پاملرنه یا توجه او فکري تمرکز (Attention) د معلوماتو پر یوه جلا اړخ، هغه که ذهني وي او که عیني، د انتخابي تمرکز کولو سلوکي او ذهني بهیر دی چې پر مهال یې نور د درک او پوهېدو وړ معلومات له پامه غورځول کېږي. ویلیم جیمز (۱۸۹۰) لیکي چې "پاملرنه یا توجه له څو هم‌مهاله لیدل کېدونکو ممکنه څیزونو یا د فکر له لړیو څخه د یوې برخې لپاره په روښانه او واضح بڼه د ذهن قبضه کول یا راخپلول دي. فکري تمرکز او شعور یې اصلي جوهر دی." پاملرنه همدا راز د ذهني بهیر د محدودو سرچینو د تخصیص په توګه هم تشریح شوې ده. پاملرنه په هره ثانیه کې د دماغ له خوا د پروسس کېدونکو معلوماتو د اندازې له پلوه، د یوې ذهني باریکۍ یا محدودیت له لارې څرګندېږي. د مثال په توګه، د انسان د لید په برخه کې، تر ۱٪ څخه لږ داخل شوي معلومات (شاوخوا یو میګابایټ په یوه ثانیه کې) کېدای شي دغې باریکۍ ته ننوځي، چې په غیرارادي توګه د توجه له منځه تللو (inattentional blindness) لامل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵] پاملرنه په زده‌کړو، ارواپوهنه، عصبي علومو، ذهني یا ادراکي عصبي علومو، او عصبي ارواپوهنه کې د څېړنو یوه مهمه برخه ده. د فعالې څېړنې په برخو کې د هغو حسي اشارو او سیګنالونو د سرچینې ټاکل شامل دي، چې پاملرنه رامنځته کوي. د حسي نیورونونو د عصبي حجرو د تنظیم پر ځانګړنو د دغو حسي اشارو او سیګنالونو اغېزې، او د پاملرنې او نورو سلوکي او ذهني پروسو ترمنځ اړیکې، چې کاري حافظه او رواني څارنه او هوښیاري پکې راځي، هم پکې شاملېږي. د څېړنې یوه نسبتا نوې څانګه، چې د رواني ناروغیو په برخه کې د پخوانیو څېړنو پراختیا ده، له تروماتیکو دماغي ضربو یا صدمو سره تړلو تشخیصي نښو نښانو او پر پاملرنه یې د اغېزو څېړنه کوي. پاملرنه همدا راز په بېلابېلو کلتورونو کې هم توپیر لري.[۶] د پاملرنې او شعور ترمنځ اړیکه هم دومره پېچلې ده چې دایمي فلسفي سپړنې یې توجیه کړې دي. دا ډول سپړنې هم له پخوا راهیسې په پرله پسې توګه مهمې ګڼل کېږي، ځکه کولی شي د رواني روغتیا او شعوري ګډوډیو له مطالعې څخه رانیولې تر مصنوعي هوش او د هغه تر څېړنیزې ساحې پورې پر بېلابېلو برخو خپلې اغېزې ولري.

معاصر تعریف او څېړنې سمول

مخکې له دې چې ارواپوهنه د یوې علمي څانګې په توګه رامنځته شي، پاملرنه د فلسفې په ډګر کې لوستل کېده. همدا لامل دی چې د پاملرنې په ساحه کې ډېری اکتشافات د فیلسوفانو لوري شوي دي. ارواپوه جان بي واټسون، هسپانوی عالم جووان لویس ویوز د عصري ارواپوهنې پلار بولي ځکه نوموړي په خپل کتاب De Anima et Vita (روح او ژوند) کې، په لومړي ځل د تجربي څېړنو اهمیت تشخیص کړی. د حافظې په اړه د هغه په ​​​​اثر کې، ویوز وموندله چې هرڅومره محرکاتو ته ډېره توجه کوو، همغومره په ښه توګه حفظ کېږي.[۷]

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې، ارواپوهانو د پوزیټرون خپرولو ټوموګرافي یا سکن (PET) او وروسته د فعالې مقناطیسي رېږدېدا تصویر ایستنې یا اېف-اېم‌آر‌آی (fMRI) کارول پیل کړل ترڅو د پاملرنې یا توجه اړوند کارونو باندې د څارنې پر مهال د دماغ انځور واخلي. دا چې دغه ګرانبیه تجهیزات عموما یوازې په روغتونونو کې وو، ارواپوهان له نیورولوژستانو یا عصبي متخصصینو سره د ګډ کار کولو یا همکارۍ په هڅه کې شول. ارواپوه مایکل پوسنر (چې د لیدو اړوند انتخابي پاملرنې په برخه کې د خپلو اغېزناکو کارونو له کبله مشهور و) او نیورولوژیست مارکوس ریچل د انتخابي پاملرنې په برخه کې د دماغ د تصویر ایستلو اړوند څېړنو کې مخکښ شول. د دوی د څېړنو پایلو د عصبي علومو د پوهانو لېوالتیا جلب کړه، چې تر هغه وخته یې یوازې د شادي یا بیزوګانو پر مغزونو تمرکز درلود. د دغو ټیکنالوژیکي نوښتونو له پراختیا سره، د عصبي علومو پوهانو له دا ډول څېړنو سره لېوالتیا پیدا کړه، چې پکې د دماغ د تصویر اخیستلو له دغو نوو تخنیکونو سره د ذهني یا ادراکي ارواپوهنې پېچلي او پرمختللې تجربي نمونې یو ځای کېږي. که څه هم د الیکټرو-انسفالوګرافي (EEG) یا د مغز برېښنایي فعالیت اندازه کولو زوړ تخنیک، چې د انتخابي پاملرنې زمینه یې برابروله، د دماغ د فعالیت مطالعه کولو لپاره له پخوا راهیسې د ادراکي ارواپوهانو لخوا کارېده، خو په دماغ کې دننه د دقیق ځايي فعالیت اندازه کولو لپاره د دغو نوو تخنیکونو وړتیا او توانایي د ډېرو څېړونکو د بیا لېوالتیا لامل شوه. د دا ډول عصبي تصویر اخیستنې اړوند مخ پر ودې څېړنو د فرنټوپیریټل پاملرنې یوه شبکه پېژندلې ده چې ښکاري د پاملرنې د کنټرول مسؤولیت به لري.[۸][۹]

هم‌مهاله پاملرنه سمول

هم‌مهاله پاملرنه په یوه وخت کې ډېرو فعالیتونو ته پرله پسې او بې وقفې پاملرنه ده. یو بل کلتوري تمرین چې د هم‌مهاله پاملرنې له ستراتیژیو سره تړاو لري د یوې ډلې دننه همغږي ده. په سان پیډرو ښارګوټي کې د بومي میراث کوچنيان او د هغوی پالونکي لیدل شوي چې په پرله پسې ډول خپل فعالیتونه د یوې ډلې له نورو غړو سره د هم‌مهاله پاملرنې له ماډل سره په موازي بڼو همغږي کوي، په داسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د منځنۍ کچې اروپايي-نسله کورنۍ د پېښو ترمنځ وړاندې-وروسته کېږي. څېړنې دې پایلې ته رسیدلې چې هغه ماشومان چې له بومي امریکايي ریښو سره نږدې اړیکې لري، پراخو او ځیرکو کتونکو ته خورا زیات تمایل لري. او دا د پاملرنې په مدیریت کې د یوه کلک کلتوري توپیر ښکارندویي کوي.[۱۰]

هم‌مهاله پاملرنه هغه پاملرنه ده چې پر یوه وخت ګڼو پېښو ته په توجه کولو سره پېژندل کېږي. هم‌مهاله پاملرنه په بومي ټولنو کې د هغو ماشومانو په وسیله ښودل کېږي، چې خپل چاپېریال ته د همدغه ډول پاملرنې په کولو سره زده‌کړه کوي. د هم‌مهاله پاملرنې شتون په هغو طریقو کې روښانه کېږي چې پکې د بومي بګرونډ لرونکي ماشومان هم د دوی له شاوخوا او هم نورو اشخاصو سره تعامل کوي. دا پر ډېرو هم‌مهاله فعالیتونو یا پېښو تمرکز کولو ته اړتیا لري، خو په یوه وخت د څو کارونو له کولو (multitasking) څخه توپیر لري، چې پکې د ګڼو فعالیتونو ترمنځ د توجه او تمرکز په بدلون سره مشخصېږي او یو فعالیت پکې د بل فعالیت له کولو مخکې درېږي.[۱۱]

د پاملرنې د ډولونو لپاره نور توضیحات سمول

پاملرنه په ټولنیز ماحول کې سمول

ټولنیزه پاملرنه د پاملرنې یو ځانګړی ډول دی، چې په یوه ټولنیز چاپېریال کې د محدودو پروسس کوونکو سرچینو تخصیص یا ځانګړي کول پکې شامل دي. د ټولنیزې پاملرنې په اړه پخوانۍ څېړنې ډېری پر دې موضوع بحث کوي چې پاملرنه څه ډول د اړوندو ټولنیزو محرکاتو لکه د نورو اشخاصو مخونو او د دوی د ځیر کتلو لورو یا جهتونو ته وراوړي. نورو ته د توجه خلاف، ځینو څېړنو بیا ښودلې چې په ځان پورې اړوند معلومات لکه خپل مخ او نوم په اوتومات ډول پاملرنه راجلبوي او له نورو سره د اړوندو معلوماتو په پرتله یې پروسس ته لومړیتوب ورکول کېږي. نورو ته د توجه او ځان ته د توجه یا پاملرنې ترمنځ دا متضادې اغېزې په یوه وروستۍ تحلیلي مقاله کې د یوه ترکیبي لید لامل شوې چې وایي ټولنیزه پاملرنه د دوو قطبي حالتونو په توګه کار کوي: په یوه خورا سخت حالت کې فرد تمایل لري چې د نورو پر ځای یې پام خپل ځان ته وي او له ځان سره اړوندو معلوماتو ته لومړیتوب ورکوي؛ او په بل اړخ کې، پاملرنه نورو اشخاصو ته اوړي ترڅو د دوی ارادې او غوښتنې معلومې کړي. ځان ته پاملرنه او نورو ته پاملرنه د ټولنیزې پاملرنې د یوه تړلي منظر دوه سرونه په ګوته کوي. په یوه مشخص رفتاري ماحول کې هغه میکانیزمونه چې دا دوه قطبونه د بنسټ په توګه ږدي، ښایي له یو بل سره تعامل او سیالي وکړي ترڅو د ټولنیزې توجه برجسته نقشه مشخصه او موږ هماغه لوري ته ورواړوي. د دغو دوو رفتاري یا چلندي او ذهني پروسو تر منځ غیر متوازنه سیالي د ذهني اختلالاتو او عصبي علایمو لکه د ځان‌پال منظر (autism spectrum) اختلالات او ویلیم سنډروم علایمو (Williams syndrome) لامل شي.[۱۲][۱۳][۱۴]

سرچینې سمول

  1. James W (1890). The Principles of Psychology. 1. New York: Henry Holt. د کتاب پاڼي 403–404. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Anderson JR (2004). Cognitive Psychology and Its Implications (الطبعة 6th). Worth Publishers. د کتاب پاڼې 519. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7167-0110-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Zhaoping L (2014). Understanding vision: theory, models, and data. United Kingdom: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199564668. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Goldstein EB (2011). Cognitive Psychology: connecting mind, research, and everyday experience. Cengage Learning. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-285-76388-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Chabris CF, Simons DJ (2010). The Invisible Gorilla and Other Ways Our Intuitions Deceive Us. New York: Crown. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Chavajay P, Rogoff B (July 1999). "Cultural variation in management of attention by children and their caregivers". Developmental Psychology. 35 (4): 1079–90. doi:10.1037/0012-1649.35.4.1079. PMID 10442876. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Johnson A (2004). Attention: Theory and Practice. Thousand Oaks, CA: SAGE Publications. د کتاب پاڼي 1–24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7619-2760-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Positron Emission Tomography". The MIT Encyclopedia of the Cognitive Sciences. (1999). MIT Press. 
  9. Scolari M, Seidl-Rathkopf KN, Kastner S (February 2015). "Functions of the human frontoparietal attention network: Evidence from neuroimaging". Current Opinion in Behavioral Sciences. 1: 32–39. doi:10.1016/j.cobeha.2014.08.003. PMC 4936532. PMID 27398396. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jonides J (1983). "Further towards a model of the mind's eye's movement" (PDF). Bulletin of the Psychonomic Society. 21 (4): 247–50. doi:10.3758/bf03334699. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Eriksen CW, Hoffman JE (1972). "Temporal and spatial characteristics of selective encoding from visual displays". Perception & Psychophysics. 12 (2B): 201–4. doi:10.3758/BF03212870. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Klein JT, Shepherd SV, Platt ML (November 2009). "Social attention and the brain". Current Biology. 19 (20): R958–62. doi:10.1016/j.cub.2009.08.010. PMC 3387539. PMID 19889376. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Humphreys GW, Sui J (2016). "Attentional control and the self: The Self-Attention Network (SAN)". Cognitive Neuroscience. 7 (1–4): 5–17. doi:10.1080/17588928.2015.1044427. PMID 25945926. S2CID 52867757. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kuang S (2016). "Two Polarities of Attention in Social Contexts: From Attending-to-Others to Attending-to-Self". Frontiers in Psychology. 7: 63. doi:10.3389/fpsyg.2016.00063. PMC 4734343. PMID 26869965. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)