکي افرادو په څېر د خوندي کسانو اخراج د جینوا د څلورم کنوانسیون د ۴۹ مادې له مخې منع دی. د جون په ۷مه د بشري حقونو د څار متخصصې تانیا لوکشینا پر دې موضوع ټینګار وکړ او په تکراري ډول یې وویل چې اجباري او غیر داوطلبانه اخراج په‌خپله یو جنګي جرم دی او له روسیې څخه يې غوښتنه وکړه چې دا عمل ودروي. برسېره پر دې د بشري حقونو څار او د خارکف له بشري حقونو څخه د ملاتړ ادارې د داسې قضیو راپور ورکړی چې په ترڅ کې یې کډوال ډارول شوي او فشار پرې اچول شوی چې د ماریوپل پر تیاتر د هوايي برید په ګډون د جنګي جرمونو د پلټنو/پوښتنو ګروېږنو په اوږدو جلساتو کې د اوکراین وسله‌وال پوځ د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن کړي.  [۲۶][۲۷]

سرچينې سمول

  1. (په 9 April 2022 باندې). Chernihiv: Are these Russia's weapons of war?. BBC News.
    (په 3 April 2022 باندې). In a Kyiv Suburb,'They Shot Everyone They Saw'. The New York Times.
  2. (په 23 September 2022 باندې). U.N. Experts find that war crimes have been committed in Ukraine.
    • Macias, Amanda (28 October 2022). "UN report details horrifying Ukrainian accounts of rape, torture and executions by Russian troops". CNBC (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 3 March 2022 باندې). ICC prosecutor: Team leaves to investigate war crimes in Ukraine.
  4. "Statement of ICC Prosecutor, Karim A.A. Khan QC, on the Situation in Ukraine: "I have decided to proceed with opening an investigation."". www.icc-cpi.int. 28 February 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 7 April 2022 باندې). U.N. suspends Russia from human rights body, Moscow then quits. Reuters.
  6. Egan, Lauren (31 May 2022). "She was sure her son's death was a war crime. But the investigation is more painful than she expected". NBC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Radford, Antoinette (2023-03-17). "Putin arrest warrant issued over war crime allegations". BBC News. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Situation in Ukraine: ICC judges issue arrest warrants against Vladimir Vladimirovich Putin and Maria Alekseyevna Lvova-Belova". International Criminal Court. 2023-03-17. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Dörmann, Knut (2003). "War Crimes under the Rome Statute of the International Criminal Court, with a Special Focus on the Negotiations on the Elements of Crimes". Max Planck Yearbook of United Nations Law Online. 7 (1): 341–407. doi:10.1163/187574103x00077. ISSN 1389-4633. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Greig, J. Michael; Meernik, James D. (2014-06-26). "To Prosecute or Not to Prosecute: Civil War Mediation and International Criminal Justice". International Negotiation. 19 (2): 257–284. doi:10.1163/15718069-12341278. ISSN 1382-340X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Inside Russia's war crimes". The Week (په انګلیسي ژبه کي). 15 July 2023. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bufacchi, Vittorio (26 July 2022). "War crimes in Ukraine: is Putin responsible?". Journal of Political Power. 16 (1): 6. doi:10.1080/2158379X.2022.2105495. S2CID 251124184 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Moira Warburton (15 March 2022). "U.S. Senate unanimously condemns Putin as war criminal". Reuters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sabbagh, Dan (24 September 2023). "War crimes dossier to accuse Russia of deliberately causing starvation in Ukraine". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Colvin, Victoria; Orchard, Phil (28 March 2023). "Forced deportations and the Ukraine war: Russian culpability in atrocity crimes". Violence. 3 (2): 281–300. doi:10.1177/26330024231167184. S2CID 257852247 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 2023-07-26 باندې). Biden Orders U.S. to Share Evidence of Russian War Crimes With Hague Court.
  17. Wilson, James (23 April 2022). "Russia Kidnaps Ukrainian Children" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Nechyporenko, Kostan (2 June 2022). "More than 200,000 children deported to Russia from Ukraine, Zelensky says". د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Schnell, Mychael (14 April 2022). "Ukraine: Deported children facing threat of 'illegal adoption' in Russia". The Hill (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Statement by the Ministry of Foreign Affairs of Ukraine on the forced deportation of residents of Mariupol by Russia". www.kmu.gov.ua. Ukrainian Government. 24 March 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Hundreds of Ukrainians forcibly deported to Russia, say Mariupol women". The Guardian. 4 April 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 21 March 2022 باندې). Ukraine: Ensure Safe Passage, Aid for Mariupol Civilians. Human Rights Watch
  23. "Ukraine war: Kyiv claims Moscow forcefully deporting thousands of Ukrainian children to Russia". Sky News. 22 March 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 24 March 2022 باندې). More than 400,000 Ukrainians taken to Russia against their will, official says. The Hill.
  25. (په 23 March 2022 باندې). Over 384,000 people evacuated to Russia from Ukraine, LPR, DPR – Russian Defense Ministry. Interfax.
  26. Schmitt, Michael N. (24 March 2022). "Deportation of Ukrainian Civilians to Russia: The Legal Framework". Lieber Institute West Point. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lanting, Bert (7 June 2022). "HRW: Oekraïense vluchtelingen in Rusland worden onder druk ondervraagd" [HRW: Ukrainian refugees in Russia are being questioned under pressure]. de Volkskrant (په ولندیزی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)