پریونونه په اشتباه بڼه تاو شوي پروتینونه دي چې خپله نا سمه بڼه د هماغه پروتین معمولي ډولونو ته ور انتقالولی شي. پریونونه په انسانانو او زیاترو حیواناتو کې د یو شمېر وژونکو او د انتقال وړ مخربو ناروغیو اعراض او علایم ګڼل کېږي. دا معلومه نه ده چې څه شی د یو نارمل پروتین د اشتباه تاوېدو لامل کېږي، اما حاصل شوی غیر نورما درۍ بعدي جوړښت، په عین بڼه د نږدې پروتینوني مالیکولونو د تخریب له کبله عفوني بوی ورکوي.[۱]

د پریون کلیمه له "proteinaceous infectious particle" (یعنې پروتیني انتاني ذراتو) څخه مشتق شوې ده. له نورو ټولو انتاني عواملو لکه ویرویدونو، ویروسونو، بکتریاوو، فنجیو او پرازیټونو سره پرتله، له کومو څخه چې هر یو یې هستوي تېزابونه (ډي ان اې، آر ان اې، یا دواړه) لري، د پروتین فرضي رول د یو انتاني عامل په توګه په تضاد کې دی. [۲][۳][۴]

د پریون پروتین (PrP) پریوني اېزوفورمونه، د کومو چې مشخصه دنده معلومه نه ده، د انتقال وړ سفنج ډوله انسفالوپاتي (TSEs) د لامل په توګه فرض کېږي، چې په پسونو کې د پوست scrapie ، په ګوزه کې مزمنه تلفاتي ناروغي (CWD)، په غوا ګانو کې سفنجي شکله انسفالوپاتي (BSE)(چې په عمومي ډول د لیوني غوایه په ناروغۍ مشهوره ده) او په انسانانو کې د کرتسفېلډ-جاکوب ناروغي (CJD) شاملوي.[۵]

په تي لرونکو حیواناتو کې د پریون ټولې ناروغۍ د مغز یا نورو عصبي انساجو جوړښت اغېزمنوي؛ نوموړې ناروغۍ ټولې پر مختلونکې دي، هېڅ پېژندل شوې اغېزمنه درملنه نه لري، او تل وژونکې دي. تر ۲۰۱۵ز کال پورې په تي لرونکو کې د پریون د ټولو پېژندل شویو ناروغيو لامل د پریون پروتین (PrP) و؛ په هر ترتیب، په ۲۰۱۵ز کال کې داسې فرض کړای شوه چې د څو ګونو سېستمونو اتروفي (MSA) د یو پریون د الفا-ساینوکلئین بڼې په واسطه رامنځته کېده.[۶][۷]

پریونونه د ذاتاً بې نظمو پروتینونو یو ډول دی، چې خپل جوړښت ته بدلون ورکوي، مګر په هغه صورت کې چې نوموړي له یو ځانګړي شریک لکه یو بل پروتین سره ونښلي. له یوه پریون سره، په هغه صورت کې چې یو له بل سره په عین ترکیب کې یو ځای شي دوه پروتیني ځنځیرونه تثبیتېږي. د دغسې پېښېدو احتمال لږ دی، خو کله چې واقع کېږي نو د دواړو ترکیب ډېر پایدار وي. چې بیا نور واحدونه د یو ډول "رشتو" (fibril) د جوړولو په پار ور اضافه کېدای شي. پریونونه د پروتینونو غیر نورمالې مجموعې رامنځته کوي چې امایلوئیدونه بلل کېږي کوم چې په منتن نسج کې تراکم کوي او د نسج له تخریب او د حجرې له مړینې سره تړلي دي. امائیلویدونه د یو شمېر نورو عصبي ناروغیو لکه د الزایمر ناروغۍ او پارکینسون ناروغۍ لپاره مسئول ګڼل کېږي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د پریون ناروغي د پروتئوپاتي یا د جوړښت له پلوه د غیر نورمالو پروتینونو یوه ناروغي ده. په انسانانو کې، د پریونونو په اړه باور دا دی چې د کریوتسفېلډ-جاکوب ناروغۍ (CJD) لاملونه دي، چې نوع یې (vCJD)، ګرستمن-ستراوسلر-شاینکر سندروم GSS))، وژونکی فامیلي بي خوبي (FFI)، او کورو (kuru) دي. داسې شواهد هم شتون لري چې د دې ښودنه کوي چې پریونونه ښایي د الزایمر ناروغۍ، پاکینسون ناروغۍ، او امایوترافیک جانبي تصلب (ALS) په پروسه کې رول لوبوي؛ د دغو ناروغیو لپاره د پریون-ډوله ناروغیو اصطلاح کارول کېږي. یو څو مخمر پروتینونه د پریون د تولید ځانګړتیاوې لري، او همداراز د هغه پروتینونو په توګه تشخیص شوي دي چې د یادونو د تشکیلولو پر مهال د ساینپس په اصلاح کې ښکېل دی (د اریک کنډل لیکنې: د زده کړې پر مهال مالیکولي تغییراتو ته مراجعه وکړئ). د پریون کاپي کېدنه کټ مټ د نسخه بردارۍ د نورو ډولونو په څېر له باندیني وراثتي بدلون (epimutation) او طبیعي انتخاب سره تړاو لري، او جوړښت یې د نوعو تر منځ لږ تفاوت لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د پریون مجموعې مقاومې وي، او د هغوی ساختماني پایداري په دې معنا ده چې پریونونه د کېمیاوي او فزيکي عواملو په واسطه د بڼې د بدلولو پر وړاندې مقاوم دي: نوموړي د معمولي ضد عفوني کولو او پخولو په واسطه نه تخریبېږي. چې دا امر د یادو ذراتو دفع او مخنیوی سختوي.

رېښه او تلفظ سمول

د پریون کلیمه، چې په ۱۹۸۲ز کال کې د ستانلي بي. پروسینر له خوا ابداع شوه، له protein (پروتین) او infection (انتان) څخه رامنځته شوې ده، نو ځکه ورته prion (پریون) ویل کېږي، او ځاني تکثیر او نورو پروتینونو ته د خپلې بڼې د لېږدولو وړتیا ته یې په کتو سره د "proteinaceous infectious particle" (پروتیني انتاني ذرې) لپاره لنډیز دی. د نوموړي اصلي تلفظ /ˈpriːɒn/ (واورئ) دی، که څه هم چې د یو الوتونکي (پریون یا نهنګ ډوله مرغه) سره یې املا یو شان ده چې /ˈpraɪɒn/ تلفظ کېږي، هم اوریدل شوی دی. پروسینر د ۱۸۸۲ز کال په خپله یوه مقاله کې چې دغه اصطلاح یې پکې تعریف کړېده، وضاحت ورکوي چې پریون د "پري-اون (pree-on) په بڼه تلفظ کېږي".[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د پریون پروتین سمول

جوړښت سمول

هغه پروتین چې پریونونه ورڅخه جوړېږي (PrP) په ټول بدن کې موندل کېږي، حتی په روغو انسانانو او حیواناتو کې هم لیدل کېږي. په هر حال هغه PrP چې په منتنو مادو کې موندل کېږي د پروتیئز انزایمونو، یعنې په بدن کې د هغو انزایمونو پر وړاندې کوم چې په معمول ډول پروتینونه تجزیه کوي، مقاوم دي. د نوموړو پروتینونو نورمال حالت PrPC بلل کېږي، په داسې حال کې چې منتن حالت یې PrPSc بلل کېږی چې ـــ C  حجروي PrP ته اشاره ده، په داسې صورت کې چې Sc  سکراپي (د پوستکي د تخریش یو ډول ناروغۍ) ته اشاره ده، کومه چې په پسونو کې پېښېدونکې د پریون اولیه ناروغي ده. څرنګه چې PrPC  له ساختماني پلوه په ښه توګه تعریف شوې ده، PrPSc په یقیني ډول زیاته ټوټه شوې او په نسبتاً کمزورې کچې سره تعریف شوې ده. PrP دې ته اړ ایستل کېدی شي تر څو له نورو لږ او ډېرو تعریف شویو ایزوفورمونو سره په لابراتواري شرایطو کې تاو شي او له هغو فورمونو سره یې اړیکه، کوم چې د بدن په داخل کې ناروغي زیږوونکي دي، تر اوسه مشخصه شوې نه ده.[۲۸]

PrPC سمول

PrPC یو نورمال پروتین دی چې "د وینې د څو اجزاوو په ګډون کومې چې په انسانانو کې د دمویه صفحاتو تر ټولو لویې ذخیرې تشکیلوي"، د حجرو په غشاوو کې موندل کېږي. نوموړی پروتین ۲۰۹ امینو اسیدونه (البته په انسانانو کې)، یوه د ډای سلفایډ رابطه، د ۳۵ څخه تر ۳۶ کیلو ډالټونه (kDa) کتله او یو عمدتاً د الفا مارپېچ جوړښت لري. څو توپولوژیکې بڼې یې موجودې دي؛ د حجرې د سطحې یوې بڼې د ګلایکو لیپیډ او دوو ترانسممبران بڼو سره ځان نښلولی دی. نورمال پروتین د رسوب وړ نه دي؛ په دې معنا چې د سنتریفوژي تخنیکونو په واسطه د بېلېدو وړ نه دي. دنده یې یوه پېچلې موضوع ده چې لا یې هم په اړه څېړنې روانې دي. PrPC  د مس (II) ایونونه په لوړې رابطې سره نښلوي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د دغې موندنې اهمیت واضح نه دی، اما په اړه یې داسې فرض کېږي چې د PrP له جوړښت یا دندې سره تړاو لري. PrPC  په اسانۍ سره د پروتیناز K (proteinase K) په واسطه هضمېږي او په لابراتواري شرایطو کې د فاسفوینوستاید فاسفولیپاز سي (PI-PLC) انزایم په واسطه، کوم چې د ګلایکوفاسفېټیډایلینوسیتول (GPI) رابطه ماتوي، ازادېدای شي. د PrP په اړه داسې ویل کېږي چې د انسان په بدن کې له یو بل سره د مجاورو حجرو په سرېښناک والي او د حجرو د ننه په سګنال لېږدولو کې مهم رولونه لوبوي، او ښایي له همدې امله په مغز کې د حجري ــ تر حجرې اړیکو کې ښکېل وي. [۳۳][۳۴]

PrPres سمول

د پروتیز پر وړاندې مقاوم PrPSc-ډوله پروتین یا PrPres هغه نوم دی چې د PrPc  هر هغه اېزوفورم ته ورکول کېږي کوم چې له ساختماني پلوه په لابراتواري شرایطو کې په یوه غیر منظم ډول تاو شوې د پروتیناز K پر وړاندې مقاومې بڼې باندې بدلېږي. د دې لپاره چې په لابراتواري شرایطو کې په PrPSc  باندې دPrPC  بدلېدل نمونه برداري کړل شي، سابوریو او ملګرو یې د یو داسې پروسیجر له لارې چې د پروتین د نا سمې تاوېدنې حلقوي تقویت پکې شامل و په چټکۍ سره PrPC په PrPres  باندې بدله کړه. د "PrPres" اصطلاح د دې لپاره کارول کېږي چې د PrPres او PrPSc تر منځ تمایز رامنځته شي، کوم چې له منتن نسج څخه جلا کېږي او د انتقال وړ سفنجي ډوله انسفالوفاتي عامل سره تړاو لري. د بېلګې په توګه، د PrPSc پر خلاف، PrPres  ښایي په حتمي ډول منتن نه وي.[۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې سمول

  1. "Prion diseases". National Institute of Health. مؤرشف من الأصل في ۲۲ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Prion diseases". United States Centers for Disease Control and Prevention. 2019-05-03. مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "What Is a Prion?". Scientific American. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Prion infectious agent".. 
  5. Prusiner SB (June 1991). "Molecular biology of prion diseases". Science. 252 (5012): 1515–22. Bibcode:1991Sci...252.1515P. doi:10.1126/science.1675487. PMID 1675487. S2CID 22417182. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Prusiner SB (November 1998). "Prions". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 95 (23): 13363–83. Bibcode:1998PNAS...9513363P. doi:10.1073/pnas.95.23.13363. PMC 33918. PMID 9811807. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Prusiner SB, Woerman AL, Mordes DA, Watts JC, Rampersaud R, Berry DB, Patel S, Oehler A, Lowe JK, Kravitz SN, Geschwind DH, Glidden DV, Halliday GM, Middleton LT, Gentleman SM, Grinberg LT, Giles K (September 2015). "Evidence for α-synuclein prions causing multiple system atrophy in humans with parkinsonism". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 112 (38): E5308–17. Bibcode:2015PNAS..112E5308P. doi:10.1073/pnas.1514475112. PMC 4586853. PMID 26324905. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Lay summary: Makin, Simon (September 1, 2015). "A Red Flag for a Neurodegenerative Disease That May Be Transmissible". Scientific American. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Michel Brahic (Nov 10, 2021). "The surprising upsides of the prions behind horrifying brain diseases". New Scientist. مؤرشف من الأصل في November 13, 2021. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Dobson CM (February 2001). "The structural basis of protein folding and its links with human disease". Philosophical Transactions of the Royal Society of London. Series B, Biological Sciences. 356 (1406): 133–45. doi:10.1098/rstb.2000.0758. PMC 1088418. PMID 11260793. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Golde TE, Borchelt DR, Giasson BI, Lewis J (May 2013). "Thinking laterally about neurodegenerative proteinopathies". The Journal of Clinical Investigation. 123 (5): 1847–55. doi:10.1172/JCI66029. PMC 3635732. PMID 23635781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Irvine GB, El-Agnaf OM, Shankar GM, Walsh DM (2008). "Protein aggregation in the brain: the molecular basis for Alzheimer's and Parkinson's diseases". Molecular Medicine. 14 (7–8): 451–64. doi:10.2119/2007-00100.Irvine. PMC 2274891. PMID 18368143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Laurén J, Gimbel DA, Nygaard HB, Gilbert JW, Strittmatter SM (February 2009). "Cellular prion protein mediates impairment of synaptic plasticity by amyloid-beta oligomers". Nature. 457 (7233): 1128–32. Bibcode:2009Natur.457.1128L. doi:10.1038/nature07761. PMC 2748841. PMID 19242475. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Olanow CW, Brundin P (January 2013). "Parkinson's disease and alpha synuclein: is Parkinson's disease a prion-like disorder?". Movement Disorders. 28 (1): 31–40. doi:10.1002/mds.25373. PMID 23390095. S2CID 38287298. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Goedert M (August 2015). "NEURODEGENERATION. Alzheimer's and Parkinson's diseases: The prion concept in relation to assembled Aβ, tau, and α-synuclein". Science. 349 (6248): 1255555. doi:10.1126/science.1255555. PMID 26250687. S2CID 206558562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lee S, Kim HJ (March 2015). "Prion-like Mechanism in Amyotrophic Lateral Sclerosis: are Protein Aggregates the Key?". Experimental Neurobiology. 24 (1): 1–7. doi:10.5607/en.2015.24.1.1. PMC 4363329. PMID 25792864. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Alberti S, Halfmann R, King O, Kapila A, Lindquist S (2009). "A systematic survey identifies prions and illuminates sequence features of prionogenic proteins". Cell. 137 (1): 146–58. doi:10.1016/j.cell.2009.02.044. PMC 2683788. PMID 19345193. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Aguzzi A (January 2008). "Unraveling prion strains with cell biology and organic chemistry". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 105 (1): 11–12. Bibcode:2008PNAS..105...11A. doi:10.1073/pnas.0710824105. PMC 2224168. PMID 18172195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Si K, Lindquist S, Kandel ER (December 2003). "A neuronal isoform of the aplysia CPEB has prion-like properties". Cell. 115 (7): 879–891. doi:10.1016/S0092-8674(03)01020-1. PMID 14697205. S2CID 3060439. مؤرشف من الأصل في March 22, 2022. د لاسرسي‌نېټه November 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Li J, Browning S, Mahal SP, Oelschlegel AM, Weissmann C (31 Dec 2009). "Darwinian evolution of prions in cell culture". Science. 327 (5967): 869–872. Bibcode:2010Sci...327..869L. doi:10.1126/science.1183218. PMC 2848070. PMID 20044542. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Lay summary: "'Lifeless' prion proteins are 'capable of evolution'". BBC News. January 1, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  21. کينډۍ:Cite Dictionary.com
  22. Schonberger LB, Schonberger RB (June 2012). "Etymologia: prion". Emerging Infectious Diseases. 18 (6): 1030–1031. doi:10.3201/eid1806.120271. PMC 3381685. PMID 22607731. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Dorland's Illustrated Medical Dictionary". Elsevier. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Merriam-Webster's Unabridged Dictionary". Merriam-Webster. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Houghton Mifflin Harcourt. "The American Heritage Dictionary of the English Language". Houghton Mifflin Harcourt. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Prusiner SB (April 1982). "Novel proteinaceous infectious particles cause scrapie" (PDF). Science. 216 (4542): 136–44. Bibcode:1982Sci...216..136P. doi:10.1126/science.6801762. PMID 6801762. S2CID 7447120. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ جولای ۲۰۲۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Prusiner SB, Woerman AL, Mordes DA, Watts JC, Rampersaud R, Berry DB, Patel S, Oehler A, Lowe JK, Kravitz SN, Geschwind DH, Glidden DV, Halliday GM, Middleton LT, Gentleman SM, Grinberg LT, Giles K (September 2015). "Evidence for α-synuclein prions causing multiple system atrophy in humans with parkinsonism". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 112 (38): E5308–17. Bibcode:2015PNAS..112E5308P. doi:10.1073/pnas.1514475112. PMC 4586853. PMID 26324905. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Lay summary: Makin, Simon (September 1, 2015). "A Red Flag for a Neurodegenerative Disease That May Be Transmissible". Scientific American. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Priola SA, Chesebro B, Caughey B (May 2003). "Biomedicine. A view from the top – prion diseases from 10,000 feet". Science. 300 (5621): 917–919. doi:10.1126/science.1085920. PMID 12738843. S2CID 38459669. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Robertson C, Booth SA, Beniac DR, Coulthart MB, Booth TF, McNicol A (15 May 2006). "Cellular prion protein is released on exosomes from activated platelets". Blood. 107 (10): 3907–3911. doi:10.1182/blood-2005-02-0802. PMID 16434486. S2CID 34141310. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Hegde RS, Mastrianni JA, Scott MR, DeFea KA, Tremblay P, Torchia M, DeArmond SJ, Prusiner SB, Lingappa VR (February 1998). "A transmembrane form of the prion protein in neurodegenerative disease" (PDF). Science. 279 (5352): 827–34. Bibcode:1998Sci...279..827H. doi:10.1126/science.279.5352.827. PMID 9452375. S2CID 20176119. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  31. Carp RI, Kascap RJ (2004). "Taking aim at the transmissible spongiform encephalopathie's infectious agents". In Krull IS, Nunnally BK (المحررون). Prions and mad cow disease. New York: Marcel Dekker. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8247-4083-2. مؤرشف من الأصل في ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Brown DR, Qin K, Herms JW, Madlung A, Manson J, Strome R, Fraser PE, Kruck T, von Bohlen A, Schulz-Schaeffer W, Giese A, Westaway D, Kretzschmar H (1997). "The cellular prion protein binds copper in vivo". Nature. 390 (6661): 684–87. Bibcode:1997Natur.390..684B. doi:10.1038/37783. PMID 9414160. S2CID 4388803. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Weissmann C (November 2004). "The state of the prion". Nature Reviews. Microbiology. 2 (11): 861–71. doi:10.1038/nrmicro1025. PMID 15494743. S2CID 20992257. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Málaga-Trillo E, Solis GP, Schrock Y, Geiss C, Luncz L, Thomanetz V, Stuermer CA (March 2009). Weissmann C (المحرر). "Regulation of embryonic cell adhesion by the prion protein". PLOS Biology. 7 (3): e55. doi:10.1371/journal.pbio.1000055. PMC 2653553. PMID 19278297. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Riesner D (2003-06-01). "Biochemistry and structure of PrP(C) and PrP(Sc)". British Medical Bulletin. 66 (1): 21–33. doi:10.1093/bmb/66.1.21. PMID 14522846. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Saborio GP, Permanne B, Soto C (June 2001). "Sensitive detection of pathological prion protein by cyclic amplification of protein misfolding". Nature. 411 (6839): 810–3. Bibcode:2001Natur.411..810S. doi:10.1038/35081095. PMID 11459061. S2CID 4317585. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Bieschke J, Weber P, Sarafoff N, Beekes M, Giese A, Kretzschmar H (August 2004). "Autocatalytic self-propagation of misfolded prion protein". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 101 (33): 12207–11. Bibcode:2004PNAS..10112207B. doi:10.1073/pnas.0404650101. PMC 514458. PMID 15297610. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)