پاڼې Leaves پاڼه دساقو یا څانګو جانبي زواید دي چې اکثره شنه وي اواساساً په هغو کې کلوروفیل (Chlorophyll) جذب اود خارجې محیط سره دګازاتو تبادله (تنفس او تعرف )صورت نیسي . دپاڼې مورفولوژي 1تیغه Blade دپاڼې فعاله برخه ده او غالباً دکلوروفیل دلرولوله امله شین رنګ لري ،سره له دې چي په ځینو پاڼو کې رنګه ځایونه هم لیدل کیږي . تیغه ممکن په ځینو نباتاتو کې وجود ونلري اویا هم ډیرکوچیني وي. مثلاً ددې امکان شته چې په پیچک باندې تغیر کړي وي اویا هم دکلوروفیل دجذب خاصیت له لاسه ودکړي وي اودغه وظیفه دمسطح اوپلن لکي اویا هم غوږوالي (stipule ) پواسطه تکمیل شي. په ځینو نباتاتو کې دپاڼې تیغه دلکي په امتداد قرارلري دغه تباتات دبې ساقه نباتاتو په نوم یادیږي په دغه نباتاتو کې ساقه تقریباً وجود لري ولې دهغو دبندونو ترمنځ فاصله ډیره لنډه وي مثلاً په بارهنګ یاذوف کې . 2 لکۍ petiole یو کلکه رشته ده چې په کاملو پاڼو کې دتیغې اوپوښ (قاعده ) ترمنځ قرارلري اودلکۍ دنه موجودیت په صورت کې تیغه دساقې سره مستقیماً دبند (node) په محل کې وصل وي . هغه پاڼې چې لکۍ نلري دبې لکۍ ساقې په نوم یادیږي لکه شبو ، میخیک اونورو نباتاتوکې. 3 غوږوالي stipule کوچینې شنې تیغې دي چې په زوجي شکل دپاڼې دلکۍ په قاعده کې قرارلري دغه ساختمان په ټولو پاڼو کې نه پیداکیږي اوکه چیري وي هم متغیر نمو لري لکه دپیرکو دکورني (Malvaceae) تقلیل غوږوالی.

4 دپاڼې قاعده

دپاڼې دلکۍ انتهایې برخه ده چې ساقه په کامل یا ناقص شکل په برخه کې نیسي مثلاً دغلجاتوکورني (poaceae)په نباتاتو کې چې ټوله ساقه پوښوي. دپاڼې رګونه: دپاڼې تیغه چې یوه مسطه صفحه ده دهغې مخه یو تعداد برجسته رشتې چې دپاڼې رګونه نومیژي دهغې مخه تیریږي دپاڼې رګونو دوضعیت (رګبندي )له مخې دپاڼو لاندې ډولونه تشخیص کولای شي: الف هغه پاڼې چې یو رګ یعنې دپا ڼې تیغه یو رګ لري لکه اغزي اونور. ب هغه پاڼې چې موازي رګونه لري ( تقریباً ټول یو مشیمه یې نباتات). ج :هغه پاڼې چې جال ماننده رګونه لري چې دغه پاڼوکې لکۍ داصلي رګ په شکل په تیغه کې ادامه پیداکوي اودهغې څخه فرعي رګونه جداکیږي اوثانوي رګونه په نوبت سره په نورو رګونو منشعب کیږي چې وروسته بیا سره وصل اودیوې شبکې شکل غوره کوي دغه ډول رګونه زیاتره په دوه مشیمه یې نباتاتوکې لیدل کیږي . د: هغه پاڼې چې درګونو ترتیب یې پنجې په شکل وي په دي ډول چې پاڼې پکې یویاڅودستې رګونه کله چې تیغې ته داخلیږي بیا په یو تعداد نورورګونو چې همیشه منفرد وي ویشل کیږي . منځني رګ دټولونه غټ وي اونور ر ګونه دهغې څخه په مختلفو شکلونو انشعاب کوي لکه چنار ، پنبه اونور. دپاڼو ډولونه 1 دجوانې په اصلي محور کې لمړني پاڼې دي چې نبات ته داصلي پا ڼو دتشکیل تروخته پورې غذایې مواد رسوي چې وروسته بیا مړاوي کیږي اوله منځه ځي.

2دڅانګو پاڼې : چې دضیایې ترکیب (photosynthesis) اصلي غړي دي.

Hypsophylle دغه پاڼې سره له دې چې تقلیل موندونکی پاڼو له جملې څخه شمیرل کیږي ولې دغه پاڼې دکتافیل په نسبت لویدي اوروښانه رنګونه لري دساقې دنمو په کي په ښه ډول سرته رسییږي همدارنګه Bougainvillea معمولي ساقې تعقیبوي لکه دمختلفو ګلانو ګپاڼې هم هپسوفیل دي. ساده او مرکبې پاڼې: هغه پاڼې دي چې لکۍ یې منشعبې نه دي یعنې یوه لکۍ اویوه تیغه ولري ساده ې تاوهغه پاڼې چې لکۍ یې منشعبه نه وي اوهرانشعاب یې په یوه خاصه تیغه چې کوچیني پاڼې (برګچه)نومیږي ختم شي لکه په شوتله اونورو نباتاتوکې چې دری تیغې لري اوددری پاڼو نباتاتوپه نوم هم یادیږي دساقې پرمخ دپاڼې ترتیب: که چیری ساقې دیو بند (Node ) دپاسه یوپاڼه واقع شي نودپاڼو ترتیب دمتناوب په نوم یادیږي . اوکه چیرې دیوبند دپاسه دوه پاڼې قرارولري نو دغه ترتیب دمتناوب (Alternative) په نوم یادیږي اوکه چیرې دری او یا له دریو څخه زیاتې پاڼې دیوبند دپاسه واقع شي نو ترتیب منطبق (Whorled) په نوم یادیږي. (شکل) غوښې خوړونکې پاڼې: دځینو نباتاتو په پاڼو کې داسې تغیرات رامنځ ته کیږي چې ظاهراً دپاڼې شکل نلري ، څرنګه چې ځینې ساقې په پیچکونو تغیرکړي دي همدارنګه پاڼې اویاکوچیني پاڼې (برګچه ) په عین طریقه تغیر کوي . په ځینو انواعو کې پاڼې په اغزي بدلیږي اویاهم دځینو نباتاتو پاڼې داسې بدلون کړیدي چې کوچینیو حیواناتو (حشراتو)په ښکاره یا ګیرولو کې وړتیا پیداکوي . اوهغه غذایې مواد په حیث جذب او هضموي دا نباتات دحشره خوړونکونباتاتو(Insectivorus plants)په نوم یادیږي ددې ډول توافقاتو مثالونو ډیر زیات دي چې دلته دوه مثالونه ذکرکوو. الف : Dioneamuscipula دنباتاتو پاڼې دیو شي سره دتماس په صورت کې دهغه په حساس سطح کې پاڼې خپل ځانونه راټولوي او دنوموړي شي شا اوخوا پوښوي. ب Nepenthe: دنبات پاڼې ددری ډوله دندو دسرته رسولو له امله په نړي کې ډیر شهرت لري پدې ډول چې دنبات دپاڼې دقاعدې برخه چې پلنه ده او دفوتو سنتیزس وظیفه سرته رسوي