پرانیستې ټولنه

پرانیستې ټولنه، (فرانسوي:société ouverte) یوه اصطلاح ده، چې د فرانسوي فیلسوف هنري برګسن له خوا په 1932ز کال کېرامنځته شوې او یو متحرک سیسټم تشرېح کوي، چې اخلاقي نړیوالتوب ته متوجه دی. برګسن له یوې پرانیستې ټولنې سره توپیر درلود، چې هغه یې تړلې ټولنه، د قانون، اخلاقو یا مذهب تړلی سیسټم بولي. دا د تړل شوي ذهن په څېر جامد دی. برګسن وړاندیز کوي، چې که د تمدن ټولې نښې له منځه ولاړې شي، د تړلې ټولنېغریزې به د نورو د شاملولو یا اېستلو لپاره پاتې شي.[۱][۲][۳][۴]

د پرانستې ټولنې مفکوره د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې په  اطریش کې دزېږېدلي بریتانوي فیلسوف کارل پاپپر له خوا نوره هم پراخه شوه. پاپر دا د تاریخي لړۍ د یوې برخې په توګه ولیده، چې خلاصې یا بېځایه شوې ټولنې ته چې د ټولو مخامخ متقابل عملونه په کې نشته،د پرانیستې ټولنې له لارې عضوي، قبیلوي یا تړلې ټولنېته رسېږي (د دود په اړه د انتقادي چلند له خوا په نښه شوې). [۵][۶][۷]

تاریخچه سمول

پاپر کلاسیک یونیان له قبایلیزم نه د پرانیستې ټولنې پر لور د ورو لېږد د پیل په توګه ولیدل او د لومړي ځل لپاره د شخصي ګروپ د کمو اړیکو له امله له رامنځته شوي فشار سره مخامخ شو. [۸]

په داسې حال کې چې قبیلوي او ډله‌ ییزې ټولنې د طبیعي قوانینو او ټولنیزو دودونو ترمنځ توپیر نه کوي؛ نو له دې امله افراد هغه دودونه نه شي ننګولای، چې د هغوی په باور سپېڅلی او جادويي بنسټ لري، د یوې پرانیستې ټولنې پیل د طبیعي او د انسان پرمټ جوړ شوي قانون ترمنځ د توپیر، د شخصي مسؤلیت زیاتوالی او د اخلاقي انتخابونو لپاره حساب ورکول دي، چې له دیني عقیدې سره سمون نه لري. [۹]

پاپپر استدلال وکړ، چې د انفرادیت، نیوکې او بشردوستانه نظرونه هغه وخت نه شي ماتېدای چې خلک یې په اړه پوه شي او له همدې امله دا ناشونې ده، چې تړلې ټولنې ته بېرته راستانه شي، خو په ورته وخت کې باید دوامداره احساساتي کشش وپېژندل شي. هغه څه چې د «قبایلیزم ورک شوي ګروپ روح» یې بللی، لکه د ۲۰مې پېړۍ په مطلقیت کې چې څرګند شو.[۱۰][۱۱]

په داسې حال کې چې د پاپر د مطالعې له دورې راهیسې له شک پرته د خلاصې ټولنې د خپرېدو له امله په نښه شوې وي، دا ښايي د پاپرپلویانو ته لږ او د وروستي عصري اقتصادي پرمختګونو رول ته ډېر منسوب شي.د ودې پر بنسټ صنعتي ټولنې د خپلو غړو سواد، هویت او ټولنیز خوځښت ته اړتیا لري، عناصر چې د دود پر بنسټ له چلند سره سمون نه لري، خو د خلاصو ټولنیزو اړیکو دډېر خپراوي غوښتنه کوي، جورج سمیل د میټروپولیټان ذهني درېځ د ځانګړتیا په توګه ولیده.[۱۲][۱۳][۱۴]

پېژند سمول

کارل پاپر پرانیستېټولنه داسې تعریف کړه، چې:«په هغې کې فرد له شخصي پرېکړو سره مخامخ کېږي»، لکه له «جادو یا قبیلوي یا اجتماعي ټولنې سره چې مخالفت کوي».[۱۵]

هغه په ​​دې اند و، چې له وینې تویونې، انقلاب او کودتا پرته یوازې ډیموکراسي د اصلاحاتو او رهبرۍ د بدلون لپاره یو بنسټیز میکانیزم وړاندې کوي.[۱۶]

دآزادې ټولنې عصري پلویان ( د چا له خو؟! وړاندیز کوي، چې ټولنه به په عام مفهوم کې له ځانه هېڅ راز پټ نه ساتي؛ځکه چې ټول د ټولو په پوهه باور لري. سیاسي آزادي او بشري حقونه د یوې خلاصې ټولنې بنسټ بلل کېږي.

کره کتنیزه پوهه سمول

د پرانستې ټولنې په اړه د پاپر مفکوره سیاسي نه، بلکېعلمي ده. کله چې پاپپر پرانستې ټولنه او د هغې دښمنان ولیکل، هغه په ​​دې باور و، چې ټولنیز علوم د فاشیزم او کمونیزم د ارزښت او ماهیت په درک کولو کې پاتې راغلي؛ ځکه چې دا علوم د هغه څه پر بنسټولاړ دي، چې هغه یې د نیمګړې معرفت‌ پوهنې په توګه لیدلي وو. توکمپالنې پوهه دې ته اړ کړه، څو سیاسي شي، چې انتقادي فکر یې ناشونی کړ او په استبدادي هېوادونو کې د پوهې د له منځه وړلو لامل شو.[۱۷][۱۸]

د پاپپر نظریه چې پوهه لنډ مهاله او د منلو وړ ده،په دې معنا ده چې ټولنه باید د بدیل لید لپاره پرانیستې وي. یوه ازاده ټولنه له کلتوري او مذهبي ډېرښت سره تړلې ده. تل د پرمختګ لپاره پرانیستې وي؛ځکه چې پوهه هېڅکله بشپړه شوې نه ده، بلکې تل روانه ده: «که موږ غواړو چې انسانان پاتې شو؛ نو یوازې یوه لارلرو، هغه لار پرانیستې ټولنه ده، ... نامعلومه، ناڅرګنده او ناامنه»[۱۹]

په تړلې ټولنه کې د پوهې او حتمي حقیقت ځينې ادعاوې د واقعیت د یوې نسخې د تطبیق هڅه کوي. داسې ټولنه د فکر په آزادۍ پورې تړلې ده. په مقابل کې په آزاده ټولنه کې هر وګړی اړ دی، په انتقادي فکر کې برخه واخلي، چې د فکر او بیان آزادۍ او فرهنګي او حقوقي بنسټونو ته اړتیا لري، څو دا کار اسانه کړي.[۲۰]

نورې ځانګړنې سمول

بشردوستي، برابري او سیاسي آزادي، د یوې پرانیستې ټولنې اساسي ځانګړنې دي. دا د اتنیانو د ډیموکراسۍ دیوه سیاستوال پیریکلس په وسیله د هغه د ستاینې په وینا کې پېژندل شوې وې: «په عام ژوند کې پرمختګ د وړتیا لپاره شهرت ته رسېږي، طبقاتي ملاحظات په وړتیاکې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او نه بیا د غربت لاره بندوي، که یو انسان د دولت د خدمت کولو توان لري، د هغه د حالت د پټوالي خنډ نه دی، هغه آزادي چې په خپل حکومت کې ترې خوند اخلو، زموږ په عادي ژوند کې هم پراخېږي».[۲۱]

دا د یوې دودیزې ټولنې او د پولیس د راپورته کېدونکي، نوي او ډېر خلاص ځای ترمنځ تاوتریخوالی و، چې په بشپړډول یې کلاسیک اتن په نښه کړاو پاپپر له هغې دوامداره احساساتي غوښتنې ښه خبر و، چې هغه «هولیزم ... په عصري نړۍ کې د قبیلوي ژوند د ورک شوي یووالي لپاره لېوالتیا» بلله. [۲۲][۲۳]

اخطار سمول

پانګوال او انسان دوست جورج سوروس، د کارل پاپر یوپیرو دی، نوموړي استدلال وکړ، چې د ځيرک فریب د پیاوړو تخنیکونو پیچلي کارول، د محافظه کاره سیاسي فعالانو لکه فرانک لونټز او کارل روو له خواله عصري اعلاناتو او ادراکي ساینس نه پور شوي دي، چې د پاپر د پرانیستې ټولنې د لید په اړه شک لري، ځکه چې د حقایقو په اړه د نظر ورکوونکو درک په اسانۍ سره کارېدای شي، ډیموکراتیکې سیاسي خبرې اترې په واقعیت کې د غوره پوهېدو لامل نه کېږي. سوروس استدلال کوي، چې د واکونو د جلا کولو، د بیان د آزادۍ او آزادو ټاکنوپر اړتیا سربېره، د حقایقو د تعقیب لپاره ښکاره ژمنتیا اړینه ده.«سیاستوال به د لاسوهنې پرځای حقیقت ته درناوی وکړي، یوازې هغه وخت چې خلک د حقیقت په اړه فکر وکړي او سیاستوالو ته هغه وخت سزا ورکړي، چې دوی په قصدي دوکه کې ونیسي».[۲۴][۲۵]

په هر حال، پاپر ازاده ټولنه له ډیموکراسۍ، پانګوالۍ یا لیزیز- فیر اقتصاد سره نه پېژني، بلکې د ټولنیزې ډلې په مقابل کې یې له هر ډول فکر کولو او د فرد په برخه کې یې له یوه انتقادي ذهنیت سره پېژني. د پاپر تصور دا دی، چې حقیقت له لاسه ورکولای شي. انتقادي چلند په دې معنا نه دی چې حقیقت موندل کېږي.[۲۶]

سرچينې سمول

  1. • Henri Bergson ([1932] 1937). Les Deux Sources de la morale et de la religion, ch. I, pp. 1–103 and ch. IV, pp. 287–343. Félix Alcan. • Translated as ([1935] 1977), The Two Sources of Morality and Religion Internet Archive (left or right arrow buttons select succeeding pages), pp. 18–27, 45–65, 229–234., trs., R. A. Audra and C. Brereton, with assistance of W. H. Carter. Macmillan press, Notre Dame.
  2. Leszek Kołakowski, Modernity on Endless Trial (1997), p. 162
  3. Thomas Mautner (2005), 2nd ed. The Penguin Dictionary of Philosophy ["Open society" entry], p. 443.
  4. Henri Bergson, The Two Sources of Morality and Religion, Macmillan, 1935, pp. 20–21.
  5. K. R. Popper, The Open Society and Its Enemies, 2 vols. ([1945] 1966), 5th ed.
  6. A. N. Wilson, Our Times (2008), pp. 17–18
  7. K. R. Popper, The Open Society and Its Enemies, Volume One (1945), 1 and 174–175.
  8. K. R. Popper, 1945:175–176
  9. Popper, K., The Open Society and Its Enemies, Volume One (Routledge, 1945, reprint 2006), chapter 5, part III.
  10. K. R. Popper, 1945:199–200
  11. Popper, K., The Open Society and Its Enemies, Volume One (Routledge, 1945, reprint 2006), chapter 10, part VIII.
  12. Wilson, p. 403
  13. Ernest Gellner, Nationalism (1997), pp. 25–29
  14. M. Hardt/K. Weeks, The Jameson Reader (2000), pp. 260–266
  15. Popper, K., The Open Society and Its Enemies, Volume One (Routledge, 1945, reprint 2006), chapter 10, part I.
  16. K. R. Popper, 1945:4
  17. Soros, George, "The Age of Fallibility," Public Affairs (2006).
  18. Popper, K., The Open Society and Its Enemies, Volume Two (Routledge, 1945, reprint 2006), chapters 23 and 24.
  19. K. R. Popper, 1945:201
  20. Soros, George, "The Age of Fallibility," Public Affairs (2006).
  21. Thucydides, The History of the Peloponnesian War, Book II: Pericles' Funeral Oration Archived 2015-10-22 at the Wayback Machine..
  22. J. Boardman et al., The Oxford History of the Classical World (1991), p. 232
  23. K. R. Popper, 1945:80
  24. Soros, George, Soros on Soros (John Wiley and Sons, 1995), page 33.
  25. Soros, George, "From Karl Popper to Karl Rove – and Back", Project Syndicate (November 8, 2007).
  26. I. C. Jarvie et al. eds., Popper's Open Society after fifty years (1999), pp. 43–46