پرشاتگوال (په انگرېزي: Revisionism) دغه اصطلاح په تجديد نظر غوښتنې ترجمه كېږي او په اصطلاحي ډول د سوسياليستانو هغو سياستونو او روشونو ته وايي چې د نولسمې پيړۍ په اواخرو او د شلمې پيړۍ په لومړيو وختونو كې يې د كارل ماركس په نظرياتو تجديد نظر وكړ او د ماركس طبقاتي مبارزه يې رد كړه. دوى د پانگوالۍ د تدريجي زوال په نتيجه كې په سوسياليزم معتقد شول. د ريويژيونستانو مشران الماني سوسياليست او ورځپاڼه ليكونكى״ادواردبرنشتاين״ په انگلستان كې ״سيتني اوب״ ״برنارد شاو״ ״اوگراهام والس״ او نور وو. رويژيونيزم په زړه بورژوازۍ تكيه كوي او د پورلتاريا د ديكتاتورۍ په عوض سياسي ديموكراسۍ ته حق وركوي او د خپلې كاميابۍ په خاطر په انقلاب عقيده نه لري. دوى د سوسياليستانو ټولنه جوړه كړه او ځينې ايډيالوژيك انتقادونه يې په ماركسيزم وكړل. هغه انتقادونه دادي:

  1. د پانگوالۍ نظام نژدې له منځه تلل چې ماركس پيش بيني كړى ؤ، هغسې ونه شوه او نژدې هم نه ښكاري.
  2. طبقاتي مبارزه چې ماركس په كوم شدت او سرعت سره پيش بيني كړې وه، سرعت او پراخوالى يې پيدا نه كړ، متوسطه طبقه محوه نه شوه، برعكس نوره هم قوي شوه.
  3. لكه څنگه چې ماركس د پانگې او صنعت تمركز پيش بيني كړى ؤ، د هغې مطابق تمركز منځ ته رانغى او صلاحيت يې هم كم دى، ورو ورو يې انكشاف وكړ.
  4. په تدريجي پرمختگ كې د مؤفقيت امكان زيات دى، نسبت ناگهاني او قهرآميزو اعمالو ته.
  5. د كارگرانودطبقې د فشار په واسطه د كارگرانو استثمار لږ شوى دى. د توليدوونكو او مصرف كوونكو فعاليتونه د كارگرې طبقې د تدريجي لوړتيا سبب شوي دي.

د سوسياليستانو او كمونستانو د اختلاف نه وروسته اوس په داخل د كمونستانو كې هم د ريويژيونيستي حركات لېدل كېږي. د پخواني شوروي اتحاد كمونستانو چيني كمونستان ريويژيونيستي او د ماركسيزم نه منحرف گڼل او چيني كمونستانو بيا دا ټاپه په شوروي كمونستانو لگوله.