پاچا آرتور

پاچا آرتور (په ولزي ژبه: Brenin Arthur، په کورني ژبه: Arthur Gernow، په بریتون ژبه: Roue Arzhur) افسانوي سلتیک بریتون (لرغونی بریتانوی) و؛ چې د منځنیو پېړیو د تاریخونو او عاشقانه کیسو پر بنسټ د پنځمې او شپږمې پېړۍ پر مهال یې په بریتانیا باندې د ساکسونانو د بریدونو پر مهال د لرغونو بریتانویانو مشري پر غاړه لرله. د آرتور د کیسې جزئیات تر ډېره پورې له ولزي افسانو، انګلیسي فولکلور او ادبي نوښتنو څخه را پیدا شوي؛ د هغې دورې ډېری تاریخ لیکونکو دا نه ده څرګنده کړې چې هغه دې یو تاریخي شخصیت وي. آرتور د لومړي ځل لپاره په داسې منابعو کې ثبت شوی چې د هغه له ژوندانه څخه وروسته ۳۰۰ کلونو ته اړوندېږي لکه د ولز کالیزه (Annals of Wales) او د بریتونانو تاریخ (Historia Brittonum). همدارنګه د هغه نوم په لومړنیو شعري منابعو لکه وای ګودادین (Y Gododdin) کې راغلی. [۳][۴][۵]

پاچا آرتور
(ویلش: Arthur د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاچا آرتور

د شخص معلومات
عملي ژوند
دنده پاچا[۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

آرتور په هغو افسانو کې اصلي شخصیت دی چې د بریتانیا موضوع ته اړوندېږي. افسانوي آرتور د یوه نړیوال خوښې وړ تخیلي شخصیت په توګه تر ډېره بریده د جفری مانموث د شهرت او همدارنګه ۱۲ مې پېړۍ ته د اړوندو بریتانوي پاچایانو د تاریخچې پر بنسټ شهرت وموند. په یو شمېر ولزي او لرغونو بریتانوي کیسو او اشعارو کې چې له دغه اثر څخه زیاته مخینه لري آرتور د یوه غښتلي جنګیالي په توګه یاد شوی چې له بریتانیا څخه یې د انساني او ماورا طبیعي دښمنانو پر وړاندې دفاع کړې او یا هم د هغه فولکلوریک جادويي شخصیت په توګه ښوول شوی چې د ولز بلې نړۍ آنون ته اړوند دی. دا ناڅرګنده ده چې د جفري تاریخ (چې په ۱۱۳۸ زکال کې بشپړ شوی) د نورو پخوانیو منابعو څخه اقتباس شوی او یا هم د جفري له خوا خپله رامنځته شوی.[۶][۷]

په داسې حال کې چې آرتوریانو ته اړوند مضامین، پېښې او د دوی افسانوي شخصیتونه له یوه متن څخه بل متن ته ډېر توپیرونه لري او هېڅ متعارفه نسخه یې شتون نه لري؛ د دغو پېښو اړوند د جفري نسخه د راتلونکو کیسو د پیل ټکي په توګه عمل کوي. جفري، آرتور د بریتانیا د هغه پاچا په توګه انځور کړی چې ساکسونانو ته یې ماته ورکړې او پراخه سترواکي یې رامنځته کړې. ډېری هغه عناصر او وقایع چې نن ورځ د آرتورین کیسه بیانوي، له دې ډلې د آرتور پلار اوتر پندراګون، جاودګر مرلین، د آرتور مېرمن ګینویر، اکسکالیبور توره، په تینتاګل کې د آرتور مفهوم، په کاملان کې د موردرد پر وړاندې د هغه وروستۍ جګړه او په آوالون کې د هغه استراحت؛ په جفري تاریخ کې راغلي.

د دولسمې پېړۍ فرانسوي لیکوال کرتین دو تروا چې لانسلوت او مقدس جام یې په دغه کیسه کې ور زیات کړي، د ارتوریانو عاشقانه ژانر یې جوړ کړی چې د منځنیو پېړیو د ادبیاتو مهمه برخه جوړوي. په دغو فرانسوي کیسو کې د روایاتو تمرکز تر ډیره پورې د پاچا آرتور پر ځای په نورو شخصیتونو لکه د ګردي میز پر چاپېر نورو مخکښانو (شوالیه) باندې شوی. آرتوري ادبیاتو د منځنیو پېړیو پر مهال وده وکړه خو په راتلونکو پېړیو کې مخ پر زوال شول تر دې چې په ۱۹ مه پېړۍ کې یې بیاځلي رامنځته کېدل تجربه کړل. په ۲۱ مه پېړۍ کې دغه افسانې نه یوازې په ادبیاتو بلکه د تئاتر، فلم، تلویزیون، کمیډي او نورو رسنیو په موضوعاتو کې شهرت وموند.

تاریخي توبسمول

د پاچا آرتور تاریخي مخینه له ډېر مهال راهیسې د څېړونکو د بحث موضوع ګرځېدلې. یو له دغو فکري مکتبونو څخه چې د لرغونو بریتانویانو پر تاریخ او د ولیز په کالیزو (سالنامو) باندې استناد کوي، آرتور اصلي تاریخي شخصیت او هغه رومي – بریتانوي رهبر بولي چې د پنځمې پېړۍ له وروستیو څخه یې د شپږمې پېړۍ تر لومړیو پورې د بریدګرو انګلو – ساکسونانو پر وړاندې جګړه کړې.

د لرغونو بریتانویانو تاریخ (Historia Brittonum) د نهمې پېړۍ هغه لاتیني تاریخي ټولګه ده چې یو شمېر وروستۍ تاریخي نسخې یې د نینوس په نوم ولزي روحاني ته اړوندې بلل کېږي، چې پاچا آرتور ته په کې لومړنۍ اشاره شوې او همدارنګه یې د ۱۲ هغو جګړو نوملړ په کې راوړی چې آرتور په کې جنګېدلی. له آرتور څخه د هغه یادونه د باودن په جګړه کې خپل اوج ته رسېدلې چېرې چې هغه څرګنده کړې چې آرتور په یوازې ځان ۹۶۰ تنه وژلي. له دې سره یو شمېر وروستۍ څېړنې د لرغونو بریتانویانو د تاریخ رښتیا والی تر پوښتنې لاندې راولي. [۸]

په لاندنیو هېوادونو او هغو سیمو کې چې بیا په انګلستان واوښتې، د لرغون پوهنې شواهد د ۵۰۰ او ۵۵۰ زکال ترمنځ له لویې بریتانیا څخه د انګلو- ساکسونانو د کډوالۍ د مسیر د بدلېدو څرګندویي کوي؛ چې د فرانکي تاریخي نسخو سره مطابقت لري. جان دیویس څرګندوي چې دغه چاره په بادون هیل کې د بریتانیا له بریا سره مطابقت کوي؛ هغه چې ننیوس ارتور ته اړونده بللې. همدارنګه ویل کېږي چې ګلستونبري راهبانو د آرتور قبر په ۱۱۸۰ زکال کې کشف کړی دی. [۹][۱۰]

بل هغه متن چې ښکاري د آرتور تاریخي موجودیت تائید کوي، لسمې پېړۍ ته اړونده ولزي کالیزه یا سالنامه (Annales Cambriae) ده چې هغه هم له بادون جګړې سره آرتور اړوند بولي. دغه کالیزه د دغې جګړې تاریخ له ۵۱۶ زکال څخه تر ۵۱۸ زکال پورې ښيي او همدارنګه یې کاملان جګړې ته هم اشاره کړې چې په کې آرتور او مدراوت (موردرد) دواړه وژل شوي او تاریخ یې هم ۵۳۷-۵۳۹ زکال ته اړوند بللی. دغه جزیات تر ډېره پورې د لرغوني تاریخ په راپور باندې د باور او همدارنګه په دې باندې د ټینګار په موخه کارول شوي چې آرتور په رښتیا سره په بادون جګړه کې جنګېدلی.

له دې سره یو شمېر ستونزې د لرغونو بریتانویانو د تاریخ (Historia Brittonum's) څخه د منبع په توګه په کار اخیستو کې پېژندل شوې. وروستۍ څېړنې ښيي چې ولزي کالیزه د اتمې پېړۍ له وروستیو څخه د وقایع لیکنې پر بنسټ ده. له دې سربېره د ولزي کالیزې پیچلې متني تاریخچه د هغو په لومړیو نسخو کې کې هم د آرتوري وقایعو د اضافه کېدو مخه نیسي. دغه پېښې په ډېر احتمال سره د ۱۰مې پېړۍ پر مهال پر هغو کې اضافه شوې او کېدای شي هېڅکله هم د هغو په پخوانیو کالیزو کې شتون وه نه لري. د بادون یادونه هم په ډېر احتمال سره د لرغونو بریتانویانو له تاریخ څخه په کې اخیستل شوې. [۱۱]

د قانع کوونکو لومړنیو شواهدو نشتون په دې دلالت کوي چې له امله یې ډېری وروستي تاریخ لیکونکي د روم تر واکمنۍ لاندې بریتانیا اړوندو راپورونو کې آرتور له هغو باسي. د تاریخ لیکونکي توماس چارلز ادواردز له نظره، «د څېړنې په دغه پړاو کې، یوازې دا ویلای شو چې کېدای شي یو تاریخي آرتور شتون ولري [اما ...] تاریخ پوهان تر اوسه نه شي کولای د هغه په اړه هېڅ ارزښتمن څه ووایي». د ناخبري توب دغه معاصرو څرګندونو نسبتا یو نوی بهیر رامنځته کړی. د تاریخ لیکونکو مخکني نسلونه تر ډېره د هغه اړوند بدبینه و. تاریخ لیکونکی جان موریس د ارتور فرضي سلطنت د روم تر واکمنۍ لاندې د بریتانیا او ایرلنډ د تاریخ د تنظیمونکي اصل په توګه د آرتور د دورې (The Age of Arthur) تر نامه لاندې اثر (۱۹۷۳ زکال) کې یاد کړی. ورته مهال هغه ډېر لږ څه موندلي چې د تاریخي ارتور اړوند دي. [۱۲][۱۳]

یو شمېر څېړونکي استدلال کوي چې آرتور په اصل کې د فولکلور خیالي قهرمان – یا هم نیمه هېر شوی سلتیک واکمن – دی چې د پخوانیو دورو واقعي غوره چارې هغه ته اړوندې بلل کېږي. هغوی له یو شمېر شخصیتونو لکه کنتیش هنګیست او هورسا سره د هغه د څېرې ورته والي ته اشاره کوي چې کېدای شي د آسونو له توتومیک افسانوي خدایانو څخه وي چې وروسته تاریخي شوی. بیډي (Bede) دغو افسانوي شخصیتونو ته د پنځمې پېړۍ پر مهال په ختیځه بریتانیا کې د انګلو – ساکسونانو ماتول اړوند بللي. آن دا هم کره نه ده چې آرتور دې په لومړنیو متونو کې پاچا ګڼل شوی وي. نه هم هیسټوریا (لرغوني تاریخ) او نه هم ولزي کالېزې هغه ته «رېکس» ویلی؛ د لرغونو بریتانویانو په تاریخ کې د دغې کلمې پر ځای هغه ته «دوکس بلوروم» (د جګړو مشر) او «مایلز» (سرتېری) کلمې کارولې دي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

اندرو بریز په وروستیو کې استدلال کړی چې آرتور تاریخی دی؛ هغه دا ادعا هم کړی چې «له ۵۳۵ زکال څخه تر ۵۳۶ زکال پورې د اقلیمي شدیدو پېښو په زمینه» کې یې د هغه د جګړې ځایونه او د مړینې تاریخ موندلی؛ خو تر لاسه شوې پایلې یې تر بحثونو لاندې دي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينېسمول

  1. https://www.thevintagenews.com/2018/01/08/king-arthurs-sword-excalibur/ — د نشر نېټه: ۳ سپټمبر ۲۰۱۸
  2. Dictionary of Welsh Biography او Y Bywgraffiadur Cymreig — د نشر نېټه: ۹ جنوري ۲۰۱۹ — ISBN 978-0-900439-86-5
  3. Tom Shippey, "So Much Smoke", review of Higham 2002, London Review of Books, 40:24:23 (20 December 2018)
  4. Higham 2002, pp. 11–37, has a summary of the debate on this point.; Davies, John (1993). A history of Wales. Internet Archive. London : Allen Lane the Penguin Press. د کتاب پاڼې 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7139-9098-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Charles-Edwards 1991, p. 15; Sims-Williams 1991. Y Gododdin cannot be dated precisely: it describes 6th-century events and contains 9th- or 10th-century spelling, but the surviving copy is 13th-century.
  6. Thorpe 1966, but see also Loomis 1956
  7. See Padel 1994; Sims-Williams 1991; Green 2007b; and Roberts 1991a
  8. Dumville 1986; Higham 2002, pp. 116–169; Green 2007b, pp. 15–26, 30–38.
  9. Davies (1994) pp. 56
  10. Davies, John (1993). A history of Wales. Internet Archive. London : Allen Lane the Penguin Press. د کتاب پاڼې 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7139-9098-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); "Arthur's Tomb". Glastonbury Abbey Archaeology (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Green 2007b, pp. 26–30; Koch 1996, pp. 251–253.
  12. Charles-Edwards 1991, p. 29
  13. Morris 1973
  14. Dumville 1977, pp. 187–188
  15. Bede, Historia ecclesiastica gentis Anglorum, Book 1.16.
  16. Pryor 2004, pp. 22–27
  17. , De Excidio et Conquestu Britanniae, chapter 26.
  18. Myres 1986, p. 16
  19. Historia Brittonum 56, 73; Annales Cambriae 516, 537.
  20. Breeze, Andrew (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Historical Arthur and Sixth-Century Scotland"]. Northern History 52 (2): 158-181. ; Breeze, Andrew (2020). British Battles 493-937: Mount Badon to Brunanburh. London: Anthem Press. د کتاب پاڼي 13–24. doi:10.2307/j.ctvv4187r. JSTOR j.ctvv4187r. S2CID 243164764 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 9781785272233. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "King Arthur 'was real, wasn't a king... and lived in Strathclyde'". The Independent (په انګلیسي ژبه کي). 3 September 2015. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Higham, Nicholas J. (2018). King Arthur: The Making of the Legend. New Haven, Connecticut: Yale University Press. د کتاب پاڼي 262–63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-21092-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); "537 and Camlann (Flint Johnson, University of Wisconsin - River Falls)". researchgate.net. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Green 2009; Padel 1994; Green 2007b, chapters five and seven.