تېکنالوژي «د صنعت علم» د یوناني کلیمې تکني (τέχνη, techne) څخه اخیستل شوی چې د هنر، مهارت، د لاس چل او لوګیا/لوژيا/ -λογία, -logia (په پخوانیو لیکنو او عصري علومو کې د الهي اصل په توګه کارېده/ د فرهنګونو په معنا هم راغلې) چې د هر ډول تخنیکونو، مهارتونو، میتودونو او پروسو ټولګه ده اخیستل شوې، د توکو او خدماتو د تولید یا د موخو د سرته رسولو/اکمال لکه د علمي څېړنو په برخه کې کارول کېږي. تېکنالوژي کولی شي تخنیکونه، پروسې او ورته مسایل وي، یا کولی شي په ماشین کې ځای پر ځای شي ترڅو  له کره پوهې پرته د دوی د کار پيل ته اجازه ورکړي. سیستم لکه ماشینونه د یو اېنپوټ/ننوتي له اخیستلو سره تېکنالوژي تطبیقوي د سیستم له کارونې سره سم بدلون ورکوي او ورسته محصول / اوټ‌کم د تېکنالوژۍ د سیستم یا تېکنالوژيکي سیستم په توګه رامنځته کوي.[۱][۲]

By the mid 20th century, humans had achieved a mastery of technology sufficient to leave the atmosphere of the Earth for the first time and explore space.

د تېکنالوژۍ تر ټولو ساده بڼه د اساسي توکو پرمختیا او کارول دي. له تاریخ څخه مخکې د کوچنیو ډبرې بڼو توکو اختراع او ورپسې د څه ډول کولی شو اور کنټرول کړو کشفونې د خوراکي توکو سرچینې زیاتې کړې. د ډبرمهال وروستي نوي انقلاب دې ته پراختیا ورکړه او په یو قلمرو کې شته روزي/خواړه یې څلور چنده کړل. د څرخ اختراع له انسانانو سره مرسته وکړه چې په‌خپل چاپېریال کې سفر وکړي او کنټرول یې کړي.

په تاریخي وختونو کې بدلونونه، چې چاپ‌خونې، تلېفونونه او اېنټرنټ په کې شامل دي، د اړیکو لپاره یې فزیکي موانع راکمې کړې او انسانانو ته يې اجازه ورکړې چې په خپلواک ډول په نړیواله کچه له یو بل سره په اړیکه کې پاتې شي.  

تېکنالوژي ډېرې اغېزې لري او د ننني نړیوال اقتصاد په ګډون یې د ډېرو پرمختللو اقتصادونو په پرمختګ کې مرسته کړې او د مرفه طبقو ډېروالي ته یې اجازه ورکړې. ډېری تېکنالوژيکي پروسې نه غوښتل شوي محصولات وړاندې کوي چې د ککړتیا په توګه پېژندل کېږي او د ځمکې د چاپېریال په تاوان/زیان طبعي سرچینې راکموي. نوې‌رایستنه/ابتکارات تل د یوې ټولنې پر ارزښتونو اغيز لري او د تېکنالوژي د اخلاقو په اړه نوي پوښتنې راپورته کوي. د مثال په ډول د انساني تولیداتو د شرایطو د اغېزمنتیا مفکورې راپورته کېدل او د حیاتي اخلاقو ننګونې په کې شاملې دي.

له تېګنالوژۍ څخه د کار اخستنې په اړه فلسفي بحثونه په دې اختلاف سره چې ایا تېکنالوژۍ د انسانانو وضعیت ته پراختیا ورکوي او یا یې بدتره کوي، رامنځته شوي. نیولودیزم/ Neo-Luddism (فلسفي نظریه چې د مدرنې تېکنالوژۍ له ډېرو ډولونو سره مخالفه ده)، انارکوپرامېتیزم (یوه سیاسي اېډیالوژي ده چې غیرمتمدن‌والي ته له ورګرځېدو څخه ملاتړ کوي) او ورته غبرګوني غورځنګونو د تېکنالوژۍ پر پراخوالي نیوکه کوي او وایي چې تېکنالوژي چاپېریال ته زیان رسوي او خلک له یو بل څخه پردي کوي؛ د ځینو اېډیالوژيو پلویان لکه ترانس‌هیومنیزم / (یو فلسفي او فکري غورځنګ چې د انساناني پرمختګونو څخه په پراخ ډول ملاتړ کوي) او تېکنوپروګراسویزم / (له تېکنالوژیکي او ټولنیزو بدلونونو څخه د فعال ملاتړ او هم‌پالنې موضوع) د تېکنالوژۍ پرمختګ او دوام د انسانې ټولنې او شرایطو په ګټه بولي.  

تعریف او کارول

د تېکنالوژي اصطلاح د تېرو ۲۰۰ کلونو په لړ کې د پام‌وړ بدلون کړی. له شلمې پېړۍ څخه مخکې، دا اصطلاح په انګلیسي کې غیرمعموله وه او د ګټورو هنرونو د زده‌کړې او تخنیکي زده‌کړو د تشریحي مطالعې لکه د ماساچوسیټو د تېکنالوژۍ مؤسسې (چې ۱۸۶۱ کال کې يې رسمي اجازه‌لیک ترلاسه کړ) لپاره کارېده. [۳][۴]

د تېکنالوژۍ اصطلاح په شلمه پېړۍ کې د دويم صنعتي انقلاب په تړاو رامنځته شوه. د دې اصطلاح معناوې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې بدلې شوې، کله چې د امریکا د ټولنیزو علومو پوهانو له تورستېن وېبلېن (Thorstein Veblen) سره د جرمني مفهوم (تېکنیک/Technik ) پرژباړه تېکنالوژۍ ته پيل وکړ. په جرمني او ګڼو نورو ژبو کې د تېکنيک (technik) او تېکنالوژيا (technologie ) تر منځ توپیر دی چې په انګلیسي کې نشته او معمولاً دواړه د یوې اصطلاح «تېکنالوژي» په توګه ژباړي. په ۱۹۳۰ لسیزه کې تېکنالوژي یوازې د صنعتي هنرونو د مطالعې لپاره نه بلکې په‌خپله د صنعتي هنرونو لپاره کارېده. [۵]

په ۱۹۳۷م کال کې امریکايي ټولنپوه رېډبېن (Read Bain) ولیکل چې په تېکنالوژي کې ټول توکي، ماشینونه، لوښي، وسلې، ابزار، کور، جامې، لېږدوونکي او ارتباطي اجزا او هغه مهارتونه شامل دي چې موږ یې په واسطه تولیدوو او کاروو. د بېن تعریف نن ورځ د پوهانو تر منځ په ځانګړي ډول د ټولنیزو علومو د پوهانو تر منځ عام/دود دی. ساینس او انجنیران معمولاً دې ته تر جېح ورکوي چې د تېکنالوژۍ علم د هغو شیانو په پرتله چې خلک یې جوړوي او کاروي د تطبیقي ساینس په توګه تعریف کړي. په دې وروستیو کې پوهانو د تکنيک (technique) اروپايي فلیسوفانو له اقتباس سره هڅه کړې چې د تېکنالوژي معنا بېلابېلو عقلي ابزارو ته وغزوي، لکه د فوکو کار دخپلې تېکنالوژۍ (techniques de soi) په اړه.   [۶][۷]

ډېکشنریانو او پوهانو بېلابېل تعریفونه وړاندې کړي. د مریم وېبنرزده‌کړنیزه ډېکشنري دا اصطلاخ داسې تعریفوي: په صنعت انجنیرۍ او داسې نورو برخو کې د علم کارول؛ تر څو ماشین، د تجهیزاتو پروزې، میتودونه او داسې نورې ستونزې چې د تکېنالوژي په اسطه رامنځته شوي حل کړي او یا نوي ګټور توکي اختراع کړي. ارسېلا فرانکلین (Ursula Franklin) په ۱۹۸۹ کال کې «د تېکنالوژي رېښتې نړۍ» د وینا پرمهال یاد مفهوم په بل ډول تعریف کړ، دا دی: «د هغه کارونو د ترسره کولو میتود/لار چې موږ یې دلته ترسره کوو». د تېکنالوژي اصطلاح ډېری وختونه په ټوله کې د تېکنالوژۍ پر ځای د تېکنالوژي د یوې ځانګړې برخې، یا د لوړې تېکنالوژۍ یا هم د مصرفي الکترونیکي توکو لپاره کارول کېږي. بېرنارد سټېګلر په خپل کتاب «تخنیکونه او وخت، ۱» کې تېکنالوژي په دوه ډوله تعریفوي: د «غیر ژوندیو وسایلو په واسطه د ژوند لټون» او «سازمان شوي غیر عضوي مواد»[۸][۹][۱۰][۱۱]

تېکنالوژي په پراخ ډول د مادي او معنوي موجوداتو په توګه تعریفولی شو، چې د ذهني او فزیکي کاریال/ اپلېکېشن د هڅې په رڼا کې د یو څه ارزښت د لاسته راوړلو په موخه رامنځته  شوې. په دې کارونه کې تېکنالوژي هغه ابزار او ماشینونو ته ویل کېږې چې ښایي د رښتینې نړۍ ستونزو د حل لپاره وکارول شي. دا یوه پراخه اصطلاح ده چې ښایي  ساده توکي لکه اوسپنیزه میله یا د لرګي قاشقه او یا ډېر پېچلي ماشینونه لکه فضایي ستېشن یا د ذرې ګړندېوال/ اکسلېټور په کې شامل وي. توکي او ماشینونه، نه باید مادي وي; مجازي تېکنالوژي لکه کمپیوټري سافت وېير او سوداګریز میتودونه د دې تېکنالوژۍ تر تعریف لاندې راځي. ډبلیو . برېن آرتور (W. Brian Arthur) تېکنالوژي په ورته پراخ تعریف کې رانغاړي. لکه " د انساني موخو د تحقق یوه وسیله." د تېکنالوژي کليمه همداراز د تخنیکونو ټولګې ته هم ویل کېږي. په دې متن کې د انسانې پوهې اوسنی وضعیت دی چې څنګه سرچینې سره ترکیب کړي تر څو د غوښتنې وړ محصولات تولید, ستونزې حل, غوښتنې او اړتیاوې پوره کړي; چې تخنیکي میتودونه, مهارتونه, پروسې, تخنیکونه, توکي او خام مواد په کې شاملېږي. کله چې له نورو اصطلاحاتو لکه "طبي تېکنالوژي" یا "فضایي تېکنالوژي "  سره ترکیب شي د اړونده څانګې پوهې او ابزارو ته ویل کېږي. "عصري تېکنالوژي" لوړې تېکنالوژۍ ته ویل کېږي چې هره برخه کې د بشریت د لاس رسي وړ ده.[۱۲][۱۳]

تېکنالوژي د هغه فعالیت په توګه په پام کې نیولی شو چې کلتور جوړوي یا بدلون ورکوي. سر بېره پر دې د ریاضیاتو, ساینس کاریال/ اپلېکېشن دی او لکه څنګه چې پېژندل شوې د ژوند د ګټو هنر دی. یو مدرن مثال یې د اړیکو/ ارتباطو د تېکنالوژۍ راپورته کېدل دي چې د انساني اړیکو پر وړاندې یې موانع راکمې کړې او په پایله کې يې د کوچنیو فرهنګونو / سب کلچر په رامنځته کولو کې مرسته کړې; د سایبري فرهنګ راپورته کېدل چې د رامنځته کېدلو بنسټ يې د اېنټرنټ او کمپیوټر پرمختګ دی. د یو فرهنګي فعالیت په توګه تېکنالوژي له دواړو ساینس او انجنیرۍ څخه مخکې ده چې هر یو یې د تېکنالوژۍ هرې جنبې ته رسمیت ورکوي، دا نظریه همداراز له هنري هڅو سره تړلې ده.[۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې

  1. Electricity in economic growth : a report. Washington, D.C: National Academy Press. 1986. doi:10.17226/900. OCLC 45734143. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-03677-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Liddell, Henry George; Scott, Robert (1980). A Greek-English Lexicon (الطبعة Abridged). United Kingdom: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-910207-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Crabb, George (1823). Universal Technological Dictionary, or Familiar Explanation of the Terms Used in All Arts and Sciences. London: Baldwin, Cradock, and Joy. د کتاب پاڼې 524 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mannix, Loretta H.; Stratton, Julius Adams (2005). Mind and Hand: The Birth of MIT. Cambridge: MIT Press. د کتاب پاڼي 190–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-19524-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Technik Comes to America: Changing Meanings of Technology Before 1930"]. Technology and Culture 47. 
  6. Bain, Read (1937). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Technology and State Government"]. American Sociological Review 2 (6): 860–874. doi:10.2307/2084365. 
  7. MacKenzie, Donald A.; Wajcman, Judy (1999). "Introductory Essay". The Social Shaping of Technology (الطبعة 2nd). Buckingham: Open University Press. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-335-19913-6. Technology, it is often said, is applied science. Scientists discover facts about reality, and technologists apply these facts to produce useful things. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite dictionary
  9. Franklin, Ursula (1999). The Real World of Technology (الطبعة revised). Scarborough: House of Anansi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88784-891-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. See, for example, . Technology. BBC News.
  11. Stiegler, Bernard (1998). Technics and Time, 1: The Fault of Epimetheus. Stanford University Press. د کتاب پاڼي 17, 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-3041-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Stiegler has more recently stated that biotechnology can no longer be defined as "organized inorganic matter," given that it is, rather, "the reorganization of the organic." Stiegler, Bernard (2008). L'avenir du passé: Modernité de l'archéologie. La Découverte. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-2-7071-5495-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Industry, Technology and the Global Marketplace: International Patenting Trends in Two New Technology Areas". Science and Engineering Indicators 2002. National Science Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اگسټ ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Arthur, W. Brian (2009). The Nature of Technology. New York: Free Press. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4165-4405-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Borgmann, Albert (2006). "Technology as a Cultural Force: For Alena and Griffin" (fee required). The Canadian Journal of Sociology 31 (3): 351–60. doi:10.1353/cjs.2006.0050. http://muse.jhu.edu/login?uri=/journals/canadian_journal_of_sociology/v031/31.3borgmann.html. Retrieved 16 February 2007. 
  15. Macek, Jakub. "Defining Cyberculture". مؤرشف من الأصل في 3 جولای 2007. د لاسرسي‌نېټه 25 مې 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. See, for example, Katie Farris, "The Importance of Art in a Technological World," and Ilya Kaminsky, "Technicians of the Sacred," in: Humanistic Perspectives in a Technological World, ed. Richard Utz and Karen Head (Atlanta: Georgia Institute of Technology, 2021), pp. 36-39, and 79-82, respectively. Electronic access.