پايښت (زغمل)
د ژوند په بېلا بېلو برخو کې یو څه په تلپاتي ډول د زغم وړتيا پايښت بلل کېږي. په يووېشتمه پېړۍ کې په یو ځای د ځمکې د کُرې او انساني تمدن د موجوديت وړتيا پايښت بلل کېږي. د ډېرو په باور، پايښت د چاپېريال، اقتصاد او ټولنې د تړل شويو برخو په مټ تعريفيږي. که څه هم د «پایښت» اصطلاح او استعمال يې ډېر مشهور شوی، خو د ژوند چاپېريال ويجاړېدو، ژونديو موجوداتو د تنوع له منځه تلل، اقليمي بدلون، له اندازې زيات لګښت، د نفوسو زياتېدل او په يو بند نظام کې په نامحدودې اقتصادي ودې پسې د ټولنو د لټون په رڼا کې د دې شونتيا چې انساني ټولنه به چاپيريالي پايښت تر لاسه کړي، تر شک لاندې وه او اوس هم ده.[۱][۲][۳][۴][۵]
له دې سره اړوند تصور، د «دايمي ودې» دی، کوم چې ډېر ځله د کلتور، تيکنالوژۍ د اقتصاد او سياست په برخو کې تر بحث لاندې نيول شوی دی. تلپاتې وده، د پايښت د منظم بنسټ په توګه بلل کېدای شي. زموږ د ګډ راتلونکي پر بنسټ (په ۱۹۸۷ز کې د «برونتلينډ راپور»)، دايمي وده هغه وده ده، «چې د اوسمهال غوښتنو ته ځواب ووايي، بې له دې چې د راتلونکي نسل هغه وړتياوې له ګواښ سره مخامخ کړي، د کومو تر مخې چې هغوی خپلې اړتياوې پوره کوي».[۶][۷][۸][۹]
شونې ده چې د پايښت پر لور خوځښت کې ټولنيز ګواښونه ښکېل وي، لکه: د انفرادي ژوند طريقې او اخلاقي مصرف کول. د پاېدلي ژوند د تېرولو کړنلارې کولای شي، چاپېريالي اغېزې کمې کړي، دا په دې ډول، چې له مخکې جوړ شوی چاپېريال په يو زيات پايدونکي ښار بدل شي، هغه ښار، کوم چې د دايمي حمل و نقل او د صفر درجه لګښت مېشت ځای تر څنګ د دايمي ابادۍ فن او د دايروي جريان په مرسته، له ځمکې نه د ګټې اخستنې د اداره کولو نه ملاتړ کوي.
د پايښت فلسفي او تحليلي چوکاټ، پر ډېرو بېلا بېلو برخو او څانګو تکيه کوي او له هغوی سره اړيکه لري، دې ته د پايښت علم هم ويل کېږي.[۱۰]
تعريف او عام استعمال
سمولتاريخچه
سمولپه بنسټيز ډول د پايښت معنا، د طبيعي او نويتابه منونکو سرچينو داسې کارولي دي چې خلک وکولای شي، په اوږده موده کې پر خپلو توليداتو متکي پاتې شي. د پايښت يا په الماني ژبه کې د « Nachhaltigkeit» تصور شونی دی چې « Hans Carl von Carlowitz» (۱۶۴۵-۱۷۱۴ز) ته وګرځول شي، چې دا تصور د ځنګلونو په پالنې عملي کړای شوی و. په هرحال، دا نظر، په خپله تر ډېرې پخوانې زمانې پورې رسېږي، ځکه چې ټولنې د تل لپاره د خپل چاپېريال د دې وړتيا په اړه اندېښمنې وې چې ايا دا چاپېريال کولای شي ،د اوږدې مودې لپاره د دوی پالنه وکړي. ډېريو لرغونو ټولنو، د طبيعي سرچينو د کارولو د محدودولو دود درلود، د بېلګې په ډول: د نيوزيلانډ موريان، د ساحلي بریتانوي کولمبيا امريکايان، د اندونيزيا، هندوستان او مالي اوسېدونکي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
رېښه
سمولد پايښت (sustainability) اصطلاح، له لاتيني ټکي sustinere نه اخیستل شوې (tenere، ساتل، فرعي، لاندې). د پایښت معنا ساتل، ملاتړ، حمايه کول يا زغمل هم کېدای شي.[۱۶][۱۷]
د تګلارې مفهوم
سمولد برونډلينډ کميسيون (۱۹۸۷ز)
سمولد چاپېريال او پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو له کميسيون سره يو ځای، په نوې معنا د «پايښت» د اصطلاح کارېدل هم پېل شول، چې دا کميسیون د « Brundtland Commission» په نامه هم پېژندل کېږي او په ۱۹۸۳ز کال کې جوړ شوی دی. زموږ د ګډ راتلوکي (د برونډلينډ د راپور په نامه هم پېژندل کېږي) تر مخې، پاييدونکی پرمختګ هغه دی «چې د اوسمهال غوښتنو ته ځواب ووايي، بې له دې چې د راتلونکي نسل هغه وړتياوې له ګواښ سره مخامخ کړي، د کومو تر مخې چې هغوی خپلې اړتياوې پوره کوي».[۱۸][۱۹]
په دې راپور کې راغلي دي چې: له پايېدلو نه موخه دا ده چې دا څرګنده کړي، چې چاپېريال او پرمختګ يو له بل نه، نه جلا کېدونکي (لازم او ملزوم) دي:
چاپېريال، يعنې هغه ځای چېرې چې موږ ژوند کوو او پرمختګ هغه څه دي چې موږ ټول په دې کور کې د خپل بخت د ودې کوښښ کوو. دا دواړه يو له بل نه، نه جلا کېدونکي دي. موږ ولېدل چې، د پرمختګ د يوې لارې اړتيا شته، داسې يوه لاره، چې نه يوازې په څو برخو کې د څو کلونو لپاره انساني پرمختګ وساتي، بلکې زموږ د ټولې سيارې، د اوږدې راتلونکي ساتنه وکړي. په همدې بنسټ، تلپاتې پرمختګ نه يوازې د وده کوونکو ملتونو لپاره په يوې موخې بدليږي، بلکې د صنعتي هېوادونو موخه هم ده.[۲۰]
په نورو ټکو کې، دا راپور دايمي وده نړيوال مفهوم بولي، چې چاپيرياليز او ټولنيزمسایل يو له بل سره تړي، وده کوونکو هېوادونو او هم صنعتي هېوادونو ته ځواب وايي.
د اوسمهال کارول (درې اړخونه)
سمولد ۱۹۹۰ز په لسيزه کې د پايښت يو ليد راڅرګند شو. دلته د چاپېريال له خوا د لګول شويو محدوديتونو تر څنګ د زياتې هوساينې لپاره د انسان له هيلو سره د مقابلې په نظر نه کتل کېږي، بلکې د دې هيلو د نظام د ليد له نظره چې چاپيرياليزې اندېښنې په کې شاملې وي، ورته کتل کېږي. د دې مفهوم له مخې، پايښت د دې يو له بل سره تړلو برخو يا ارکانو په مټ تعريفيږي، چې هغه دا دي: چاپيريالي، اقتصادي او ټولنيز. د دې ليد په اوومه(خامه) نسخه کې (چې «درې اړخيزه لیکه» هم بلل کېږي)، درې اړخونه يې برابر دي او موخه یې دا ده چې، د دې درېيو واړو ترمنځ توازن رامنځ ته شي. ډېرې پېچلې نسخې يې مني، چې اقتصادي اړخ يې د ټولنيز اړخ لاندې دی (په دې معنا چې اقتصاد د ټولنې برخه ده)، او په چاپيريالي اړخ کې ټولنيز او اقتصادي دواړه اړخونه محدودوي. په حقيقت کې دا درې واړه رکنونه، يو په بل پورې تړلي دي او په اوږده موده کې، هېڅ يو يې له بل پرته نه شي پاتې کېدای. څومره چې نړۍ پر مخ ځي او نظرونه وده کوي، د پايښت اصطلاح او د هغې تعريف بدلون او سمون مومي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
د ټولنيزې ودې په اړه د ۲۰۰۵ز کال نړيوالې غونډې، د تلپاتې ودې موخې په دې ډول تعريف کړې، چې هغه اقتصادي پرمختګ، ټولنيز پرمختګ او چاپيرياليز خونديتوب دی. دا ليد د «واده کيک» د نمونې په ډول ښودل کېدای شي، په کوم کې چې د دايمي ودې د اولسو موخو له منځه هره موخه ،له دې درې اړخونو نه يوه ته ځانګړې کړای شوې ده.
دې درېیواړو ستنو د پايښت د ګڼو معيارونو او تاييد د نظام لپاره د ګډ بنسټ په توګه کار کړی دی، په ځانګړي ډول د خوراک په صنعت کې. هغه معيارونه چې اوسمهال په څرګند ډول درې اړخيزې ښکته ليکې ته اشاره کوي، هغه Rainforest Alliance, Fairtrade, UTZ Certified او GLOBALG.A.P دي. د پايښت له معيارونو نه د نړيوالې عرضه کوونې بهير، په بېلا بېلو برخو کې کار اخستل کېږي، لکه: کرنه، کانونه، ځنګل پالنه او کب نيونه. د ITC د معيارونو پر بنسټ، تر زيات پوښښ لاندې توليدات کرنيز محصولات دي او له دې وروسته بيا چمتو شوي خوراکونه دي.[۲۶][۲۷]
اقتصاد د ټولنې د نظام يوه فرعي برخه ده، کوم چې بيا خپله د ژونديو د چاپيريال يو فرعي نظام دی، په همدې بنسټ په يوه برخه کې ګټه د بلې برخې زيان دی. دې ليد يو په بل کې ننوتې دايروي شکل رامنځ ته کړ (تر ټولو پورته يې) اقتصاد دی، د ټولنې په دننه کې او بيا دا د چاپېريال په داخل کې راځي.
په همدې بنسټ د پايښت ساده تعريف، کوم چې د پرمختګ مخه نيولی شي، د انسانانو د ژوند د معيار د ښه کولو لپاره په دې تعريف کې پراختيا راوستل شوې ده. په دې سره د پايښت د هغه نظر ښودنه کېږي چې حدود يې د اندازې وړ دي. له بلې خوا، پايښت د کار، د ودې په حالت کې د يوې دندې يا يو«سفر» غوښتنه ده او په همدې بنسټ، يو سياسي بهير دی چې له دې امله، د ځينو ګډو موخو تعريفونه او ارزښتونه بيانوي. د ځمکې منشور، د «پايدونکې نړيوالې ټولنې په اړه غږېږي چې طبيعيت، نړيوالو بشري حقوقو، اقتصادي عدالت او د سولې کلتور ته په کې درناوی کېږي». دا د پايښت یو زيات پېچلی انځور وړاندې کوي، چې د سياست برخې هم په کې شاملې دي. په بنسټيز ډول، پايښت د تمرکز، پاملرنې او کړنې(اقدام) د يوې لارې په مټ نه شي خوندي کېدای. د پايلو او شونتيا د ډاډمن کولو په موخه، بايد د هدف( مقصد)د بشپړ په نښه کولو له لارې وپالل شي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
سرچینې
سمول- ↑ James, Paul; with Magee, Liam; Scerri, Andy; Steger, Manfred B. (2015). Urban Sustainability in Theory and Practice: Circles of Sustainability. London: Routledge.; Kuhlman, Tom; Farrington, John (1 November 2010). "What is Sustainability?". Sustainability (په انګليسي). 2 (11): 3436–3448. doi:10.3390/su2113436.
- ↑ EPA. "Sustainability Primer" (PDF).
A sustainable approach is a systems-based approach that seeks to understand the interactions which exist among environmental, social, and economic pillars [...].
- ↑ "Google Books Ngram Viewer". books.google.com.
- ↑ State of the World 2013: Is Sustainability Still Possible? worldwatch.org
- ↑ Strong sustainable consumption governance — precondition for a degrowth path? Archived 2013-10-29 at the Wayback Machine. degrowth.org
- ↑ James, Paul (2014). Urban Sustainability in Theory and Practice. doi:10.4324/9781315765747. ISBN 978-1-315-76574-7.کينډۍ:Page needed
- ↑ United Nations General Assembly (1987) Report of the World Commission on Environment and Development: Our Common Future. Transmitted to the General Assembly as an Annex to document A/42/427 – Development and International Co-operation: Environment.
- ↑ United Nations General Assembly (20 March 1987). "Report of the World Commission on Environment and Development: Our Common Future; Transmitted to the General Assembly as an Annex to document A/42/427 – Development and International Co-operation: Environment; Our Common Future, Chapter 2: Towards Sustainable Development; Paragraph 1". United Nations General Assembly. نه اخيستل شوی 1 March 2010.
Sustainable development is development that meets the needs of the present without compromising the ability of future generations to meet their own needs. It contains within it two key concepts:
the concept of 'needs', in particular the essential needs of the world's poor, to which overriding priority should be given; and
the idea of limitations imposed by the state of technology and social organization on the environment's ability to meet present and future needs. - ↑ Kates, Robert W., ed. (2010). Readings in Sustainability Science and Technology – an introduction to the key literatures of sustainability science Archived 2014-06-05 at the Wayback Machine. CID Working Paper No. 213. Center for International Development, Harvard University. Cambridge, MA: Harvard University, December 2010.
- ↑ "Sustainability Theories". World Ocean Review. نه اخيستل شوی 20 June 2019.
The concept of 'sustainability' comes from forestry and originally meant something like: using natural resources mindfully so that the supply never runs out.
- ↑ Compare: کينډۍ:Oed The English-language word had a legal technical sense from 1835 and a resource-management connotation from 1953.
- ↑ "Hans Carl von Carlowitz and Sustainability". Environment and Society Portal. نه اخيستل شوی 20 June 2019.
- ↑ UNEP (26 April 2017). "Indigenous people and nature: a tradition of conservation". نه اخيستل شوی 30 August 2021.
- ↑ Gadgil, M.; Berkes, F. (1991). "Traditional Resource Management Systems". Resource Management and Optimization. 8: 127–141.
- ↑ کينډۍ:OEtymD
- ↑ Onions, Charles, T. (ed) (1964). The Shorter Oxford English Dictionary. Oxford: Clarendon Press. p. 2095.
- ↑ United Nations General Assembly (1987) Report of the World Commission on Environment and Development: Our Common Future. Transmitted to the General Assembly as an Annex to document A/42/427 – Development and International Co-operation: Environment.
- ↑ United Nations General Assembly (20 March 1987). "Report of the World Commission on Environment and Development: Our Common Future; Transmitted to the General Assembly as an Annex to document A/42/427 – Development and International Co-operation: Environment; Our Common Future, Chapter 2: Towards Sustainable Development; Paragraph 1". United Nations General Assembly. نه اخيستل شوی 1 March 2010.
Sustainable development is development that meets the needs of the present without compromising the ability of future generations to meet their own needs. It contains within it two key concepts:
the concept of 'needs', in particular the essential needs of the world's poor, to which overriding priority should be given; and
the idea of limitations imposed by the state of technology and social organization on the environment's ability to meet present and future needs. - ↑ United Nations General Assembly (1987) Report of the World Commission on Environment and Development: Our Common Future. Transmitted to the General Assembly as an Annex to document A/42/427 – Development and International Co-operation: Environment.
- ↑ Capra, Fritjof (25 October 2015). "The Systems View of Life: A Unifying Conception of Mind, Matter, and Life". Cosmos and History. 11 (2): 242–249. Archived from the original on 2 August 2019. نه اخيستل شوی 15 January 2022.
- ↑ EPA. "Sustainability Primer" (PDF).
A sustainable approach is a systems-based approach that seeks to understand the interactions which exist among environmental, social, and economic pillars [...].
- ↑ Impact Assessment Guidelines. EC Document No. SEC(2005) 791. European Commission. 2005.
- ↑ "What is Sustainability? - Office of Sustainability - University of Maine". Office of Sustainability (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2 سپټمبر 2021.
- ↑ Morelli, John (2011). "Environmental Sustainability: A Definition for Environmental Professionals". Journal of Environmental Sustainability. 1: 1–10. doi:10.14448/jes.01.0002.
- ↑ United Nations General Assembly (2005). 2005 World Summit Outcome, Resolution A/60/1, adopted by the General Assembly on 15 September 2005. Retrieved 17 February 2009.
- ↑ Obrecht A, Pham-Truffert M, Spehn E et al (2021): Achieving the SDGs with Biodiversity. Swiss Academies Factsheet 16 (1). https://api.swiss-academies.ch/site/assets/files/17299/sdg_factsheet_e_def.pdf
- ↑ Manning, S., Boons, F., Von Hagen, O., Reinecke, J. (2011). "National Contexts Matter: The Co-Evolution of Sustainability Standards in Global Value Chains." Ecological Economics, Forthcoming.
- ↑ Reinecke, J., Manning, S., Von Hagen, O. (2012). "The Emergence of a Standards Market: Multiplicity of Sustainability Standards in the Global Coffee Industry" Organization Studies, Forthcoming.
- ↑ SAI Platform 2010. Sustainability Indicators Archived 31 January 2012 at the Wayback Machine.. Sustainable Agricultural Initiative. Retrieved 4 September 2011.
- ↑ Alvarez, G. Sustainable Agriculture and Value networks. Lausanne, Switzerland: Latitude. Retrieved 4 October 2011.
- ↑ "The Trade Impact of Voluntary Sustainability Standards: A review of empirical evidence" (PDF).
- ↑ "Sustainability Map". www.standardsmap.org. نه اخيستل شوی 3 March 2021.