پرازيتيزم (پرازيت طفيلي ته ويل کېږي؛ هغه شی چې خپله ژوندی نه پاتې کېږي، د بل ژوندي موجود پورې په نښتلو سره ژوندی پاتې کېږي، پرازيتيزم د دې موجوداتو اړوند پوهه ده).

پرازيتيزم د انواعو تر منځ نژدې اړيکه ده، چېرې چې يو موجود چې هغه پرازيت دی، په يو بل ژوندي موجود يا د هغې په دننه کې ژوند کوي، کوربه ته يو څه زيان رسوي او د جوړښت له اړخه له دې ډول ژوند سره برابريږي. خځنده پېژندونکی «اي.او.ويلسن» د پرازيتو ځانګړتياوې په دې ډول بیان کړې  دي چې: «هغه ښکاريان دي چې له يو څخه په کمو واحدونو کې خپل ښکار خوري». په پرازيتو کې د يوې حجرې لرونکي «پروټوزونونه» (يو حجروي ژوي) شامل دي، لکه د ملريا لاملونه، ويده ناروغۍ او اميبي پېچ، د ګېډي د چينجي، سپږې، غوماشي او وينه څښونکی شاپرک، چڼاسکې، لکه: د شاتو چڼاسکې او د بدن سپوڼی او بوټي، لکه: «ميسليټوس، ډور او برومريپس» (دا درې ډوله بوټي دي چې په نورو بوټو پراته او شنه وي، لکه جړۍ چې ژيړ رنګه تار دي او دروړنګ).[۱][۲]

د کوربه ژویو د استثمار لپاره شپږ سترې پرازيتي لارې چارې شته چې دا دي: پرازيتي خصي کول، نېغ په نېغه د پرازيتو لېږد (د اړيکې په مټ)، د تغذيې له لارې لېږدلي پرازيت (يعنې خوړل شوي)، د لېږدونکي له لارې لېږدلي پرازيت، پارازيټويډيزم او «مايکروپريډيشن» (یعنې کوچني ژوي په نورو کې ژوندي پايدل او له هغوی خوراک کول). د ډلبندۍ يو ستر محور يې تر بريد لاندې راتللو اړوند دی: يو اندوپرازيت د کوربه د جسم په داخل کې ژوند کوي؛ يو اکټوپرازيت بهر ژوند کوي يعنې د کوربه په سطحه باندې.

د ښکار په څېر، پرازيتيزم هم يوه مصرف کوونکې سرچينې تعامل دی، خو د ښکاريانو په خلاف، پرازيتونه له «پرازيتويدونو» پرته عموماً د دوی له کوربنو څخه ډېر کوچني وي، دوی نه وژني او ډېر ځله په خپلو کوربنو باندې دپاسه يا يې په داخل کې د اوږدې مودې لپاره ژوند کوي. د ژويو پرازيتونه زيات تخصصي دي او د دوی د کوربنو په نسبت په تېزۍ سره بيا توليديږي. په کلاسيکو بېلګو کې يې د ملا تير لرونکو کوربنو او ګېډې چينجيو تر منځ تعامل، د بدني چينجيو، د ملريا د لامل ګرځېدو پلازموډيوم انواع او ورږې شاملې دي.[۳]

پرازيتونه د عمومي يا تخصصي ناروغۍ پېژندنې له لارې د کوربه روغوالی کموي، له پرازيتي ويجاړولو نيولې بيا د کوربه د چلند تر سمولو پورې. پرازيت خپله د کوربه د ژوندي پاتې کېدو د اړتياوو د سرچينو څخه په ګټې اخستنې سره خپل ښه والي ته وده ورکوي، په ځانګړي دول د دوی له لارې په تغذیه کېدو سره او همدا راز د دويم لاس (ثانوي) کوربنو په کارولو سره، تر څو له يو حتمي (لومړنی) کوربه څخه بل کوربه ته د دوی په انتقال کې مرسته وکړي. که څه هم پرازيتيزم ډېر ځله روښانه وي، بيا هم دا د انواعو تر منځ د تعاملاتو د لړۍ يوه برخه ده، د پرازيتيزم له لارې په ښکار، د تکامل له لارې دوه اړخيزوالي (هغه دوه اړخيز تعامل چې دواړو ته ګټه رسوي) او په ځینو فونګي کې په «ساپروفايټيک» بدليږي.

د لرغوني مصر، يونان او روم له وختونو راهيسې خلکو د ګردو چينجيو او د ګېډې د اوږدو چينجيو په څېر پرازيت پېژندلي دي. په لومړيو مودرنو زمانو کې « Antonie van Leeuwenhoek» په ۱۶۱۸ز کال کې په خپل مايکروسکوپ « Giardia lamblia» ليدلي وو، په داسې حال کې چې « Francesco Redi» د پسه د ينې د فلکس او ټيکس (یو ډول ګونګټې) په ګډون داخلي او بهرني پرازيتونه ليدلي وو. په نولسمه پېړۍ کې نوې پرازيت پېژندنې وده وکړه. په انساني کلتور کې، پرازتيزم منفي معناوې لري. د دې کارونه د «جوناتن سويفټ» په ۱۷۳۳ز کال کې د « On Poetry: A Rhapsody» په نوم د هغه په نظم کې د طنز په ډول شوې وه، په کوم کې چې د شاعرانو پرتله د «هايپر پارسيټيکل» «چينجي» (ډېر پرازيتي خځنده) سره شوې وه. په افسانو کې، د «برام سټوکر» د ۱۸۹۷ز کال په ډېر وېرونکي «ګوتيک» افسانه ناول کې! ډراکولا او د هغه ډېر وروستي موافقين د وينه څښونکي پرازيتونو په توګه ښودل شوي وو. د «ريډلي سکاټ» د ۱۹۷۹ز کال د « Alien» په نوم فلم د هغه د ډېرو خيالي کارونو څخه يو و، په کوم کې چې د بهرنيو پرازيتونو انواع ښودل شوي وو.[۴]

رېښه

سمول

په لومړي ځل په ۱۵۳۹ز کال کې په انګليسي کې کارول شوی ټکی پرازيت د منځنيو پېړيو فرانسوي ژبې له « parasite» ټکې څخه اخستل شوی چې د لاتيني ژبې له « parasitus» ټکي اشتقاق دی، کوم چې د يوناني ژبې څخه په دې « παράσιτος» (parasitos) ډول لاتيني شوی دی چې معنا يې ده «هغه چې د بل چا په مېز خوراک کوي»، او دا چې « παρά» (para)، «تر څنګ، په واسطه» + σῖτος (sitos)، «غنم»، او بیا «خوراک». د دې سره اړوند د انګليسي ژبې پرازيتيزم ټکی په ۱۶۱۱ز کال کې په انګليسي ژبه کې راڅرګند شوی دی.[۵][۶][۷][۸]

د تکامل تګلارې

سمول

بنسټيز تصورات

سمول

پرازيتيزم د «ګډژوندي» يو ډول دی، کوم چې د پرازيت او کوربه ترمنځ د اوږدې مودې دايمي بيالوژيکي تعامل دی. د «ساپروټروپس» په خلاف، پرازيتونه په ژونديو کوربنو خوراک کوي، خو د بېلګې په ډول د «فونګي» په څېر ځینې پرازيتونه شونې ده په هغو کوربنو هم ژوندي پاتې شي چې دوی وژلي وي. د ګډژوندون او دوه اړخيزوالي په خلاف، پرازيتي اړيکه کوربه ته زيان رسوي، يا له دې لارې چې په هغه باندې خوراک کوي، يا لکه د کولمو د پرازيتونو په حالت کې، د هغه ځينې خوراک خپله خوري. له دې امله چې پرازيتونه له نورو انواعو سره هم تعامل کوي، شونې ده چې دوی په اسانۍ سره د «پيتوجينونو» د لېږدونکي په توګه کار وکړي او په دې ډول د ناروغيو لامل وګرځي. د تعريف تر مخې ښکاري يو ګډژوندی (ګډ ژوندی هغه ژوندي موجودات چې سره يو په متکي او ګډ ژوند کوي) نه دی، ځکه چې اړيکه او تعامل يې لنډ وي، خو د ژونديو ماهر «اي.او: ويلسن» پرازيت داسې تعريف کړي چې «هغه ښکاريان دي چې له يو څخه په کمو واحدونو کې خپل ښکار خوري».[۹][۱۰][۱۱]

په دې ډګر کې ډېرې شونې لارې چارې شته. د پرازيتونو ډلبندي کوونکي پرازيتونه، د دوی له کوربنو سره د دوی د تعامل او د دوی د ژوند د جريان پر بنسټ په يو لړ رانغښتونکو طرحو کې ډلبندي کوي، کومې چې کله کله ډېر پېچلي وي. یو لازمي پرازيت په بشپړ ډول په خپل کوربه تکيه کوي، څو د خپل ژوند جريان بشپړ کړ، په داسې حال کې چې اختياري پرازيت دا خاصيت نه لري. هغه پرازيتونه چې د ژوند په جريان کې يې يوازې يو کوربه رانغښتي وي «نېغ په نېغه» بلل کېږي، هغه چې حتمي کوربه لري (کله چې د جنسي اړيکې له لارې پرازيتونه بيا توليديږي) او لږ تر لږه يو منځنی کوربه لري هغه «غېر مستقيم» بلل کېږي. یو اندوپرازيت د کوربه د بدن په داخل کې ژوند کوي؛ یو اکټوپرازيت بهر ژوند کوي، يعنې د کوربه په سطحه. ميسوپرازيت –د بېلګې په ډول کوپيکوډونه – د کوربه د بدن په يو سوري کې ننوځي او تر يو حده هلته ځای پر ځای کېږي. شونې ده چې ځېنې پرازيتونه عام وي چې د ډېرو کوربنو څخه تغذيه کېږي، خو ډېری پرازيتونه او د «پروټوزونونو» اغلب يې او هغه چينجي چې ژوي په پرازيتو اخته کوي، ډېر خاص او په ځانګړي ډول د کوربه پورې مخصوص دي. د پرازيتونو يو ډېر لومړی، عملي وېش پرازيتونه په مايکروپرازيت او ميکرو پرازيت ويشلي دي. دا هر يو يوه رياضیاتي نمونه لري، تر څو د کوربه – پرازيتي ډلو د نفوس د خوځښت تحليل وکړای شي. مايکرو اورګانيزمز (کوچني ژوندي موجودات) او وايرسونه، کوم چې په کوربه کې بيا توليديږي او د خپل ژوند جريان بشپړولای شي، هغه د مايکرو پرازيت په نوم پېژندل کېږي. ميکرو پرازيت ګڼ حجروي ژوندي موجودات دي، کوم چې د خپل ژوند جريان له کوربه څخه بهر يا د کوربه په بدن بیا توليد او خپل ژوند جريان بشپړولای شي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د پرازيتيزم د ډولونو په اړه ډېر فکر د ژویو د ځمکنيو ژويو د پرازيتو په اړه متمرکز دی، لکه «هيلمينتس» (چينجي). هغه چې په نورو چاپېريالونو کې او د نورو کوربنو سره ورته تګلارې لري. د بېلګې په ډول، شونې ده چې  خرطومي مارماهي یو اختياري اينډوپرازيت (داخلي پرازيت) وي (دا معنا چې نيمه پرازیت دی) چې د فرصت پيدا کولو په ډول سره په ناروغه او مړو کېدونکو کې سوري کوی او خوري يې. د بوټو خوړونکي خځنده لکه د پوستکي خځنده، سپږۍ او کوچني خځنده له اکتوپرازيت سره نژدې ورته والی لري، په غټو بوټو بريد کوي؛ دوی د باکترياوو، فونګي او وايرسونو د لېږدونکي په توګه کار کوي، کوم چې د بوټو د ناروغۍ لامل ګرځي. یو ښځینه خوړونکي خځنده ګان حرکت نه شي کولای، دوی لازمي پرازيتونه دي او د تل لپاره د خپلو کوربنو پورې نښتي وي.[۱۹]

يو ممکن کوربه د پېژندلو او تر هغې پورې د رسېدو لپاره چې يو پرازيت له کومو حسي معلوماتو کار اخلي، دا د «کوربه اشارې» په نوم پېژندل کېږي. د بېلګې په ډول په داسې اشارو کې لړزه، وتونکي کاربن ډای اکسايډ، د پوستکي بد بوی، د لیدلو او تودوخې نښې او نمي شامل دي. د بېلګې په ډول ممکنه کوربنو ته د رسېدو لپاره پرازيتي بوټي کولای شي رڼا، د کوربه فيزيو کيمسټري او د بړاسونو څخه کار واخلي.[۲۰][۲۱][۲۲]

بنسټيزې تګلارې

سمول

شپږبنسټيزې تګلارې شته چې نومونه يې دا دي: پرازيتي له منځه وړل؛ نېغ په نېغه لېږدول شوي پرازيت؛ د تغذيې له لارې لېږدېدلي پرازيت؛ د پراسيټوډيوم لېږدونکي په مټ لېږدېدلي پرازيت؛ او مايکروپريډيشن. دا په هغو پرازيتونو عملي کېږي چې کوربانه يې بوټي يا ژوي وي. دا تګلارې د تطبيقي څوکو استازولي کوي؛ منځنۍ تګلارې هم شونې دی، خو په ډېرو مختلفو ډلو کې ژوندي موجودات په پرله پسې دول له دې شپږو سره سمون خوري، کوم چې د تکاملي نظره پايدونکي دي.[۲۳][۲۴]

سرچينې

سمول
  1. Wilson, Edward O. (2014). The Meaning of Human Existence. W. W. Norton & Company. p. 112. ISBN 978-0-87140-480-0. Parasites, in a phrase, are predators that eat prey in units of less than one. Tolerable parasites are those that have evolved to ensure their own survival and reproduction but at the same time with minimum pain and cost to the host.
  2. Poulin 2007، مم. 4–5.
  3. Getz, W. M. (2011). "Biomass transformation webs provide a unified approach to consumer-resource modelling". Ecology Letters. 14 (2): 113–124. doi:10.1111/j.1461-0248.2010.01566.x. PMC 3032891. PMID 21199247.
  4. "The Making of Alien's Chestburster Scene". The Guardian. 13 October 2009. Archived from the original on 30 April 2010. نه اخيستل شوی 29 May 2010.
  5. σιτισμός, Liddell, Henry George; Scott, Robert, A Greek–English Lexicon, on Perseus Digital Library
  6. παράσιτος, Liddell, Henry George; Scott, Robert, A Greek–English Lexicon, on Perseus Digital Library
  7. παρά, Henry George Liddell, Robert Scott, A Greek–English Lexicon, on Perseus Digital Library
  8. σῖτος, Liddell, Henry George; Scott, Robert, A Greek–English Lexicon, on Perseus Digital Library
  9. Overview of Parasitology. Australian Society of Parasitology and Australian Research Council/National Health and Medical Research Council) Research Network for Parasitology. July 2010. ISBN 978-1-8649999-1-4. Parasitism is a form of symbiosis, an intimate relationship between two different species. There is a biochemical interaction between host and parasite; i.e. they recognize each other, ultimately at the molecular level, and host tissues are stimulated to react in some way. This explains why parasitism may lead to disease, but not always.
  10. Suzuki, Sayaki U.; Sasaki, Akira (2019). "Ecological and Evolutionary Stabilities of Biotrophism, Necrotrophism, and Saprotrophism" (PDF). The American Naturalist. 194 (1): 90–103. doi:10.1086/703485. ISSN 0003-0147. PMID 31251653. S2CID 133349792.
  11. Wilson, Edward O. (2014). The Meaning of Human Existence. W. W. Norton & Company. p. 112. ISBN 978-0-87140-480-0. Parasites, in a phrase, are predators that eat prey in units of less than one. Tolerable parasites are those that have evolved to ensure their own survival and reproduction but at the same time with minimum pain and cost to the host.
  12. "A Classification of Animal-Parasitic Nematodes". plpnemweb.ucdavis.edu. Archived from the original on 6 October 2017. نه اخيستل شوی 25 February 2016.
  13. Garcia, L. S. (1999). "Classification of Human Parasites, Vectors, and Similar Organisms". Clinical Infectious Diseases. 29 (4): 734–746. doi:10.1086/520425. PMID 10589879.
  14. Overview of Parasitology. Australian Society of Parasitology and Australian Research Council/National Health and Medical Research Council) Research Network for Parasitology. July 2010. ISBN 978-1-8649999-1-4.
  15. Vecchione, Anna; Aznar, Francisco Javier (2008). "The mesoparasitic copepod Pennella balaenopterae and its significance as a visible indicator of health status in dolphins (Delphinidae): a review" (PDF). Journal of Marine Animals and Their Ecology. 7 (1): 4–11. Archived from the original (PDF) on 10 April 2018. نه اخيستل شوی 11 April 2018. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  16. Poulin, Robert (2011). Rollinson, D.; Hay, S. I. (eds.). The Many Roads to Parasitism: A Tale of Convergence. Advances in Parasitology. Vol. 74. Academic Press. pp. 27–28. doi:10.1016/B978-0-12-385897-9.00001-X. ISBN 978-0-12-385897-9. PMID 21295676.
  17. Poulin, Robert (2011). Rollinson, D.; Hay, S. I. (eds.). The Many Roads to Parasitism: A Tale of Convergence. Advances in Parasitology. Vol. 74. Academic Press. pp. 27–28. doi:10.1016/B978-0-12-385897-9.00001-X. ISBN 978-0-12-385897-9. PMID 21295676.
  18. "Parasitism | The Encyclopedia of Ecology and Environmental Management". Blackwell Science. نه اخيستل شوی 8 April 2018.
  19. Caira, J. N.; Benz, G. W.; Borucinska, J.; Kohler, N. E. (1997). "Pugnose eels, Simenchelys parasiticus (Synaphobranchidae) from the heart of a shortfin mako, Isurus oxyrinchus (Lamnidae)". Environmental Biology of Fishes. 49: 139–144. doi:10.1023/a:1007398609346. S2CID 37865366.
  20. Cardé, R. T. (2015). "Multi-cue integration: how female mosquitoes locate a human host". Current Biology. 25 (18): R793–R795. doi:10.1016/j.cub.2015.07.057. PMID 26394099. کينډۍ:Open access
  21. Randle, C. P.; Cannon, B. C.; Faust, A. L.; et al. (2018). "Host Cues Mediate Growth and Establishment of Oak Mistletoe (Phoradendron leucarpum, Viscaceae), an Aerial Parasitic Plant". Castanea. 83 (2): 249–262. doi:10.2179/18-173. S2CID 92178009.
  22. Lawrence, P. O. (1981). "Host vibration—a cue to host location by the parasite, Biosteres longicaudatus". Oecologia. 48 (2): 249–251. Bibcode:1981Oecol..48..249L. doi:10.1007/BF00347971. PMID 28309807. S2CID 6182657.
  23. Poulin, Robert (2011). Rollinson, D.; Hay, S. I. (eds.). The Many Roads to Parasitism: A Tale of Convergence. Advances in Parasitology. Vol. 74. Academic Press. pp. 27–28. doi:10.1016/B978-0-12-385897-9.00001-X. ISBN 978-0-12-385897-9. PMID 21295676.
  24. Poulin, Robert; Randhawa, Haseeb S. (February 2015). "Evolution of parasitism along convergent lines: from ecology to genomics". Parasitology. 142 (Suppl 1): S6–S15. doi:10.1017/S0031182013001674. PMC 4413784. PMID 24229807. کينډۍ:Open access