ټیلسون هاریسون

ټیلسون لېور هاریسون (زوکړه: د ۱۸۸۱ زکال د جنوري ۷ مه – مړینه: د ۱۹۴۷ زکال د جنوري ۱۰ مه) کاناډايي ډاکټر او پوځي افسر و. په لږ عمر کې نیویارک ته له کډې کولو او د متحده ایالاتو په پوځ کې له نوم ثبتونې وروسته وړاندې له دې چې په ډېرو خطرناکو ځایونو لکه د پانچو ویا د روغتیايي ټیم د مشر او د نږدې ۲۰۰ زره تنه غړو لرونکو چینايي کارګرو ځواکونو د ډاکټر په توګه دنده ترسره کړي؛ کاناډا ته راوګرځېد څو په تورنټو پوهنتون کې زده کړې وکړي. له لومړۍ نړیوالې جګړه وروسته هغه منځني ختیځ ته ولاړ څو د مقاربتي ناروغیو درملنه وکړي او همدارنګه یې د اسرائیلو په اللد سیمه کې د اکسرې معایناتو یو مرکز جوړ کړ.

ټیلسون هاریسون
ټیلسون هاریسون
ټیلسون هاریسون

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ جنوري ۱۸۸۱
مړینه 10 جنوري 1947 (66 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک طبیب   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د منځني ختیځ د روغتون له یو ناروغ سره د تېښتې له هڅې وروسته نوموړی کاناډا ته تبعید شو خو وه یې کولای شول د یوې بېړۍ پر مټ مراکش ته وتښتي چې بیا هلته د ایرلنډ د آزاد دولت له پوځ سره مل شو. په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې هغه ۱۵ هیوادونو او قلمرونو ته د طبي چارو ترسره کولو په موخه سفر وکړ، همدارنګه یې د هغې بېړۍ د ډاکټر په توګه خدمت وکړ چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال له هند سمندر څخه تېره شوله. نوموړي له ۱۹۴۶ زکال څخه د خپلې مړینې تر مهاله په چین کې له UNRRA (United Nations Relief and Rehabilitation Administration) سره مرسته وکړه او د ګڼ شمېر کسانو ژوند یې وژغوره.

هاریسون د خپل ژوند تر پایه کولای شول په شپږو ژبو خبرې وکړي، په اوو جګړو کې یې ونډه لرله او هم مهاله یې له څلورو ښځو سره واده کړی و. د هغه لور روزالینډ ویلي چې د انډیانا جونز شخصیت د هغه له مخې جوړ شوی. د روزالینډ په خبره د پلار له مړینې وروسته ورسره فلم جوړونکو جورج لوکاس او سټیون سپیلبرګ اړیکه ونیوله او د پلار د ژوند اړوند یې ګڼ شمېر مرکې ورسره وکړې. [۱]

لومړنی ژوند سمول

هاریسون د ۱۸۸۱ زکال د جنوري په اوومه د اونټاریو په ټیلسنبورګ ښار کې وزېږېد، هغه ښار چې د هغه د نیکه جورج په نوم نومول شوی و. د هغه نیکه اډوین ډلوان ټیلسون د هغې ماڼۍ جوړونکی و چې اوس مهال د آندندل ملي تاریخي وادنۍ ده. هاریسون په ماشومتوب کې د یو ستونزه جوړونکي په توګه په پام کې نیول کېده. یوځل هغه خپله انۍ د خوب په کوټه کې بندي کړې وه او بل ځل هغه مهال چې کیوبا ته یې د سفر هڅه افشا شوه د سیمه ئیزو اخبارونو موضوع وګرځېد. په ۱۸۹۴ زکال کې نوموړي په تورنټو کې د پورتنۍ کاناډا په کالج کې نوم ثبت کړ خو راتلونکی کال یې دغه ځای پرېښود. په ۱۴ کلنۍ کې نوموړی د22nd Oxford Rifles  ملیشه ډلې سره د یوځای کېدو په موخه چې مرکز یې د اونټاریو په اکسفورډ ښارګوټي کې و، له کوره وتښتېد، خو وروسته له هغه چې هلته ورته د عمر د کمښت له امله د شاملېدو اجازه ورنکړل شوه بېرته کور ته راوګرځېد. وروسته له دې ډېر ژر نیویارک ته لاړ څو د متحده ایالات د پوځ په انجینرانو کې شامل شي چې په ۱۸۹۸ زکال کې یې په فلیپین کې د هسپانیا له ماتې وروسته د سوله ساتو ځواکونو د برخې په توګه او همدارنګه د لنډ مهال لپاره په چین کې د باکسر پاڅون په ځپلو کې خدمت وکړ. هاریسون تر ډېره د کارګري ډلو په ادارو کې کار کوه او لرې پرتو سیمو ته یې د تدارکاتي لارو په جوړولو کې ونډه لرله؛ نوموړي همدارنګه د اور وژنې په یوه عملیاتو کې هم ونډه لرله. له دې سره هغه مهال چې مورنی بابا یې اډوین ډلوان ټیلسون ( هغه له کواکر اوټس شرکت سره شریک و) خبر شو چې ۲۰ کلن لمسی یې په څه بوخت دی له خپلو اړیکو څخه یې په کار اخیستو په جنرال آدنا چاپي فشار راوړ چې هاریسون له کاري ډګر څخه راوغواړي. هاریسون د متحده ایالاتو په پوځ کې د خدمت پر مهال په کولرا وبا اخته شو او کاناډا ته راوګرځېد. نوموړي له خپل نیکه څخه په پاتې شوي میراث چې نیکه یې په وروستیو کې مړ شوی و د کاناډا د تورنټو پوهنتون په طب پوهنځي کې زده کړې پیل کړې او بیا یې په ۱۹۰۵ زکال کې له سیبل ویلکین سره چې د یوه وکیل لور وه، واده وکړ. [۲][۳][۴][۵]

په ۱۹۰۷ زکال کې له طب پوهنځي څخه له فراغت وروسته نوموړي د هډسون خلیج په نامه شرکت کې په کار پیلولو سره د البرټا د کري ټولنې په درملنه پیل وکړ او سربېره پر دې یې د سیمه ئیز پست د مدیر په توګه کار کاوه. ورسته له دې نوموړي ډېر ژر خپله کورنۍ د واشنګټن، ایداهو او بالاخره د اورګن دروسي ته ولېږدوله، چېرې چې نوموړی ډاکټر، درمل جوړونکی، شاروال، پراختیا ورکوونکی او همدارنګه فارم لرونکی شو. په ۱۹۰۹ زکال کې هاریسون له خپلې مېرمنی سیبل څخه د روزالیند په نامه د یوې لور پلار شو. په ۱۹۱۲ زکال کې د امریکا د طبي ټولنې مجلې د هاریسون اړوند یوه مقاله «له ستونزو سره د سزارین عملیاتو» تر عنوان لاندې خپره کړه، هغه سزارین عملیات چې نوموړي په یوې لرې پرتې کروندې کې د تیلو د څراغ پر وړاندې ترسره کړی و. هغه د خپل نارامه خوی له امله په اورګن کې خپله کورنۍ پرېښوده او په ۱۹۱۳ زکال کې یې لندن ته سفر وکړ څو د نسايي ولادي په برخه کې د ماسټرۍ په کچه عملي کار وکړي. هغه مهال چې په ۱۹۱۴ زکال کې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه؛ هغه په بلجیم کې د جګړې په هڅو کې مرسته وکړه. هلته د اوا په نامه له یوې ترکي ښځې سره بلد شو او خپلې لومړنۍ ښځې ته یې له طلاق ورکولو پرته له هغې سره واده وکړ. په ۱۹۱۵ زکال کې هاریسون او د هغه نوې ښځه د تکزاس ال پاسو سیمې ته ولاړل څو هلته ژوند وکړي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د شمالي امریکا کړکېچ او لومړۍ نړیواله جګړه سمول

تکزاس ته له رسېدو ډېر ژر وروسته هاریسون د انقلابي جنرال پانچو ویا د روغتیايي ډلې د مشرۍ خطرناکه دنده پر غاړه واخیسته. نوموړی د ویلا د دښمن ونوستاینو کارانسا له خوا چې وروسته د مکسیکو ولسمشر شو، ونیول شو. نوموړی په اعدام محکوم شو، خو هغه مهال چې کارانسا ناروغ شو؛ هاریسون وژغورل شو ځکه د نوموړي د درملنې لپاره یوازنی په شرایطو برابر ډاکټر و. هاریسون جنرال د ښه کېدو تر مهاله وساته او هغه یې دې ته چمتو کړ وتښتي څو پوځي اطلاعات پولې ته څېرمه میشتو امریکايي ځواکونو ته ورسوي. [۱۱][۱۲][۱۳]

د یوتا په مورمون ټولنه کې له لنډ مهال استوګنې وروسته، هاریسون په ۱۹۱۷ زکال کې د کاناډا د پوځ د ډاکټرانو په ډله کې ځان ثبت کړ او په یوه فرانسوي روغتون کې ډاکټر شو چېرې چې نوموړي د چینايي کارګرو ځواکونو درملنه کوله. هاریسون په چټک ډول د دغې ډلې چې نږدې ۲۰۰ زره تنه کېدل د کلتور او ژبې له زده کولو وروسته د هغوی ترمنځ د بیلهرزیا، سږو د پړسوب او توبرکلوز ناروغان په بریالي ډول تداوي کړل چې د ۱۹۱۷-۱۹۱۸ زکال د ژمي پر مهال یې په دغه پوځ کې د ناروغو غړو شمېر په پام وړ کچه را کم کړ. [۱۱][۱۲][۱۳]

د جګړې ترمنځ دوره سمول

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته هاریسون د یو شمېر طبي چارو لکه په قسطنطنیه کې په مقاربتي ناروغیو باندې د اخته فاحشو د درملنې او همدارنګه د اسرائیلو په اللد سیمه کې د اکسرې د یوه مرکز د جوړولو په موخه منځني ختیځ ته سفر وکړ. په داسې حال کې چې نوموړي خپلو دوه نورو ښځو ته له قانوني پلوه طلاق نه و ورکړی؛ په ۱۹۲۰ زکال کې یې د مصر په الکسندریې ښار کې یې د فیلومنا آبلا په نامه له یوې مالتايي مېرمنې سره واده وکړ. له دې سره دغې نوې جوړې وه نشو کولای له هغو ستونزو وتښتي چې په ټول عمر کې هاریسون ورسره ښکېل و. د دوی ریل ګاډۍ د هغو ناهیلو شوو سوریایانو له برید سره مخ شو چې له یوې ډلې سیاستوالو څخه ناهیلي شوي و. د دغه ډاکټر چې نوی یې دریم واده کړی و چټک فکر له دې سره مرسته وکړه چې د خپلې نوې ښځې پښه له ګانګرین کېدو وژغوري. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په داسې حال کې چې لا د قسطنطنیې د روغتون مسئولیت ور تر غاړې و، هڅه یې وکړه له خپلې یوې ناروغې سره وتښتي خو ونیول شو او د ناسم چلن په تور محاکمه شو، ځکه چې دغه ښځینه ناروغه د یو ترکي افسر مېرمن وه. هغه مهال چې هاریسون کاناډا ته تبعید شو؛ وړونکې بېړۍ یې په مراکش کې لنګر واچوه او همدلته وتښتېد. له دې ځایه ایرلنډ ته ولاړ او هلته یې د یو کاتولیک په توګه په ځان ښوولو سره د ایرلنډ د آزاد ایالت له پوځ سره لاس یو کړ. هغه مهال چې د نوموړی ځای پیدا شو په چټکۍ سره ولز ته ولاړ څو په سیلیکوزیس باندې د اخته د ډبرو د سکرو د کان کارکوونکي تداوي کړي. په ۱۹۲۳ زکال کې هاریسون له خپلې څلورمې ښځې اوا اولون بوون سره په کارډیف کې واده وکړ؛ پرته له دې چې له خپلو نورو دریو ښځو څخه طلاق واخلي او له هغې سره کارائیب ته په سفر ولاړ.  [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې سمول

  1. Levine, Allan (November 6, 2007). ""I dare do all...": The saga of Dr. Tillson Lever Harrison" (PDF). Canadian Medical Association Journal. 177 (10): 1237–1239. doi:10.1503/cmaj.071468. PMC 2043073. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Purden, Carolyn (August 15, 1988). "Another Canadian MD joins Bethune as Chinese hero". Canadian Medical Association Journal. 139: 336–337. د اصلي آرشيف څخه پر December 24, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 30, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  3. Levine, Allan. Harrison, Tillson Lever. The Canadian Encyclopedia. د اصلي آرشيف څخه پر July 6, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Dr. Tillson Lever Harrison". Tourism Oxford. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Levine, Allan E. (May 2008). "Harrison, Tillson Lever". American National Biography Online. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  6. University of Toronto (2009). Roll of Service, 1914–1918. Toronto: BiblioLife. د کتاب پاڼې 302. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-110-30627-5. د لاسرسي‌نېټه July 17, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Harrison, Tillson (1912). "Cesarean Section Under Difficulties". Journal of the American Medical Association. 59 (1): 37. doi:10.1001/jama.1912.04270070039015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Levine, Allan (November 6, 2007). ""I dare do all...": The saga of Dr. Tillson Lever Harrison" (PDF). Canadian Medical Association Journal. 177 (10): 1237–1239. doi:10.1503/cmaj.071468. PMC 2043073. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Levine, Allan. Harrison, Tillson Lever. The Canadian Encyclopedia. د اصلي آرشيف څخه پر July 6, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Dr. Tillson Lever Harrison". Tourism Oxford. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Levine, Allan (November 6, 2007). ""I dare do all...": The saga of Dr. Tillson Lever Harrison" (PDF). Canadian Medical Association Journal. 177 (10): 1237–1239. doi:10.1503/cmaj.071468. PMC 2043073. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Levine, Allan. Harrison, Tillson Lever. The Canadian Encyclopedia. د اصلي آرشيف څخه پر July 6, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ "Dr. Tillson Lever Harrison". Tourism Oxford. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Levine, Allan E. (May 2008). "Harrison, Tillson Lever". American National Biography Online. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  15. Levine, Allan (November 6, 2007). ""I dare do all...": The saga of Dr. Tillson Lever Harrison" (PDF). Canadian Medical Association Journal. 177 (10): 1237–1239. doi:10.1503/cmaj.071468. PMC 2043073. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Levine, Allan. Harrison, Tillson Lever. The Canadian Encyclopedia. د اصلي آرشيف څخه پر July 6, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Dr. Tillson Lever Harrison". Tourism Oxford. د اصلي آرشيف څخه پر April 26, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)