ټکسيلا چې په سنسکريت ژبه يې ټکشيلا هم بولي دلر غونې ګند هارا او دهندوانو يو مشهور تاريخي ښار و چې ويل کيږي د عيسی مسيح عليه السلام تر زيږېدو پنځه سوه کلو نه وړاندې جوړ شوی دی٠ ټکسيلا چې په لر غونو زمانو کې دهندو ئېزم او بو دهيزم ستر علمي ،مذهبي او سوداګريز مر کز و داو سني پا کستان د پنجاب په ايالت پورې اړوند د پلا زمېنې اسلام اباد په شمال لويديز کې د ٣٢ کليو مټرو يا ٢٠ ميله په واټن کې پروت دی او دسمندر د سطحې نه يې لوړوالی ٥٤٩ متره ښودل شوی دی٠ 

ټکسيلا=ټکشيلا(तक्षशिला): سمول

د ټکسيلا د ښار اهميت په دې کې و چې د ګندهارا، مګهد او دهغه د پلا زمېينې پا لي پوترا يا اوسني پټنې او دګنګا دوادۍ، کشمير، پيښور، پشکلاوتي(چارسده)، بکټريا، کاپيسا ،ننګر هار او کابل تر مينځ داتصال يوه کړۍ وه٠ 

ټکسيلا د تاريخ په اوږدو کې دبيلا بيلو يرغلګرو لکه يونانيانو، پارسيانو او د مغولو د تير يو شاهد دی٠ همدا سبب دی چې د يونانيانو دوخت ډېرې لر غونې او زړې سکې او مجسمې هم پکې موندل شوي دي٠

د ټیکسیلا یادونه په لرغونو کتابونو کې : سمول

دټکسيلا يادونه دهندوانو په مذهبي سپيڅلو نسخو او له هغې جملې نه په مهابهارت کې راغلی دی او داسې عقيده شته چې مهابهارت لو مړی ځل په ټکسيلا کې ولو ستل شو٠ 

د ټکسیلا پوهنتون : سمول

داسې ويل کيږي چې ټکسيلا يو ستر پو هنتون درلود چې په زرګونو دهندو ئېزم او بو دهيزم دمذ هبو نو پيروانو پکې زده کړې کولې او د سنسکريت ژبې ستر پوه او عالم چنکيا چې دچندر ګوپت موريا په دربار کې ستر عالم او پوه او دده علمي سلا کارو هم ودټکسيلا دپو هنتون دسترو استادانو نه ګڼل کېده٠ په تېره بيا ټکسيلا دچندر ګپت دلمسي اشوکا دو اکمنۍ په وخت کې ډېر پر مختګ وکړ او دبو دايي مذ هب په يوه ستر مر کز باندې بدل شو چې د بودايي مذهب او ګرو هې پيروان به دنږدې او ليرې ځا يو نو لپاره دزده کړې لپاره دلته راتلل٠ 

ټکسیلا ته د چیني زایر تګ : سمول

داسې مستند تا ريخي روايتو نه شته چې چيني زايرشوانچهانګ(  هيونتسونګ )چې دبودايي معبدونو دليد لو لپاره کابل ،کاپيسا ،ننګرهار ،هډې ،پيښور، سوات او دګند هارا دحوزې ځينو ځا يو نو ته سفرکړی و ټکسيلا ته هم راغلی و ٠ 

د ټکسیلا معبودونه : سمول

ټکسيلا ډېر معبدونه، سمڅې او ستو پې درلودلې٠ دمشهورو معبدونو او لمانځنتونونو په لړکې کولای شود اپسايډل،دلمرمعبد،ددوه سري شا هين معبد،دکونالامعبد او دګهای دمعبد ونو نو مو نه واخلو٠ همداراز دخانپور سمڅه ،لو يه ستو په او نورڅلورتاريخي ځا يونه يې سارياډالا،بهير، سير کپ او سير سوک دي٠

د ټکسیلا ښاري پلان : سمول

د تکسيلا ښار هم دپلان پر بنسټ جوړ شوی و چې پکې دپنځو کيلو مټرو په اوږدوالي ديوالونه شته چې دډبرو نه جوړ شوي دي چې دغه ديوالونه پنځه متره پنډوالی لري چې نن ورځ يې يوازې شمالي ديوال شته او دنورودرې خواوو يې نړيدلي دي٠

ټکسیلا ګډ نړیوال کلتوري میراث : سمول

بايد زياته کړو چې ټکسيلا په ١٩٨٠ زږديز کال کې ديو نسکو له خوا دګډ نړيوال کلتوري ميراث په توګه وپيژندل شو

---------------------------------------------------

ما خذونه او سر چينې : سمول

١-http://whc.unesco.org/en/list/139

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Taxila

٣-http://www.livius.org/ta-td/taxila/taxila.htm