پارلماني نظام یا پارلماني دیموکراسي د ولس واکو دولتونو (یا د هغه تر واک لاندې بنسټونو) هغه سیسټم دی چېرې چې اجرائیه ځواک خپل ولسي او دیموکراتیک مشروعیت د خپلو وړتیاوو له مخې له مقننې قوې یا په عام ډول له پارلمان څخه د (باور) په ترلاسه کولو سره لاسته راوړي او هغو ته ځواب ویونکی هم وي. په پارلماني نظام کې د دولت او حکومت مشران په معمول ډول یو کس نه وي. دا د ولسمشریز نظام پر خلاف ده، چېرې چې د دولت مشر د حکومت مشر هم دی، تر ټولو مهمه هم دا چې اجرائیه ځواک خپل دیموکراتیک مشروعیت له مقننه ځواک څخه نه ترلاسه کوي.

د بېلابېلو حکومتي غونډالونو کيله
مشروطه شاهي په کوم کې چې واک پارلمان ته سپارل شوي دی.
پارلماني جمهوريت چېرته چې پارلمان د دولت په ډېرو لوړپوړو چارواکو برلاسی دی.
Parliamentary republics with an executive president elected by and responsible to a parliament.

د پارلماني نظام لرونکي هېوادونه کېدای شي، مشروطه شاهي نظام ولري، چېرې چې پاچا د دولت د مشر په توګه وي او د حکومت مشر تر ډېره د پارلمان غړی وي، یا پارلماني جمهوریت چې ولمسشر یوازې په تشریفاتي بڼه د دولت په سر کې ځای لري، په داسې حال کې چې د حکومت مشر په معمول ډول د مقننې قوې له لوري وي. په یو شمېر لږ پارلماني جمهوریتونو کې د حکومت مشر، ولسمشر هم وي، خو د پارلمان له خوا ټاکل کېږي او هغو ته ځواب ویونکی هم وي. په دوو جرګو لرونکو پارلماني هېوادونو کې د حکومت مشر په عمومي ډول، نه د تل لپاره، د ولسي جرګې یا د استازو د جرګې غړی وي.

پارلماني حاکمیت په اروپا کې د حکومتولۍ تر ټولو غالب ډول دی، چې له ۵۰ خپلواکو هېوادونو څخه یې ۳۲ پارلماني نظام لري. په اقیانوسیې او کارابین سیمه کې دود دی، چې د کارابین له ۱۳ ټاپويي دولتونو څخه ۱۰ یې پارلماني دي. د نړۍ په نورو برخو کې بیا پارلماني نظامونه لږ دود دي، خو په ټولو لویو وچو کې شتون لري، تر ډېره د بریتانوي سترواکۍ په پخوانیو مستعمرو کې چې د ویسټ مېنسټر نظام په نامه ځانګړی ډول پارلماني سیسټم لري.

ډولونه

د دیموکراسۍ اړوند پوهان، لکه: آرند لیفارت پارلماني دیموکراسۍ دوه ډوله بولي: ویسټ مېنسټر او اجماعي(توافقي) نظامونه[۱]

ویسټ مېنسټر نظام(سیسټم)

  • ویسټ مېنسټر سیسټم په معمول ډول په مشترک المنافع(کامن ویلت) هېوادونو او هغو هېوادونو کې چې د بریتانوي سیاسي کلتور تر اغېز لاندې و، لیدل کېږي. په دغه ډول پارلمانونو کې تر ډېره له مخالفو بحثونو سره لېوالتیا ښوول کېږي او عمومي غونډو ته د کمېټو د غونډو په پرتله ډېر اهمیت ورکول کېږي. په دغه موډل کې یو شمېر پارلمانونه لکه: په بریتانیا، کاناډا او مالیزیا کې د اکثریت رایو سیسټم (یعنې د لومړۍ کس سیسټم) له مخې ټاکل کېږي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور، لکه: آیرلنډ او نیوزلنډ یې د تناسبي استازولۍ پر بنسټ ټاکي. د اسټرالیا د استازو جرګه د بدیلې رایې (instant-runoff voting) په سیسټم ټاکل کېږي، په داسې حال کې چې سنا یې بیا د لېږدېدونکې یوې رایې سیسټم (single transferable vote) له مخې ټاکل کېږي.[۲][۳][۴]

اجماعي(توافقي نظام )سیسټم

  • په لویدیځ اروپايي پارلماني ماډل کې (لکه: د هسپانیې او جرمني) لېوالتیا ښوول کېږي چې تر ډېره د بحث او نظراتو د تبادل سیسټم ولري، چې په معمول ډول د بحث کولو په موخه نیمه ګرد تالارونه لري. په اجماعي سیسټمونو کې د ویسټ مېنسټر ډول پارلمانونو په پرتله تر ډېره هڅه کېږي چې د ګوندونو د پرانیستي نوملړ لرلو سره د تناسبي استازولۍ څخه کار واخیستل شي. په دغه ډول پارلمانونو کې د کمېټې غونډې له عمومي هغو ډېرې مهمې دي. د یو شمېر لویدیځو اروپايي هېوادونو (لکه: هالنډ، لوکزامبورګ او سویډن) پارلمانونه د قواوو ترمنځ د جلاتوب په موخه له دوه ګوني توب (dualism) نه کار اخلي. په هغو هېوادونو کې چې له دغه سیسټم څخه ګټنه کوي، هغه د پارلمان غړي چې د وزیرانو په توګه ټاکل کېږي، باید په پارلمان کې له خپلې چوکۍ استعفا ورکړي. د دغو هېوادونو وزیران په فعالانه ډول په پارلماني بحثونو کې ونډه اخلي، خو د رایې ورکولو حق نه لري.

د حکومت د مشرتابه ټاکلو ټاکنې

د پارلماني نظام اجرا کېدلای شي، د لومړي وزیر یا حکومت د ټاکلو په برخه کې چې آیا د پارلمان له خوا تصویب ته اړتیا لري او یا هم یوازې د هغو د نه منلو په حالت کې اړتیا پیښېږي، توپیر لري. یو شمېر هېوادونه ،لکه: هند له لومړي وزیر نه غواړي چې د مقننې قوې غړی واوسي، په داسې حال کې چې دغه چاره په نورو هېوادونو کې یوازې د یو عرف په توګه پاتې شوې.

  • د دولت رئیس په پارلمان کې په واک کې له اکثریت ډلې څخه لومړی وزیر ټاکي.
  • په داسې حال کې چې د ویسټ منېسټر تر سیسټم لاندې هېوادونو کې (اسټرالیا، کاناډا، مالیزیا، نیوزلنډ او بریتانیا په کې شاملېږي) لومړی وزیر په پارلمان کې د لوی ګوند مشر وي، له تخنیکي پلوه د لومړي وزیر ټاکل یوه امتیازي چاره ده چې د پاچا، ګورنرجنرال او یا هم ولسمشر له خوا ترسره کېږي.
  • د دولت رئیس لومړی وزیر ټاکي چې باید په ټاکلي مهال کې د باور رایه ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه: ایټالیا، تایلنډ.
  • د دولت رئیس په پارلمان کې د اکثریت چوکیو لرونکي سیاسي ګوند مشر د لومړي وزیر په توګه ټاکي.
  • د بېلګې په توګه: په یونان کې که چېرې هېڅ یو ګوند اکثریت په واک کې و نه لري، د هغه ګوند مشر ته چې له نورو زیاتې چوکۍ لري، درې ورځې وخت ورکول کېږي چې په دغه مهال کې د پارلمان د باور رایه ترلاسه کړي. که چېرې وه نه شي کولای، د دویمو زیاتو چوکیو لرونکي ګوند مشر ته وخت ورکول، څو دغه چاره ترسره کړي. که چېرې هغه هم وه نه شي کولای، د درېیم مخکښ ګوند مشر ته وخت ورکول کېږي او همدارنګه نورو ته.
  • د دولت رئیس د لومړي وزارت چوکۍ لپاره نوماند ټاکي، چې باید د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کېدو وړاندې د پارلمان باور رایه ترلاسه کړي.
  • د بېلګې په توګه: په هسپانیه کې، چېرې چې پاچا د تصویب په موخه کانګرس ته وړاندیز لېږي. جرمني چې د جرمني د اساسي قانون له مخې بوندستاګ (د جرمني پارلمان) د فدرال ولسمشر له خوا وړاندې شوي نوماند ته رایه ورکوي.
  • پارلمان د لومړي وزرات چوکۍ لپاره نوماند ټاکي او ولسمشر د اساسي قانون له مخې مکلف دی، هغه د لومړي وزیر په توګه وټاکي.
  • د نمونې په توګه: په جاپان کې، چېرې چې سترواک د جاپان د پارلمان له خوا د لومړي وزارت لپاره نوماند د لومړي وزیر په توګه ټاکي. په آیرلنډ کې چې د آیرلنډ ولسمشر، لومړی وزیر (Taoiseach) د دغه هېواد د پارلمان (Dáil Éireann) له خوا له معرفي کولو وروسته ټاکي.
  • د عامه دفتر مشر (له ولسمشر او د هغه له استازو پرته) نوماند ټاکي، هغه نوماند چې که چېرې یې له پارلمان نه د باور رایه ترلاسه کړه، نو د لومړي وزارت چوکۍ خپلوي.
  • د مثال په توګه: د سویډن د حکومت د اساسنامې (۱۹۷۴ ز کال) له مخې: د حکومت د جوړلو لپاره د یوه کس د ټاکلو واک له پاچا څخه د پارلمان رئیس او خپله پارلمان ته انتقالېږي. د پارلمان مشر نوماند ټاکي، چې وروسته بیا د لومړي وزیر په توګه د پارلمان له خوا ټاکل کېږي، ان که چېرې د پارلمان مطلق اکثریت ورته رایه هم ورنه کړي (یعنې دوی ټاکل کېږي ان که چېرې د پارلمان ډېری غړي هغو ته د مثبتې رایې پر ځای منفي رایه ورکړي).
  • د خلکو په رایو سره د مستقیمو ټاکنو پر بنسټ. د نمونې په توګه: له ۱۹۹۶-۲۰۰۱ ز کال پورې اسرائیل، چېرې چې لومړی وزیر د عمومي ټاکنو له مخې د هغو سیاسي اړیکو ته له پام پرته ټاکل کېږي، چې دغه ډول کړنلاره کېدلای شي، د نیمه پارلماني نظام په توګه وبلل شي.[۵][۶]

سرچینې

  1. Lijphart, Arend (1999). Patterns of democracy. New Haven: Yale University Press.
  2. Julian Go (2007). "A Globalizing Constitutionalism?, Views from the Postcolony, 1945–2000". In Arjomand, Saïd Amir (ed.). Constitutionalism and political reconstruction. Brill. pp. 92–94. ISBN 978-9004151741. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 August 2020. بياځلي په 6 June 2020.
  3. "How the Westminster Parliamentary System was exported around the World". University of Cambridge. 2 December 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 December 2013. بياځلي په 16 December 2013.
  4. Seidle, F. Leslie; Docherty, David C. (2003). Reforming parliamentary democracy. McGill-Queen's University Press. p. 3. ISBN 9780773525085. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 August 2020. بياځلي په 6 June 2020.
  5. Duverger, Maurice (September 1996). "Les monarchies républicaines" [The crowned republics] (PDF). Pouvoirs, revue française d'études constitutionnelles et politiques (in فرانسوي). No. 78. Paris: Éditions du Seuil. pp. 107–120. ISBN 2-02-030123-7. ISSN 0152-0768. خوندي شوی له the original (PDF) on 1 October 2018. بياځلي په 10 September 2016.
  6. Frosini, Justin Orlando (2008). Ferrari, Giuseppe Franco (ed.). Forms of State and Forms of Government. Giuffrè Editore. pp. 54–55. ISBN 9788814143885. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 August 2020. بياځلي په 13 November 2016 – via Google Books.



سرچینې