پاسپورټ د سفر رسمي سند دی چې دیوحکومت له لوري صادیریږي اود ورکړل شوي شخص هویت پکښې شامل وي. دا خپل لرونکی ته اجازه ورکوي چې بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړي او په بهر کې قونسلګرۍ مرستې ته لاسرسی ومومي. پاسپورټ دخپل خاوند شخصي هویت او تابعیت تصدیق کوي. معیاري پاسپورټونه د پاسپورټ بشپړ نوم، عکس، ځای، د زیږون نیټه، لاسلیک، او د پاسپورټ دپای ته رسېدو نیټه لري. پداسې حال کې چې پاسپورټونه معمولا د ملي حکومتونو لخوا صادریږي، ځینې سیمه ایز حکومتونه هم[lower-alpha ۱] اجازه لري چې هغه اتباعو ته پاسپورت ورکړي کوم چې د دوی په پولو کې اوسیږي.

د هالنډ ،نیپال، پولنډ، او د چین د خلکو جمهوریت عادي پاسپورټونه

ډیری هیوادونه بایومټریک پاسپورټونه صادروي (یایې هم د صادرولو پلان لري) چې یو ایمبیډ شوي مایکروچپ لري، یاد پاسپورټونه د ماشین لوستلو وړ او د جعل کولو لپاره ستونزمن وي. [۱] د۲۰۱۹ په جنوري کي دبرېښنايي پاسپورټونو د صادرولو په برخه کې تر ۱۵۰ زیاتې ادارې موجودي وې، چي مخکې صادر شوي غیر بایومیټریک اود لوستلو وړ پاسپورټونه معمولا د دوی د پای نیټې پورې اعتبار لري.

د دوبۍ نړیوال هوایی ډګر کې د پاسپورټ کنټرول

تاریخ سمول

په پخوانیو زمانوکي دپاسپورټ پرځای په عمومي توګه کاغذونه استعمالېدل اوددغه کاغذونو ترټولو پخوانی تاریخ ترمیلاد ۴۵۰ کاله مخکي نېټې ته رسیږي چي ددې ثبوت په یوشمېر تاریخي کتابونوکي هم راغلی دی .


  1. Cane, P; Conaghan, J (2008). The New Oxford Companion to Law. London: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199290543. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)