ټوپولف ټو-۱۶۰

ټوپولف ټو-۱۶۰
Tupolev Tu-160
Туполев Ту-160
هېواد

د الوتکې ډول بم غورزوونکې الوتکه
د الوتکې تولیدونکی ټوپولوف
КБ Туполев
لمړی الوتنه ۱۹۸۱
د الوتکې استعمالونکی روسي هوایی ځواک
د الوتکې قیمت ۲۵۰ میلیونه ډالاره

ټوپولف ټو-۱۶۰ (په روسی: Туполев Ту-160) د څلور ماشینونو د جت یوه بم غورزوونکې الوتکه ده چی د ستراتیژیکی هدفونو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږی. دغه الوتکه د ټوپولوف د طراحی شرکت لخوا طرح شوه. دغه الوتکه په اوس وخت کی د نړی تر ټولو لویه بم غورزوونکې الوتکه ده.

تاریخ سمول

د ټوپولوف ټو-۱۶۰ ترقی (پراختیا) په ۱۹۷۳ کال کی پېل شوه. په دی وخت کی شوروی حکومت غوښتل چی نوی بم غورزوونکې الوتکه د امریکایی ستراتیژیکی هدفونو د منځه وړلو لپاره جوړ کړی او د دی لپاره یی یوه لویه طرحی مسابقه اعلان کړه. په ۱۹۸۰ کال کی د ټوپولوف طرحی شرکت یوه نوی بم غورزوونکې الوتکه جوړه کړه. د ټو-۱۶۰ لمړی الوتنه په ۱۹۸۱ کال کی عملی شوه. شوروی حکومت غوښتل چی ۱۰۰ د الوتکو تنې جوړې کړې مگر د شوروی اتحاد تر نړیدنې پورې یوازې ۳۵ الوتکې جوړې شوې. په ۱۹۹۱ کال کی شوروی اتحاد نړ شو او د ټو-۱۶۰ الوتکې د اوکرائین لاس ته راوړ. په ۲۰۰۳ کال کی روسی حکومت اوکرائین حکومت ته پیسې ور کړه او اوکرائین روسیا ته د ټوپولف الوتکې واپس شوې.

سرچینې سمول