پراسسرونه (په انگرېزي: Processors)

هغه مشهور پراسسرونه کوم چې د انتل شرکت لخوا په دې وروستيو لسيزو کې بازار ته وړاندې شوي په لاندې ډول دي:زما مخپانې ته ښه راغلئ!

8088 پراسسر

سمول

دا پراسسر په 1981 م کال د IBM(International Business Machine) شرکت له خوا په ځاني کمپيوټرونو (PC) کې د گټې وړ وگرځيد چې دا يو 16 بيتي پراسسر ؤ او کولای شوای چې تر يوه ميگا بايت ساتنځي (Memory) پورې حافظه د گټې اخيستو وړ وگرځوي. او چټکتيا يې 4077 ميگا هرتز ته رسيږي.

80286 پراسسر

سمول

دا پراسسر په 1986م کال کې بازار ته وړاندې شو د 8088پراسسر په څېر يو 16بيتي پراسسر ؤ د مخکنيو پراسسرونو په پرتله يې مهم ښه والی دا ؤ چې کولای شوای په يوه وخت کې څو پروگرامونه سرته ورسوي. ددې پراسسر بل ځانگړيتوب په ديې کې ؤ چې دې پراسسر کولای شوای چې په دوو لاندې حالاتو (Mode )کې کار وکړي:  حقيقي موډ(Real Mode)  ساتل شوی موډ(Protected Mode) دې پراسسر کولای شوای چې په حقيقي موډ کې تر يوه ميگا بايته او په ساتل شوي موډ کې تر 16ميگا بايته پورې ساتنځی په کار واچوي.

80386 پراسسر

سمول

دا پراسسر چې په کال 1988م کې بازار ته وړاندې شو د 80281پراسسر څخه چټک ؤ او يو 32 بيتي پراسسر ؤ چې کولای شوای تر 4 گيگا بايته پورې حافظه تر کارونې لاندې راولي.


80486 پراسسر

سمول

دا پراسسر په کال 1990 کې بازار ته وړاندې شو او د1990 په لومړيو لسيزو کې له مشهورو پراسسرونو څخه ؤ. د لمړي ځل لپاره پټه حافظه (Cache Memory) ددې پراسسر په واسطه په کار يوړل شوه.

Pentium پراسسر

سمول

د Pentium پراسسر د انتل دشرکت په واسطه په کال 1993 کې بازار ته وړاندې شو د مخکنيو پراسسورنو سره ددې پراسسر توپير په دوو عمده څيزونو کې دی: 1:چټکتيا(Speed ): ددې پراسسر چټکتيا د مخکنيو پراسسرونو په پرتله ډېره ده. 2:د کلمې(Word) اندازه: د Pentiumپراسسر يوه کلمه د 64 بيتو لرونکې وي،يا په بل ډول دا پراسسر کولای شي چې 64 بيټه په يوه وخت کې پراسس کړي.چې په دې پسې Pentium Pro,Pentium II ,Pentium III او Pentium IV پراسسرونه منځ ته راغلل. همدارنگه لاندې پراسسرونه چې د بيلا بيلو کمپنيو پواسطه جوړ شوي هم د يادونې وړ دي:


1:اتانيم پراسسر(Itanium Processor): يو 64 بيتي پراسسر دی چې د انتل شرکت لخوا جوړ شوی او په هغه کمپيوټرونو کې چې په شبکه کې د سرويس ورکوونکي دنده په غاړه لري ترې کار اخيستل کېږي.


2:Power PC پراسسر: يو 32 بيتي پراسسر دی چې د Motorola اوIBM شرکت لخوا جوړشوی دی له دې پراسسر څخه په مکنتاش(Macintosh) کمپيوټرونو کې کار اخيستل کېږي.


3:68000او 68020پراسسر: دا 16 او 32 بيتي پراسسرونه دي چې د Motorola شرکت پواسطه جوړشوي دي له دې پراسسر څخه په هغه وسايلو کې کار اخيستل کېږي کوم چې د کمپيوټر پواسطه کنتروليږي.


4:الفا پراسسر(Alpha Processor): دا يو 64 بيتي پراسسر دی چې دديجيتل شرکت پواسطه جوړ شوی او همدارنگه اوسمهال دCompaqشرکت پواسطه هم جوړيږي.د شبکې په سرويس ورکوونکو او لويو کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي.


4:MIPS پراسسر: دا يو 64 بيتي پراسسر دی چې د سليکان گرافيکس شرکت پواسطه جوړ شوی او دشبکې په سرويس ورکوونکو ،په ويديويي لويو ماشينونو او نورو وسايلوکې ترې کاراخيستل کېږي.


6:SPARC(Scalable Processor Architecture)پراسسر: دايو 64 بيتي پراسسر دی چې د Sun-Micro-Systemشرکت پواسطه جوړشوی او په ځاني کمپيوټرونو کې ترې کار اخيستل کېږي. د گړۍ چټکتيا يواځې د CPU د چټکتيا ټاکونکې نه ده بلکې د پراسسرپه چټکتيا کې د پراسسر ډيزاين او جوړښت هم ونډه لري.دهغه بيتونو شمير کوم چې په يوه وخت کې د CPU پواسطه پراسس کېږي د CPUپه چټکتيا کې هم رول لري.نوې CPUگانې په يوه وخت کې کولای شي چې ډير شمير بيتونه پراسس کړي. د CPUپواسطه په يوه وخت کې د پراسس شوو بيتونو شمير معمولاً له 16څخه تر 64پورې وي او د CPUد ويې(کلمې)په نامه ياديږي.اوسنۍ گڼ شمير CPUگانې ددستورونو يو بشپړ سيټ دی چې ددستورونو څخه يې ځيني په ډير لږوالي د گټې وړ گرځي. هغه کمپيوټرونه چې ددې ډول CPUلرونکې وي ددستورونو د بشپړ سيټ کمپيوټرونو په نامه ياديږي.څيړنې ښيې چې داډول پراسسرونه د هغه پراسسرونو په پرتله کوم چې لږ شمير دستورونه سرته رسوي ورو وي. نن ورځ گڼ شمير لوی او ځاني کمپيوټرونه له هغو پراسسرونو څخه کار اخلي کوم چې د لږو دستورونو د مجموعې لرونکي وي چې دا د RISC(Reduced Instruction Set Computer) په نامه ياديږي.Alpha سي پي يو گانې چې دDEC (Digital Equipment Corporation) شرکت پواسطه جوړې شوې او Power PC سي پي يو گانې چې د IBM شرکت پواسطه جوړې شوې د RISC سي پي يو گانو بيلگې دي.Intel پراسسرونه د CISC پر بنسټ ډيزاين شوې دي مگر د انتل شرکت انجينران د CPU د چټکتيا د زياتولو لپاره له نورو تخنيکونو څخه گټه اخلي چې د انتل CPUگانو او د Power PCد چټکتياؤ تر منځ توپیر په پايله کې لږوي. Itanium،64 بيتي پراسسر هم چې د انتل شرکت څخه دي د CISCپر بنسټ ډيږاين شوې دي.