پارلماني مبارزه

پارلماني مبارزه د سياسي مبارزې يو ديموكراتيك شكل دى. سياسي گوندونه د پارلماني مبارزې له لارې د خپلو هغه نماينده گانو په وسيله چې په پارلمان كې يې لري، ملت ته د حاكمو او استعمارگرو طبقو خيانتونه په ډاگه كوي او ددې لارې نه كوښښ كوي چې د ولس په ملاتړ او د دوى د مستقيمو رايو په واسطه پارلمان ته خپل ډير نماينده گان وليږي او د وخت حكومتونه او دولتونه ولس ته د دوى د حقوقو په وركولو مجبور كړي او په دې ډول قدرت ملت ته وليږدوي. ديكتاتوري، ټوټاليټر، اتوكرات، ارستوكرات او ټول افراطي گوندونه په پارلماني مبارزه عقيده نه لري او په دې ډول د ولس د واكمنۍ نه منكر دي.