پروفیسر ډاکټر راجولی شاه خټک

پروفیسر ډاکټر راج ولي شاه خټک چې د نوښار ضلعې په ډاگ اسماعیل خیلو کلې کې په ۲۴مه جنورۍ کال ١٩٥٢ کې د قدیم شاه په کور کې زیږیدلی ؤ ګڼ شمیر علمي،تنقیدي اؤ تحقیقي کتابونه یې د پښتو ادب ځولۍ ته پیرزو کړي دي اؤ ددې ترڅنګ یې د نوؤ لیکوالو په روزنه کې هم لویې لاس لرلو.

نوموړی د سترو شاعرانو امیرحمزه خان شینواري، غني خان، قلندر مومند اؤ اجمل خټک سره ډیر د نزدې نه پاتې شوی ؤ اؤ زیاتره وخت به یې د شلمې صدۍ ددغو عهد سازو شخصیاتو سره علمي اؤ تنقیدي بحثونه کول.

ډاکټر راجولي شاه خټک د خپلو دریو خویندو یوازینی رور ؤ چې سور سپین مخ اؤ لوړه دنګه ځواني لرله.

پخپل ژوند یې زیاتره محلفونو کې دا خبره کوله چې هغه د زلمیتوب په وخت کې یو ښه ښکاري ؤ اؤ د خپلو ملګرو سره به یې د صحرانو ایلو اؤ کوترو ښکار کولو خو وروستو یې چې شعور پوخ شو نو په وینو کې دمرغو لړل ورته ظلم ښکاریدو اؤ ښکار څخه یې لاس واخستو.

هغه په هلکوانه کې دفټ بال اؤ والي بال یو ډیر ښه لوبغاړی ؤ اؤ په ملګرو کې به ورته د میر یا مشر حیثیت حاصل ؤ.

شاعري یې د نهم جماعت څخه پیل کړې وه خو د خپلې خولې وینا یې ده چې په سبق کې ډیر تکړه ؤ اؤ انعامونه به یې ګټل.

په کال ۱۹۶۸ کې یې د لسم جماعت پاس کولو روستو د پیښور په اسلامیه کالج اؤ وروستو بیا په ګورنمنټ کالج کې داخله واخسته.

کله چې په پاکستان کې د یو پوځی امر جنرال ایوب خان په اقتدار قبضه کړې وه په هغه مهال د طالبعلمانو لخوا د ایوب خان د مارشل لاء په ضد چلیدلي تحریک کې هم ښاغلي راجولي شاه خټک مهم کردار ترسره کړی ؤ.

په کال ۱۹۷۵ کې یې د پیښور پوهنتون څخه په پښتو کې په اوله درجه کې د ماسټر سند ترلاسه کړو اؤ بیا یې په کال ۱۹۸۵ کې د پښتو ادبي تحریکونه په موضوع پي ایچ ډي هم وکړه.

۱۹۷۶ نه تر ۱۹۷۸ پورې د پیښور په ایډورډز کالج کې د پښتو اؤ اسلامیاتو اؤ وروستو بیا د پیښور پوهنتون سره مربوط د ایم فل اؤ پي ایچ ډي استاد هم پاتې شوی ؤ.

ډاکټر راجولي شاه خټک د کال ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۴ پورې په پیښور کې د پښتو اکیډمۍ (چې بنیادي کار یې د ژبې اؤ ادب متعلق پلټنې کول دي) ذمه وارۍ ترسره کړې وې اؤ په دغه موده کې یې د پښتو اکیډمۍ د پلیټ فارم څخه ډیر علمي ،ادبي کتابونه د پښتو ادب لمنې ته اچولي دي ،

هغه ته په غوره ادبي خدماتو د پاکستان حکومت تمغه امتیاز ورکړې وه خو ددې ترڅنګ یې په تنقید، تحقیق ، شاعرۍ اؤ تعلیم کې په غوره خدماتو یو شمیر ایوارډونه اؤ سندونه هم ترلاسه کړي وؤ.

د تصوف په موضوع باندې ډ‌اکټر راجولي شاه خټک ته خاص عبور حاصل ؤ.

دهغه په مشهورو کتابونو کې پښتو ادبي تحریکونه، زیست روزګار،د فقیر جمیل بیګ مناقب فقیر، پښتو ژبه،د پښتو نوې املاء،سنګ زار، د رحمان په شعر،توري چې رڼا کوي، اؤ روهي متلونه د یادولو وړ دي .

ددغو کتابونو ترڅنګ ښاغلي ډاکټر راجولي شاه خټک د پښتو په عملي، ادبي کتابونو په سوونو تنقیدي، اؤ تخقیقي مقالې هم لیکلې وې.

نوموړی په کال ۲۰۱۵م کې په ۲۰مه جولایي په سوات سیمه کې د زړه د دورې له امله وفات شوی اؤ د نوښار په چراټ سیمه کې خپله پلرنۍ مقبره کې خاوره ته سپارل شوی ؤ