ټوټالېټر په لغت كې د جامع معنا وركوي او د صفت په ډول په هغو رژيمونو اطلاقيږي چې دا لاندې مشخصات ولري.

  1. په ټولو سياسي، اجتماعي او اقتصادي چارو كې د دولت شديد نظارت موجود وي.
  2. ټول سياسي قدرت د يوه حزب په واك كې وي او د ټولنې د ټولو ديموكراتيكو افكارو څارنه كوي. د انتقاد مخه په كلكه نيسي، منتقدين وهي، ځينې د محبس تورو تمبو ته غورځوي او وژني يې.
  3. په حزب او دولت كې په مطلق ډول د يوه تن تسلط موجود وي.
  4. په زور او جبر حاكم حزب خپله حزبي ايډيالوژي د ټولنې په ټولو اقشارو كې خپروي او فردي آزادي له منځه وړي.
  5. د مخالفينو د سركوبولو او له منځه وړلو له پاره هر ډول ترور، اختناق او بې شرمانه اعمالو ته هڅه كوي. په ټوټاليټر دولتونو كې د ټولنې او افرادو په سياسي، اجتماعي او اقتصادي ژوند كې د دولت مداخله هيڅ حد نه لري.

دغه ډول فعاليتونه، حتى هنري او ادبي فعاليتونه تر څارنې لاندې نيسي او د جمعي ارتباط په ټولو الكتريكي او طباعتي وسايلو، جدي او كلك مراقبت جاري ساتي. ټوټاليټر دولتونه داسې ډلې او اشخاص چې د دوى د قضاوت او نظارت له حوزې څخه د باندې وي، نه شي تحمل كولاى. دغه ډول خلك لومړى په يوه حزب كې په ديموكراتيك شكل متشكل كېږي، خو كله چې قدرت ته ورسېدل نو بيا ديموكراسي يوې خواته ږدي او له خپل قدرته كار اخلي. په دنيا كې ددې ډول نهضتونو بارزه نمونه د هټلر ناسيونال سوسياليست گوند ؤ چې د ديموكراسۍ له لارې قدرت ته ورسېد، قدرت ته د رسېدو سره سم يې ديموكراسي يوې خواته وغورځوله او په غورو او زورگويو يې پېل وكړ. د ايټاليا فاشيست او د المان نازي دولتونه د ټوټاليټر دولتونو ښې نمونې دي. ټول كمونستي دولتونه هم د ټوټاليټر دولتونو په كتگوريو كې حسابيږي چې ښه مثال يې په افغانستان كې د ۱۳۵۷ لمريز كال د ثور د اومې نېټې څخه وروسته د تره كې، امين،كارمل او ډاكټر نجيب كمونستي حكومتونه دي.