پراخ تکاملي سنتسېز

پراخ تکاملي سنتسېز/ترکیب د نظري مفاهیمو ټولګه ده چې د تکاملي بیولوژي د معاصر سنتسېز په پرتله چې د ۱۹۱۸ او ۱۹۴۲ زکلونو ترمنځ رامنځته شوی جامع دی. د پراخ تکاملي سنتسېز لپاره غوښتنه په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د سي. اچ. واډینګټون له خوا وشوه چې پر بنسټ یې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې جي ګولډ او نایلز الدرج د منقطع تعادل اړوند استدلال وکړ او په ۲۰۰۷ زکال کې د ماسیمو پیلیوچي او جیرډ بي مولر له خوا یې مفهوم بېرته ورغول شو. ډاکټر مولر له دغې څېړنې څخه دغه پام وړ پایله ترلاسه کړه چې طبیعي انتخاب د نوعو د زیږون د توضیح لپاره کومه لار نه لري او زیاته یې کړه «انتخاب د نوښت هېڅ ظرفیت نه لري... له همدې امله د مورفولوژیکي تکامل مولد او ترتیبي اړخونه په تکاملي نظریه کې غایب دي».

پراخ تکاملي سنتسېز د مختلفو عواملو نسبي اهمیت تر څېړنې لاندې نیسي، د پخواني سنتسېز ګڼ شمېر فرضیات څېړي او هغه په مسببو اضافي عواملو سره پیاوړی کوي. په دغه چاره کې څو سطحي انتخاب، له نسلونو څخه هاخوا اپي ژنټیک وراثت، د نوعو مېشت ځای جوړول، تکامل منل او همدارنګه د تکاملي پراختیايي بیولوژي ګڼ شمېر مفاهیم په کې شاملېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

ټول ژوند پوهان د یوه پراخ سنتسېز د اړتیاو او لمنې اړوند یوه خوله نه دي. ډیرو یې د تکاملي پراختیايي بیولوژي له بل سنتسېز سره مرسته کړې هغه چې په مولیکولي ژنټیک او تکامل تمرکز لري څو ومومي طبیعي انتخاب څه ډول د ودې پر بهیرنو او همدارنګه په ژوره همولوژي کې د ارګانېزمونو ترمنځ د لوړو حفاظت شوو ژنونو په برخه کې عمل کوي.

وړاندنی «معاصر سنتسېز»

سمول

معاصر سنتسېز چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په پراخه کچه منل شوی و، د طبیعي انتخاب په برخه کې یې د چارلز داروین د تکامل نظریه او همدارنګه د ژنټیک اړوند د ګریګور منډیل نظریه یې په یوه مشترک ریاضیکي چوکاټ کې سره تطبیق کړې. همدارنګه یې تکامل د ژوند پوهنې د مرکزي پاراډایم په توګه تثبیت کړ. د ۱۹۱۸ او ۱۹۳۲ زکلونو ترمنځ د جمیعتي ژنټیک له دریو څېړونکو څخه یوه یې رونالډ فیشر، جان هالدین او سووال رایټ د ۱۹ مې پېړۍ نظریات چې د طبعي انتخاب اړوند د داروین او د منډیل د ژنټیک نظریات و؛ سره یوځای کړې. جولیان هاکسلي د تکامل: معاصر سنتسېز تر نامه لاندې خپل کتاب کې چې په ۱۹۴۲ زکال کې یې خپور کړ د «معاصر سنتسېز» عبارت یې وړاندې کړ. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

لومړنی تاریخ

سمول

د ۱۹۵۰ مې لسیزې پر مهال انګلیسي بیولوژیست کنراډ هل واډینګټون د اپي ژنټیک او ژنټیکي جذب اړوند خپلو څېړنو پر بنسټ د د یوه پراخ ستنسېز غوښتنه وکړه. همدارنګه اتریشي ژوي پېژندونکي روپرت ریډل د تکامل منلو په مطالعې سره د پراخ سنتسېز وړاندیز وکړ. په ۱۹۷۸ زکال کې مایکل جی ډي وایټ د معاصر سنتسېز د پراختیا په اړه د نوعو د زیږون اړوند نوې څېړنې له مخې لیکنه وکړه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

۱۹۸۰مه لسیزه: منقطع تعادل

سمول

په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د ژوندیو موجوداتو امریکايي لرغون پوهانو سټیفن جی ګولډ او نیلز الدرج د منقطع تعادل اړوند خپلې نظریې په موخه د پراخ سنتسېز، په لوی مقیاس کې د تکاملي بېګلو لپاره د نوعو د انتخاب او همدارنګه له ژنونو څخه نوعو ته د پراختیا په ګڼو طبقاتو کې د طبیعي انتخاب اړوند استدلال وکړ. چلن پوه جان اندلر په ۱۹۸۸ زکال کې یوه مقاله ولیکله او د هغو تکاملي بهیرنو اړوند یې په کې بحث وکړ چې احساس یې کاوه له پامه غورځول شوي. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د تکاملي پراختیايي بیولوژي همکاري

سمول

د تکاملي پراختیايي بیولوژي په برخه کې یو شمېر څېړونکو د بل سنتسېز وړاندیز وکړ. هغوی استدلال کاوه چې معاصر او پراخ سنتسېزونه باید په ژنونو باندې تمرکز ولري او همدارنګه یې له مولیکولي ژنټیک سره د جنین پوهنې د ادغام وړاندیز وکړ؛ د دې لپاره څو دا درک شي چې څه ډول طبیعي انتخاب د ژنونو په تنظیم او ژورې همولوژوي باندې په ارګانېزمونو کې د هغو په کلکو خوندي شوو ژنونو، پروټیني ټولګو او سیګنالي مسیرونو اغېز کوي. مقابل لوری د evo-devo بېله څانګه چې له ارګانېزمي چلن څخه پیروي کوي (د نورو ترمنځ) په رشدي جهت ګیرۍ (هم د تسهیل او هم د محدودیت له اړخه) تکامل منلو او ذاتي شکل باندې په ټینګار سره د لومړنیو فکتورونو په توګه د تکامل له پیچلي جوړښت او فنوټایپي نوښتونو سره مرسته کوي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

وروستۍ تاریخچه

سمول

د پراخ سنتسېز نظریه په ۲۰۰۷ زکال کې د ماسیمو پیلیوچي او جیرډ بي. مولر له خوا، د تکامل: پراخ سنتسېز په نامه کتاب کې چې په ۲۰۱۰ زکال کې خپور شو بیاځلي مطرح شوه. په پراخ سنتسېز باندې د کار شروع کولو په موخه په لاندې ټکو باندې ټینګار وشو چې دا دي:[۴۱][۴۲][۴۳]

  • د پخوانیو ترتیباتو، ژنومي جوړښتو او په یو ارګانېزم کې د موجودو ټولو صفاتو له مخې د تکاملي تغیراتو رامنځته کول.[۴۴][۴۵]
  • څه ډول د اندام د تناسب د مناظرو د ابعادو زیاتوالی د نوعو د زیږون اړوند زموږ په نظریاتو اغېز کولای شي.[۴۶]
  • په اصلي تکاملي لېږد کې د څو سطحي انتخاب رول.[۴۶]
  • د وراثت نوي ډولونه، له دې ډلې کلتوري او اپي ژنټیکي وراثت.[۴۶]
  • هغه لارې چارې چې د ارګانېزم وده او په تکاملي مسیر کې د پراختیايي ډول جوړېدل هدایت کوي او همدارنګه فنوټایپي نوښتونه رامنځته کوي.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]
  • څه ډول ارګانېزمونه د ځان لپاره خپل اړوند چاپېریال د مېشت ځای جوړولو له لارې تنظیم کوي.[۵۳][۵۴]

د دغه سنتسېز د پلویانو پر باور له معاصر سنتسېز څخه یو شمېر بهیرونه لکه تکامل منل، فنوټایپي شکل منل، شبکوي تکامل، جنسي تکامل او همدارنګه سیمبیوژنسېز پاتې شوي او یا یې هم مستثنی کړي. د پیلیوچي او مولر د پراخ سنتسېز موخه دا ده چې تکامل د جمیعتي ژنټیک د ژن محوري کړنلارې پر ځای د یو ارګانېزم محورې اصلي کړنلارې په توګه په پام کې ونیسي. ډیری دغه لاملونه اوس مهال د ثانوي تکاملي علتونو په ډله کې په پام کې نیول کېږي، خو د پراخ تکاملي سنتسېز پلویان بیا غواړي هغه د لومړۍ درجې تکاملي لاملونو په توګه په پام کې ونیسي. ژوند پوه یوجین کونین په ۲۰۰۹ زکال کې ولیکل «په تکاملي بیولوژي یا ژوند پوهنه کې نوي تحولات باید هېڅکله هم د داروین د رد کولو په توګه وه نه ګڼل شي. برعکس هغوی له هغو لارو کار اخلي چې داورین ۱۵۰ کاله وړاندې رامنځته کړې وې او د هغه د خارق العاده تفکر څرګندويي کوي».[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

وړاندوینې

سمول

پراخ سنتسېز د یو لړ اضافي وړاندوینو له مخې چې د معیاري معاصر سنتسېز له نظریې سره توپیر لري ځانګړی کېږي:

  1. په فنوټایپ کې بدلون کېدای شي په ژنوټایپ کې له بدلون وړاندې وي[۶۰]
  2. په فنوټایپ کې بدلونونه تر ډېره پورې مثبت دي نه خنثې[۶۰]
  3. په فنوټایپي بدلونونو کې د یوه ارګانېزم پر ځای ګڼ شمېر ارګانېزمونه شاملېږي[۶۰]
  4. په فنوټایپ کې انقلابي بدلون کېدای شي د میوټېشن له لارې د تسهیل شوو بدلونونو له مخې وي یا هم د اړوندو پېښو د لړۍ په توګه رامنځته شي[۶۱][۶۲]
  5. په جلا شوو جمیعتونو کې مکرر تکامل کېدای شي د همګرا تکامل یا رشدي سوګیري له مخې وي[۶۳][۶۴]
  6. تطابق کېدای شي د طبیعي انتخاب، محیطي القا، غیرژنټیکي وراثت، زده کړو او کلتوري لېږد له مخې وي
  7. چټک تکامل کېدای شي د هم مهاله القا، طبیعي انتخاب او پراختیايي ډینامیکونو پایله وي[۶۵]
  8. زیستي تنوع کېدای شي د یو شمېر پرمختللیو سیسټمونو لکه په تکامل منلو کې د توپیرونو تر اغېز لاندې وي
  9. ارثي تنوع د هغو انواعو پر لور ده چې له فونوټایپ سره ادغام او همغږي دي
  10. د نوعو میشت ځای جوړول د چاپېریالي بدلونونو په نسبت له جوړونکي فونوټایپ او یا د هغو د اجدادو سره تطابق لري او د هغو تناسب لوړوي.
  11. د خپلوۍ انتخاب
  12. څو طبقه یي انتخاب
  13. د ځان مدیریت [۶۶][۶۷]

ازمویل

سمول

پراخ تکاملي سنتسېز اوس مهال په بریتانیا، سویډن او متحده ایالاتو کې د اتو پوهنتونونو د پوهانو له خوا د ازمویلو په حالت کې دی. دغه ۷.۷ میلیون پونډي پروژه د جان ټمپلټون د بنسټ د ۵.۷ میلیونه پونډه مالي مرستې په واسطه ترسره کېږي. [۶۸][۶۹][۷۰]

سرچينې

سمول
  1. Danchin, É.; Charmantier, A.; Champagne, F. A.; Mesoudi, A.; Pujol, B.; Blanchet, S (2011). "Beyond DNA: integrating inclusive inheritance into an extended theory of evolution". Nature Reviews Genetics. 12 (7): 475–486. doi:10.1038/nrg3028. PMID 21681209. S2CID 8837202.
  2. Pigliucci, Massimo; Finkelman, Leonard (2014). "The Extended (Evolutionary) Synthesis Debate: Where Science Meets Philosophy". BioScience. 64 (6): 511–516. doi:10.1093/biosci/biu062.
  3. Laubichler, Manfred D.; Renn, Jürgen (2015). "Extended evolution: A Conceptual Framework for Integrating Regulatory Networks and Niche Construction". Journal of Experimental Zoology Part B: Molecular and Developmental Evolution. 324 (7): 565–577. doi:10.1002/jez.b.22631. PMC 4744698. PMID 26097188.
  4. Müller, Gerd B. (December 2007). "Evo–devo: extending the evolutionary synthesis". Nature Reviews Genetics. 8 (12): 943–949. doi:10.1038/nrg2219. PMID 17984972. S2CID 19264907.
  5. Wade, Michael J. (2011). "The Neo-Modern Synthesis: The Confluence of New Data and Explanatory Concepts". BioScience. 61 (5): 407–408. doi:10.1525/bio.2011.61.5.10.
  6. Laland, Kevin N.; Uller, Tobias; Feldman, Marcus W.; Sterelny, Kim; Müller, Gerd B.; Moczek, Armin; Jablonka, Eva; Odling-Smee, John (2015-08-22). "The extended evolutionary synthesis: its structure, assumptions and predictions". Proc. R. Soc. B. 282 (1813): 20151019. doi:10.1098/rspb.2015.1019. PMC 4632619. PMID 26246559.
  7. National Academy of Sciences (1999). Science and Creationism: A View from the National Academy of Sciences (2nd ed.). Washington, D.C.: National Academy Press. p. 28. doi:10.17226/6024. ISBN 978-0-309-06406-4. LCCN 99006259. OCLC 43803228. PMID 25101403. The scientific consensus around evolution is overwhelming.
  8. Bock, Walter J. (July 1981). "Reviewed Work: The Evolutionary Synthesis. Perspectives on the Unification of Biology". The Auk. 98 (3): 644–646. ISSN 0004-8038. JSTOR 4086148.
  9. Fisher, Ronald A. (January 1919). "XV.—The Correlation between Relatives on the Supposition of Mendelian Inheritance". Transactions of the Royal Society of Edinburgh. 52 (2): 399–433. doi:10.1017/S0080456800012163. ISSN 0080-4568. OCLC 4981124. "Paper read by J. Arthur Thomson on July 8, 1918 to the Royal Society of Edinburgh."
  10. Fisher, R. A. (1999) [Originally published 1930; Oxford, UK: The Clarendon Press]. The Genetical Theory of Natural Selection. Edited with a foreword and notes by J. H. Bennett (A complete variorum ed.). Oxford, UK: Oxford University Press. ISBN 978-0-19-850440-5. LCCN 00702764. OCLC 45308589.
  11. Hubbs, C.L. (1943). "Evolution the new synthesis". American Naturalist. 77 (771): 365–68. doi:10.1086/281134.
  12. Kimball, R.F. (1943). "The great biological generalization". Quarterly Review of Biology. 18 (4): 364–67. doi:10.1086/394682. S2CID 88212178.
  13. Karl P. Schmidt, Evolution the Modern Synthesis by Julian Huxley, Copeia, Vol. 1943, No. 4 (Dec. 31, 1943), pp. 262-263
  14. Wilkins, Adam S (2008). "Waddington's Unfinished Critique of Neo-Darwinian Genetics: Then and Now". Biological Theory. 3 (3): 224–232. doi:10.1162/biot.2008.3.3.224. S2CID 84217300.
  15. Pigliucci, Massimo; et al. (2006). "Phenotypic plasticity and evolution by genetic assimilation". Journal of Experimental Biology. 209 (12): 2362–2367. doi:10.1242/jeb.02070. PMID 16731812.
  16. Huang S. (2011). The molecular and mathematical basis of Waddington’s epigenetic landscape: A framework for post-Darwinian biology? BioEssays 34: 149-157.
  17. Wagner, Günter P; Laubichler; Manfred D. (2004). "Rupert Riedl and the Re-Synthesis of Evolutionary and Developmental Biology: Body Plans and Evolvability" Archived 2015-12-08 at the Wayback Machine.. Journal of Experimental Zoology (Mol Dev Evol) 302B: 92-102.
  18. Parnell, Dennis R. (1978). Heralding a New Synthesis Modes of Speciation by M. J. D. White. Systematic Botany. Vol. 3, No. 1. p. 126.
  19. Gould, Stephen Jay. (1980). Is a New and General Theory of Evolution Emerging? Paleobiology. Vol. 6, No. 1. pp. 119-130.
  20. Gould, Stephen Jay (1982). "Darwinism and the Expansion of Evolutionary Theory". Science. 216 (4544): 380–387. Bibcode:1982Sci...216..380G. doi:10.1126/science.7041256. PMID 7041256.
  21. "A More Modern Synthesis". American Scientist.
  22. Vermeij, Geerat J (1987). "Unfinished Synthesis: Biological Hierarchies and Modern Evolutionary Thought by Niles Eldredge". The Quarterly Review of Biology. 62 (1): 79–80. doi:10.1086/415312.
  23. Endler, John A; McLellan, Tracy (1988). "The Processes of Evolution: Toward a Newer Synthesis". Annual Review of Ecology and Systematics. 19: 395–421. doi:10.1146/annurev.es.19.110188.002143. JSTOR 2097160.
  24. Davidson, Eric H. (2006). The regulatory genome : gene regulatory networks in development and evolution. Amsterdam [Netherlands]. ISBN 978-0120885633. OCLC 61756485.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  25. Laubichler, Manfred D.; Renn, Jürgen (2015). "Extended evolution: A Conceptual Framework for Integrating Regulatory Networks and Niche Construction". Journal of Experimental Zoology Part B: Molecular and Developmental Evolution. 324 (7): 565–577. doi:10.1002/jez.b.22631. PMC 4744698. PMID 26097188.
  26. Bateson, P (2005). "The Return of the Whole Organism". Journal of Biosciences. 30 (1): 31–39. doi:10.1007/bf02705148. PMID 15824439. S2CID 26656790.
  27. Huneman, Philippe (2010). "Assessing the Prospects for a Return of Organisms in Evolutionary Biology". History and Philosophy of the Life Sciences. 32 (2–3): 341–372. PMID 21162374.
  28. Gilbert, S.F.; Opitz, G.; Raff, R. (1996). "Resynthesizing Evolutionary and Developmental Biology". Developmental Biology. 173 (2): 357–372. doi:10.1006/dbio.1996.0032. PMID 8605997.
  29. Müller, G. B. (2007). "Evo-devo: Extending the evolutionary synthesis". Nature Reviews Genetics. 8 (12): 943–949. doi:10.1038/nrg2219. PMID 17984972. S2CID 19264907.
  30. "The Origins of Form". Natural History.
  31. Hall, Brian K. (1998). Evolutionary developmental biology (2nd ed.). London: Chapman & Hall. ISBN 978-0412785801. OCLC 40606316.
  32. Gerhart, John; Kirschner, Marc (2007-05-15). "The theory of facilitated variation". Proceedings of the National Academy of Sciences. 104 (suppl 1): 8582–8589. Bibcode:2007PNAS..104.8582G. doi:10.1073/pnas.0701035104. PMC 1876433. PMID 17494755.
  33. Brakefield, Paul M. (July 2006). "Evo-devo and constraints on selection". Trends in Ecology & Evolution. 21 (7): 362–368. doi:10.1016/j.tree.2006.05.001. ISSN 0169-5347. PMID 16713653.
  34. Smith, J. Maynard; Burian, R.; Kauffman, S.; Alberch, P.; Campbell, J.; Goodwin, B.; Lande, R.; Raup, D.; Wolpert, L. (September 1985). "Developmental Constraints and Evolution: A Perspective from the Mountain Lake Conference on Development and Evolution". The Quarterly Review of Biology. 60 (3): 265–287. doi:10.1086/414425. ISSN 0033-5770. S2CID 85201850.
  35. Wagner, Günter P.; Altenberg, Lee (June 1996). "Perspective: Complex Adaptations and the Evolution of Evolvability". Evolution. 50 (3): 967–976. doi:10.1111/j.1558-5646.1996.tb02339.x. ISSN 0014-3820. PMID 28565291. S2CID 21040413.
  36. Huneman, Philippe; Walsh, Denis M. (2017-08-17). Challenging the modern synthesis : adaptation, development, and inheritance. Huneman, Philippe,, Walsh, Denis M., 1958-. New York, NY. ISBN 9780199377183. OCLC 1001337947.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  37. Newman, Stuart A.; Müller, Gerd B. (2006-01-06), "Genes and Form", Genes in Development, Duke University Press, pp. 38–73, doi:10.1215/9780822387336-003, ISBN 9780822387336
  38. Newman, Stuart A. (2017-11-15), "Inherency", Evolutionary Developmental Biology, Springer International Publishing, pp. 1–12, doi:10.1007/978-3-319-33038-9_78-1, ISBN 9783319330389
  39. Müller, Gerd B. (2010-03-26), "Epigenetic Innovation", Evolution—the Extended Synthesis, The MIT Press, pp. 307–333, doi:10.7551/mitpress/9780262513678.003.0012, ISBN 9780262513678, بياځلي په 2018-06-22
  40. Peterson, Tim; Müller, Gerd B. (2016-04-28). "Phenotypic Novelty in EvoDevo: The Distinction Between Continuous and Discontinuous Variation and Its Importance in Evolutionary Theory". Evolutionary Biology. 43 (3): 314–335. doi:10.1007/s11692-016-9372-9. ISSN 0071-3260. PMC 4960286. PMID 27512237.
  41. Pigliucci, Massimo (2007). "Do We Need an Extended Evolutionary Synthesis?". Evolution. 61 (12): 2743–2749. doi:10.1111/j.1558-5646.2007.00246.x. PMID 17924956. S2CID 2703146.
  42. Grant, Bob (1 January 2010). "Should Evolutionary Theory Evolve". The Scientist.
  43. Pigliucci, Massimo; Müller, Gerd B., eds. (26 March 2010). Evolution - the Extended Synthesis. The MIT Press. ISBN 978-0262513678.
  44. Meaden, Rhiannon (5 August 2015). "Redefining Evolutionary Biolog". The Royal Society Publishing Blog. بياځلي په 20 August 2022.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  45. Indiana University (7 August 2015). "Expanding the Theory of Evolution". Lab Manager.
  46. ۴۶٫۰ ۴۶٫۱ ۴۶٫۲ Pigliucci, Massimo; Müller, Gerd B., eds. (26 March 2010). Evolution - the Extended Synthesis. The MIT Press. ISBN 978-0262513678.
  47. Stotz, Karola (20 August 2014). "Extended evolutionary psychology: the importance of transgenerational developmental plasticity". Frontiers in Psychology. 5: 908. doi:10.3389/fpsyg.2014.00908. PMC 4138557. PMID 25191292.
  48. Brakefield, Paul M. (July 2006). "Evo-devo and constraints on selection". Trends in Ecology & Evolution. 21 (7): 362–368. doi:10.1016/j.tree.2006.05.001. ISSN 0169-5347. PMID 16713653.
  49. Smith, J. Maynard; Burian, R.; Kauffman, S.; Alberch, P.; Campbell, J.; Goodwin, B.; Lande, R.; Raup, D.; Wolpert, L. (September 1985). "Developmental Constraints and Evolution: A Perspective from the Mountain Lake Conference on Development and Evolution". The Quarterly Review of Biology. 60 (3): 265–287. doi:10.1086/414425. ISSN 0033-5770. S2CID 85201850.
  50. Müller, Gerd B. (2010-03-26), "Epigenetic Innovation", Evolution—the Extended Synthesis, The MIT Press, pp. 307–333, doi:10.7551/mitpress/9780262513678.003.0012, ISBN 9780262513678, بياځلي په 2018-06-22
  51. Peterson, Tim; Müller, Gerd B. (2016-04-28). "Phenotypic Novelty in EvoDevo: The Distinction Between Continuous and Discontinuous Variation and Its Importance in Evolutionary Theory". Evolutionary Biology. 43 (3): 314–335. doi:10.1007/s11692-016-9372-9. ISSN 0071-3260. PMC 4960286. PMID 27512237.
  52. Moczek, Armin P. (2011-05-05). "Evolutionary biology: The origins of novelty". Nature. 473 (7345): 34–35. Bibcode:2011Natur.473...34M. doi:10.1038/473034a. PMID 21544136. S2CID 4413435.
  53. Laubichler, Manfred D.; Renn, Jürgen (2015). "Extended evolution: A Conceptual Framework for Integrating Regulatory Networks and Niche Construction". Journal of Experimental Zoology Part B: Molecular and Developmental Evolution. 324 (7): 565–577. doi:10.1002/jez.b.22631. PMC 4744698. PMID 26097188.
  54. Laland, Kevin N.; Uller, Tobias; Feldman, Marcus W.; Sterelny, Kim; Müller, Gerd B.; Moczek, Armin; Jablonka, Eva; Odling-Smee, John (2015-08-22). "The extended evolutionary synthesis: its structure, assumptions and predictions". Proc. R. Soc. B. 282 (1813): 20151019. doi:10.1098/rspb.2015.1019. PMC 4632619. PMID 26246559.
  55. Lodé, Th (2011). "Sex is not a solution for reproduction, the libertine bubble theory". BioEssays. 33 (6): 419–422. doi:10.1002/bies.201000125. PMID 21472739. S2CID 12345977.
  56. "Expanding Theory of Evolution". PhysOrg. 5 August 2015.
  57. Perez, JUlio E; Alfonsi, Carmen; Munoz, Carlos (2010). "Towards a New Evolutionary Theory" (PDF). Interciencia. 35: 862–868.
  58. Gontier, Nathalie. (2015). Reticulate Evolution Everywhere. In Reticulate Evolution: Symbiogenesis, Lateral Gene Transfer, Hybridization and Infectious Heredity. Springer. pp. 1-40. ISBN 978-3-319-16344-4
  59. Koonin, Eugene (2009). "Towards a postmodern synthesis of evolutionary biology". Cell Cycle. 8 (6): 799–800. doi:10.4161/cc.8.6.8187. PMC 3410441. PMID 19242109.
  60. ۶۰٫۰ ۶۰٫۱ ۶۰٫۲ Pigliucci, Massimo; Finkelman, Leonard (2014). "The Extended (Evolutionary) Synthesis Debate: Where Science Meets Philosophy". BioScience. 64 (6): 511–516. doi:10.1093/biosci/biu062.
  61. Peterson, Tim; Müller, Gerd B. (2016-04-28). "Phenotypic Novelty in EvoDevo: The Distinction Between Continuous and Discontinuous Variation and Its Importance in Evolutionary Theory". Evolutionary Biology. 43 (3): 314–335. doi:10.1007/s11692-016-9372-9. ISSN 0071-3260. PMC 4960286. PMID 27512237.
  62. Lange, Axel; Nemeschkal, Hans L.; Müller, Gerd B. (April 2018). "A threshold model for polydactyly". Progress in Biophysics and Molecular Biology. 137: 1–11. doi:10.1016/j.pbiomolbio.2018.04.007. ISSN 0079-6107. PMID 29739620.
  63. Pigliucci, Massimo; Finkelman, Leonard (2014). "The Extended (Evolutionary) Synthesis Debate: Where Science Meets Philosophy". BioScience. 64 (6): 511–516. doi:10.1093/biosci/biu062.
  64. Brakefield, Paul M. (July 2006). "Evo-devo and constraints on selection". Trends in Ecology & Evolution. 21 (7): 362–368. doi:10.1016/j.tree.2006.05.001. ISSN 0169-5347. PMID 16713653.
  65. Favé, Marie-Julie; Johnson, Robert A.; Cover, Stefan; Handschuh, Stephan; Metscher, Brian D.; Müller, Gerd B.; Gopalan, Shyamalika; Abouheif, Ehab (2015-09-04). "Past climate change on Sky Islands drives novelty in a core developmental gene network and its phenotype". BMC Evolutionary Biology. 15 (1): 183. doi:10.1186/s12862-015-0448-4. ISSN 1471-2148. PMC 4560157. PMID 26338531.{{cite journal}}: CS1 maint: unflagged free DOI (link)
  66. Pigliucci, Massimo (2007). "Do We Need an Extended Evolutionary Synthesis?". Evolution. 61 (12): 2743–2749. doi:10.1111/j.1558-5646.2007.00246.x. PMID 17924956. S2CID 2703146.
  67. Johnson, BR; Lam, SK (2010). "Self-Organization, Natural Selection, and Evolution: Cellular Hardware and Genetic Software". BioScience. 60 (11): 879–885. doi:10.1525/bio.2010.60.11.4. S2CID 10903076.
  68. "Should Evolutionary Theory Evolve". University of Southampton. 7 April 2016.
  69. Laland, Kevin (21 December 2016). "Launching the Extended Evolutionary Synthesis project". Nature Research Ecology & Evolution Community.[مړه لينکونه]
  70. "Empowering the Extended Evolutionary Synthesis" Archived 2021-08-16 at the Wayback Machine.. The Evolution Institute.