ټول ګډونه یا نړیوالې روغتیایي پاملرنې

ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې (او دغه راز ټول ګډونه روغتیایي پوښښ، د ټول ګډونه پوښښ یا نړیوالې پاملرنې په نامه هم یادېږي) د روغتیايي پاملرنې اړوند یو سیسټم دی، چې په دې سیسټم کې د یو هېواد یا یوې ځانګړې سیمې ټول هستوګن روغتیایي پاملرنو ته لاسرسی لري. په عمومي توګه دا روغتیايی پاملرنې د ټولو کسانو یا هغو لپاره چمتو شوي چې مالي توان نه لري، توڅو چې له روغتیايي خدماتو نه برخمن شي یا په بله معنا چې روغتیايي خدمات ترلاسه کړي، چې موخه ترې د ښو روغتیايي پایلو ترلاسه کول دي. [۱]

ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې د ټولو مواردو او د ټولو خلکو تر پوښښ لاندې راوستلو په معنا نه دی، بلکې یوازې په دې معنا ده، چې ټول خلک د اړتیا وړ وخت او ځای کې له هر ډول مالي ستونزو پرته روغتیایي پاملرنو ته لاسرسی ولري. د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو یو شمېر سیسټمونه د دولت په وسیله تأمینېږي، حال دا چې یو شمېر نور بیا پر دې باور دي، چې ټول ښاریان ځانګړې او خصوصي روغتیایي بیمې اخلي. ټول ګډونه روغتیایی پاملرنې د درېیو مهمو اړخونو پر بنسټ ټاکل کېدای شي: دا چې څوک او کوم خلک تر پوښښ لاندې دي، کوم خدمتونه تر پوښښ لاندې دي او درېیم هم دا چې په څومره کچه لګښتونه باید تر پوښښ لاندې راوستل شي. د روغتیا نړیوال سازمان دا پاملرنې د داسې یو وضعیت په توګه تعریفوي، چې دې کې ښاریان کولای شي د‎ مالي ستونزو له زغملو پرته مناسبه اندازه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ولري. مارګریټ چان د هغه وخت د روغتیا نړیوال سازمان WHO عمومي رییس، ټول ګډونه روغتیايي پوښښ د «د یوازیني خورا ځواکمن مفهوم په توګه، چې عمومي روغتیا وړاندې کوي» تشریح کړ، «ځکه چې په یوشان او پراخه توګه خدمتونه وړاندې کوي». د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو له موخو نه یوه هم د یو ساتونکي سیسټم رامنځته کول دي، چې د خلکو لپاره برابر فرصتونه چمتو کوي، ترڅو د تر ټولو لوړې کچې روغتیا او سلامتۍ نه برخمن اوسي. منتقدین په دې باور دي او داسې وایي، چې ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې د دې لامل کېږي، چې د خلکو لپاره د اوږده انتظار لامل شي او دغه راز روغتیايي پاملرنې هم په خراب کیفیت سره وړاندې شي.[۲][۳][۴][۵]

د تلپاتې پراختیا د موخو د یوې برخې په توګه د ملګرو ملتونو اړوند سازمان غړو هېوادونو توافق کړی، چې تر ۲۰۳۰ ز کاله پورې د نړۍ په کچه د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو په نړیوال پوښښ باندې کار وکړي. [۶]

تاریخ

سمول

په المان کې د ملي روغتیا د بیمې سیسټم پر لور لومړی حرکت په ۱۸۸۳ ز کال کې د ناروغۍ اړوند بیمې په قانون سره پیل شو. صنعتي کاري مشران تر ټولو مخکې دې ته اړ شول، چې د خپلو کم مزد لرونکو کاریګرانو لپاره د زیان او ناروغۍ اړوند بیمې ورکړي، چې دا سیسټم د کاري مشرانو او کاریګرو په وسیله د «د ناروغانو د مالي صندوق» له خوا تأمین او اداره کېده، چې د کارګرانو د حق الزحمې له کسراتو او دغه راز کاري مشرانو له سهم نه به تمویل کېده. د ټولنیزې روغتیا اړوند دا ډول بیمه په معاصرې دورې کې د ټول ګډونه پاملرنو لومړنۍ بڼه وه، چې د لومړي وزیر پروس اتو فون بېسمارک په ویاړ د بېسمارک موډل په نامه ونومول شوه او نورو هېوادونو هم ډېر ژر له دې تګلارې نه هرکلی او پیروي وکړه. په بریټانیا کې د ۱۹۱۱ ز کال د ملي بیمې قانون د لومړنیو روغتیایي پاملرنو (خو د تخصصي یا روغتوني پاملرنو په برخه کې نه) په برخه کې د بېوزلو لپاره داسې یو پوښښ وړاندې کړ، چې شاوخوا د نفوس یو پر درېیمه برخه یې تر پوښښ لاندې راوسته. د روسیې سترواکۍ هم په ۱۹۱۲ ز کال کې دې ته ورته یو سیسټم رامنځته کړ، چې تر هغې وروسته نور صنعتي هېوادونو هم داسې وکړل. په ۱۹۳۰ ز لسیزه کې تقریباً ټولې غربي او مرکزي اروپا کې دې ته ورته او مشابه سیسټمونو شتون درلود. په ۱۹۲۷ ز کال کې جاپان د کارکوونکو روغتیایي بیمه معرفي او په ۱۹۳۵ او ۱۹۴۹ ز کلونو کې یې وده ورکړه. په ۱۹۱۷ ز کال کې د روسیې له انقلاب نه وروسته شوروي اتحاد په ۱۹۲۰ ز کال کې د روغتیایي پاملرنو یو عمومي او متمرکزه سیسټم رامنځته کړ. په دې توګه دا سیسټم په رښتیا هم ټول ګډونه نه و، ځکه چې د لرې پرتو سیمو کلیوال اوسېدونکي یې تر پوښښ لاندې نه وو. [۷][۸][۹]

په نیوزیلند کې د ټول ګډونې روغتیایي پاملرنې سیستم په یو لړ مرحلو کې له ۱۹۳۹ ز کال نه تر ۱۹۴۱ ز کاله پورې رامنځته شو. ۱۹۴۶ ز کال کې په اسټرالیا د کوئینزلند ایالت د ټول ګډونه وړیا روغتون یو سیسټم معرفي کړ. [۱۰][۱۱]

له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته په ټولې نړۍ کې د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو سیسټمونه پیل شو. بریټانیا د ۱۹۴۸ ز کال د جولای میاشتې په ۵مه نېټه د خپلې ملي روغتیا اړوند ټول ګډونه خدمتونه پیل کړل. وروسته بیا ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې په شمالي هېوادونو یعنې سویډن (۱۹۵۵ ز)، ایسلند (۱۹۵۶ ز)، ناروې (۱۹۵۶ ز)، ډنمارک (۱۹۶۱ ز) او فنلاند (۱۹۶۴ ز) کې معرفي شوې. په ۱۹۶۱ ز کال کې ټول ګډونه روغتیایي بیمه په جاپان او کاناډا کې د یو لړ پړاوونو له لارې معرفي شوه، چې په ۱۹۶۲ ز کال کې د ساسکاچوان ولایت نه پیل او وروسته بیا له ۱۹۶۸ ز کال نه تر ۱۹۷۲ کاله پورې یې د کاناډا تر نورو برخو پورې ورسېد. په ۱۹۵۲ ز کال کې د مصر له انقلاب نه وروسته په مصر کې د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو اړوند سیسټم معرفي شو، دغه راز د شرقي بلاک اړوند هېوادونو کې هم د ټول ګډونه د روغتیایي پاملرنو خدمتونو متمرکزه سیسټمونه پیل شوو. په ۱۹۶۹ ز کال کې شوروي اتحاد د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو خدمتونه خپلو کلیوالو اوسېدونکو ته هم ورسول. کویټ او بحرین په ترتیب سره په ۱۹۵۰ او ۱۹۵۷ ز کال (له خپلواکۍ نه مخکې) کې د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو خدمتونو سیسټمونه یې خپلو خلکو ته معرفي کړل. ایټالیا د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو خدمتونه (Servizio Sanitario Nazionale) په ۱۹۷۸ ز کال کې معرفي کړل، دغه راز په استرالیا کې ټول ګډونه روغتیایي بیمه په ۱۹۷۵ ز کال کې له مېډیبېنک Medibank سره ترسره کړه، چې له ۱۹۸۴ کال راهیسې د Medicare د ټول ګډونه روغتیايي پاملرنې د اوسني سیسټم تر پوښښ لاندې دی.  [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

له ۱۹۷۰ ز لسیزې نه تر ۲۰۰۰ ز لسیزې پورې د غربي اروپا هېوادونو د ټول ګډونه پوښښ وړاندې کول پیل کړه، چې ډېری یې د روغتیایي بیمې د مخکنیو پروګرامونو پر بنسټ د ټولو وګړو د پوښښ لاندې راوستلو لپاره جوړې شوې وې. د بېلګې په توګه په ۱۹۲۸ ز کال کې فرانسې د خپلې روغتیایي بیمې سیسټم پر بنسټ، چې د جمعیت لویه برخه یې تر پوښښ لاندې راوستله او د وروستیو قوانینو پر بنسټ یې ۱٪ پاتې شوی جمعیت هم چې بیمه شوی نه وو، هغه یې هم په ۲۰۰۰ ز کال کې تر پوښښ لاندې راوستل. همدارنګه د روغتیایي پاملرنې د تمویلوونکي واحد سیسټمونه په ۱۹۷۲ ز کال کې په فنلند، په ۱۹۷۹ ز  پرتګال، په ۱۹۸۰ ز قبرس، ۱۹۸۶ ز هسپانیا او ۱۹۹۰ ز کال په هېوادونو کې معرفي شوو. په ۱۹۹۴ ز کال کې سویس د بیمې د یو حکم پر بنسټ د روغتیایي پاملرنې یو ټول ګډونه سیسټم معرفي کړ. سربېره پر دې د روغتیا ټول ګډونه پوښښ په یو شمېر اسیایي هېوادونو لکه جنوبي کوریا (۱۹۸۹ ز)، تایوان (۱۹۹۵ ز)، سنګاپور (۱۹۹۳ ز)، اسرائیل (۱۹۹۵ ز) کال او تایلنډ کې (۲۰۰۱ ز) کال کې معرفي شو.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته روسیې د پخوانۍ شوروي جمهوریتونو او د شرقي بلاک هېوادونو په څېر چې اوسمهال خپلواک شوي دي، د خپل ټول ګډونه روغتیايي پاملرنې سیسټم خوندي او اصلاح کړ.[۲۱]

له ۱۹۹۰ ز لسیزې نه وروسته د لاتیني امریکا، کارائیب سمندر، افریقا او د اسیا – اوقیانوسیې ډېری هېوادونو او همدارنګه د مخ پر ودې هېوادونو په ګډون یو شمېر اقدامات ترسره کړل، ترڅو خپل نفوس د ټول ګډونه روغتیایي پاملرنو خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي، لکه د چین هېواد چې په نړۍ کې د تر ټولو ستر او لوی ټول ګډونه روغتیایي پاملرنې سیسټم درلودونکی هېواد دی او دغه راز د برازیل SUS چې د نفوس تر۸۰ سلنه برخه یې تر خپل پوښښ لاندې راوستې ده. د هندوستان هېواد هم د روغتیایي پاملرنې یو غیر متمرکزه ټول ګډونه سیسټم معرفي کړی، چې د مالیه ورکوونکو په بودیجې سره تمویل کېده او تر ډېره د ناروغیو، د مړینو او خوار ځواکي د کچې په کمولو کې یې مرسته وکړه. په ۲۰۱۲ ز کال یوې مطالعې له همدغو هېوادونو نه ترلاسه شوي پرمختګونه یې پر ۹ هېوادونو باندې په تمرکز سره وڅېړل چې دا هېوادونه: غنا، روانډا، نایجیریا، مالي، کینیا، اندونیزیا، فیلیپین او ویتنام په کې شامل وو.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

اوسمهال، ډېری صنعتي او ډېری مخ پر ودې هېوادونه په عمومي بودیجې سره د روغتیايي خدمتونو ځینې ډولونه د ټول ګډونه پوښښ په موخه ترسره کوي. د طبابت ملي اکاډمۍ او نورو په وینا د امریکا متحده ایالات یوازینی شتمن او صنعتي هېواد دی، چې ټول ګډونه روغتیایي خدمتونه نه وړاندې کوي. د دولت په وسیله د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو یوازینۍ بڼې Medicare (د ډېرو عمر لرونکو ناروغانو او یو شمېر بېوزلو) لپاره او دغه راز Medicaid د (لږ عاید لرونکو) لپاره، د نظامي روغتیايي خدمتونو سیسټم (فعال نظامي پرسونل، ذخیرې، متقاعد او د تکفل یا انحصار اړوند وګړو لپاره) او هندي روغتیایي خدمات (د بومي امریکایي قبایلو پيژندل شوي غړي، چې د فدرال په وسیله په رسمیت پیژندل شوي دي) دي.  [۲۸][۲۹]

سرچينې

سمول
  1. World Health Organization (November 22, 2010). The world health report: health systems financing: the path to universal coverage. Geneva: World Health Organization. ISBN 978-92-4-156402-1. Archived from the original on August 20, 2010. نه اخيستل شوی April 11, 2012.
  2. "Universal health coverage (UHC)". نه اخيستل شوی November 30, 2016.
  3. Matheson, Don * (2015-01-01). "Will Universal Health Coverage (UHC) Lead to the Freedom to Lead Flourishing and Healthy Lives? Comment on "Inequities in the Freedom to Lead a Flourishing and Healthy Life: Issues for Healthy Public Policy"". International Journal of Health Policy and Management. 4 (1): 49–51. doi:10.15171/ijhpm.2015.09. PMC 4289038. PMID 25584354.
  4. Abiiro, Gilbert Abotisem; De Allegri, Manuela (2015-07-04). "Universal health coverage from multiple perspectives: a synthesis of conceptual literature and global debates". BMC International Health and Human Rights. 15: 17. doi:10.1186/s12914-015-0056-9. ISSN 1472-698X. PMC 4491257. PMID 26141806.
  5. "Universal Health Care Topic Overview". Gale (په انګليسي). 2019. نه اخيستل شوی May 9, 2022.
  6. "Universal health coverage (UHC)". World Health Organization. 12 December 2016. نه اخيستل شوی 14 September 2017.
  7. Butticè, Claudio (2019). Universal Health Care. Santa Barbara, California: Greenwood Publishing Group. pp. 20, 25. ISBN 978-1-4408-6844-3.
  8. Rowland, Diane; Telyukov, Alexandre V. (Fall 1991). "Soviet Healthcare From Two Perspectives" (PDF). Health Affairs (په انګليسي). 10 (3): 71–86. doi:10.1377/hlthaff.10.3.71. PMID 1748393.
  9. "OECD Reviews of Health Systems OECD Reviews of Health Systems: Russian Federation 2012": 38. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  10. Abel-Smith, Brian (1987). "Social welfare; Social security; Benefits in kind; National health schemes". The new Encyclopædia Britannica (15th ed.). Chicago: Encyclopædia Britannica. ISBN 978-0-85229-443-7. نه اخيستل شوی September 30, 2013.
  11. Richards, Raymond (1993). "Two Social Security Acts". Closing the door to destitution: the shaping of the Social Security Acts of the United States and New Zealand. University Park: Pennsylvania State University Press. p. 14. ISBN 978-0-271-02665-7. نه اخيستل شوی March 11, 2013.Mein Smith, Philippa (2012). "Making New Zealand 1930–1949". A concise history of New Zealand (2nd ed.). Cambridge: Cambridge University Press. pp. 164–65. ISBN 978-1-107-40217-1. نه اخيستل شوی March 11, 2013.
  12. Serner, Uncas (1980). "Swedish health legislation: milestones in reorganisation since 1945". In Heidenheimer, Arnold J.; Elvander, Nils; Hultén, Charly (eds.). The shaping of the Swedish health system. New York: St. Martin's Press. p. 103. ISBN 978-0-312-71627-1. Universal and comprehensive health insurance was debated at intervals all through the Second World War, and in 1946 such a bill was voted in Parliament. For financial and other reasons, its promulgation was delayed until 1955, at which time coverage was extended to include drugs and sickness compensation, as well.
  13. Kuhnle, Stein; Hort, Sven E.O. (September 1, 2004). "The developmental welfare state in Scandinavia: lessons to the developing world". Geneva: United Nations Research Institute for Social Development. p. 7. نه اخيستل شوی March 11, 2013.
  14. Evang, Karl (1970). Health services in Norway. English version by Dorothy Burton Skårdal (3rd ed.). Oslo: Norwegian Joint Committee on International Social Policy. p. 23. OCLC 141033. Since 2 July 1956 the entire population of Norway has been included under the obligatory health national insurance program.
  15. Gannik, Dorte; Holst, Erik; Wagner, Mardsen (1976). "Primary health care". The national health system in Denmark. Bethesda: National Institutes of Health. pp. 43–44. hdl:2027/pur1.32754081249264.
  16. Alestalo, Matti; Uusitalo, Hannu (1987). "Finland". In Flora, Peter (ed.). Growth to limits: the Western European welfare states since World War II, Vol. 4 Appendix (synopses, bibliographies, tables). Berlin: Walter de Gruyter. pp. 137–40. ISBN 978-3-11-011133-0. نه اخيستل شوی March 11, 2013.
  17. "Austerity and the Unraveling of European Universal Health Care". Dissent Magazine. نه اخيستل شوی November 30, 2016.
  18. Bärnighausen, Till; Sauerborn, Rainer (May 2002). "One hundred and eighteen years of the German health insurance system: are there any lessons for middle- and low-income countries?". Social Science & Medicine. 54 (10): 1559–87. doi:10.1016/S0277-9536(01)00137-X. PMID 12061488.Busse, Reinhard; Riesberg, Annette (2004). "Germany" (PDF). Health Care Systems in Transition. 6 (9). ISSN 1020-9077. Archived from the original (PDF) on March 21, 2020. نه اخيستل شوی October 8, 2013.Carrin, Guy; James, Chris (January 2005). "Social health insurance: key factors affecting the transition towards universal coverage" (PDF). International Social Security Review. 58 (1): 45–64. doi:10.1111/j.1468-246X.2005.00209.x. S2CID 154659524. نه اخيستل شوی October 8, 2013.Hassenteufel, Patrick; Palier, Bruno (December 2007). "Towards neo-Bismarckian health care states? Comparing health insurance reforms in Bismarckian welfare systems" (PDF). Social Policy & Administration. 41 (6): 574–96. doi:10.1111/j.1467-9515.2007.00573.x. Archived from the original (PDF) on April 12, 2019. نه اخيستل شوی October 8, 2013.Green, David; Irvine, Benedict; Clarke, Emily; Bidgood, Elliot (جنوري 23, 2013). "Healthcare systems: Germany" (PDF). London: Civitas. Archived from the original (PDF) on October 5, 2013. نه اخيستل شوی October 8, 2013.
  19. Hilmy, Ashraf A. (2012-11-14). Health-Care Reform: A Surgeon'S Perspective (په انګليسي). iUniverse. ISBN 978-1-4759-5231-5.
  20. Perrin, Karen (Kay) M. (2016-09-08). Principles of Health Navigation (په انګليسي). Jones & Bartlett Publishers. ISBN 978-1-284-09076-5.
  21. "WHO - Rocky road from the Semashko to a new health model". Archived from the original on October 18, 2014. نه اخيستل شوی November 30, 2016.
  22. Muzaka, Valbona (2017). "Lessons from Brazil: on the difficulties of building a universal health care system". Journal of Global Health. 7 (1): 010303. doi:10.7189/jogh.07.010303. ISSN 2047-2978. PMC 5344008. PMID 28382207.
  23. Gómez, Eduardo J. (July 13, 2012). "In Brazil, health care is a right". CNN. نه اخيستل شوی 2018-08-20.
  24. Yu, Hao (2015). "Universal health insurance coverage for 1.3 billion people: What accounts for China's success?". Health Policy. 119 (9): 1145–52. doi:10.1016/j.healthpol.2015.07.008. PMC 7114832. PMID 26251322.
  25. "India | Commonwealth Fund". June 5, 2020.
  26. Eagle, William. "Developing Countries Strive to Provide Universal Health Care". نه اخيستل شوی November 30, 2016.
  27. "Universal Healthcare on the rise in Latin America". نه اخيستل شوی November 30, 2016.
  28. Insuring America's Health: Principles and Recommendations Archived 2007-08-18 at the Wayback Machine., Institute of Medicine at the National Academies of Science, 2004-01-14, accessed 2007-10-22
  29. "The Case for Universal Health Care in the United States". cthealth.server101.com. Archived from the original on 23 April 2018. نه اخيستل شوی 27 April 2018.