ټکی او ليک نښې
کينډۍ:صاف بی له تورو نه ځيني ټکی او نښې شته چه د ليک په لوستلو کښي دخل لری او يو جمله يا کلمه له اشتباه او ا بهام څخه ژغوری يعنی د دغو نښو او ټکو په ليکلو سړی پوهيږي چه په کوم ټکی بايد سړې ودريږی او کومه جمله يا کلمه په بلی پوری وتړي . د تعجب ، پوښتنی ، خطاب او نور و کفياتو څر گندو نه په همد غونښو او ټکو کيږي چه په ليکلو کښی ډير اهميت لری او دلته يې په مختصر ډول ښيو.
- (،) دانښه د هغو کلماتو تر منځ ليکی چه يوه په بلي عطف وې لکه.زما په باغ کښي مڼې،ناك، زردالو او ښفتالو شته . همدا رنگ يوه وړه يا نيمگړې جمله له بلی نه په همدغه نښه بيليږې لکه. څه دې راکړه ، بيرته مې در کړه، دي نښې ته فاصله ( بيلوونې ) وايی.
- (؛) دا نښه له فاصلې نه زياته وقفه را ولې او د داسی جملو په أخر کښې وی ؛ زه له چا سره بد نه کوم؛ بدی مې نه ده خوښه؛ نيکی می خوښه ده ؛ دا نښه وقفه (دروونی ) بولي.
- (.) دا نښه د يوې کاملې جملې په أخر کښی ږدې او د خبری د تمامښت علامه ده لکه زمونږ هيواد يير غرونه لری. شپانه په غرو کښې او قصابان په ښارونو کښۍ دی .
- ( : ) دانښه د هغی جملې يا کلمې په أخر کښی وي چه شرح او تفصيل بې ورپسې وی. لکه زړه می غواړی : يوښه دوست پيدا کړم ، يوه ښه کتابخانه و لرم او د ښه نامه خاوند شم .
- (-) دا نښه څو ځايه او په دې ډول استعماليږی. اول د معتر ضه جملو د ښودلو د پاره لکه هغه ورځ - خدای دې بيانه راولی - په ماباندی څومره و غمېده چه ته رانه خوابدی شوی.
دوهم چيرته چه په کوم داستان يا مقاله کښی د دو وتنو سوال و جواب وی ، نو د هغوي نومونه نه اخستل کيږی او د غه علامه د يوه او بل د نامه کار ور کوی لکه ::
احمد و ويل : محموده - چېرته ځي؟ محمود : لغمان ته ځم څه کوی ؟
د خپل کور ته ځم او هلته مي مور غواړي
دريم : پخ همد غسې ځای کښې ليکل کيږی لکه چه دلته وروسته اول ، دوهم ، دريم ، نه وليکل شو .
- ( ؟ ) دا نښه د سوال او پوښتني علامه ده د هرې جملي په أخر کښی چه دغه نښه وي هغه جمله دا ستاهام معنی لری لکه دی باغ ته ځی ؟ زين الله سبق وا يی ؟ که دغه علامه د دغو جملو په أخر کښي چه دغه نښه نه وی معلوميږی چه د ليکونکي مقصد اخبار دی او که پوښتنه ..........
- ( ! ) دانښه د خطاب ، تعجب، تحسين او افسوس د پاره ده لکه په دي ﻻندې جملو کښې .
ښاغلو ! ملگرو ! عزيزانو ! پاڅيږ ! د وطن خدمت وکړئ ! اوه څومره ! ښکلی دی.
افرين ! د خدای رحمت شه ! د پښتنو په مړانه.
دا نښه کله د جملي په أخره کښي وی او زياتره همدغه ډول استعماليږی چه په پورته چملو کښې يې وينئ.
- ( ) د دغسی د وه لينده ئيزو کر ښو تر منځ هغه تو ضيح يا معترضه جمله ليکی چه ډير زيات اهميت نه لری او حذفول يې جملې ته څه زيان نه رسوی لکه ... د رحمان با با اشعار ( چه ستا خوښ دی ) د ساده انشأ ډيره ښه نمونه ده. خاص نومونه ، اعد اد او خارجي کلمات هم په دغو کرښو کښي ليکی لکه زما ملگری ( احمد ) راغی، ستا ورور له ما نه (10 ) کتابه وړی دی .
- [ ] دانښه هلته په کاريږي چه په يوه معترضه جمله کښې بله معترضه جمله يا کلمه راشي نو دغه د واړه جملي داسې ليکي . که رښتيا و وايم [خدای ج مي دې غاړه نه نيسې ] دا سړی ډير بد سړی دي ..
- (( )) کله چه يو عبارت له کوم کتابه رانقلوی يا کومه مقوله را وړی نو په دغو کرښو کښي يې ليکی لکه..........زمونږ ﻻرښونکي ويلی دي (( د وطن مينه د ايمان جز دی ))
- (....) څو ټکي څنگ ايښودل د خبرو د قطع کولو او د ځينو کلمو دنه ليکلو علامه ده لکه.......... زما په کتابخانه کښی د دغو علومو کتابونه شته . صرف ،منطق، فقه...... زما ځاي ته څوتنه راغلل چه نومونه يې دادی زلمی،اباسين، سمسور، صبا، ......
- (***) چيرته چه ديوی مقالي يوه برخه تمامه شي او بله برخه شروع کيږی نو د دواړو بر خو تر منځ دغه نښه يعنی ستوري ليکي چه يوه برخه له بلی نه بيله شي .