تتراسايکاین
tetracyclin
د کیمیاوی فورمول C22H24N2O8
لاتینی نوم tetracyclinum

تتراسايکاین (په انگرېزي کی:tetracyclin) د تتراسايکلینو د انتی بیوتیکونو څخه دي چی د ستېپتومیسیس اکټینومیسیس (Streptomyces) څخه لاس ته راځی او په گرام منفی او گرام مثبت باکترياو باندي آغېزه لري. دغه انتی بیوتیک په ځانگړي ډول دځوانکې ، آکنه روزاسه او کولرا د علاج لپاره کارېږي. تتراسايکاین په ۱۹۴۵ کال کی په امریکا کی کشف شو.


توصیف

تتراسايکاین انتي بيوتيک دي چې دوسيع آغېزه لرونکې دي او دهغه په کيمياوي ساختمان کې په ډير کم تغير راوړلو سره نور درملونه لکه تتراسکلين او اوکسى تتراسکلين ورځينى حاصليږي هغه مرکب چى طلايى ډوله زيړ رنگ لري او په اوبو او تیزابو کې ښه حل کيږي او تريخ خوند لري دتودوخي په وړاندي زيات مساس دي او بايد په يخ تياره او وچ ځاي کي وساتل شي او جذب ،اطراح او دتطبيق لاره :- زياتره وخت دخولي له لاري ورکول کيږي او دعضلى له لاري نه توصيه کيږي ځکه ډير درد پيدا کوي کله کله دوريد له لاري تطبيقيږي خونه توصيه کيږي که دلاري تطبيق شي دهضمى جهاز پواسطه ښه جذبيږي په شيدو کي ښه انتشار کوي او دوينى دغلظت په اندازه شيدوته هم رسيږي او له شيدو سره اطراح کيږي نو له همدي کبله دغولانځي په مکروبى او حادو الهاباتو کي له کلوروتتراسکلين څخه چې په وريدي او موضعى توگه تطبيقيږي کار اخيستل کيږي زياتره وخت دهغه اطراح له ميتيازو سره يو ځاي صورت نيسى اوله صفرا سره هم اطراح کيږي او زياتره وخت دسترگو دملهم په شکل استعماليږي .

د تتراسایکلین مقدار

په کوچنيو حيواناتو کې (سپى ،وري ،سيرلى ) دبدن هرکيلوگرام وزن په مقابل کې ٢٥-٥٠ ملي گرامه دورځى يو ځل او په لويو حيواناتو کې (خوسکې ،بياڼ ،آس ) دبدن هر کيلوگرام وزن په مقابل کي ١٠-٢٠ ملي گرامه دورځي دوه ځله يعنى په هرو١٢ ساعتونو کې يو ځل ورکول کيږي

دغولانځي دالهاب لپاره

له تيارو جوړو شوو ملي ليتر ه سورنجونو څخه يوه دانه په ناروغ تى کې داخل او بيا له هرو ٢٤ ساعتونو څخه وروسته يو ځل بايد تکرارشي

درحم دالتهاب لپاره

له نيم گرامه (٥٠٠ ملي گرام ) تابلتونو څخه يو يا دوه تابليته دغواپه رحم کي او له همدي تابليت څخه نيم څخه پر يوه تابليته پوري دميږي په رحم کي کښيښودل کيږئ .

تتراسایکلین مسمومیت

کلوروتتراسکين دنورو ټولو تتراسکلينو پرتله تخريشى خاصيت لري کله چى دخولي له لاري سپى او پيشو ته ورکړاي شي دکانگو او زړه بدوالى سبب کيږي او ان تردي چى ممکن داسهال سبب هم وگرځي . که چيري درمل له شيدو سره يوځاي ورکړاي شي له دي حالت څخه به مخنيوي وشي او په شخوندوهونکو څارويو کې که دخولى له لاري ورکړاي شي دهضمي جهاز گډوډى راپيداکوي .په ځوانو حيواناتو کې تتراسکلين استعمال دغاښونو او هډوکو نشوونما وروسته کوي او دغاښونو درنگ تغير پيداکوي Bacterostatic آغېزه لري

.