پانګوال اقتصادي نظام
د پانګوال اقتصادي نظام په اړه مختلفو اقتصاد پوهانو په مختلفو وختونو کې ډېرې څېړنې کړيدي او دا يوه خورا لويه موضوع ده او په داسې يوې کوچنۍ مقاله کې په پانګوال اقتصادي نظام هر اړخيزه څېړنه ناشونې ده خو مونږ به پدې مقاله کې د پانګوال اقتصادي نظام په پيدايښت، بنسټونو، مزاياو او په عيبونو په لنډ ډول سره بحث وکړو. د پانګوال اقتصاد نظام پيدايښت: پانګوال اقتصادي نظام په منځنيو پېړيو کې د هغو ټولنېزو او اقتصادي حاکمه ظروفو په نتېجه کې رامنځ ته شوى دى چې په اروپايي ټولنې کې يې واکمني درلوده په مادي برخه کې د اشرافو، ځمکه والو فيوډالي پاټکي واکمني درلوده او په روحاني او معنوي برخه کې د کليسا د افکارو واکمني وه ، کليسا د اشرافو طبقې په چوپړ کې قرار درلود دريمه طبقه د بزګرانو طبقه وه د دغه غبرګوني سلطې په سيوري کې د شخصي آزادۍ نارې اوچتې شوي او پدې توګه پانګوال اقتصادي نطام رامنځته کېدو ته لاره هواره شوه. د پانګوال اقتصاد نظام بنسټونه ١:د توليدي وسایلو شخصي ملکيت:پدې مانا چې پانګوال اقتصاد نظام کې تولیدي وسایل د خلکو په ملکیت کې وي او خلک کولاى شي چې د خپلې پانګې څخه په ګټه اخېستلو سره د توليد عناصر ترلاسه او د توليد په خاطر يې په کار واچوي. ٢:فردي اقتصادي آزادي: په ټولو توليدي او استهلاکي فعاليتونو کې فرد د پوره آزادۍ څخه برخمن دى دا پدې مانا چې افراد کولاى شي چې هر شي وغواړي توليد او هر شي چې وغواړي په استهلاک ورسوي. ٣:د قېمت جوړښت: دا هغه آئينه ده چې د استهلاک کونکو رغبت توليد کونکو ته منعکس کوي چې په دي سره په بازار کې په خپله توازن رامنځ ته کېږي او نه پرېږدي چې قيمتونه زيات لوړ او يا ښکته شي پدې مانا چې د تقاضا د زياتېدو په صورت کې د جنس قېمت لوړېږي او د جنس د قېمت په لوړېدو سره عرضه کونکي د نوموړي جنس عرضه زياتوي چې بالاخر د عرضې په زياتېدو سره د جنس قېمت ښکته کېږي او پدې توګه په قېمتونو کې استقرار رامنځ ته کېږي. او همدارنګه د تقاضا د کمېدو په صورت کې د جنس قېمت ښکته کېږي او د جنس د قېمت په ښکته کېدو سره د تولېدونکي د نوموړي جنس توليد راکموي او پدې توګه د نوموړي جنس قېمت په تدرېجي ډول سره لوړېږي او پدې توګه په قېمتونو کې استقرار رامنځ ته کېږي. ٤:رقابت او سيالي: په پانګوال اقتصادي نظام کې سيالي د توليد په زياتوالي او ښه والي کې ستره ونډه لري او همدارنګه د نرخونو په ټيټوالي کې هم رغنده رول لري. ٥: د دولت عدم مداخله :په پانګوال اقتصادي نظام کې دولت په بازار کې د مداخلي حق نلري او په بازار کې ټول اقتصادي فعاليتونه د عرضې او تقاضا په اساس صورت نيسي که چېرې يو جنس ته تقاضا زياته وي نو ورسره د نوموړي جنس عرضه هم زياتېږي او که يو جنس ته تقاضا کمېږي نو ورسره د نوموړي جنس عرضه هم کمېږي او پدې توګه په قېمتونو کې استقرار رامنځ ته او دولت ته د مداخلې حق نه ورکول کېږي. د پانګوال اقتصادي نظام مزاياوې: ١: د توليد په وسايلو کې شخصي ملکيت د پانګوال اقتصادي نظام يو له مزاياو څخه دى چې پدې توګه د ټولنې وګړي کولاى شي چې د توليد وسايل په خپل اختيار کې ولري او د توليد په خاطر ورڅخه ګټه واخلي. ٢: د قېمت جوړښت هم د پانګوال اقتصادي نظام د مزاياؤ څخه ګڼل کېږي چې د نرخونو په کنترول کې رغنده رول لري او نه پرېږدي چې توليدونکي او يا مصرفونکي د زيات زيان سره مخامخ شي. ٣: رقابت او سيالي هم د پانګوال اقتصادي نظام د مزاياؤ څخه دى چې د جنس د کيفيت په ښه والي او د قېمت په کنترول کې رغنده رول لوبوي. همدارنګه توليدونکي د خپل توليد د ښه والي په خاطر په کارپوهـ او د لوړ استعداد لرونکي اشخاص استخداموي چې د توليد د کيفيت په ښه والي او د توليد د مصارفو په کموالي کې مهم رول لوبوي همدارنګه ډېرى وخت توليدونکي د مصرفونکو خوښه په نظر کې نيسي او د مصرفونکو د خوښې سره سم اجناس توليدوي او بل دا چې ډېرى وخت توليد په دومره اندازه په کې صورت نيسي چې د ضايع کېدو څخه يې مخنيوى وشي مانا دا چې اکثره وخت د تقاضا په تناسب سره د اجناسو او خدماتو عرضه صورت نيسي. په پانګوال اقتصادي نظام کې د توليد کيفيت ته خاصه پاملرنه کېږي او توليدونکي ددې په خاطر چې جنس يې په بازار کې زيات مصرفونکي پيدا کړي د جنس کيفيت او د توليد مصرف ته په کې خاصه پاملرنه کېږي او کوښښ کېږي تر څو د امکان تر حده د جنس کيفيت ښه او د توليد په لګښتونو کې يې کموالى رامنځ ته کړي. البته تقريباً دا ټولې مزاياوو څخه پرمختللي هېوادونه زياته ګټه پورته کوي او هغه وګړي چې زياته پانګه ولري او د ټولنې غريبې طبقې يې د خورا زياتو کړاوونو سره مخامخ کړي دي. د پانګوال اقتصادي نظام نیمګړتیاوې پانګوال اقتصادي نظام کې پانګوال ټولنېزې ګټې په نظر کې نه نيسي ځکه چې د پانګوال يواځنى هدف يې د ډېرې ګټې لاسته راوړل دي،همدارنګه د ټولنيز عدالت په ټينګښت کې ددغه نظام پاتې راتلل يو څرګند حقېقت دى، په پانګوال اقتصادي نظام کې ځينې وخت تولېدي ګډوډي شتون لري او توليدي ګډوډي ددې باعث ګرځي چې د اقتصادي پرمختیا زيات فرصتونه له لاسه ورکړل شي دا ځکه چې ډېرې توليدي موسسې دداسې سامان آلاتو په توليد کې سره سيالي کوي چې د خلکو مخه ورته زياته وي خو د توليد اهدافو په لوري يې توجه ډېره نه وي، د مزدور د اجورې په ټاکنه کې انساني عاطفه او زړه سوى په نظر کې نه نېول کېږي او په مزدور هم د عرضي او تقاضا قانون تطبيق کېږي همدارنګه دغه نظام د اقتصادي استقرار د نابودۍ لامل ګرځي ځکه چې دوراني اقتصادي ستونزې د دغه نظام له ځانګړتياوو څخه دي. په پانګوال اقتصادي نظام کې که څه هم د جنس کيفيت ته زياته پاملرنه کېږي خو توليدونکى يوازې او يوازې د خپلې ګټې په فکر کې وي او ملي اقتصاد پرمختيا ته هيڅ پاملرنه نه کوي يوازې په هغه سکتور کې پانګه اچونه کوي چې پانګوال په کې خپله ګټه ويني او عامه ګټو ته په کې هيڅ پاملرنه نه کېږي. همدارنګه په پانګه وال اقتصادي نظام کې په ډېره اندازه احتکار رامنځ ته کېږي چې پدې توګه پانګوال او سوداګر پدې هڅه کې وي ترڅو د جنس قېمت د امکان تر حده لوړ وساتي او پدې توګه په زياته اندازه سره ګټه ترلاسه کړي چې ښه بېلګه يې په تېر ژمي کې د تېلو مسئله وه او کله چې د اېران دولت افغانستان ته د تېلو په صادرولو باندې بنديز وګاوه نو داخلي سوداګرو هم د تېلو په احتکار لاس پورې کړ ترڅو د قېمتونو د لوړوالي څخه پوره ګټه پورته کړي همدارنګه د غذايي مواد او نورو توکو د قېمتونو د لوړېدو سره سوداګر د قېمتونو د لا لوړېدو په خاطر د توکو په احتکار لاس پورې کوي او د آزاد بازار د پاليسۍ مطابق دولت ددې اجازه نلري چې د سوداګرو مالونه په زور سره بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي او پدې برخه کې د غريبو وګړو اړتياو او ژوند ته پاملرنه کېږي. همدارنګه په پانګوال اقتصادي نظام کې په زياته اندازه سره رشوت خوري او فساد رامنځ ته کېږي دا پدې مانا چې توليدونکي د جنس توليد ځينې وخت په معياري ډول سره نه تر سره کوي او د دولتي ادارو لخوا د نوموړي جنس د کيفيت د ارزونې په وخت کې توليدونکي د کيفيت ارزونې ډلې ته رشوت ورکوي تر څو نوموړى جنس د معيار سره سم وښيي چې دا کار په ځينو هېوادونو کې معمولاُ په وروسته پاتې هېوادونو کې په زياته اندازه سره لېدل کېږي. پانګوال اقتصادي نظام د غېر اخلاقي کارونو په ترسره کولو او د فحاشي په خپرولو کې هم ډېر وړاندې دى او د غېر اخلاقي فلمونو،عکسونو او نور کاروبار کې اکثره پانګوال زياتې پيسې مصرفوي ترڅو د خرڅلاو څخه يې زياتې پيسې ترلاسه کړي چې دا کار هم په غربي هېوادونو کې په زياته اندازه سره لېدل کېږي. سود چې په ټولنه کې د خلکو په اوږو د زيات بوج سبب ګرځي د پانګوال اقتصادي نظام زېږنده ده او نوموړی نظام په سود چلېږي او تقريباً په هر کاروبار کې د سود څخه ګټه اخېستل کېږي چې بالاخره تاثير يې په قېمتونو کې په ښکاره ډول سره څرګندېږي او د ټولنې غريب وګړي د ډېرو ستونزو سره مخامخ کوي. په پانګوال اقتصادي نظام کې د انسان په نسبت پانګې ته زيات اهميت ورکول کېږي او د ټولنې ټولې مزاياوې د پانګوال په لاس کې وي او غريب وګړې د يوې وسېلې په توګه استعمالېږي نه ورته کافي معاش ورکول کېږياو نه هم په غريبو وګړو زړه سوى شتون لري. په ټولنو کې د غريبو او پانګوالو وګړو ترمنځ د ژوند په هر اړخ کې د واټن ډېرېدل هم د پانګوال اقتصادي نظام زېږنده ده او دا واټن ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال کې دی چې دا هم په خپل وار سره د ټولنې د خرابېدو لامل ګرځي دا ځکه چې د ټولنې غريبه طبقه په ژوند کې د مايوسۍ سره مخامخ کېږي او د خپل ژوند د ښه والي په خاطر په ټولنه کې په داسې کارونو لاس پورې کوي چې بالاخره د ټولنې د بربادۍ لامل ګرځي لکه غلاوي، ترور، چوراوچپاول،قاچاق او نور. په نړۍ کي د بې عدالتۍ، ظلم، مايوسۍ ... د رامنځ ته کېدو يواځېنى علت د پانګوال اقتصادي نظام شتون ګڼلى شو ځکه چې په پانګوال اقتصادي نظام کې د عايد غير عادلانه وېش رامنځ ته کېږي د پانګوال او د ټولنې د عادي وګړو ترمنځ واټن ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال کې وي چي دا هم د بې عدالتۍ، ظلم، مايوسۍ او ... ناحوالو د رامنځ ته کېدو لامل ګڼلى شو. چې دا حالت نه يوازې د هېوادونو په داخل کې لېدل کېږي بلکه د په نړېواله کچه هم د هېوادونو ترمنځ بې عدالتي، ظلم ، چورچپاول ... لېدل کېږي چې علت يې په نړېواله کچه د پانګوال اقتصادي نظام شتون په ګوته کولاى شو. په نړۍ کې اوسني کړکېچن حالت هم د پانګوال اقتصادي نظام زېږنده ده او پانګوال هېوادونه د غريبو هېوادو د زېرمو او موادو څخه د ګټه اخېستنې په منظور په مختلفو بهانو سره غريب او بې وزله هېوادونه لاندې کوي او د ډېموکراسۍ، بيان آزادي، بشر حقوق او نورو غولونکو شعارونو سره په نوموړو هېوادونو کې د خپلې خوښې حکومتونه رامنځ ته کوي تر څو منابع يې په خپله ګټه استعمال کړي چې دا حالت همدا اوس عملاً په نړۍ کې لېدل کېږي. پانګوال اقتصادي نظام په نړېواله سطحه هم د هېوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د توپير د زياتېدو لامل ګرځېدلاى او همدا توپير ددې لامل ګرځېدلاى دى چې پرمختللي هېوادونه غريب او وروسته پاتې هېوادونه تر خپل نفوذ لاندې وساتي ،پرمختللو هېوادونو ته د غريبو هېوادونو د وګړو مهاجرت لړۍ هم د پانګوال اقتصادي نظام زېږنده ده چې دا بيا په خپل وار سره د پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونو لپاره يوه بله ستونزه ده او پدې توګه ماهر او باتجربه وګړي د پرمختيايي هېوادونو څخه د تېښتې په حال کې دي. په نړېواله سطحه د اقتصادي بحران رامنځ ته کېدلو يو لامل هم سود دى چې په شتمنو هېوادونو کې يې زياتې ستونزې رامنځ ته کړي او له ۲۰۰۸ کال څخه وروسته په نوموړو هېوادونو کې په لسګونه بانکونه وتړل شول خو له نېکه مرغه په اسلامي بانکدارۍ يې هيڅ اغېزه ونکړه ځکه چې په اسلامي بانکدارۍ کې سود په کلي توګه حرام دى او په نوموړو بانکونو کې د سود کاروبار شتون نه لري چې دې کار په خپل وار سره ځينې غربي هېوادونه هم دې ته وادار کړل ترڅو په امتحاني توګه د اسلامي بانکدارۍ څخه ګټه واخلي. همدارنګه په پانګوال اقتصادي نظام کې د توليد د خرڅلاو او زياتې ګټې د ترلاسه کولو په خاطر توليد ته د بازارموندنې په خاطر په زياته اندازه سره لګښت صورت نيسي او د ځينو توليداتو بسته بندي هم د زيات لګښت غوښتنه کوي چې د بازارموندنې دغه لګښت په خپل وار سره د جنس په قېمت وراضافه کېږي او ورسره د جنس قېمت لوړېږي چې بالاخره يې جبران د ټولنې وګړي ورکوي. افغانستان هم چې د پانګوال اقتصادي نظام درلودونکى هېواد دى چې دا ټولې ستونزې دلته هم لېدل کېږي د غريبو او پانګوالو ترمنځ فاصله ورځ په ورځ زياتېږي،د احتکار له وجې قېمتونه د لوړېدو په حال کې دي، د بې کارۍ سطح لوړېږي، د پانګوالو او غریبو ترمنځ هر اړخیز واټن د زیاتېدو په حال کې دی.... او د قېمتونو د لوړېدو په صورت کې دولتي لوړپوړي چارواکي د آزاد بازار د قوانينو مطابق په بازار کې د نه مداخلي خبرې کوي او پدې توګه د ټولنې غريب وګړي د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په لنډ ډول ويلاى شو، لکه چې د نوم څخه يې څرګندېږي (پانګوال اقتصادي نظام) پدې نظام کې يواځېني څېزونه چې حاکميت لري هغه پانګه او پانګوال دى پدې نظام کې پانګه او پانګوال هر څه کولاى شي هم حکومت کولاى شي هم قانون جوړولى شي هم قېمت ټاکلي شي هم توليد کولاى شي او هم ... په پانګوال اقتصادي نظام کې د خلکو حرص د پانګې د لاسته راوړلو په خاطر زياتېږي او پدې توګه د مختلفو لارو چارو څخه په ګټې اخېستې سره د پانګې په لاسته راوړلو لاس پورې کوي چې پدې توګه وېلاى شو چې هم د هېوادونو په داخل او هم د هېوادونو ترمنځ د کړکېچ يواځېنى لامل په نړېواله سطحه د پانګوال اقتصادي نظام موجوديت دى. او نړۍ يې د يو کشمکش او وګړي يې (په ځانګړي توګه د پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونو وګړي) د بدبختۍ او ذلالت په لور روان کړي دي. نو پدې هيله چې په نړۍ کې دغه د ظلم نظام په نږدې راتلونکې کې له منځه ولاړ شي او پرځاى يې يو سوچه اسلامي اقتصادي نظام رامنځ ته شي ترڅو ټولنې د بدبختۍ څخه خلاصون پیدا کړي او د نېکمرغۍ په لوري ګام پورته کړي.