پراگا وې ۳ اس
پراگا وې۳اس Praga V3S | |
---|---|
هېواد | چکوسلواکيا |
د موټر جوړونکي | Praga |
د موټر ډول | باروړونکي موټر |
پراگا وې ۳ اس (په چېکي:Praga V3S, vétřieska, vejtřaska) د درو ټنو پوځي باروړونکي موټر دي چی د چکوسلواکيا په جمهوريت کی د ۱۹۵۳ کال څخه تر ۱۹۸۵ کال پورې جوړېده او په دي وخت کی دغه موټر د نړۍ تر ټولو ښه باروړونکي موټر وو. دغه باروړونکي موټر په ځانگړي ډول د چکوسلواکیا د پوځ لپاره جوړ شو خو څو کلو وروسته د پراگا غیر پوځی باروړونکي موټر هم جوړ شو.
توصيف
د پراگا وې ۳ اس باروړونکي موټر د ۶ سلننډره ډیزلي ماشین (ټاټرا ۱-۹۱۲ ) لري چی د هوا پواسطه سړېږي. حجم یی ۷۴۱۲ سانتیمتر مکعب دی او قدرت یی ۷۰ کیلو واټو ته رسېږي. د موټر سرعت ۶۰ کیلومټره په ساعت کی دي.