پاکه ټيکنالوژي

پاکه ټيکنالوژي چې لنډيز يې د cleantech په ډول لېکل کېږي، هر هغه بهير، توليد يا خدمات دي چې د انرژۍ د مهمې اغېزمنتيا د پرمختګ، د سرچینو پايدلي استعمال يا چاپېريال ساتنې د فعاليتونو له لارې منفي چاپيريالي اغېزې کموي. په پاکې ټيکنالوژۍ کې د بيا رغولو، بيا نوي کېدو انرژۍ، معلوماتي ټيکنالوژي، زرغون نقل و حمل، برېښنايي موټرونه، زرغونه کيميا، رڼا اچول، خړې اوبه، او نورو ډېرو په اړوند د ټيکنالوژيو يوه پراخه لړۍ شامله ده. چاپيريالي مالي تمويل يوه داسې طريقه ده، د کومې په مټ چې د نوې پاکې ټيکنالوژۍ پروژې د کاربن کريډټس په مټ مالي تمويل تر لاسه کولای شي. يوه داسې پروژه چې د اقليم د بدلون د کمولو په نظر کې نيولو سره جوړه شوې ده، کومه چې د کاربن پروژې په نوم هم پېژندل کېږي.

«Clean Edge» چې د پاکې ټېکنالوژۍ يو څېړنيز شرکت دی، پاکه ټیکنالوژي په دې ډول تشريح کړې ده چې «د توليداتو، خدماتو او پروسو يوه متنوعه لړۍ، کومه چې د نوي کېدو وړ موادو او انرژۍ د سرچينو په استعمالولو سره، د طبيعي سرچينو کارول په هېښونکي ډول کموي او په دې ډول د اخراج يا فاضله مواد له منځه وړي». کلين ايج وايي چې «که ترې غوره نه وي، خو پاکې ټيکنالوژۍ د دوی له دوديزو سيالانو سره مسابقتي حالت کې دي. ډېرې مهمې اضافي ګټې وړاندې کوي، د يادونې وړ يې د دې ټيکنالوژيو دا وړتيا ده چې په پرمختلليو او مخ پروده دواړو هېوادونو کې د خلکو ژوند ته ښه والی بښي».

د ۲۰۰۰ز کال په شا اوخوا کې، کله چې په دې ټيکنالوژۍ توجه زياته شوه، نو د پاکې ټيکنالوژۍ په برخه کې په پانګونه کې هم زياتوالی راغی. د ملګرو متلونو د چاپېريال ساتنې د پروګرام تر مخې د باد، لمريزې او بايوفيول شرکتونو په ۲۰۰۷ز کال کې په مالي مرسته کې ۱۴۸ ميليارده امريکايي ډالره تر ټولو لوړ مبلغ تر لاسه کړ، ځکه چې د تيلو زیاتېدونکي نرخونه او اقليمي بدلون تګلارو په نوې کېدو وړ انرژۍ کې د پانګونې هڅونه وکړه. له دې مبلغ څخه ۵۰ ميليارډه ډالره د باد طاقت کې لګول شوي. په ټوليز ډول، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې د پاکې انرژۍ او د انرژۍ د اغېزمنتيا په صنعتونو کې په پانګونه کې ۶۰٪ زياتوالی راغلی. په ۲۰۰۹ز کال کې، «ايج» وړاندوينه کړې وه چې د پاکې ټيکنالوژۍ درې ستر سکتورونه به تر ۲۰۱۸ز کال پورې ۳۲۵.۱ ميليارده عايد ولري چې هغه درې ډګرونه لمريز فوټوولټيک، د باد طاقت او بايوفيول دي.[۱][۲]

د MIT انرژۍ د نوښت کاري مقالې تر مخې چې د ۲۰۱۶ز کال په جولای مياشت کې خپره شوې وه، له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۱ز کال پورې پاکې ټيکنالوژۍ ته د اوږدې مودې ودې په موخه د وړاندې شويو پنځه ويشت ميليارده امریکايي ډالرو څخه زيات مبلغ له منځه شا او خوا نيمايي يې کله هم بېرته تر لاسه نه شو. په راپور کې د پاکې ټيکنالوژۍ ناهيلی کونکی خطر/عايد مشخصات او د توليد د اندازې تر لاسه کولو لپاره د نويو موادو، کيمياوي، يا پروسو چمتو کوونکو شرکتونو ناوړتيا د دې د ناکامېدو د عواملو په توګه ښودل شوي دي. [۳]

پاکه ټيکنالوژي همدا راز د شرکتونو او سوداګريو په منځ کې هم د يوې اړينې موضوع په توګه راڅرګنده شوه. دا کولای شي د هر شرکت لپاره ککړتياوې او خيرن سون توکي کم کړي، پرته له دې چې صنعت يې په نظر کې ونیول شي، همدا راز د پاکې ټيکنالوژۍ کارول يوه مسابقتي ګټه هم ګرځېدلې ده. د خپل شرکتي ټولنيز مسئولیت (CSR) د موخو د جوړولو له لارې، د پايښت په دود کولو سره، دوی د پاکې ټيکنالوژۍ او نورو لارو چارو په کارولو کې برخه اخلي. د « Fortune Global 500» په نوم شرکتونو په ۲۰۱۸ز کال کې د CSR په فعاليتونو کې په کلني ډول نږدې ۲۰ ميليارده امریکايي ډالر لګوي.[۴][۵]

تعريف سمول

د پاکې ټيکنالوژۍ توليدات يا خدمات هغه دي، کوم چې عملياتي فعاليت، توليد يا اغېزمنتيا ښه کوي، په داسې حال کې چې لګښتونه، استعمالول، د انرژۍ مصرفول، فاضله مواد يا چاپېريالي ککړتيا کموي. بنسټ يې د پېرودونکو، تنظيونکو او صنعت له خوا د انرژۍ د توليد په پاکو بڼو کې زیاته شوې لېوالتيا ده – په ځانګړي ډول، شونې ده چې د نړيوالې تودوخې، اقليمي بدلون او د فوسيلي سون توکو د سوځولو څخه پر طبيعي چاپېريال د غورځېدونکو اغېزو په اړه پوهاوي کې زياتوالی يې هم بنسټ وي. پاکه ټیکنالوژي تر ډېره بريده په خطرناکو برخو کې د پانګونې او د ځمکې د استعمالونکو سازمانونو سره تړل کېږي. د خطر منونکو پانګونو په ټولنه کې د خپلې منشأ له امله دا اصطلاح له تاريخي اړخه د زرغونو سوداګريو (شنه تجارتونه هغه دي، کوم چې په اقتصاد،ټولنه يا چاپېريال ناوړه اغېزې نه کوي)، پايښت، يا درې ګونو صنعتونو (درې ګوني صنعتونه مالي، ټولنيز او چاپېريالي فعالیت په نظر کې نيسي) د بيلا بېلو تعريفونو څخه د دې توپير شوی او د ودې په کولو سره يې د داسې سوداګريز سکتور تعريف وکړ، په کوم کې چې مهم او لوړې ودې صنعتونه شامل دي، لکه لمريز، بادي، د اوبو تصفيه او بايوفيول.[۶]

نومول سمول

په داسې حال کې چې په وروستيو کلونو کې مخ په پراخېدو صنعت په چټکتيا سره وده کړې او د ميلياردونو ډالرو پانګه يې جلب کړې ده، د پاکې ټیکنالوژۍ ځای په يو متفق عليه اصطلاح ثابت شوی نه دی. د Cleantech اصطلاح په پوره پراخه کچه کارول شوې ده، له دې سره يې په انګليسي ژبه کې د لیکنو ډول ډول بڼې شته چې ⟨clean-tech⟩ او ⟨clean tech⟩ پکې شاملې دي. په وروستيو کلونو کې، د پاکې ټيکنالوژۍ ځينو شرکتونو د خپلو سوداګريو د دې اړخ اهميت کم کړی، تر څو د ځيرکو ښارونو په څېر له پراخو بهيرونو څخه ګټه پورته کړي، لکه ځيرک ښارونه. [۷]

د دې تصور پيل سمول

د پاکې ټيکنالوژۍ اند تر ټولو لومړی د مخ پر وده ټيکنالوژيو او صنعتونو د يوې ټولګې په منځ کې راپورته شو، کوم چې په بنسټيزو صنعتونو کې د بيالوژي، د سرچينو د اغېزمنتيا او دويم نسل د توليدي تصوراتو پر اصولو ولاړ دی. په بېلګو کې يې دا شامل دي: د انرژۍ اغېزمنتيا، انتخابي کټاليستي کمښت، غېر زهري مواد، د اوبو تصفيه، لمريزه انرژي، بادي انرژي او د انرژۍ په خوندي کولو کې نوې نمونې. د ۱۹۹۰ز لسيزې راهيسې، په دې ټيکنالوژيو کې ليوالتيا د دوه بهيرونو سره زیاته شوه: د دې ټيکنالوژيو په نسبي لګښت کې کمي او په نولسمه پېړۍ او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې کارېدونکې صنعتي طرحې تر منځ د اړيکې زيات پوهاوی، لکه فوسيلي سون توکو کارخونې، د داخلي احتراق ماشين او کيمياوي توليدات، همدا راز د دې د استعمال په پايله کې د ځمکې پر سيستمونو د انسانانو له امله کېدونکو اغېزو په اړوند زیاتېدونکی پوهاوی (دا مضامين وګورئ: اوزون هول، تيزابي باران، په سارا بدلېدل، اقليمي بدلون او نړيوال سراسري تودوخه).

په نړیواله کچه پانګونه سمول

په ۲۰۰۸ز کال کې، په شمالي امريکا، اروپا، چين او هندوستان کې د پاکې ټيکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې ټوله ثبت شوې ابتدايي اندازه ۸.۴ ميليارده امریکايي ډالره وه. د پاکې ټيکنالوژۍ د پانګونې په شرکتونو کې « NTEC, Cleantech Ventures» او «Foundation Capital» شامل دي. د ۲۰۰۸ز کال په ابتدايي ټوليزه پانګونه کې د ودې پرله پسې اوم کال استازولي کوي، کوم چې په پراخه کچه د پانګونې د ټولنيزو نمونو د يو مهم شاخص په توګه پېژندل کېږي. اوسمهال چين د پاکې ټيکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې له امله يو مخکښ وده کړی بازار بلل کېږي، په داسې حال کې چې زيات تمرکز پر نوي کېدو وړ ټيکنالوژۍ لري. په ۲۰۱۴ز کال کې، اسرائيل، فن لينډ او متحده ايالات د نړيوال پاکې ټيکنالوژۍ نوښت په شاخص کې مخکښ هېوادونه وو، په دې شاخص کې د ۴۰ هېوادونو ارزونه شوې وه، په داسې حال کې چې روسيه او يونان تر ټولو وروستي وو. خصوصي پانګونې ته په کتنې سره، د «Element 8» په نوم پانګونې ډلې ته د پاکې ټيکنالوژۍ د اتحاد له خوا، په واشنګټن ايالت کې د پاکې ټیکنالوژۍ په صنعت کې د خپلې ونډې له امله، په ۲۰۱۴ز کال کې د لاسته راوړنې جايزه ورکړل شوې وه، د پاکې ټيکنالوژۍ اتحاد يوه سوداګريزه ټولنه ده چې په واشنګټن ايالت کې په پاکې ټيکنالوژۍ توجه لري.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د خپرې شوې څېړنې تر مخې، په ۲۰۰۸ز کال کې د پاکې ټيکنالوژۍ تر ټولو لومړي سکتورونه، لمريزه، بايوفيول، نقل او حمل او هوا وو. په ۲۰۰۸ز کال کې د پاکې ټیکنالوژۍ په پانګونه کې د لمريزې برخې ونډه نږدې ۴۰٪ وه، له دې وروسته بايوفيول ۱۱٪ ونډه درلوده. په ۲۰۰۹ز کال کې، دولتي شتمنۍ پانګې نېغ په نېغه له درې ميليارده امریکايي ډالرو څخه کمه پانګه د نوې کېدو وړ انرژۍ کې پانګولې وه.[۱۲]

د ډنمارک په کوپنهاګن کې د ملګرو متلونو د اقليم د بدلون د ۲۰۰۹ز کال کنفرانس څخه د يو داسې کارچوکاټ د چمتو کولو تمه کېده، د کوم تر مخې چې بالاخره د شنو خونو څخه پر وتونکو ګازونو بنديزونه ولګول شي. د پاکې ټيکنالوژۍ د صنعت ډېرو پلويانو هيله درلوده چې داسې يو تړون به وشي، کوم چې د کيوټو د پروټوکول ځای ونيسي. په داسې حال کې چې د دې تړون تمه کېده، پوهانو له «اوسني عادي حالت» څخه د ژور او حتمي بدلون مشوره وکړې وه. په هر حال، ګډون کونکي دولتونه د پاکې ټیکنالوژۍ لپاره د يو نړيوال کارچوکاټ په وړاندې کولو ناکام شول. د ۲۰۰۸ز کال د اقتصادي بحران پيل کېدو يو ځل بيا په پاکو ټيکنالوژيو کې د خصوصي پانګونې په وړاندې خنډونه پیدا کړل، کوم چې يواځې په ۲۰۱۴ز کال کې د ۲۰۰۷ز کال تر کچې پورې په شا تللي وو. په پاريس کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون د ۲۰۱۵ز کال له کنفرانس څخه تمه کېده چې د اقليم په اړه به يو نړيوال تړون تر لاسه کړي، کوم به چې د پاکې ټيکنالوژۍ پرمختګ ته وده ورکړي. د ۲۰۱۹ز کال د سپتمبر په درويشتمه نېټه د ملګرو ملتونو سکرتر جنرال په نيويارک کې د اقلیم کاري غونډې کوربه توب وکړ.[۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې سمول

  1. "Archived copy". Bloomberg News. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  2. (په 2009-03-11 باندې). Solar, Wind and Biofuels' Impressive Growth Surge in '08. Seeking Alpha.
  3. Gaddy, Benjamin; Sivaram, Varun; O’Sullivan, Dr. Francis (2016). "Venture Capital and Cleantech: The Wrong Model for Clean Energy Innovation" (PDF) (په انګلیسي ژبه کي). 77 Massachusetts Ave., Cambridge, MA 02139, USA: MIT Energy Initiative. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: location (link)
  4. (په 2018-01-31 باندې). Stop Talking About How CSR Helps Your Bottom Line. Harvard Business Review.
  5. Ramanan, Ram (2018-07-04). Introduction to Sustainability Analytics (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 1). CRC Press. doi:10.1201/9781315154909. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781315154909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "What is Cleantech?" – عبر www.cleantech.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Cleantech Rebrands as 'Smart City' to Attract Venture Dollars". 28 October 2016 – عبر www.bloomberg.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Clean technology venture investment reaches record $8.4 billion in 2008 despite credit crisis and broadening recession". Insights. 2009-01-06. مؤرشف من الأصل في ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Caprotti F (2009). "China's Cleantech Landscape: The Renewable Energy Technology Paradox" (PDF). Sustainable Development Law & Policy. د کتاب پاڼي 6–10. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ جون ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Israel, Finland and the US top the Global Cleantech Innovation Index 2014 | FPA Patent Attorneys". JDSupra.com. 2014-11-13. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Element 8 Wins 2014 CleanTech Achievement Award". Finance.yahoo.com. 2014-11-12. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "See Why Sovereign Wealth Funds are Betting on Clean Tech". swfinstitute.org. 2020-12-24. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 2009-12-03 باندې). Climate Change Congress. University of Copenhagen
  14. "UN Climate Action Summit 2019". www.un.org. 2018-11-28. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "European Cleantech Innovation: 13 Future Energy System Gamechangers". Cleantechnica.com. 2014-11-12. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)