پاراسيلسس (شا اوخوا 1493 – 24 سپتمبر 1541)، له زېږېدو وروسته د «Theophrastus von Hohenheim» په نوم نومول شوی و (بشپړ نوم يې Philippus Aureolus Theophrastus Bombastus von Hohenheim دی)، يو سويسی طبيب، کيمياپوه، عام دينپوه (غير روحاني) او د الماني رينسانس فلسفي و.[۱][۲][۳][۴][۵]

نوموړی له ګڼو اړخونو د رنسانس د طبي انقلاب مخکښ و، چې د تر لاسه کړې پوهې تر څنګ يې د مشاهدې پر ارزښت ټينګار کاوه. نوموړي ته د "زهرپوهنې پلار" ويل کېږي. پارايسلسس د يو پيغمبر يا الاهي وړاندوينې ويونکي په توګه هم د پام وړ اغېز درلود، د هغه د وړاندوينې زده کړه په اولسمه پېړۍ کې د «روزيکروشن» د خوځښت د غړيو له خوا تر مطالعې لاندې ونيول شوه. «Paracelsianism» د عصري عصر ابتدايي طبي خوځښت دی، چې د نوموړي د اثارو له مطالعې  الهام اخلي.[۶][۷]

ژوندليک

سمول

پارايسلسس د «Egg an der Sihl» په کلي کې زېږېدلی و، دا «شويز» په «اينسيډيلن» کې له «ايټزل» له تنګي سره نږدې موقعيت لري. نوموړی د «سيل» پر سيند د يو پول سره نږدې يو کور کې زېږېدلی و. پلار يې «ويلهيلم» (1534) يو کيمياپوه او طبيب و، څوک چې د «سوابيايي» شريف زاده او په «روهرډورف» کې د سينټ جان د فرقې د قوماندان «Georg Bombast von Hohenheim» (1453-1499) يو نامشروع زوزارت و.[۸][۹]

ښايي چې د پارايسلسس مور اصلاً د «اينسيډيلن» اوسېدونکې وه، او د «اينسيډيلن» د صومعې بې مزده مزدوره وه، چا چې له واده مخکې د دې صومعې په روغتون کې د يوې سرپرستې په توګه کار کړی و. پارايسلسس په خپلو لیکنو کې په تکراري ډول خپل کلیوالي نسب ته اشاره کړې ده، او کله کله يې د خپل نوم د برخې په توګه د Eremita (دا ټکی د Einsiedeln له نوم اخيستل شوی دی چې د hermitage يعنې صومعه يا عبادتځای معنا لري) يادونه کړې.[۱۰][۱۱]

غالباً د پارايسلسس مور په 1502ز کال کې مړه شوې ده، چې وروسته د پارايسلسس پلار د «کارنتيا» «ويلاخ» ته ولاړ، هلته يې د طبيب په توګه کار وکړ، د زايرينو او د دې صومعې د اوسېدونکو طبي اړتياوې يې پوره کولې. پارايسلسس ته خپل پلار په بوټپوهنه، طب، معدنياتو، کانپوهنې او طبيعي فلسفه کې زده کړه ورکړه. نوموړي له سيمه ييزو علماوو او په «لاونټايل» کې د «سينټ پال صومعه» له روحاني ښوونځي څخه د بشرپالنې او دينپوهنې ژورې زده کړې تر لاسه کړې. ښايي چې پارايسلسس خپله ابتدايي زده کړه په بنسټيز ډول له خپل پلار تر لاسه کړې وي. يو شمېر ژوندليکونکو ادعا کړې چې هغه له څلورو پادريانو او «جوهانس ټريتيميس»، د «سوفينهايم» د صومعې له رئيس څخه خصوصي زده کړې کړي دي. په هر حال، په 1516ز کال کې د «تريتيميس» له مړينې مخکې په «اينسيډيلين» کې د زيات وخت د تېرېولو کومه تاريخچه نه شته، او نه پارايسليسس له «سپنهايم» يا »ورزبرګ» څخه ليدنه کړې ده. که هر څه په پام کې ونيول شي، تقريباً باوري ده چې پارايسليسس له خپلو لیکنو لارښونې تر لاسه کولې، نه په شخصي ډول له مستقيم تدريس څخه . په شپاړس کلنۍ کې، نوموړي د باسل په پوهنتون کې د طب په زده کړه پيل وکړ، او وروسته ويانا ته ولاړ. نوموړي په 1515 يا 1516ز کال کې د «فيرارا» پوهنتون څخه د طب دوکتورا تر لاسه کړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د مسلکي ژوند لومړي کلونه

سمول

پارايسليسس د نړيوالې پوهې په لټون و، کومه چې په کتابونو يا پوهنځيو کې نه موندل کېده. په همدې اساس، د 1517 او 1524ز کلونو تر منځ، نوموړي په اروپا کې يو لړ پراخه سفرونه پيل کړل. د هغه سرګردانۍ نوموړی له ايټاليې څخه نيولې، تر فرانسې، هسپانيې، پرتګال، انګلستان، المان، سکينډنيويا، پولنډ، روسيې، هنګري، کروشيا، روډس، قسطنطنيې او ښايي تر مصر پورې ورسولو. د سفرونو په دې پړاو کې، پارايسليسس د پوځ د جراح په توګه وګومارل شو، او د وينس، هالنډ، ډنمارک او تاتاريانو له خوا په پيل شويو جګړو کې ښکېل و. له دې وروسته پارايسليسس په 1524ز کال کې خپل کور ته راستون شو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په 1524ز کال کې، په «ويلاک» کې له پلار سره له ليدنې او د کار کولو لپاره د کوم سیمه يیز فرصت له نه موندلو وروسته، نوموړی د يو طبيب په توګه په «سالزبرګ» کې مېشت شو، او تر 1527ز کال پورې دلته پاتې شو. "له 1519/20 راهيسې نوموړي په خپلو لومړيو طبي لیکنو کار کاوه، او دا مهال يې د «Elf Traktat» او «Volumen medicinae Paramirum» په نومونو اثار بشپړ کړل، کوم چې يوولس عامې ناروغۍ او د هغې درملنې، او د هغې ابتدايي طبي اصول بيانوي".  کله چې هغه «ويلاک» ته ستنېدو او کله چې يې په خپلو لومړيو لیکنو کار کاوه، "نوموړي په ډېرو بنسټيزو موضوعاتو فکر کاوه، لکه د ژوند او مرګ معنا، روغتيا، د ناروغيو لاملونه (داخلي ناانډولي او بهرني ځواکونه)، په نړۍ او کایناتو کې د انسانانو ځای، او د انسانانو (د خپل ځان په ګډون) او خدای تر منځ اړيکه".[۲۰][۲۱][۲۲]

باسل (1526-1528)

سمول

په 1526ز کال کې، نوموړي په «سټراسبرګ» کې د تابعيت حقوق راونيول، تر څو هلته خپله دنده پيل کړي. خو ډېر ژر، نوموړی په باسل کې د چاپونکی او خپرونکي «يوهان فروبينيس» د ناروغۍ بستر ته وغوښتل شو، او د معلوماتو پر اساس د هغه درملنه يې وکړه. په همدې موده کې، د هالنډي رنسانس د «روټرډيم» بشرپال «ايراسمس»، همدا راز په باسل کې، د پارايسلسس طبي وړتياوې وليدې، او دواړو پوهانو تر منځ د طبي او مذهبي موضوعاتو د لیکونو په تبادله کولو سره خبرې اترې پيل کړې.[۲۳][۲۴]

په 1527ز کال کې، پارايسلسس په «باسل» کې يو جواز لرونکی طبيب و، تر څنګ يې په باسل پوهنتون کې د استادۍ وياړ هم درلود. هغه مهال، باسل د رنسانس د بشرپالنې يو مرکز و، او په دې ځای کې پارايسلسس د «روټرډيم» له «ايراسمس»، «وولف ګینګ لاچنر»، او «يوهانس اوکولمپاډ» سره په اړيکه کې شو. کله چې په باسل کې «ايراسمس» ناروغ شو، نوموړي پارايسليسس ته وليکل: "زه تا ته د فن او علم سره برابر کوم انعام نه شم درکولای – په يقين سره چې زه تاته يو شکر ايستونکی روح وړاندې کوم. تا د «فروبينيس» له سيورو يادونه کړې ده، چې زما دويم نيم اړخ دی: که ته ما رغوې؛ نو هر يو د بل په مټ رغوې".[۲۵]

په باسل پوهنتون کې د پارايسلسس درسونه معمولاً په الماني ژبه کې و، نه په لاتيني ژبه کې. نوموړي ويلي غوښتل يې چې ټول د هغه درسونو ته لاسرسی ولري. نوموړي د باسل پر طبيبانو او درمل جوړونکو /وېشونکو سختې نيوکې خپرې کړې، او تر دې حده يې سياسي کړکېچ پيدا کړ چې د هغه ژوند ته ګواښونه پيدا شول. د دوديزو درملو د سپکاوي په څرګندولو کې، پارايسلسس د «ګيلين» او ابن سينا اثار په عام محضر کې وسوځول. د 1527ز کال د جون په درويشتمه نېټه، نوموړي د بازار په څلور لارې کې، د ابن سينا د طب قانون يوه کاپي وسوځوله، دا يو ستر کتاب او د تعلیمي زده کړې يوه ستنه وه. نوموړی د سپکاوي کونکې ژبې په وړاندې د غوصه کېدو ښکار و، له ناتجربه شوې نظريې څخه يې کرکه درلوده، او په هر هغه چا يې ملنډې وهلې چې د کار پر ځای يې القابو ته زیات اهميت ورکاوه: "که ناروغي موږ په ازمېښت کې اچوي، نو زموږ ټول شان او شوکت، لقب، کړۍ او نوم به يوازې دومره مرسته وکړای شي لکه د اس لکۍ". د باسل په پوهنتون کې د پروفيسر په توګه د کار کولو پر مهال، نوموړي حاجام جراحان، کيمياپوهان، درمل جوړونکي او نور هغه راغوښتل چې علمي مخينه يې نه درلوده، تر څو د خپل دې باور بېلګه وړاندې کړي، چې يوازې د يو هنر تمرين کونکي په هغې پوهېدل: "ناروغ ستاسو درسي کتاب دی، د ناروغ بستر ستاسو مطالعه ده". پارايسلسس له مارټن لوتر سره له دې امله پرتله کېږي، چې هغه په طب کې د شته واکمنو څخه ښکاره سرغړونکې کړنې تر سره کولې. خو پارايسلسس دا پرتله رد کړې او ويلي يې دي: "دا زه لوتر ته پرېږدم چې له هغه څه دفاع وکړي چې څه وايي او زه به د خپلو خبرو مسئول يم. هغه څه چې تاسو يې له لوتر غواړئ، له ما يې هم غواړئ: تاسو موږ دواړه په اور کې غواړئ". د باسل د کلونو پر مهال يو ملګري د پارايسلسس په اړه تر ډېره بريده په روښانه ډول نظر ورکړی او وايي: "کوم دوه کاله چې ما له هغه سره تېر کړل، هغه دا دوه کاله شپه ورځ د زياتو شرابو په څښاک او خوراک کې تېر کړل. هغه به يو يا دوه ساعته په خپل حال (په سد او بې نشې) کې نه شو ليدل کېدای، په ځانګړي ډول له باسل څخه له تګ وروسته. نوموړی چې د نه ګټل کېدونکې عدلي قضيې له ګواښ سره مخ و، د 1528ز کال د فبرورۍ په مياشت کې له باسل څخه ووت او «الساس» ته ولاړ.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې

سمول
  1. Philippus Aureolus Theophrastus Paracelsus, genannt Bombast von Hohenheim: ein schweizerischer Medicus, gestorben 1541, Hilscher, 1764, p. 13.
  2. The name Philippus is only found posthumously, first on Paracelsus's tombstone. Publications during his lifetime were under the name Theophrastus ab Hohenheim or Theophrastus Paracelsus, the additional name Aureolus is recorded in 1538. Pagel (1982), 5ff.
  3. Paracelsus self-identifies as Swiss (ich bin von Einsidlen, dess Lands ein Schweizer) in grosse Wundartznei (vol. 1, p. 56) and names Carinthia as his "second fatherland" (das ander mein Vatterland). Karl F. H. Marx, Zur Würdigung des Theophrastus von Hohenheim (1842), p. 3.
  4. Allen G. Debus, "Paracelsus and the medical revolution of the Renaissance" Archived 27 January 2012 at the Wayback Machine.—A 500th Anniversary Celebration from the National Library of Medicine (1993), p. 3.
  5. "Paracelsus", Britannica, archived from the original on 25 November 2011, نه اخيستل شوی 24 November 2011
  6. "Paracelsus: Herald of Modern Toxicology". Archived from the original on 24 March 2013. نه اخيستل شوی 23 September 2014.
  7. De Vries, Lyke; Spruit, Leen (2017). "Paracelsus and Roman censorship – Johannes Faber's 1616 report in context". Intellectual History Review. 28 (2): 5. doi:10.1080/17496977.2017.1361060. hdl:2066/182018.
  8. Duffin, C. J; Moody, R. T. J; Gardner-Thorpe, C. (2013). A History of Geology and Medicine (په انګليسي). Geological Society of London. p. 444. ISBN 978-1-86239-356-1.
  9. Müller-Jahncke, Wolf-Dieter, "Paracelsus" in: Neue Deutsche Biographie 20 (2001), 61–64 Archived 6 May 2016 at the Wayback Machine..
  10. C. Birchler in Verhandlungen der Schweizerischen Naturforschenden Gesellschaft 52 (1868), 9f. A letter sent in 1526 from Basel to his friend Christoph Clauser, physician in Zürich, one of the oldest extant documents written by Paracelsus, is signed Theophrastus ex Hohenheim Eremita. Karl F. H. Marx, Zur Würdigung des Theophrastus von Hohenheim (1842), p. 3.
  11. Wear, Andrew (1995). The Western Medical Tradition. Cambridge: Cambridge University Press. p. 311.
  12. کينډۍ:BBKL
  13. Wear, Andrew (1995). The Western Medical Tradition. Cambridge: Cambridge University Press. p. 311.
  14. Crone, Hugh D. (2004). Paracelsus: The Man who Defied Medicine : His Real Contribution to Medicine and Science (په انګليسي). Albarello Press. pp. 36–37. ISBN 978-0-646-43327-1.
  15. Marshall James L; Marshall Virginia R (2005). "Rediscovery of the Elements: Paracelsus" (PDF). The Hexagon of Alpha Chi Sigma (Winter): 71–8. ISSN 0164-6109. OCLC 4478114. Archived from the original (PDF) on 28 September 2006.
  16. Goodrick - Clarke, Nicholas (1999). Paracelsus Essential Readings. Berkeley, California: North Atlantic Books. p. 16.
  17. Goodrick - Clarke, Nicholas (1999). Paracelsus Essential Readings. Berkeley, California: North Atlantic Books. p. 16.
  18. Borzelleca, Joseph (January 2000). "Paracelsus: Herald of Modern Toxicology". Toxicological Sciences. 53 (1): 2–4. doi:10.1093/toxsci/53.1.2. PMID 10653514.
  19. Hargrave, John G. (December 2019). "Parcelsus". Encyclopedia Britannica. Archived from the original on 26 March 2023. نه اخيستل شوی 9 April 2020.
  20. Goodrick-Clarke, Nicholas (1999). Paracelsus Essential Readings. Berkeley, California: North Atlantic Books. p. 16.
  21. Borzelleca, Joseph (January 2000). "Paracelsus: Herald of Modern Toxicology". Toxicological Sciences. 53 (1): 2–4. doi:10.1093/toxsci/53.1.2. PMID 10653514.
  22. Hargrave, John G. (December 2019). "Parcelsus". Encyclopedia Britannica. Archived from the original on 26 March 2023. نه اخيستل شوی 9 April 2020.
  23. "Letter From Paracelsus to Erasmus". Prov Med J Retrosp Med Sci. 7 (164): 142. 1843. PMC 2558048. PMID 21380327.
  24. Waite, Arthur Edward (1894). The Hermetic and Alchemical Writings of Paracelsus. London: James Elliott and Co.
  25. E.J. Holmyard (1957). Alchemy. Penguin Books, Harmondsworth, p. 162. Retrieved 22 May 2021.
  26. Drago, Elisabeth (3 March 2020). "Paracelsus, the Alchemist Who Wed Medicine to Magic". Science History Institute. Archived from the original on 17 June 2022. نه اخيستل شوی 6 May 2022.
  27. Webster, Charles (2008). Paracelsus: Medicine, Magic and Mission at the End of Time. New Haven: Yale University Press. p. 13.
  28. Waite, Arthur Edward (1894). The Hermetic and Alchemical Writings of Paracelsus. London: James Elliott and Co.
  29. Ball, Philip (2006). The Devil's Doctor: Paracelsus and the World of Renaissance of Magic and Science. London: William Heinemann. p. 205.
  30. Pagel, Walter (1982). Paracelsus: An Introduction to Philosophical Medicine in the Era of the Renaissance. Karger Medical and Scientific Publishers. p. 40. ISBN 9783805535182.
  31. "Divinity School at the University of Chicago | Publications". divinity.uchicago.edu. Archived from the original on 10 June 2010. نه اخيستل شوی 15 January 2022.
  32. "Paracelsus". Encyclopædia Britannica.