پرايميټ (د تي لرونکيو ژويو هغه لومړني انواع چې په تکامل او بدلون سره نور ځينې منځ ته راغلي وي).

پرايميټ (د لاتيني ژبې له primus يعنې لومړۍ درجې نه اخیستل شوی) یو تی لرونکی «اتري- د ژويو يو ډول» دی، کوم چې د پرايميټو ژويو د ډلبندۍ ترتيب منځ ته راوړي. دوی له ۵۵ نه تر ۸۵ ميليونه کاله مخکې په لومړي ځل د کوچنيو ځمکنيو تي لرونکو نه منځ ته راغلل، کومو چې په استوايي ځنګلونو کې په ونو کې اوسېدل غوره کړل: د دوی ډېری ځانګړتياوې چې په دې ستونزمن چاپېريال کې له ژوند سره د برابرښت استازولي کوي، په دې ځانګړتياوو کې د لویو ماغزو، د لیدلو  وړتيا، د رنګ د ليدلو وړتيا، د اوږو او ملا تير کمربند، کوم چې د اوږو د بندونو په برخه کې د پراخه خوځښت اجازه ورکوي او پیاوړي لاسونه شامل دي. لومړی د اندازې له اړخه، له «ماډم برتهس ماوس ليمور» نه نيولې چې وزن يې دېرش ګرامو (يو اونس) ته رسېږي، تر ختيځ ګوريلا پورې رسېږي، چې وزن يې له څلور سوه کيلو ګرامه (۴۴۰ پاونډه) نه زیات ته رسېږي، بېلا بېلې اندازې لري. د ژونديو «پرايميټ» شمېر،له  ۳۷۶ نه تر ۵۲۲ پورې رسېږي، خو شمېر يې په دې پورې اړه لري، چې په کومه ډلبندۍ کې کارول شوي. د نويو «پرايميټ» د موندنو لټون اوس هم روان دی: د ۲۰۰۰ز کلونو په اوږدو کې له پنځه ويشت نه زيات انواع موندل شوي دي، ۳۶ يې په ۲۰۱۰ز لسيزه کې موندل شوي او درې يې په ۲۰۲۰ز لسيزه کې موندل شوي دي.

پرايميټ په دې ډول ډلبندي شوي، چې دوی « strepsirrhines» (یعنې تاو پوزه) او « haplorhines» (یعنې ساده پزه) لري. په « strepsirrhines» کې «ليمرز، ګالاګوس او لوريسيډز» شامل دي، په « haplorhines» کې «ټارسيرز او سيمينز» (اپس او شاديان) شامل دي. سيمينز (نازکې پوزې)  نور هم د  «platyrrhines» په نوم ډول ته راښکته کېدای شي (يعنې د اوارو پوزو والا)، يا د نوې نړۍ شاديان، «catarrhines» (يعنې د نريو پزو  والا)، کوم چې د زړې نړۍ بیزوګیان دي او ايپس (چې انسانان هم په کې شامل دي). څلوېښت ميلیونه کاله مخکې، «سيمينز» له افريقا نه سويلي امريکا ته وکوچېده، د اټکل له مخې د دوی کوچ په پاتې شونو د ښوېدلو له لارې و، له کومو نه چې د نوې نړۍ د بیزوګیانو څلور کورنۍ منځ ته راغلې. پاتې «سيمينز» يې نژدې پنځه ويشت ميلیونه کاله مخکې په ايپس (Hominoidea) او د لرغونې نړۍ په بیزوګیانو(Cercopithecoidea) بدل شول. عام انواع، کوم چې«سيمينز» دي، په دوی کې د (لرغونې نړۍ) «baboons, macaques, gibbons» او لوی بیزوګیان شامل دي؛ د (نوې نړۍ) د «capuchins, howlers» او «squirrel» په نومونو بیزوګیان شامل دي.

د نورو تي لرونکو په پرتله، د پرايميټ ماغزه (د جسم د اندازې له اړخه) ستر دي، سربېره پر دې د هغوی زيات باور د ليدلو د قوې په زياتوالي دی، په نسبت د بوی کولو د حس چې په ډېرو تي لرونکو کې د ليدو حس زيات پياوړی دی. همدې ځانګړتياوو په بیزوګیانو او ايپس کې زياته وده کړې، خو په «لورز» او «ليمر» کې په څرګند ډول کم و. ځينې پرايميټ «trichromats» (د درې رنګونو والا) وي، کوم چې د رنګ د پوهاوي د رسولو لپاره درې خپلواکې لارې لري. له ايپس پرته، خو د انسانانو په ګډون، د « prosimians» او بیزوګیانو په ګډون ځينې پرايميټ لکۍ هم لري. د ډېرو پرايميټ ګوتې مخالف لور ته وي. ډېر ډولونه يې له جنسي اړخه مختلف دي، په توپٍير کې يې شونې ده د عضلاتو حجم، د وازدې وېش، د خاصرې لګن پراخوالی، د نېښ لرونکو غاښونو اندازه، د ويښتانو وېش او رنګ شامل وي.  پرايميټ د دوی د اندازې د نورو تي لرونکو په پرتله کرار کرار وده کوي، وروسته بلوغ ته رسېږي او اوږد عمر لري. دا يې تر انواعو پورې اړه لري، چې ځينې بالغان يې يواځې، په يو ځای شويو جوړو کې يا د سلګونو غړيو په ډلو کې ژوند کوي. د ګوريلا، انسانانو او «بابونز» په ګډون ځينې پرايميټ په ونو کې د ژوند پر ځای په ځمکو ژوند کوي، خو ټول انواع په ونو له ختلو سره بلد دي (په انسانو کې هم لیدل کېدای شي، د بېلګې په ډول: لکه په لوبو کې د ختلو وړتيا يا د پارکور په څېر لوبو کې). په ونو د ختلو په تخنيکونو کې يې له يوې ونې نه بلې ونې ته ټوپ کول او د ونو د څانګو په منځ کې تاوېدل راتاوېدل شامل دي (له څانګو راځړېدل)؛ په ځمکه د حرکت کولو په تخنيکونو کې په دوو اندامونو قدم وهل (په پښو تګ) او په څلورو پښو اصلاح شوی تګ (د ګوتو د بندونو په مټ تګ کول) شامل دي.

پرايميټ تر ټولو زيات ټولنيز ژوي دي، جوړې يا د کورنۍ ډلې جوړوي، د يوه نر لرونکي، د ګڼو نرانو- ګڼو ښځو لورنکې ډلې لري. له انسانانو پرته نور پخواني لږ تر لږه څلور ډوله ټولنيز نظامونه لري، ډېری يې د ډلو په منځ کې د ځوانو ښځينه وو، د شتون اندازې ته په کتنې سره تعريف شوي دي. ګڼ لومړي انواع تر يو بريده، د ونو اړوند دي: په استثنایي بڼه يې انسانان، ځينې نور ستر بیزوګیان او بامبونز دي، دې ټولو ونې د ځمکې لپاره پرېښودې او اوس په ټولو لويو وچو کې ژوند کوي.

د انسانانو او غیر انسانانو لومړيو (NHPs) تر منځ نږدې اړيکې، د هغو ناروغيو د منځ ته راتلو موکه پيدا کوي چې، له ژوي نه منځ ته راځي، په ځانګړي ډول وايرسي ناروغۍ چې هرپس، شری، ايبولا، ليونتوب او زيړی په کې شامل دي. په نړۍ کې زرګونه غیر انساني پرايميټ له انسانانو سره د نفسياتي او بدني ورته والي له امله د څېړنو لپاره کارول کېږي. له نږدې شپېته سلنه پرايميټ انواع، د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دي. په عامو ګواښونو کې يې د ځنګلونو له منځه تلل، د ځنګلونو جلا کېدل، د بیزوګیانو شړل او په درملو کې د کارولو لپاره د دوی ښکار کول، لکه روږدي ژوي او يا د خوراک لپاره. هغه پراخه استوايي ځنګلونه، چې د کرنې لپاره له منځه وړل کېږي هم، دوی له ګواښ سره مخامخ کوي.

د اصطلاح تاریخچه

سمول

د انګريزي ټکی«primates» له لرغونې فرانسوي يا فرانسوي ژبې د «primat» ټکي نه اخیستل شوی، چې فرانسوي ته د لاتيني ژبې له «primus» نوم نه راغلی (معنا يې ده لومړی، لومړۍ درجه). دا نوم د «کارل لينيس» له خوا ورکړل شوی و، ځکه د هغه باور و چې دا د ژويو تر ټولو «لوړ» ترتيب دی. د پرايميټ د بېلا بېلو ډلو تر منځ اړيکې په نسبي ډول تر اوسه په څرګند ډول نه وې پېژندل شوې، په همدې بنسټ عام کارېدونکي اصطلاحات، تر يو بريده ګډوډونکي دي. د بېلګې په ډول: د ايپ ټکی يا د بیزوګیانو لپاره يا يواځې د بې لکيو ژويو لپاره د بديل په توګه کارېده، په عمومي توګه د هغه پرايميټ لپاره چې انسان ته ورته وو.[۱][۲][۳]

«سر ولفرډ لی ګروس کلارک» د پرايميټ پېژندونکو نه يو هغه و، چا چې د تکامل لور ته پرايميټ د ميلان نظريه او د يو ترتيب د ژونديو غړيو کوم چې د انسانانو لور ته د تګ «صعودي مسير» لري، په يو ترتيب کې د برابرولو طريقه منځ ته راوړه. د پرايميټ د ډلو لپاره کارېدونکي لومړي نومونه، لکه: پروموسين، بیزو، کوچنی ايپس او لوی ايپس د همدې طريقې انځور وړاندې کوي. د پرايميټ د تکاملي تاريخ په اړه زموږ د اوسنۍ پوهې پر بنسټ، د دوی له منځه ډېرې ډلې يو بل ته ورته دي او يا داسې ويلای شو چې، په دوی کې د شريکو نيکونو ټول بچيان شامل نه دي.[۴][۵]

د کلارک د تګلارې په خلاف، اوسنۍ ډلبندي په عمومی توګه يواځې د هغو ډلو پېژندګلوي (يا نوم) يادوي، کوم چې «monophyletic» (هغه چې له شريک تکاملي نيکه نه منځ ته راغلی وي) وي، يعنې داسې يوه ټاکل شوې ډله، په کومه کې چې د دې ډلې د شريک  اصل (نیکه/سلف/ابا او اجداد) ټول بچيان شامل وي.[۶]

لاندې ورکړل شوي کلاډوګرام، د ژونديو پرايميټ د يوې اټکليزې ډلبندۍ ترتيب ښيي: هغه ډلې کوم چې عام (دوديز) نوم کاروي، هغه ښي اړخ ته ښودل شوي دي.[۷][۸]

د علمي نومونو  کارونکي يا ډلې (کلاډ هغه ډلې چې شريک اصل ولري) او يا متحد الاصل ډلې دي او د علمي ډلبندۍ ترتيب د همدې نسبونو د تکاملي تاريخ ښودنه کوي. هغه ډلې چې په دوديز ډول نومول شوي، ښي لور ته ښودل شوي، دوی يوه«صعودي لړۍ» جوړه کړې (د کلارک له انده، پورته وګورئ)،خو ډېرې ډلې يې «paraphyletic»دي (paraphyletic يعنې له يو تکاملي اصل نه منځ ته راغلي، خو ټولې ډلې په کې شاملې نه دي).

  • په پروسيمين کې دوه مونوفيليټک ډلې وي (سبورډر سټيپسيريني، يا ليمر، لوريز او د دوی سره تړلي، له دوی نه ښکته  د هاپلوريني ټارسيرز)، دا يو پيرافيليټک ډلبندي ده، ځکه چې په دوی کې (Simiiformes) شامل نه دي، کوم چې د شریک اصل پرايميټ بچيان دي.
  • په بیزوګیانوکې دوه مونوفيليټيک ډلې شاملې دي، د نوې نړۍ بیزوګیان او د لرغونې نړۍ بیزوګیان، خو دا پيرافيليټک دی، ځکه چې له دوی نه hominoids، کوم چې د Hominoidea پیاوړې کورنۍ ده، شامل نه دي، د Simiiformes د شريک اصل بچيان هم په کې شامل دي. (مونو فيليټيک هغه چې اصل يې شريک وي او پيرافيليټيک ،چې اصل يې له بلې ډلې سره شریک نه وي).
  • ایپس په ټوله کې، او ستر ايپس، پيرافيليټک دي، خو په هغه حالت کې که چېرې دا اصطلاح، په داسې ډول وکارول شي، چې انسانان په کې شامل نه کړای شي.

سرچینې

سمول
  1. "Primate". Merriam-Webster Online Dictionary. Merriam-Webster. 
  2. The Book of Popular Science. 1963. p. 257.
  3. کينډۍ:Cite EB1911
  4. Dixson, A.F. (1981), The Natural History of the Gorilla, London: Weidenfeld & Nicolson, ISBN 978-0-297-77895-0
  5. Definitions of paraphyly vary; for the one used here see e.g. Stace, Clive A. (2010), "Classification by molecules: What's in it for field botanists?" (PDF), Watsonia, 28: 103–122, archived from the original (PDF) on 2011-07-26, نه اخيستل شوی 2010-02-07.
  6. Definitions of monophyly vary; for the one used here see e.g. Mishler, Brent D (2009), "Species are not Uniquely Real Biological Entities", in Ayala, F.J. & Arp, R. (eds.), Contemporary Debates in Philosophy of Biology, pp. 110–122, doi:10.1002/9781444314922.ch6, ISBN 978-1-4443-1492-2.
  7. Cartmill, M.; Smith, F. H. (2011). The Human Lineage. John Wiley & Sons. ISBN 978-1-118-21145-8.
  8. Groves, C. P. (2001). Primate Taxonomy. Smithsonian Institution Press. ISBN 1-56098-872-X.