پروفیسر ولي محمد خان سیال کاکړ
دجنوبی پښتونخوا ستر مورخ ، لیکوال، فولکلوریسټ او اکیډیمیک شخصیت ښا غلي پروفیسر ولي محمد خان سیال کاکړ صیب پښتو ادب او تاریخ ته دقدر او ستاینې وړ خدمتونه کړي دي .
پروفیسر ولی محمد خان سیال کاکړصیب دجنوبی پښتونخوا یو نومیالی تا ریخپوه دی او ډیر کتابونه یې په پښتو ژبه لیکلي دي. کله چې ما خپل د( پښتني قبیلې ) کتاب لیکه نو دجنوبي پښتونخوا دپښتنو قبیلو په اړوند مې دده دکتاب( پښتو اوپښتانه په سهیلي پښتونخوا کې) نه ډیره ګټه اخیستې وه .
ښاغلي پروفیسر سیال کاکړ صیب دامهال سخت ناروغه دی .نن خبرشوم چې دافغانستان ولسمشراشرف غني ورته د سید جما ل ا لدین افغان میډال ورلیږلی دي ، خو کاشکې دغه میډال یې هغه وخت ورکړای وای چې دی روغ او رمټ و.