پاکستاني طالبان
پاکستاني طالبان چې په رسمي توګه د تحریک طالبان پاکستان (د پاکستاني طالبانو تحریک، په اختصاري توګه: TTP) په نوم یادېږي، د بېلابېلو اسلامپالو وسله والو ډلو لپاره یو چتر سازمان دی او د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې فعالیت کوي. دا ډله په ۲۰۰۷ کال کې د بیت الله محسود په لاس تاسیس شوه او اوسنی مشر یې نور ولي محسود دی. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره ګډه ایډیالوژي لري او د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو په جهاد کې یې له دوی سره مرسته کړې ده، خو دواړه ډلې د عملیاتو او قوماندې بېل تشکیل لري. [۱][۲][۳]
په پاکستان کې د طالبانو اکثریت جهادي ډلې د ټی ټي پي تر چتر لاندې را ټولېږي. د ټي ټي پي د موخو له جملې یوه د پاکستان د دولت په وړاندې وسلوال مقاومت دی. ټي ټي پي هوډ لري چې د پاکستان د ظالمو ځواکونو او فاسد دولت په وړاندې د جهادي عملیاتو په مټ د پاکستان حکومت نسکور کړي. ټي ټي پي د افغانستان او پاکستان پولې په اوږدو کې په قبايلي کمربند تړلي دي، چې له هغه ځايه خپل سرتېري جلب او جذب کوي. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د یو راپور پر بنسټ، تر ۲۰۱۹ کال پورې، د ټي ټي پي نږدې له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې وسله والو په افغانستان کې شتون درلود. د ۲۰۲۰ کال د جولای او نومبر میاشتو تر منځ، د امجد فاروقي ډله چې د لشکر جهنګوي یوه شاخه ده، د موسی شهید کاروان ډله، د تحریک محسود ډله، مهمند طالبان، باجور طالبان، جماعت الاحرار او حزب الاحرار په څیر تر ۱۰۰ ډیر جهادي ګروپونه له ټي ټي پي سره یو ځای شوي دي همدارنګه د ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو وسلوالو تر منځ د اختلاف او بیلتون ټوله وسیلې له منځه تللي. دې کار ټي ټي پي جهادي غورځنګ نور هم قوي کړ او د فتوحاتو د زیاتوالي لامل شو اوس وخت په سیمه کي ټي ټي پي د یو لوی جهادي قوت په څیر رامخته کیږي او نژدې ده چي د پاکستان غلام پوځ به له مخي لیري کړي [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
ټي ټي پي تر یو لک ډېر منظم او غیر منظم مجاهدین لري چي په مختلفو برخو کي د خپل جهادي غورځنګ د پاکو اهدافو لپاره خدمت کوي.
د پاکستاني طالبانو مخکښ مجاهدین
سمولشهید ملا بیت الله محسود، شهید عبیدالله محسود، شهید ملا فضل الله، شهید عمر خراساني او داسي نور...
اوسني امیر محترم مفتي نور ولي محسود (ح)
د څو کلونو سختیو وروسته، په ۲۰۲۰ کال کې ټي ټي پي د نور ولي محسود تر مشرۍ لاندې بیا تنظیم او بېرته متحد شول. محسود په اساسي توګه ټي ټي پي په یو نوي مسیر روان کړی دی، چې د ملکي خلکو د وژنو په اړه محتاط دي او یوازې پر نظامي ځواکونو یې د بریدونو امر کړی، ترڅو د دې ډلې حیثیت وساتي او د داعش ډلې له افراطیت څخه توپیر ورکړي. [۱۲]
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۱ د اسلامي امارت له خوا د افغانستان له نیولو وروسته، پاکستان ونه توانید چې افغان طالبان د ټي ټي پي پر ضد عملیاتو ته وهڅوي. پر ځای یې افغان طالبانو د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړ.چې په پایله کې په پاکستان کې د ټي ټي پي د لسګونو بندیانو د خوشي کېدو او د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د لنډمهاله اوربند لامل شو. کله چې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه اوربند پای ته ورسېد، ورپسې ټي ټي پي په پاکستان کي دننه پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه پراخ کړل. داسې برېښېدل چې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۶ د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونه په پاکستان کې د جهادي ګروپونو د بریدونو د زیاتوالي په غچ کې په لاره اچول شوي وي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
تاریخچه
سمولریښې او پراختیا
سمولد یو سازمان په بڼه د ټي ټي پي ریښې په ۲۰۰۲ کال کې هغه وخت ټینګې شوې چې د پاکستان پوځ د امریکا په مرسته په قبایلي سیمو زیات ظالمانه بریدونه وکړل چې اساسي موخه یې د هغو بهرنیو (افغان، عرب او منځنۍ آسیا) وسله والو پر وړاندې مبارزه وه چې د افغانستان له جګړې څخه د پاکستان قبایلي سیمو ته تښتېدلي وو. د بي بي سي د ۲۰۰۴ کال په یوه مقاله کې داسې راغلي دي: [۱۸][۱۹]
دا پوځي عملیات د القاعدې پر وړاندې د عمومي جګړې یوه برخه وو. ... د عملیاتو له پیل راهیسې، [پاکستاني] پوځي چارواکو په کلکه ثابته کړه چې په سیمه کې زیات شمېر ازبک، چیچین او عرب وسله وال شته. ... د ۲۰۰۲ کال په جولای کې لومړی ځل و چې پاکستاني پوځیانو د ۵۵ کلونو په اوږدو کې د خیبر په قبایلي ایجنسي کې د تیراه درې (اورکزی ایجنسۍ) ته ننوتل. لږ وروسته د شمالي وزیرستان شوال درې ته لاړل او ورپسې سوېلي وزیرستان ته وخوځېدل. ... دا کار وروسته له هغه شونی شو چې د بېلابېلو قبایلو سره اوږدې خبرې اترې وشوې. قبایلو په دې ډاډ هوکړه وکړه چې د پوځ شتون به بودیجه او پراختیایي کارونه راوړي. خو کله چې په جنوبي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل شول، د وزیرو اړوند يو شمېر قبايلو دا کار د دوی د مطیع کولو هڅه وبلله. د بهرنیو وسله والو په سپارلو کې د هغوی د هڅولو کوښښ ناکام شو، او د چارواکو څرګنده ناسم چلند، د القاعدې د شکمنو پر وړاندې عملیات د پاکستاني پوځ او د قبایلي وسله والو تر منځ په نه اعلان شوې جګړه بدل شول. [۲۰] زرګونه بې ګناه وګړي ووژل شول، کورنۍ بې ځایه او سرګردانه شوې.
د ټي ټي پي زیاتره مشران د افغانستان د جګړې سابقه لرونکي دي او د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوالو اشغالګرو ځواکونو په وړاندې یې د سرتیرو، روزنې او لوژستیک په چمتو کولو، د جګړې ملاتړ کړی دی. په ۲۰۰۴ کال کې بېلابېلو پورته ذکر شوو قبایلو، په عملي توګه تر فدارالي ادارې لاندې قبایلي سیمو کې (FATA) کې یو ځای د پوځي نښتو او له اسلام آباد سره د خبرو اترو له لاري خپل واک رامنځته کړ، چې وروسته د ټي ټي پي د جوړېدو لامل شو. پوځ د خپل کنټرول د ټینګولو لپاره تر دې مهاله په سیمه کې څه کم ۲۰۰۰ مخالف قومي مشران وژلي دي. همدارنګه یو شمېر پاکستاني شنونکي په سیمه کې د متحده ایالاتو د توغندیو د بریدونو پیل په FATA کې د قبایلي مقاومت د زیاتوالي لامل بولي. دوی په ځانګړې توګه د باجور پر یوه مدرسه کې د ۲۰۰۶ کال د اکټوبر لاریون ته اشاره وکړه چې د تحریک نفاذ شریعت محمدي له لوري په لاره اچول شوې و.[۲۱][۲۲]
د ۲۰۰۷ کال په ډسمبر کې په رسمي ډول د بیت الله محسود په مشرۍ د پاکستان د طالبانو تحریک شتون اعلان شو. دا تحریک په ۲۰۰۷ کال کې تر فدارالي ادارې لاندې قبایلي سیمو کې د القاعده په وړاندې د پاکستان د پوځي عملیاتو په ځواب کې رامنځ ته شو. [۲۳]
پاکستان د ۲۰۰۸ کال د اګسټ په ۲۵، په دې ډله بندیز ولګو، بانکي حسابونه او شتمنۍ یې کنګل کړې، او په رسنیو کې یې له څرګندېدو منع کړه. همدارنګه، حکومت اعلان وکړ چې د ټي ټي پي په مهمو مشرانو به انعامونه ورکول کېږي. [۲۴]
د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په وروستیو کې او د ۲۰۰۹ کال د جنوري په لومړیو کې ملا محمد عمر مجاهد د ګوانتانامو زندان د پخواني بندي ملا عبدالله ذاکر په مشرۍ یو پلاوی ولېږه ترڅو د ټي ټي پي مخکښ غړي وهڅوي چې اختلافات یوې خواته کړي او په افغانستان کې د امریکا له اشغال سره په مبارزه کې له افغان مجاهدینو سره مرسته وکړي. د فبروري په میاشت کې بیت الله محسود، حافظ ګل بهادر او مولوي نذیر هوکړه وکړه او د اتحاد المجاهدین شورا یې را منځ ته کړه، او په انګلیسي کې (Council of United Mujahedeen) ترجمه شوې چې معنی یې د مجاهدینو د یووالي شورا ده. په اردو ژبه لېکل شوې د یوه پاڼې وینا خپره شوه، چې درې واړو ټینګار کړی و چې دوی به د امریکا تر مشرۍ لاندې اشغالګرو سره د مبارزې لپاره اختلافات لرې کړي او د ملا محمد عمر او اسامه بن لادن سره به خپل بیعت بیا تکرار کړي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د پاکستان له پولې هاخوا ګواښونه
سمولپه یوه ویډیو کې چې د ۲۰۱۰ کال په اپرېل کې ثبت شوې وه، قاري محسود په ډاګه کړه د ټي ټي پي په مشرانو باندې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ځواب کې به د متحده ایالاتو ښارونه "اصلي هدف" وګرځوي. د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر کې، ټي ټي پي د افغانستان په چپمن کمپ کې د CIA په تاسیساتو د استشهادي برید او همدارنګه د ۲۰۱۰ کال په مې مياشت کې په ټایمز سکویر د بمي برید مسؤلیت په غاړه واخیست.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
ټي ټي پي د ۲۰۱۲ کال په جولای میاشت کې، په اراکان ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د مذهبي تاوتریخوالي له امله پر میانمار د برید ګواښ وکړ. د ټی ټي پي ویاند احسان الله د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې له میانمار سره اړیکې پرې کړي او په اسلام آباد کې د برما سفارت وتړي او خبرداری یې ورکړ چې که ګام پورته نه شي د برما پر ګټو به بریدونه وکړي. په داسې حال کې چې دا تحریک په پاکستان کې جهادي مقاومت کوي،خو په نورو هېوادونو کې د عملیاتو د پراخولو وړتیا یې تر پوښتنې لاندې ده. دا یو نادره موقع وه چې دوی په بل هېواد کې د تاوتریخوالي ګواښ وکړ. [۳۶][۳۷]
سرچينې
سمول- ↑ "How Afghanistan's Militant Groups Are Evolving Under Taliban Rule". Voice of America (in انګليسي). 20 March 2022.
- ↑ Hashim, Asad (10 December 2021). "Pakistani Taliban ends ceasefire, future of peace talks uncertain". Al Jazeera (in انګليسي).
The TTP and Afghan Taliban are allied, although maintain separate operation and command structures.
- ↑ "Militants ambush Pakistani troops in northwest, killing 7". ABC News (in انګليسي). 15 April 2022.
Though separate, the Afghan Taliban and the TTP are close allies and Pakistani Taliban leaders and fighters have over the years sought sanctuary across the border in Afghanistan.
- ↑ Yusufzai, Rahimullah (22 September 2008). "A Who's Who of the Insurgency in Pakistan's North-West Frontier Province: Part One – North and South Waziristan". Terrorism Monitor. 6 (18). خوندي شوی له اصلي څخه په 26 December 2010. بياځلي په 30 March 2011.
- ↑ Carlotta Gall, Ismail Khan, Pir Zubair Shah and Taimoor Shah (26 March 2009). "Pakistani and Afghan Taliban Unify in Face of U.S. Influx". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2009. بياځلي په 27 March 2009.
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ "Country Reports on Terrorisms 2016 – Foreign Terrorist Organizations Tehrik-e Taliban Pakistan TTP". Refworld. United States Department of State. July 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 April 2019. بياځلي په 28 April 2019.
- ↑ "Pakistani Taliban: Between infighting, government crackdowns and Daesh". TRT World. 18 April 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 April 2019. بياځلي په 28 April 2019.
- ↑ "A Look at Islamic State's Operations in Afghanistan". Voice of America. 29 April 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 July 2019. بياځلي په 12 July 2019.
- ↑ Bajoria, Jayshree; Greg Bruno (6 May 2010). "Shared Goals for Pakistan's Militants". Council on Foreign Relations. خوندي شوی له the original on 25 November 2010. بياځلي په 26 January 2011.
- ↑ Mazzetti, Mark (6 May 2010). "Evidence Mounts for Taliban Role in Car Bomb Plot". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 June 2022. بياځلي په 6 May 2010.
- ↑ "The Pakistani Taliban Is Back". The Diplomat. 9 March 2021.
- ↑ "Islamabad bids to quell rise in Pakistani Taliban attacks". France 24 (in انګليسي). 15 November 2021.
- ↑ Shah, Saeed (28 April 2022). "Pakistani Militants Test Taliban Promise Not to Host Terror Groups". Wall Street Journal.
- ↑ "Death Toll From Pakistani Airstrike Rises to 45, Afghan Officials Say". The New York Times. 17 April 2022. بياځلي په 20 April 2022.
- ↑ Khan, Omer Farooq (11 December 2021). "TTP chief asks his fighters to resume attacks". The Times of India (in انګليسي).
- ↑ Jacinto, Leela (9 February 2022). "Pakistan's 'good Taliban-bad Taliban' strategy backfires, posing regional risks". France 24 (in انګليسي).
- ↑ Najafizada, Eltaf; Dilawar, Ismail (19 April 2022). "Rare Pakistan Airstrikes on Taliban Show Tension After U.S. Exit". Bloomberg (in انګليسي).
- ↑ Bajoria, Jayshree (6 February 2008). "Pakistan's New Generation of Terrorists". Council on Foreign Relations. خوندي شوی له the original on 14 May 2009. بياځلي په 30 March 2009.
- ↑ Abbas, Zaffar (10 September 2004). "Pakistan's undeclared war". BBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 September 2008. بياځلي په 17 February 2011.
The latest military offensive in which air force bombers and gunship helicopters pounded an alleged training camp of suspected al-Qaeda militants, has resulted in heavy casualties. And it has taken the conflict to an area [South Waziristan] that until now had remained relatively peaceful. ... The military offensive had been part of the overall war against al-Qaeda. ... Since the start of operation, the [Pakistani] military authorities have firmly established that a large number of Uzbek, Chechen and Arab militants were in the area. ... It was in July 2002 that Pakistani troops, for the first time in 55 years, entered the Tirah Valley in Khyber tribal agency. Soon they were in Shawal valley of North Waziristan, and later in South Waziristan. ... This was made possible after long negotiations with various tribes, who reluctantly agreed to allow the military's presence on the assurance that it would bring in funds and development work. But once the military action started in South Waziristan a number of Waziri sub-tribes took it as an attempt to subjugate them. Attempts to persuade them into handing over the foreign militants failed, and with an apparently mishandling by the authorities, the security campaign against suspected al-Qaeda militants turned into an undeclared war between the Pakistani military and the rebel tribesmen.
- ↑ Abbas, Zaffar (10 September 2004). "Pakistan's undeclared war". BBC. خوندي شوی له اصلي څخه په 15 September 2008. بياځلي په 17 February 2011.
The latest military offensive in which air force bombers and gunship helicopters pounded an alleged training camp of suspected al-Qaeda militants, has resulted in heavy casualties. And it has taken the conflict to an area [South Waziristan] that until now had remained relatively peaceful. ... The military offensive had been part of the overall war against al-Qaeda. ... Since the start of operation, the [Pakistani] military authorities have firmly established that a large number of Uzbek, Chechen and Arab militants were in the area. ... It was in July 2002 that Pakistani troops, for the first time in 55 years, entered the Tirah Valley in Khyber tribal agency. Soon they were in Shawal valley of North Waziristan, and later in South Waziristan. ... This was made possible after long negotiations with various tribes, who reluctantly agreed to allow the military's presence on the assurance that it would bring in funds and development work. But once the military action started in South Waziristan a number of Waziri sub-tribes took it as an attempt to subjugate them. Attempts to persuade them into handing over the foreign militants failed, and with an apparently mishandling by the authorities, the security campaign against suspected al-Qaeda militants turned into an undeclared war between the Pakistani military and the rebel tribesmen.
- ↑ Fair, C. Christine (January 2011). "The Militant Challenge in Pakistan" (PDF). Asia Policy. 11 (1): 105–37. doi:10.1353/asp.2011.0010. S2CID 155007730. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 9 June 2011. بياځلي په 17 February 2011.
- ↑ Carlotta Gall, Ismail Khan, Pir Zubair Shah and Taimoor Shah (26 March 2009). "Pakistani and Afghan Taliban Unify in Face of U.S. Influx". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2009. بياځلي په 27 March 2009.
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ "Country Reports on Terrorisms 2016 – Foreign Terrorist Organizations Tehrik-e Taliban Pakistan TTP". Refworld. United States Department of State. July 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 April 2019. بياځلي په 28 April 2019.
- ↑ Shahzad, Syed Saleem (26 August 2008). "Setback for Pakistan's terror drive". Asia Times. له اصلي څخه خوندي شوی په 30 April 2014. بياځلي په 26 August 2008.
{{cite news}}
: CS1 maint: unfit URL (link) - ↑ Carlotta Gall, Ismail Khan, Pir Zubair Shah and Taimoor Shah (26 March 2009). "Pakistani and Afghan Taliban Unify in Face of U.S. Influx". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2009. بياځلي په 27 March 2009.
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Carlotta Gall, Ismail Khan, Pir Zubair Shah and Taimoor Shah (26 March 2009). "Pakistani and Afghan Taliban Unify in Face of U.S. Influx". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 April 2009. بياځلي په 27 March 2009.
{{cite news}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Khan, Haji Mujtaba (23 February 2009). "Taliban rename their group". The Nation. خوندي شوی له the original on 31 March 2009. بياځلي په 30 March 2009.
- ↑ "Three Taliban factions form Shura Ittehad-ul-Mujahiden". The News. 23 February 2009. خوندي شوی له the original on 25 November 2009. بياځلي په 30 March 2009.
- ↑ Roggio, Bill (16 August 2009). "South Waziristan Taliban Groups Clash". The Long War Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 August 2009. بياځلي په 26 August 2009.
- ↑ Roggio, Bill (3 May 2010). "Hakeemullah Mehsud breaks his silence, threatens US". Long War Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 May 2010. بياځلي په 6 May 2010.
- ↑ Bajoria, Jayshree; Greg Bruno (6 May 2010). "Shared Goals for Pakistan's Militants". Council on Foreign Relations. خوندي شوی له the original on 25 November 2010. بياځلي په 26 January 2011.
- ↑ Mazzetti, Mark (6 May 2010). "Evidence Mounts for Taliban Role in Car Bomb Plot". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 June 2022. بياځلي په 6 May 2010.
- ↑ "Pakistan Taliban say they carried out CIA attack". NBC News. Associated Press. 1 January 2010. بياځلي په 1 March 2011.
- ↑ Georgy, Michael (11 January 2010). "ANALYSIS – CIA bomber video publicity coup for Pakistan Taliban". Reuters. Thomson Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 October 2012. بياځلي په 1 March 2011.
- ↑ Berger, Joseph (2 May 2010). "Pakistani Taliban Behind Times Sq. Plot, Holder Says". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 September 2018. بياځلي په 9 May 2010.
- ↑ Tehreek-e-Taliban Pakistan threaten Myanmar over Rohingya Archived 28 July 2012 at the Wayback Machine., The Express Tribune
- ↑ "Pak Taliban threaten to attack Myanmar over Rohingya Muslims". 26 July 2012.